څانګه: معاصر علماء نيټه: October 26, 2015
       
مولانا ابوالوفاء افغاني رحمه الله


 ليکوال: استاذ خلیل الله "سروري"
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه: 
 
مولانا ابوالوفاء افغاني،  چي اصلي نوم يې محمود شاه دی، د مولوي مبارک شاه زوى، په خټه پښتون بارکزى دی. د (١٣١٠ هـ .ق) د لوى اختر د مياشتي پر لسمه نېټه، چي د (١٢٧٢ ل.) او (١٨٩٣م.) کال سره سمون لري، د کندهار ولايت په ارغستان سيمه کي زېږېدلى دی. 

مولانا ابوالوفاء لومړنۍ مروجي زده کړي له خپل پلار او د خپلي سيمي له نورو استادانو څخه حاصلي کړې. د پلار تر وفات وروسته په نورو زده کړو پسي د پکتيا ولايت د ګوملي اولسوالۍ له لاري، د خروټو پووندوو سره، د پښتونخوا د دامان سيمو ته ولاړ. څه زده کړي ئې هورې د ډېره جاتو، کوهاټ او پېښور له پوهانو څخه وکړې. بيا د هندوستان ګجرات ته ولاړی، د هغه ځاى د علماو څخه ئې زده کړي وکړې. د هغه ځاىه رامپور ته ولاړی او د رامپور په عاليه مدرسه کي شامل سو او په (١٣٣٠هـ .ق.) کي حيدرآباد دکن ته ولاړی او هلته ئې په نظاميه مدرسه کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. د معقولو او منقولو علومو زده کړي ئې پر شېخ الاسلام  مولانا انوار الله شاه فاروقي رحمة الله علیه ، علامه مفتي عبدالکريم الافغاني، مولانا محمد يعقوب، مولانا عبدالصمد او مولانا مفتي رکن الدين باندي وکړې. 

دغه افغان نوميالى عالم، چي په ابو الوفا سره يې شهرت وموند. په ختيځو عربي علومو کي لکه: تفاسير، احاديث، فقه، اُصول، صرف، نحو، معقول ، پخوانۍ فلسفه، رياضي، ادبياتو او نورو رواجي علومو کي د ډېر مهارت څښتن سو. له پښتو ژبي پرته ئې عربي، پاړسي او هندي ژبي هم زده وې. 

مولانا ابوالوفاء د زده کړو تر بشپړولو وروسته په دکن کي پاته سو او په جامعه نظاميه کي د تدريس وظيفه ور د غاړي وه او د دې تر څنګ ئې  په (١٣٤٨ هـ .ق.) کال په حيدر آباد کي د(مجلس احياء المعارف النعمانيه) په نامه  د يوې ادارې بنسټ کښېښود او تر مرګه  پوري د دې مجلس روح او روان وو. د دې مجلس هدف  دا وو، چي د پخوانيو فقهاوو کتابونه په تېره بيا د حنفي مجتهدينو غير مطبوع تصنيفونه له ضايع کېدلو وساتي. نو د دغو کتابونو خطي نسخې به يې  د نړۍ د کتابخانو، موزيمونو او نورو ادارو خصوصاً د مصر او استانبول څخه راغوښتلې او  تر تصحيح، تعليق او تحشيې وروسته به يې چاپولې. په خپله مولانا صاحب مرحوم د دې ادارې د جوړېدلو او هدف په اړه داسي ليکي:

"....زما همېشه دا خيال و، چه کاش د امام محمد رحمة الله علیه  د کتابونو تلاش وسي، ښايي په يو ځاى کښي يې نسخې پيدا سي او د اشاعت کوشش يې وسي، چي له ضائع کېدلو څخه محفوظ سي. د دې جليل القدر امام شپږ کتابه، چه په ظاهر الرواية مشهور دي، له هغو څخه الجامع الصغير اوله پلا په ډېره پخوا زمانه کي په استانبول کي، بيا په مصر او هندوستان کي نشر سوي وه. پس د دې ليکونکي په کوښښ د سير کبير شرح د امام سرخسي، په دائرة المعارف کي د حيدر آباد نشر سوه، چي تر اوسه علماء فائدې ځني اخلي .

 که څه هم دا کار خورا ګران و، ليکن نا اُميده نه وم، د دې اهميت به مي په دوستانو کي همېشه بياناوه. آخر د رب  جل جلاله   مهرباني وه، بعضي احباب را سره متفق سوه او ٣٠ ربيع الثاني سنه ١٣٤٨ هـ .ق  د جمعې تر لمانځه وروسته د مدرسه  نظاميه په شرقي کنج کي، موږ اتو کسانو د دې مدرسې له فارغانو څخه، د يوې ادارې په تاسيس اتفاق وکړى او دا اداره په احياء المعارف النعمانيه موسومه سوه، اغراض به ئې دا وي، چه د حضرت امام اعظم او د هغه د شاګردانو او د شاګردانو د شاګردانو او د پخوانيو فقهاوو، د حنفي مذهب او لويو- لويو فقهاوو تصانيف بايد تلاش سي او نسخې يې حاصلي کړاى سي او له صحته وروسته نشر سي، چي له ضياعه محفوظ سي. او د دې مذهب د امامانو هغه کتابونه، چي نشر سوي وو؛ خو صحيح نه وو چاپ سوي يا ورک سوي وو. د هغو دوباره چاپ په صحت سره وسي او د دې کار لپاره بايد اعانه شروع سي، نو اعانه مو شروع کړه او د دې ترغيب لپاره مو دغه کارونه وکړه:

(١) اوله پلامو يوه رساله د دعوة الاخوان الاحياء معارف النعمان په نامه نشر کړه، چي په ترغيب او د مجلس په قاعدو او لائحة العمل مشتمله وه.
(٢): بيا مو د  امام اعظم کتاب العالم و المتعلم نشر کړی.
(٣): د امام خصاف، د کتاب النفقات شرح دامام صدر الشهيد نشر کړه.
(٤): د امام ابو يوسف  رحمة الله علیه کتاب الاثار (چي په هغو احاديثو مشتمل دئ، چه امام ابويوسف  يې له امام اعظم څخه روايت کړی دی) مو نشر کړی.
(٥): د امام ابو يوسف رحمة الله علیه  کتاب الرد على سير الاوزاعي مو هم نشر کړی.
(٦): اختلاف ابى حنيفة و ابن ابي ليلى.
(٧): د امام محمد  رحمة الله علیه  جامع کبير مو نشر کړی.
(٨): د امام ابو عبدالله الذهبي دامام صاحب او د صاحبينو مناقب.
(٩): د امام طحاوي رحمة الله علیه  مختصر.
(١٠): اُصول السرخسي.

اوس د امام محمد د کتاب الحجج په تياري بوخت يو او په دې مابين کي، چي مو د نوادرو تلاش کاوه، د دې نادرو کتابو نقلونه او عکسونه مو په ډېر زيار سره حاصل کړي دي ....".

همدا رنګه به مولانا صاحب په څو کلونو کي يو وار خپل وطن ته هم راتلی او دلته به طالبان پر هستېدل او ددوى د علمي فيض څخه به يې استفاده کوله. په هند، افغانستان او پښتونخوا کي د ډېرو ملايانو او طالبانو استاذ وو، چي د دغو سيمو طالب العلمانو ته يې د پوهي پګړۍ ورتړلي دي.

 مولانا صاحب د خپلواکۍ د بيا ګټلو په دوهم کال، د څه وخت تېريدو لپاره کندهار ته راغلی او د مرحوم مولوي عبدالواسع اخندزاده په ځاى کي اوسېدی. دا وخت هم تقريباً اتيا تنو طالبانو ده ته د زده کړي مراجعه وکړه، د تجويد او قرائت زده کړي يې کولې.

 ١٥ کاله وروسته بيا خپل پلرني هيواد ته راغلی، دا پلا بيا د دې ځاى ډېرو شاګردانو زده کړه ځني وکړه او بيرته دکن ته ولاړ. شپاړس کاله وروسته بيا هم کندهار ته راغلی او ډېر ملايان او پوهان يې له مجلسه مستفيد سول، ځکه چي نوموړى په علم کي (علامه)  و او د معلوماتو ساحه يې ډېره پراخه وه، د هر علم ګټه ځني حاصليدلاى سواى.

آخره پلا خپل هيواد ته د (١٣٤٩ل.) کال په وږي(سنبله) کي راغلی، چي ډېر سپين ږيرى سوى و، حتى پر ملا څه قدر کړوپ سوى و او دا ئې خپل وطن ته وروستى سفر و.

د وطن سره دميني په اړه د دوى په اړه د علامه عبدالحي "حبيبي" يو نقل قول را اخلو:

"...ما د دکن د آب و هوا سره عادت کړى دی، مګر  که په درو څلورو کالو کي يو وار د کندهار او خپل وطن هوا تنفس نه کم مريض کېږم...".

یادونه: مولانا ابوالوفاء الافغاني د خپل وخت لوی مفسر، فقیه او محقق عالم وو، هغه د خپل عمر ډېره برخه په هند کي تېره کړې ده، هلته اوسېدلی دی، ځکه نو د هندي علماوو په حلقو کي ډېر پېژندل کېږي. زموږ ډېر پښتانه حتی علماء يې ډېر له نامه سره اشنا نه دي؛ ليکن د مصر، هند، استانبول او شام مطبوعاتو او عالمانو ډېر ښه پېژندی. 

مړينه :
مولانا صاحب په (١٣٠٥ ل) کال  دکن ته ولاړ  او د ژوند تر آخره پوري هلته په افغاني پاسپورټ و اوسېد، تر څو چي د (١٣٩٥ هـ .ق.)  کال  د رجب پر ١٣ مه د چارشنبې په ورځ، چي  د(٢٣ جولاى ١٩٧٥ ع.) سره سمون لري،  په حيدرآباد دکن کي د (٨٥) کالو په عمر  ومړ او هلته خاورو ته وسپارل سو.

د مولانا  صاحب آثار:

دليل القرآن :
دليل القرآن دتجويد يوه کوچنۍ رساله ده، چي په (١٣٣٩ هـ .ق. = ١٣٠٠ ل.) کال ئې مولانا په کندهار کي له ليکلو څخه فارغ سوى دی. رساله (٣٢) مخه ده، فهرست نلري. تر يو نيم مخيزي سريزي وروسته متن شروع کيږي. مولانا صاحب نوموړی کتاب د هغه وخت په مروج ليکدود ليکلى دی. 

د کتاب پر پښتۍد (١٣٥٥ هـ .ق) کال د ذوالحجې مياشت ليکلې ده او دا يې د چاپ کال دی، چاپ ځاى يې حيدر آباد دی.  چاپ يې دوهم دی  او چاپ  شمېر يې  (٢٠٠٠) ټوکه دی. 

د مولانا صاحب  د سريزي څخه داسي معلوميږي، چي دا په پښتو ژبه کي د تجويد له لومړيو کتابونو څخه دی.

فيصله پنج مسله:

دا رساله په اُردو ژبه د مولانا صاحب، د جمعې د لمانځه په اړه دپنځو مسئلو مستند او مدلل جوابونه دي. رساله (٨٠) مخونه لري، خپرندوى ئې حضرت شاه ابوالخير اکاډيمي – ډهلي ده. تر فهرست وروسته په يوه مخ کي د خپرندوى يادښت راغلی دی او ور پسې د علامه محمد يوسف بنوري رحمة الله علیه  مقاله راغلې ده، چي د مولانا صاحب دمرګ پر وخت ئې د دوى په اړه  ليکلې وه، چي په  بينات مياشتنۍ مجله کي په (١٣٩٥ هـ .ق.)  کال  خپره سوې ده. ور  پسې د ١٣م مخ څخه د کتاب متن شروع کيږي.

دا د رسالې دوهم چاپ دی اول چاپ يې په حيدرآباد کي سوى دی.  د رسالې د دغه چاپ په آخر کي دخپرندوىي ادارې له خوا ځيني مسنوني دعاوي اضافه ورسره چاپ سوي دي او د( ١٠٠٠) ټوکو په شمېر چاپ سوې ده.

دليل القاري: 
مولانا صاحب په عربي ژبه د (دليل القاري) په نامه هم يو تجويد کښلى دی. 
پر پورتنیو درو مستقلو آثارو سربېره مولانا صاحب د سلو په شا و خوا کي پر کتابونو باندي حاشيې او تعليقات لري، چي ډېر يې د(احياء المعارف النعمانيه) له خوا خپاره سوي او چاپ سوي دي؛ ځکه نو د مولانا صاحب  د تالیف برخه ډېره لږه ده، دوی خپل ډېر وخت  پر نورو کتابونو شرحو او تعلیق لیکلو لګولی وو. (ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.