څانګه: نېکمرغه مېرمن نيټه: October 27, 2015
       
د واده وروسته د ښځي نیمګړتیاوي
رالېږونکی: مولوي محب الله/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نکاح د الله عزوجل یو لوی نعمت دی چي ښځي ته نصیب کیږي. د نکاح په برکت انسان د بدو څخه راګرځي، ذهني ګډوډي په سکون او خوشحالي بدلیږي، د ښځي سرنوشت معلوم سي، د بل د منت او احسان څخه خلاصه سي، د اولادونو مور سي، عزتمنده سي، د ناوي، ورېنداري، مږور او بالاخره د خواښي لقبونه تر لاسه کړي یعني د یوې درستي کورنۍ مشره سي، دا څومره لوی حیثیت دی؟!

داسي ډيري ښځي سته چي د نکاح څخه محرومي دي او د هغو ټولو مادي او معنوي ګټو څخه محرومي وي چي یوه واده سوې ښځه یې لري. 

خو ځيني ښځي چي کله د نکاح په نعمت ماموري سي بیا هم ځيني خطاوي او تېروتني کوي چي ددې خطاوو په نتیجه کي یې خوږ ژوند په تریخ ژوند بدل سي، موسکا یې په ژړا بدله سي، عزتمند ژوند یې بې حیثیته سي او ..... نکاح یې په طلاق بدل سي.

نو یوه مسلمانه بي بي باید د نکاح پر نعمت شکر وکړي او د لاندي نیمګړتیاوو مخنیوی وکړي ځکه لاندي نیمګړتیاوي کورنی عزت د منځه وړي او په جنګ او جدل تمامیږي.

د حسن په حاصلولو کي زیاته مبالغه کول (وخت ضایع، پیسې ضایع، صحت خراب او ډیر مقصودي کارونه پاته سي)
د خاوند د مور او پلار سم مراعت نه کول یا خاطر نه ساتل.
د ځان د پاکوالي او نظافت نه مراعتول او خاوند ته زینت نه کول
ډیره غصه او ناشکري کول
پر مېړه احسان اچول
نور کسان د کور په مشکلاتو خبرول
د خاوند مقام او ټولنیز حیثیت نه مراعت کول.
د خاوند سره په نیکۍ او تقوا کي مرسته نه کول یا لږ مرسته کول.
په ډیرو غوښتنو او خواهشاتو خاوند په تکلیف کول
د خاوند نافرماني او د هغه څخه سرکښي کول.
د خاوند لخوا د همبسترۍ دعوت نه منل.
د مېړه په خدمت کي کوتاهي کول.
و کور ته د هغه چا را وستل چي د خاوند اجازت نه وي.
د کور څخه د مېړه بې اجازې وتل.
د الله عزوجل په نافرمانۍ کي د خاوند خبره منل. (د خاوند د ګناه خبره منل).
د خاوند په څو ښځو لرلو سره (یعني د خپلو بنو په حق کي) بد تصرف او لاس وهنه کول.
د اولاد په روزنه او تربیه کي کوتاهي کول.
د مېړه حالات او احساسات سم نه مراعتول.
د بستر حالات افشاء کول.
خاوند ته د نورو ښځو صفات بیانول.
د خاوند مشرتوب بد ګڼل.
د نورو خلګو سره یو ځای ناسته ولاړه کول او د هغو مخ ته ځان ښکاره کول.
د خاوند سره سمه وفاداري نه کول. 
د خاوند څخه د جلاکېدو په صورت کي د الله تعالی څخه بیره نه کول.

یوه مسلمانه ښځه باید پورته نیمګړتیاوي پر یوه کاغذ لیکلي د ځان سره ولري او وخت په وخت یې مطالعه وکړي تر څو ژوند یې همېشه خوږ او خوشحاله وي.سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
 
 ورپسې لیکنه:
 
د همدې برخي نور توکي