څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: November 1, 2015
       
د دیني پلورالیزم د نظریې بطلان

  د دیني پلورالیزم د نظریاتو په هکله نیوکي !

رالېږونکی: غلام عمر عبدالله، قزاقستان
 
دیني پلورالزم یا د حق د له منځه وړولو توطئه ده!
 
 ددیني پلورالیزم (د ټولو ادیانو د یو کولو نظریه) مختلفو اشکالو که څه هم په وروستو دوو پیړویو کي ډول ډول موخي تعقیب کړي ، په اروپا کي د مسیحي متحاربو ډلو ترمنځ د سولي د رامنځ ته کېدو په موخه ، دیني پلورالیزم مطرح سوی وو ، په شمالي امریکا کي د داخلي جګړو د پای ته رسولو ، او د مختلفو توکمونو لپاره د یو داسي معنوي چوکاټ د ایجاد لپاره چي ټول خلک پرې راټول سي ، دیني پلورالیزم راوړاندي سوی وو ، او په شرقي اسیا کي د بومي ادیانو څخه د اسلام د معقولو او ښکاره ارزښتونو ، په دفاع کي وړاندي سو وو.

 دیني پلورالیزم د تمدنونو د تصادم په جګره کي د تیرې توري او فولادي ډال په توګه د غربي کلتور په ګټه کارول کېږي ، او په دیني او فلسفي برخو کي ډېري نیوکي ورباندي سوي دي چی ځیني يې په لاندي ډول تشریح کوو :

۱. د دیني پلورالیزم طراحان ټول دینونه حق ګڼي ، دا مقوله له دې سره مترادفه ده چي : ټول دینونه باطل دي .
 
ځکه دینونه خپل ځان حق او نور دینونه باطل ګڼي ، او چي یو څوک ټول دینونه حق وګڼي ، نو ټول باید باطل هم وګڼي ، ځکه هر دین یې د نورو ادیانو په باطلو ګڼلو کي تصدیق کړی.
 
۲. د دیني پلورالیزم د طراحانو له نظره ، هر دین حق دی ، او د دینونو په هکله شک یا د دینونو نفي او باطل ګڼل ، هم دین دی ، نو په دې توګه هم ټول دینونه حق دي ، هم د ټولو دینونو په هکله شک حق دی ، او هم د ټولو دینونو نفي او بطلان حق دی ، او دا ښکاره تناقض دی .
 
۳. د دیني پلورالیزم پایله شکلي تعدد او حقیقي امحا (له منځه وړل) ده ځکه کله چي له دینونو څخه حقيقي ځانګړتیاوي ، یو بل ته د نژدې کېدو لپاره ، محوه سي ، نو د دینونو محتوا له مینځه ځي او یوازي نومونه او شکلونه پاته کېږي. (دا اصلاً د دینونو د محوه کولو او ګډوډ کولو یو پلان دی).

۴. یعني د دیني پلورالیزم څخه په خپله نور دینونه جوړېدل : یعني د دیني پلورالیزم د طراحانو تر ټولو غوره موخه دا ده چي د نړۍ وګړي دي یو بل ته نژدې سي ، یو بل ته دې روا ووایي او اختلاف دي کم سي ، خو نړیوال د دوی نظر ټول په مطلق ډول او یوه خوله نه مني ، ځکه هغوۍ ټول د خپلو ادیانو له ځانګړتیاوو څخه نه تیرېږي ، نو که دیني پلورالیزم  د هر دین ځیني پیروان ومني او ځیني یې ونه مني که اوس په نړۍ کي سل زره دینونه وي ، بیا به دو سوه زرو ته ورسېږي او اختلاف به دوه چنده سي ، چي دا صورت د دیني پلورالیزم د موخي عکس او ضد پایله ده .

۵. د دیني پلورالیزم تر ټولو مهم پیغام د نړۍ ادیانو ته دا دی چي هغوی دي له مطلق توب (یوازي ځان حق ګڼل ) کلیانیت (په ټولو خلکو باندي د همدې دین د منلو لزوم )او خاتمیت (تر ټولو دینونو ورستی والی او د نورو لپاره ناسخ کېدو ) څخه تیر سي ، سره له دې چي د دیني پلورالیزم طراحان خپل دین (دیني پلورالیزم ) مطلق ګڼي ، ځکه دوی یوازي خپله طرحه حقه ګڼي ، او هم يې کلي ګڼي ، ځکه خپله طرحه یې ټولي نړۍ ته وړاندي کړې ، او هم یې خاتم ګڼي ، ځکه خپله طرحه په ټولو دینونو حاکمه او قاضي ګڼي ، نو دوی چي نور خلک له کوم کار څخه منعه کول غواړي هغه کار په خپله سرته رسوي .

۶. د دیني پلورالیزم طرحه د بشر د حقونو لپاره ستر ګواښ دی ، ځکه د دیني عقایدو ، او ارزښتونو په هکله د خلکو ازادي له مینځه وړي ، ددې طرحي خاوندان ټولو خلکو ته وايي چي خپلو دینونو ته زموږ په سترګو وګورئ ، او د دینونو په هکله زموږ په ډول نظر باید ولري.


۷. د دیني پلورالیزم طرحه دغربي تمدن د غلبي مهمه حربه ده ، غواړي ټول انسانان ، په ځانګړي توګه مسلمانان له خپلو ارزښتونو څخه بې برخي کړي ، او په مقدساتو کي يې شکمن کړي، د خپل دین څخه د وتلو او بېزارۍ لاره خلاصه کړي ، ترڅو د ایمان وسله ورڅخه واخلي ، او بلي خواته غربي تمدن د مادي ځواک په درلودلو سره په ټوله نړۍ وچلوي .
 
دا ځيني هغه نیوکي دي چي د عقل او منطق له اړخه د دیني پلورالیزم په طرحو باندي سرته رسیدلې ، او دا چي د اسلام دریځ د دیني پلورالیزم په هکله څه دی؟ د دې پوښتني ځواب به په راتلونکي عنوان کي ان شاءالله بیان سي. (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 

------------
زیاتونه: 
نن ورځ د اسلام مقدس دین په ټوله نړۍ کي ورځ تر بلي د نورو دینونو پیروان جلبوي، چي دا تیزه مرحله د نورو ادیانو پیروان او هم د فحشاء، منکراتو او اسراف تجارتي مراکزو مشتریان کموي نو ددې لپاره چي د اسلام د مخته تګ مخه ونیول سي، د دیني پلورالیزم نوې شیطاني طرحه راوړاندي سوې ده. (مصحح)
 
 
د همدې برخي نور توکي