څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: November 7, 2015
       
د تصوف او صوفي معنی

 لیکنه: ذبیح الله منصف

 
 
 د تصوف په باب علامه ابن خلدون رحمه الله په خپله مشهوره مقدمه کې د تصوف د کلمې زېږنده او يا شهرت دويمه هجري پېړۍ ګڼي.

صوفي عربي کلمه ده اوله صوف يعنې وړۍ څخه اخستل شوى او تصوف د تفعل له مصدره د وړۍ د اغوستلو په معنی دى.

د تصوف د کلمې د اشتقاق په باب د علماو ترمنځ اختلاف دى ، پوهانو يې ريښه او اشتقاق په لاندې ډول ښودلى دى).(۸.مخ،١١)

د تصوف او صوفي کلمو لغوي او اصطلاحي څېړنه:

لغوي معنی: دا چې ولې دوى ته صوفيان وايي په دې باره کې ختيځ او لويديځ پوهان ډول ډول نظريات لري چې په لاندې ډول دي :

 ١:_د تصوف او صوفي کلمې د عربي ژبې له ( الصوف) څخه اخستل شوي دي چې معنی يې د وړيو رخت دى د ډېرو څيړونکو خيال دى چې صوف اغوستونکي ته صوفي ويل کېږي ،امام ابوقاسم قشيري او ابن خلدون رح په نظر تصوف له (صوف ) څخه زيږيدلى دى.
     ابن خلدون رحمه الله وايي :څرنګه چې د وړيو لباس د اهل تصوف لپاره ځانګړى و ، نو ځکه ورته صوفي وويل شو.(۸.مخ،١١)

 ٢:_ د تصوف او صوفي کلمې له (الصفه )څخه اخستل شوي شيخ ابوبکر بن اسحاق بخاري فرمايي چې يوه ډله خلک په دې عقيده وو چې هغه صحابه کرام رضي الله عنهم چې له هجرت څخه وروسته يې په مدينه  منوره کې  په يوې سر لوڅې صفې کې ژوند کاوه شپه او ورځ د الله تعالی په عبادت بوخت و، څرنګه چې صوفيان هم ټول وخت په عبادت بوخت وي، نو د دوى په منځ کې څه ناڅه ورته والى او يو رنګې موجوده وه، نو ځکه په دو‌ى باندې د صوفيانو نوم کېښودل شو.

٣:_ د صوفي کلمه له (الصف) نه اخستل شوې، چې صف کتار او سلسلې ته وايې، امام قشيري (رح) وايي: تصوف له صفه مشتق دى ځکه د صوفيانو زړونه د الله جل جلاله په حضور کې داعتبار له مخې په لومړي صف کې دي . (۸.مخ،١٤)

٤:_ د صوفي او تصوف کلمې له (صفت) څخه اخستل شوي دي ، څنګه چې دوى له خپل نفس او ناوړه هيلو سره د مجادلې او مبارزې په نتيجه کې له بدو او ناروا خويونونه پاک شوي او په ښو سپيڅلو اخلاقو او اوصافو يې ځانونه سمبال کړي له دې کبله دوى د صفت وړ دي.

٥:_ تصوف او صوفي کلمې له (الصفا) څخه اخستل شوي دي، څرنګه چې ددې خلکو زړونه  د الله  جل جلا له د محبت او عشق په ډيوې روښانه او صاف شوي له دې کبله دوى ته صوفيان وايې .(٨ .مخ،١٣)

٦:_ د تصوف او صوفي کلمې له (صوفه القفاء) څخه اخستل شوي دي او د صوفه القفاء معنی دا ده چې د (څټ کوڅۍ) څرنګه چې د څټ کوڅۍ په لږ شان شمال ښوريږي او بېواکه وي ،همدارنګه د صوفي زړه هم نرم او عواطف يې ډېر وي.

٧:_ د صوفي کلمه د صوف (سوپ) کلمې ته منسوبه ده ، سوپ يوه زړه اريايي کلمه ده چې اوس هم په پښتو کې  ژوندۍ ده او د سمڅې او غار معنا ورکوي دغه سوپ بيا په فارسي کې په صوف اوښتې او صوفي ورځنې جوړشوى يعني هغه څوک چې په سمڅو او غارونو کې د ګوښه ګيرۍ په حال کې اوسي.

٨ :_ د صوفي کلمه له (صوفه )اخستل شوې او صوفه دعربانو د جاهليت په زمانه کې د يو سړي لقب و چي د  د کعبې خدمت به يې کاوه تردې چې ټولو عربانو به ده ته په درنه سترګه کتل....(٨.مخ،١٥)

۹:- د تصوف او صوفي کلمې له (صوفانه) څخه اخيستل شوي دي، چې صوفانه په عربو کې يو ډول ګياه اوسابه دي، نو له دې امله به صوفيانو په عربو کې پردغه ډول ګياه او سابو باندې د خوړلو پر وخت قناعت کاوه . (٨.مخ،١٥)

۱۰:_ د صوفي او تصوف کلمې له (الصفو)چې د تصوف مصدر ګڼي چې مانايې په مينه کې اخلاص، دوستي اوپه دوستۍکې اخلاص دى، ځکه مخلص دوست ته ((صفي)) ويل کېږي، .ددې تعبير له مخې صوفي هغه څوک دى چې له دنيا او اخرت (اجر او ثواب ) څخه بې نيازه اوالله جل جلاله سره دوستي کوي او په هره چاره کې د الله جل جلاله د رضا غوښتونکى وي.(٨.مخ،١٦)

اصطلاحي معنی: په اصطلاح کې صوفي هغه څوک د‌ى چې د ناوړه هيلو نه پاک شوى او له خلکو څخه ګوښه او ټول کارونه يې خپل الله جل جلاله ته سپارلي وي.

يا صوفي هغه څوک دى، چې په هغه کې دعبوديت معنا پخه شوي وي ،اوله ناوړه اخلاقو او اوصافو څخه د حق په مرسته پاک شوی وي .         

تصوف: او تصوف هغه علم اوشرعي پوهه ده چې د مسلمانانوپه منځ کې رامنځته شوې ده او ريښه يې اصحابانو تابعينو او تبع تابعينو ته رسيږي او خلک د نېکۍ خواته رهبري کوي دا ور ته ښيي چې د يو الله جل جلاله عبادت وکړی او په فانې او مادي شيانو مال، دولت، جاه جلال (دبدبه) باندې زړه ونه تړي ، ځکه الله پاک انسانان د خپل عبادت لپاره پيداکړي دي ، نو بايد چې د الله (جل جلاله)عبادت داسې وشي څنګه يې چې شان سره ښايي.(٨.مخ،٢٤)

اسلامي تصوف
           صوفيان په دين کې پردرېو درجو او مرتبو معتقد دي :اسلام ،ايمان او احسان.

اسلام: د کلمي طيبې ويل، لمونځ کول، روژه نيول، زکات ورکول او حج کول اسلام دى.

د مسلمانۍ دغه پنځه بناوي د دين ظاهري شکل اوصورت دى، چې د اسلام ارکان بلل کېږي.

ايمان: ایمان چې د دين روح يې بولي ، پرخداى ، پر ملايکو، پر ټولو پيغمبرانو ، دقيامت پر ورځ او د الله له لوري د خير او شر پر قدر باور لرل دي.

احسان: احسان چې د دين حقيقت يې بولي : چې سړى په اقوالو، اعمالو او خاطراتو کې له الله پاک سره تعلق ولري او په هرڅه او هر حال کې يې حاضر او ناظر (کتونکى) وګڼي،په دې باب دوى هغه حديث چې امام مسلم رحمه الله يې له سيدنا عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت کوي ، له دې حديث څخه صوفيانو دا مفهوم واخيست چې حضرت جبرايل علیه السلام د دين تعليم د اسلام ، ايمان او احسان په بيانولو مونږ ته راکړ او دغه درې درجې يې راپه ګوته کړې.

څوک چې د احسان مقام ته رسيدلي وي ،هغه به ارو مرو مؤمن او مسلمان هم وي ،هغه چې مؤمن وي مسلم به هم او هر مؤمن ته د احسان په درجه نشو قايلېدلاى.

د دين له دغه دريو درجو څخه صوفيانو درې شيان استخراج کړه:
 
شريعت، طريقت ، حقيقت :  

شريعت د ظواهرو د اصلاح لپاره: په توبه ، تقوى او استقامت لاس ته راځي.
طريقت د ضمايرو د اصلاح لپاره: په اخلاص او صدق لاس ته راځي.
حقيقت د اسرارو د اصلاح لپاره: په مراقبه (ژورفکرکول) ، مشاهده او معرفت لاس ته راځي.
 
ماخذ: بايزېدروښان او تصوفي ادب/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه