تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحابوو عدالت او مقام د قران په رڼا کي
  تعلیم الاسلام
  November 7, 2015
  0

 لیکنه: ب.ب.ګل "رفیعي"

 
د صحابه کرامو رضي الله عنه عدالت او مقام د قرآن کريم په رڼا کښې :
 
۱-((وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ )). (بقرة: ۱۴۳)
 
او په همدې ډول مونږ تاسې يو (( وسط اُمت )) ګرځولي ياست تر څو تاسې په نړيوالو شاهدان او پيغمبر پر تاسې شاهد اوسي، پخوا چې تاسې کوم لوري ته مخ اړوه هغه مو صرف ددې ښوونې له پاره ټاکلی وه چې څوک د پيغمبر صلی الله عليه وسلم پيروي کوي او څوک شا اړوي ، دا کار خو ډير سخت وو مګر د هغو کسانو له پاره هيڅ سخت ثابت نشو  ، چې د الله تعالی له لارښوونی نه يې ګټه اخيستی وه ، الله تعالی به ستاسې دا ايمان هيڅکله ضائع نه کړي ، باور ولرئ چې هغه پر خلکو ډير زيات مهربان او رحمت کوونکی دی . 
 
وسطا په معنی د عادل او نيک سره دی په دغه ايت کښې خطاب اصحابو کرامو لره دی .  
 
او بعضی اهل علمو ويلي دي ، چې اګر که لفظ عام دی خو دلته مراد ځنی خصوص دی او ويل کيږي ، چې دغه ايت په حق د صحابو کښې نازل شوی دی، نه د نورو خلکو په باره کښې . 
 
۲ـ ((كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ )). 
اوس په نړی کښې هغه غوره ډله تاسې ياست ، چې د انسانانو د لارښودنی او اصلاح له پاره مينځ ته راوړل شويده ، تاسې د نيکی امر کوی او پر الله تعالی ايمان لری ، که دغو کتابيانو ايمان راوړی وای نو د همدوی له پاره ښه وه ، که څه هم په هغو کښې ځينی د ايمان خاوندان شته ، خو د دوی زياتره کسان له فرمان څخه سر غړوونکی دي .
 
دغه ايت څخه بهتروالی ددغه امت په نورو امتونو ثابت شوی دی او لين کسان چې بهتروالی يې په دغه ايت کښې ثابت شوی ، هغه صحابه کرام دي ، چې په هغه زمانه کښې موجود وو او دغه مظبوط والی د صحابه کرامو چې الله تعالی په بهترين امت توصيف کړی دی څنګه به د عدل او استقامت خاوندان نه وی مګر بهتروالی د دوی سره سره د نور امت هم دی . 
 
۳ـ ((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا )). 
ژباړه : الله تعالی له مؤمنانو څخه خوشحاله شو کله چې هغوی له ونې لاندې له تاسره بيعت کاوه د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم  وو لدې امله يې پر هغو ډاډينه نازله  کړه هغو ته يې په انعام کښې فتحه ورکړه .
 
۴ـ ((وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ )). 
هغه مهاجرين او انصار چې هغوی تر ټولو د مخه د ايمان بلنې ته په لبيک ويلو کښې وړاندې شول ، دغه راز هغه کسان چې وروسته له ريښتينولۍ سره په هغو پسې راغلل ، الله له هغو نه راضي شو او هغوی له الله تعالی نه راضي شول الله تعالی د هغو لپاره داسې باغونه تيار کړيدي ، چې تر هغو لاندې ويالی بهيږي او هغوی به په کښې د تل له پاره اوسيږي ، همدا ډير لوی برياليتوب دی .
 
۵ـ ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ )). 
ژباړه : ای پيغمبره! ستا لپاره او ستا مؤمنانو پيروانو لپاره خو يوازې الله تعالی کافي دی .
(ددې ایت یوه معنی مفسرینو داسي هم کړې ده: ای نبي (صلی الله علیه وسلم)! تا ته په حقیقت کي یوازي الله تعالی کافي دی او د ځینو ظاهري اسبابو په اعتبار د مخلصو مسلمانانو جماعت....کابلی تفسیر)
 
۶ـ ((لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ )).    
ژباړه : همدارنګه هغه مال د هغو غريبو مهاجرينو لپاره دی ، چې له خپل کورونو او جايدادونو څخه ويستل شوي دي، دوی د الله تعالی  فضل او د هغه د رضا غواړي او د الله تعالی او د هغه د رسول نصرت ته ملاتړلي اوسيږي همدغه ريښتوني خلک دي .
 
 
۷ـ ((وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ )). 
او هغه د هغو خلکو لپاره هم دي ، چې ددغو مهاجرينو له راتګ نه مخکې يې ايمان راوړی  ، په دار الهجرت کښې استوګن وو ، دوی له هغو خلکو سره مينه کوي چې دوی ته يې هجرت کړی دی او هر څه چې هغو ته ورکړل شي د هغو څه اړتيا قدري هم دوی په خپلو زړونو کښې نه احساسوي او پر خپل ځان باندې نوروته ترجيح ورکوي اګر که په خپله محتاج هم وي حقيقت دا دی ، کوم  خلک چې د خپل زړه له تنګی وژغورل شول همغوی فلاح ميندونکي دي .
 
۸ـ ((مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا )). 
محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رسول دی  او کوم کسان چې له هغه سره ملګي دي هغوی پر کافران سخت او په خپلو مينځو کښې خواخوږي دي ، ته چې کله هغوی ګوری په رکوع او سجده او الله تعالی د فضل او هغه د رضا په طلب کښې بوخت مومی د سجدو نښی نښانې دهغو پر وچوليو موجودې دي چې په هغې سره هغوی پيل پيژندل کيږي  دا دی د هغو صفت په تورات کښې اوپه انجيل کښې د هغو مثال داسې ورکړ شويدی چې ګوکې يو کښت دی چې لومړی هغه پلکې وټوکوي ، بيا يې هغې ته قوت او وده ورکړه بيا هغه په پخيدو شو بيا هغه پر خپل تنې باندې ودريد ، هغه کروند ګر خوشحاله وي تر څو چې کافران د هغو په تقويې او سمسورتيا بانې له غوسې وسوځي ، ددغې ډلې خلک چې ايمان يې راوړيدی او نيک عملونه يې کړيدي ، الله تعالی سره د بښنې او لوی اجر وعده ورکړيده .
 
د صحابه کرامو دغه صفت چې الله تعالی په خپل مقدس کتاب کښې ذکر کړی او دغه مدح چې په هغو سره صحابه کرام ستايل شوي دي هيڅ مجال د شک په عدالت د صحابه کرامو  کښې باقي نه پاتې کيږي . 
{لَـكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَأُولَـئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ} التوبة:۸۸-۹۸.
 
زیاتونه (مصحح): 
او ددې ترڅنګ نور زیات مبارک ایتونه هم سته چي د صحابه کرامو رضي الله عنهم پر عدالت او لوړ مقام باندي شاهدي ادا کوي یو څو يې په لاندي ډول دي:
 
{لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى} [الحديد: ۱۰]، 
 
{وَالَّذِينَ ءَامَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ ءَاوَوا وَّنَصَرُوا أُولَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ} [الأنفال:۷۴
 
{إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَةَ اللَّهِ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ} [البقرة: ۲۱۸
 
{اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ ءَامَنُوا} [البقرة: ۲۵۷
 
{ هو الذي أيدك بنصره وبالمؤمنين }، انفال: ۶۲
 
{ وألّف بين قلوبهم لو أنفقت ما في الأرض جميعا ما ألفت بين قلوبهم ولكن الله ألف بينهم إنه عزيز حكيم } انفال: ۶۳
 
{لَّقَد تَّابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ} [التوبة: ۱۱۷
 
{ من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله عليه }، احزاب: ۲۳
 
{عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ} [المزمل: ۲۰
 
{إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا} [الفتح: ۱۰
 
{ يوم لا يخزي الله النبي والذين آمنوا معه نورهم يسعى بين أيديهم وبأيمانهم يقولون ربنا أتمم لنا نورنا واغفر لنا إنك على كل شيء قدير } سورة التحریم: ۸
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
-------------------
 
ماخذونه:
۱- ابي عبد الله محمد بن احمد الانصاري القرطبي ، الجامع لاحکام القرآن ، ۲ج ، ۱۵۳ص
 
۲ - خطيب بغدادي ، الکفاية في علم الرواية ، ۶۴ص
۳- د آل عمران سورت ، ۱۱۰ ايت
۴ - حافظ ابي اسحاق ابراهيم الغرناطي مشهور باالشاطبی ، الموافقات شاطبي ، ناشر : دار الفکر ، ۴ج ، ۴۰- ۴۱ صفحې
۵- د الفتح سورت ، ۱۸ ايت
۶- د التوبة سورت ، ۱۰۰ ايت
۷ - د الانفال سورت ، ۶۴ ايت
۸- د الحشر سورت ، ۸ ايت
۹- د الحشر سورت ، ۹ ايت
۱۰ - د الفتح سورت ، ۲۹ ايت
۱۱- تفسير قرطبي ، ۱۶ج ، ۲۹۹ص
 
ورپسې لیکنه: صحابه کرام رضي الله عنهم د احادیثو په رڼا کي
 
 

سرته