تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
توبه ولي او څنګه؟
  تعلیم الاسلام
  November 9, 2015
  0

 توبه او د توبي شرطونه

لیکنه: علي الله متوکل

 
إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَـئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيماً حَكِيماً (17) وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَـئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَاباً أَلِيماً(18) ۔{ سورة: النساء:}
 
انسان د ځمکي پر مخ تر ټولو مهمه، غوره او لويه هستي ده، پر نورو مخلوقاتو واک او سلطه يي خاصه ځانګړتيا ده او د الله (جل جلاله) په خوښه ورته د نړى پر مخ هر څه دده د خدمت لپاره مسخر سوي. لمر يي د ورځي او سپوږمى يي د شپي څراغ دى، په ستورو له ښايسته سوي اسمانه ورباندي د رحمت دروازي خلاصي سوي او د وچي خاوريني ځمکي له خيټي يي داسي نعمتونه ورته را سپړلي چي دا خړ جهان يي په بيلابيلو نباتي رنګونو ښايسته او په نرم او زړه را ژوندي کونکي خوشبويي يي د انسان روح ور تازه کړي.
 
و دي هر څه ته انسان ګوري او خپل د غوره والي او ارزښت احساس ورته کيږي نو سمدستي د خطا او ګناه عامل ګرځي.
 
غفلت، هيره، خواهيشات، ځان غوښتنه او خوښونه، واک غوښتنه، تيرى او ظلم د هغه په طبيعت کي اخښل کيږي او د انساني کمزورى، د غرور او د کيني و اسماني کنګرو ته خيژي او د ځمکي پر مخ د انسانانو، حيوانانو او ټولو ژوندي هستيو لا څه بلکي د خپل خالق جل جلاله يو سرغړونکی، خطا سوى او خود خواه مجرم جوړ سي.
 
د انسان و کړنو، ليوالتيا او بيهوده فکر او سنجش ته الله جل جلاله مخکي لا اشاره کړي: 
 
زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ. الایة
 
يعني خلکو ته د هغو شيانو (مادياتو) مينه ښه ايسول سوې ده چي د هغو د نفساني غوښتنو سره سم وي. 
 
د رب جل جلاله مهرباني ده چي خپل د بنده د سرکښيو او نافرمانيو د جبران لپاره يي خپل دفتر هميشه خلاص پريښودلى او دا موقع يي ورته سازه کړې چي د عجز لاسونه د خپل الرحم الراحمين  ذات و دربار ته لپه کړي او ور ځني د مغفرت، رحمت او ګناه سه د خلاصيدو غوښتنه وکړي او د خپلو بديو او ناپوهيو ځني توبه سي.
 
سردار عالم صلی الله علیه وسلم فرمايي: كل ابن آدم خطاء وخير الخطائين التوابون. رواه الترمذي
يعني ټول انسانان تېروزي، خو د تېروتونکو غوره کسان هغه دي چي توبه و کاږي. 
 
راسى چي د خپل خالق جل جلاله په دربار کښي د توبي او استغفار غوښتونکي جوړ سو. او د هري بدى، ظلم، وحشت او بربريت نه توبه، توبه او توبه سو. او د يو ښه توبه ايستلو لپاره توبه و پيژنو او په ګاڼه يي ځانونه سمبال کړو.
 
توبه څه شي ده؟
س
توبه: په لغت کښي د ګناه او نافرمانۍ څخه د طاعت پر لور رجوع ته وايي.
توبه په شريعت کي پر تيرو ناوړو کارونو او ګناهونو باندي د هغو په بدوالي باندي په پوهيدو سره پښيماني او د تل لپاره د هغو د پريښولو ټينګ عزم او هوډ دى.
 
توب په اسلام کښ ډير لوى ځاى او منزلت لري او علماى کرامو د قران او حديثو پر بنسټ فرمايلي دي چي له ګناهونو څخه توبه سمدستي واجب ده.
 
ځني ګنهکار انسانان غواړي چي توبه و کاږي، خو ځکه يي نه کاږي تر څو بيا ګناه ځني و نه سي. خو نه! دا يو لويه غلطي او تيروتنه ده. ګنهکار بايد هر څه ژر توبه و باسي، ځکه د مرګ راتګ معلوم نه دى، چي کله به د انسان ميلمه سي او د هميشه لپاره به يي له دي نړى سه له ځان سره مسافر کړي.
 
 

 

د توبی  د قبوليت  شرطونه :
س
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا. (التحريم ۸ ) .

 

ای مؤمنانو ! الله ته پخه او رښتونی توبه وباسی .
 
 د توبی د قبوليت درې شرطونه دي چي  ورته نصوح توبه ويل کيږي.
 
اول: د کومې ګناه څخه چي توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي او بيا دې دا عمل نه کوي .
 
وَالَّذِیۡنَ  اِذَا فَعَلُوۡا فَاحِشَۃً اَوْ ظَلَمُوۡۤا اَنْفُسَہُمْ ذَکَرُوا  اللہَ  فَاسْتَغْفَرُوۡا لِذُنُوۡبِہِمْ ۪ وَمَنۡ یَّغْفِرُ الذُّنُوۡبَ اِلَّا اللہُ ۪۟ وَلَمْ یُصِرُّوۡا عَلٰی مَا فَعَلُوۡا وَہُمْ یَعْلَمُوۡنَ (ال عمران ١٣٥)
 
دوهم: په ګناه پېښمانه کيدل شرمنده ګي ښکاره کول .
 
يا عائشة ان كنت ألممت بذنب فاستغفرى الله فان التوبة من الذنب الندم والاستغفار. (مسند احمد ١٢٠٨)
ژباړه: اى عايشي که تا کومه ګناه کړې وي، نو له الله (جل جلاله) څخه يي بخښنه و غواړه، ځکه چي له ګناه څخه توبه پښيماني او استغفار غوښتل دي.
 
دريم: دا چي د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چي بيا به دا ګناه نه کوم  .
که په دې دریو شرطونو کي يو هم نه وي توبه نه قبليږي .
 
څلرم: او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ، قرض، تاوان رسول، غلا کول او داسي نور نو پداسي ګناه کي څلورم شرط هم شته چي هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه بخښنه تر لاسه کول دي . (تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
ژړونکی استغفار
 
 

سرته