تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د توکل پېژندنه او طریقه
 
  November 10, 2015
  0

 راټولونه: عبيدالله جار


د توکل لغوي تعريف :
تَوَكُّلْ په لغت کې مصدر دی د ثلاثي مزيد فيه د تَفَعّـُلْ له باب څخه چې  ماضي يي تَوَكّـَلَ ،مضارع يې يَتَوَكَّلُ ،امر يې اِتَّكِلْ او اسم فاعل يې مُتَوَكِّلْ راځي چې د عجز څرګندولو ،په بل باندې اعتماد کولو ،بل ته د خپلو امورو سپارلو او تسليمېدلو په معنی دی ،لکه چې وايي : ( وکل امره الی فلان ) يعنې خپل امر او کار يې هغه ته وسپاره او په هغه يې اعتماد وکړ.(لسان العرب)

د توکل اصطلاحي تعريف :
توکل په شرعي اصطلاح کې د دنيا او آخرت په امورو کې د منافعو د جلب او زيانونو د دفع لپاره په الله جل جلاله  باندې د زړه دريښتينی اعتماد او تکيې څخه عبارت دی د توکل حقيقت او واقعيت عبادت او له الله جل جلاله  څخه مرسته غوښتل دي ،لکه چې الله جل جلاله  فرمايي :

فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ. (سورة هود: ۱۲۳)
ژباړه : يوازې د الله جل جلاله  عبادت کوه او يوازې په همغه باندې توکل وکړه.

بل ځای الله جل جلاله  فرمايي :

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا. (المزمل: ۹)
ژباړه : پس الله جل جلاله  رب د مشرق او د مغرب دی له هغه پرته بل هېڅوک حقانې‎ي معبود نشته مگر يوازې همدی ،نو ونيسه هغه خپل وکيل او کارجوړونکی د خپلو امورو لپاره.

په همدې اساس په توکل کې د منافعو د جلب او زيانونو د دفع لپاره استعانت شامل دی که څه هم دا به دنيوي امورو کې وي الله جل جلاله  په څو ځايونو کې دا دوه اصلونه يو له بل سره يو ځای ذکر کړيدي :

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ. (فاتحه: ۵)
ژباړه : (اې الله جل جلاله)  يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا څخه مرسته غواړو.

نو کله چې مونږ يوازې د الله جل جلاله  عبادت وکړو يوازې له هغه څخه مرسته وغواړو او يوازې پر هغه توکل وکړو بيا نو الله جل جلاله  په هر حالت کې مونږ ته کافي دی .

توکل او تواکل :
د توکل او تواکل تر منځ توپير په دې کې دی چې په توکل کې د يو سلسله شرعي اسبابو برابرول شته ،په داسې حال کې چې په تواکل کې د اسبابو برابرولو ته کوم ارزښت نه ورکول کيږي خو درست توکل دا دی چې ټول هغه شرعي اسباب چې د برابريدو امکان او توان يې موجود وی برابر شي او د هر کار لپاره د يوسلسله اسبابو نه برابرول د عقل له نيمګړتياوو څخه شميرل کيږي .د الله جل جلاله  مخلص بنده همدا اسباب که څه هم لږ او ناچيز هم وي برابروي (یعني اسباب که لږ استعمال کړې هم صحیح دی!) او الله جل جلاله  په هغوی برکت او اثر غورځوي ،الله جل جلاله  د حضرت مريم علیها السلام د قصې په ترڅ کی مونږ ته په دې هکله يادونه کړې ،چې يو شاعر يې داسې بيانوي .

      توکَّل علی الرحمن فی کلّ حاجة               و لاتؤثرنّ العجز يــومـاً علی الطـلـب
      ألـــــم تـــــر أنَّ الله قــــالَ لـــــمـريـم                إلـيک فَهــزِّی الجذع يسقُط الـرُّطب
      و لـوشـاء أن تجنيه من غيرهزّها               جَـــنـتـــه و لــکــن کـل شـیءٍ لـه سبـب
(بهجة المجالس وأنس المجالس)

ژباړه يې دا ده چې په هر حاجت کې په الله جل جلاله  باندې توکل وکړی او هيڅ وخت يې په پلټنه کې سستي مکوی او آيا تاسې نه وينی چې مريم علیها السلام ته الله جل جلاله  وفرمايل چې د ونې تنه وښوروه تر څو تازه خرماوې درته راتويې شي ، په داسې حال کې چې که اراده يې کړې وای د مريم له ټکان ورکولو پرته به يې خرما پخپله راتويې شوې وای خو د هر څه لپاره سبب شته چې بايد برابر شي الله جل جلاله  پخپله فرمايي :

وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا. (سورة مريم : ۲۵)
ژباړه : د خرما د ونې تنه وخوځوه چې درته راتويې کړي تازه ، پخې او لندې خرماوې .

دلته د هر ډول ټکان پرته هم الله جل جلاله  کولای شوای چی د دې ونې ميوه راتويې کړي نو د هغې دردمنې او ناتوانه ښځې ( مريم ) خوځولو څه ګته درلوده ؟ ځواب دا دی چې الله جل جلاله  بنده ګانو ته دا وروښوده چې بايد اسباب هم برابر کړي له همدې کبله يې مريمې علیها السلام ته امر وکړ چې ونه خوځوې په همدې اساس ويلای شو چې د اسبابو برابرول د توکل له ډيرو اهمو اصولو څخه ګڼل کيږي دغه راز يوه ورځ چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  غوښتل غزا ته ووځي نو هغه زغره واغوسته او خولی يې په سر کړه هغه دا هر څه د يو سلسله اسبابو د برابرولو په ترڅ کې تر سره کړل . (۳)

 
د توکل د تحقق مراتب  (توکل څنګه کېدلایسي):

١: د الله جل جلاله  ذکر او په مبارکو اسماؤ او صفاتو يي توسل کول : په ده او عظيم الشان قدرت يې ايمان ،اعتقاد او اعتماد درلودل ،هغه کسان چې د الله جل جلاله  اسماء او صفات پريږدي ،تعطيل يا يي انکار کوي حقيقاً دې مرتبې ته رسيدلای نشي .

٢: د اسبابو او مسببونو اثبات : داسې چې اسباب په يوازېتوب سره پوره او اغيزمن اغيز نشي کولای ،بې له شکه چې داسې اسباب شته چې له برابرېدو پرته يې بله چاره نه وي ، د مثال په توګه د اولاد درلودلو لپاره بايد واده وشي او د محصول او ثمرې لپاره اړينه ده چې بايد کښت وکرل شي او...

٣ : د توحيد په لاره کې ثابت قدمي او ټينګ ودريدل کله چې انسان توحيد محقق کړي نو بې له شکه چې د توکل لويه برخه يې تر لاسه کړيده ،الله جل جلاله  په دې برخه کې فرمايي :

لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ. (توبه :۱۲۹)
او له هغه نه پرته بل معبود برحق نشته ، پر همغه مې توکل کړی او همغه دی د لوی عرش رب او پروردګار .

۴ : په ټولو امورو کې په الله جل جلاله  باندې ټينګ اعتماد کول : داسې چې هر څه هغه ته وسپارو .

۵ : په الله جل جلاله  باندې ښه ګمان کول : په هغه څه چې ستا په لاس کې دي اعتبار مه کوه بلکه په هغه څه اعتماد او اعتبار وکړه چې د الله جل جلاله  په قدرت کې دي په الله جل جلاله  باندې د ښه ګمان کولو په هکله په قدسي حديث شريف کې راغلي دي چي :

أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي.(بخاري)
زما بنده چې څرنګه پر ما ګومان کوي زه هماغسې ورسره کوم .

په الله جل جلاله  باندې نيک ګومان کول په هغه باندې د توکل موجب ګرځي ، که بنده پوه شي چې الله جل جلاله بې نيازه د ملک خاوند او مطلق واکمن دی په هغه به توکل وکړي .

٦: الله جل جلاله  ته د خپل زړه تسليمول : کله چې انسان خپل ځان د يو مطيع او فرمانبرداره بنده په څېر خپل پروردګار ته وسپاري ، توکل ايجاديږي .

٧ : الله جل جلاله  ته د امورو ورسپارل : الله جل جلاله   فرمايي :
فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ. (غافر: ۴۴)

ژباړه : پس ژر ده چې ياد به کړی تاسې (په وخت د ليدلو د عذاب کې) هغه څه چې زه يې اوس درته وايم او زه سپارم هر کار خپل الله جل جلاله  ته بېشکه چې الله جل جلاله  ښه ليدونکی دی د (ټولو اقوالو او اعمالو) د بنده ګانو.

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي : هغه آيت شريف چې پکې الله جل جلاله  ته د امورو سپارل په پوره او پرېکنده توګه راغلي دا آيت شريف دی :
 
وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ. (سورة الطلاق :۳)
ژباړه : هر څوک چې په الله جل جلاله  توکل وکړي الله جل جلاله د هغه لپاره کافي دی .

دغه راز ابن قيم رحمة الله علیه د علامه ابن تيميه رحمة الله علیه څخه را نقل کړي دي چې مقدور د دين او توحيد له نظره د دوو حالتونو تر منځ واقع شوی ، توکل يي مخکې او رضا ورپسې ده ځکه هر هغه کس چې د يو کار له کولو مخکې په الله جل جلاله باندې توکل وکړي او وروسته چې څه پېښيږي په هغه خوشحالي څرګنده کړي دې بنده عملاً عبوديت (بنده ګي) په اثبات ورسوله .( مدارج السالكين) (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
رارواني لیکني:
د توکل مقام او فضیلت
د توکل ځایونه
د توکل عملي بیلګي
 

 

سرته