تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیني پلورالیزم په هکله د اسلام اصول
  تعلیم الاسلام
  November 24, 2015
  0
رالېږونکی: غلام عمر عبدالله
 
 د دینونو د تعدد مسئله په اسلام کي ګونګه نه ده پاته سوې ، بکله په دې هکله په قران او سنتو کي ښکاره نصوص سته ، چي د هغو د وضوح له امله ، نه ور څخه انکار کېدای سي او نه یې د تاویل او تحریف لورته کومه لاره لیدل کېږي ، ځکه د مسلمانانو عام وګړي هم په هغه پوهیږي ، هر مسلمان خپل دین له یهودیت ، نصرانیت ، بودایت او داسي نورو څخه بېل  ګڼي د کفر او اسلام شتون ، د اسلام له لومړنیو لارښونو او معلوماتو څخه دي چي د هغه منل استدلال ته اړتیا نه لري:
 
 د دینونو ډېرښت ته اسلام د لاندي اصولو په رڼا کي کتنه کوي:
 
۱. د توحید پر بنسټ د وګړو ترمنځ ویش او د هغوی ترمنځ توپیر ;  د اسلام له نظره د هر څه خالق ، مطلق متصرف او واکدار یوازي یو الله دی ، په طبیعي چارو کي په ټولو کائناتو د هغه حکم چلېږي ، او انسان یې په تشریعي چارو کي د ازمویني لپاره خوښ کړی ، د انبیاو علیهم السلام په واسطه یې وخت په وخت د ژوند نظام ورته را استولی ، په ځانګړو عقایدو ، اخلاقو او اعمالو یې مکلف کړی ، چا چي د انبیاو علیهم السلام وینا منلې ، الله تعالی په دنیا او اخرت کي بریا ورپه برخه کړې ده ، او دا ډول وګړي  د الله تعالی دوستان دي ، او چا چي د انبیاء لارښووني رد کړي دي هغه کافران او د الله تعالی دښمنان دي ، چي ځینو ته الله تعالی په دې دنیا هم سزا ورکړې ، خو هغوی د بد عمل پوره سزا به د قیامت په ورځ ورکول کېږي .
 
 نو داسلام له نظره انسانان ټول سره یو ډول او برابر نه دي ، بلکي په دوی کي موحد او مشرک سته ، مؤمن اوکافر سته ، مرحوم او ملعون سته ، جنتي او دوزخي سته ، عالم او جاهل سته ، د الله دوست او د شیطان دوست سته ، او بریالی او ناکام پکښې سته .
 
او په پورتني مطلب د قرانکریم ډېرآیتونه ګواهي ورکوي چي موږ یې د بېلګي په ډول د یو څو یادونه کوو.
 
الله تعالی فرمایي : لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنْ الغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدْ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (۲۵۶). البقرة.
 ژباړه : بیشکه سمه لاره له بدي لاري څخه پوره څرګنده سوه ، نو څوک چي له شیطان څخه منکر او په الله تعالی ایمان راوړي ، نو په رښتیا يې په نه شلیدونکي کړۍ منګولي ښخي کړې.
 
بل ځای کي فرمايي : وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ (۲۵) سورة الانبیاء
ژباړه : او موږ له تا څخه (اې محمده صلی الله علیه وسلم ) مخکي هیڅ استازی نه دی لېږلی ، مګر دا چي وحي مو ورته کړې : چي بیشکه د بندګۍ وړ یوازي زه یم ، نو زما عبادت وکړئ.
 
او فرمایي : لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۖ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۖ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ (72) سورة المائدة .
ژباړه : بېشکه هغه خلک کافران سوي ، چاچي ویلي : بیشکه الله همدا مسیح د مریمي وزی دی ، سره له دې چي مسیح ویلي وو : اې بني اسرائيلو د الله تعالی بندګي وکړئ چي زما او ستاسو څښتن دی ، بیشکه څوک چي له الله تعالی سره شریک جوړوي ، نو هرومرو یې جنت ورباندي حرام کړی او د ورتګ ځای یې اور دی او د ظالمانو لپاره هیڅ مرستیالان نسته.
 
اوفرمایي : قُل لَّا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ ۚ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (۱۰۰) المائدة
ژباړه : او ورته ووایه ناپاک او پاک سره برابر نه دي ، که څه هم د ناپاکو ډېروالی تا په تعجب کي واچوي.
 
او فرمايي : قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ ۗ(۱۶) الرعد.
ژباړه : آیا ړوند او لیدونکی سره برابر دي او آیا تیارې او رڼا سره یوشان دي ؟
 
اوفرمایي : لا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ (۲۰) الحشر.
ژباړه : د اور خاوندان او د جنت خاوندان ، سره بر ابر نه دي یوازي جنتیان بریالي دي .
 
او فرمايي : أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (۲۸) ص . 
ژباړه : آیا موږ هغه څوک چي ایمان یې راړوی او نېکې چاري یې ترسره کړي ، هسي ګرځوو لکه په ځمکه کي فساد کونکي ، او که موږ پرهیزګاران د فاجرانو په ډول ګرځوو ؟ (هیڅ کله یې داسي نه ګرځوو).
 
 او همداشان الله تعالی فرمايي : أَفَمَن يُلْقَىٰ فِي النَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ (۴۰) فصلیت.
ژباړه : ایا هغه څوک چي په اور کي غورځول کيږي غوره دی او که هغه څوک چي د قیامت په ورځ په امن کي راځي ؟
 
 دا او داسي نور په لسګونو ښکاره او پریکنده دلائل سته چي ددې ګواهي ورکوي چي د اسلام له نظره مؤحد او مشرک ، حق او باطل سره برابر نه دي ، د وګړو په مختلفو دینونو او ایزمونو (سبکونو) کي حق او باطل سته.
 
 خو د دیني پلورالیزم خاوندان د انسانانو په کیشونو کي باطل نه مني ، ټول دینونه او ایزمونه حق ګڼي .
 
۲. د الله تعالی په نزد غوره او حق دین اسلام دی او د همدې دین رسول او تبلیغ د ټولو پیغمبرانو دنده وه .
الله تعالی فرمايي : شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ(۱۳) الشوری.
ژباړه : اوتاسي ته یې هغه دین درکړی چي نوح ته یې پرې امر کړی ، او (اې محمده) هغه چي اوس مي تاته وحي کړېده او ابراهیم ، موسی او عیسی (علیهم السلام) ته مي هم پرې امر کړی وو.
 
او فرمایي :  إِنَّ الدِّینَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلام . آل عمران ۱۹.
ژباړه : بيشکه د الله په نزد (معتبر او غوره ) دین اسلام دی .
 
د ابراهیم علیه الصلاة السلام په هکله راغلي دي : إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (۱۳۱) وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلاَ تَمُوتُنَّ إَلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ (۱۳۲) البقرة
 
ژباړه کله چي ورته خپل رب وویل : غاړه کېږده ، ځواب يې ورکړ : ما د ګرد عالم پالونکي ته پوره غاړه ایښي ده په همدې لاري د تلو غوښتنه ابراهیم او یعقوب (علیهما السلام) له خپلي اولادې څخه کړې وه ، ( اوورته یې ویلي وو چي ) ای زامنو ! الله تعالی تاسي ته همدا دین غوره کړی دی ، نو باید هومره کلکي منګولي پرې ولګوئ چي مرګ درته راځي نو باید تاسي مسلمان واست. 
 
 د یوسف علیه السلام دین هم اسلام وو ، الله تعالی له هغه څخه حکایت کوي ، فرمايي :  رَب قَدْ ءَاتَیْتَنى مِنَ الْمُلْكِ وَ عَلَّمْتَنى مِن تَأْوِیلِ الأَحَادِیث ِفَاطِرَ السمَوَتِ وَ الأَرْضِ أَنت وَلىّ‏ِ فى الدُّنْیَا وَ الاَخِرَةِ تَوَفَّنى مُسلِماً وَ أَلْحِقْنى بِالصلِحِینَ‏(۱۰۱) سورة یوسف.
 
ژباړه : ای زما ربه تا ماته واکمني راکړې او د خبرو په اصلي معنی دي پوهه کړی یم ، ای د اسمانونو او ځمکي پیداکوونکیه ! همدا ته مي په دنیا او آخرت کي سرپرست یې ، مسلمان مي مړ او له صالحانو سره مي یو ځای کړه .
 
د موسی علیه السلام او د ده د قوم دین هم اسلام وو ، له ده څخه قرآن حکایت کوي چي ویې ویل : وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ(۸۴) سورة یونس.
 
ژباړه : او موسي وویل : ای زما قومه ! که په الله تعالی مو ایمان راوړی وي نو په هغه ځان وسپارئ ، که مسلمانان یاست .
 
 په متفق علیه حدیث کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی : كما جاء في الصحيحين عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( إنا معشر الأنبياء ديننا واحد )
ژباړه : موږ د انبیاوو ډله یو ، دین مو یو دی.
 
او له همدې آمله قران د یو رسول دروغ ګڼل او نه منل ، د ټولو انبیاو تکذیب ګڼلی دی ځکه د دوی د پیغام ستر ټکي سره یو دي.
الله تعالی فرمايي :
 
۱. كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ  (۱۰۵) الشعراء
۲. كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ (۱۲۳) الشعراء
۳. كَذَّبَتْ ثَمُودُ الْمُرْسَلِينَ.(۱۴۱) الشعراء
۴. كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ (۱۷۶) الشعراء
 
نو د اسلام د دین سلسله د آدم علیه السلام څخه پیل او له ټولو په وروستي پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پوره سوې ده ، د اسماني دینونو عمده او ستري لارښووني لکه په الله ایمان ، په پیغمبرانو ، په ملائکو ، د آخرت په ورځ ایمان او په ځینو مهمو عباداتو لکه لمونځ ، روژه او داسي نوروکي سره یو ډول وي ، په جزئي او فرعي احکامو کي د هر قوم د خصوصیاتو په تناسب څه ناڅه توپیر په آسماني دینونو کي موجود وو ، او تر ټولو دین د تر ټولو غوره امت لپاره د کمال ، رحمت ، یسر (اسانۍ) او نعمت له صفتونو سره را واستول سو.
 
 ۳ – د وروستي پیغمبر دین د پخوانیو ټولو دینونو لپاره ناسخ دی ، هر هغه څوک چي د اسلام بلنه ورته ورسېږي او ایمان ورباندي را نه وړي ، ملزم دی او د الله حق يې نه دی پر ځای کړی ، ځای به یې اور وي.
 
امام مسلم رحمه الله د رسول الله صلی څخه روایت کړی : فقد روى مسلم في صحيحه، من حديث أبي هريرة -رضي الله عنه- أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لاَ يَسْمَعُ بِي أحد من هذه الأمة لا يَهُودِيٌّ، وَلاَ نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ إِلاَّ كانَ مِنْ أَصْحَابِ النار.
 
ژباړه : زما دي په هغه ذات قسم وي چي د محمد (صلی الله علیه وسلم ) نفس د هغه په واک کي دی هر څوک (زما د دعوت ) له دې امت څخه ، که یهودي وي که نصراني ، چي له ما څخه واوري ، او بیا ایمان زما په رواړي دین رانه وړي هغه به هرومرو د دوزخ ملګري وي.
 
۴ – د اسلام لورته دعوت لازم دی :
 د دیني پلورالیزم دعوه کوونکي ، له یوه دین څخه بل دین ته بلنه ، عبث چاره ګڼي ، خو د اسلام له نظره ، څرنګه چي د اسلام حق دین دی او د پخوانیو دینونو لپاره ناسخ دی ، نو دې دین ته بلنه یو لازمي عمل دی.
 
 الله تعالی فرمايي : قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُوإِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي . یوسف ۱۰۸
 
ژباړه : ووایه : دا زما لاره ده چي په ښه بصیرت او پوهي سره زه او زما پیروان د الله تعالی په لور بلنه کوو.
 او فرمايي : ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ .... (۱۲۵) النحل .
 
ژباړه : د خپل رب د لاري په لور په حکمت او نیک اسلوب بلنه وکړه ، او په خورا نیکه او غوره توګه له دوی سره مباحثه کوه.
او فرمايي : كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ. آل عمران ۱۱۰.
 
ژباړه : تاسو غوره امت یاست ، چي د خلکو د ښېګڼي لپاره را ویستل سوي یاست ، د نیکۍ په لور بلنه کوئ او د بدۍ مخه نیسئ.
 
۵ – په دین کي اکراه نسته :
 
غیر مسلم خلک په زور سره اسلام ته نه اړکیږي ، په دې اړه د اسلام دریځ دا دی : چي د خلکو او حق دین ترمنځ خنډونه باید پورته کړای سي ، او نور دي غیر مسلمو خلکو ته واک ورکړل سي ، چي ایمان راوړي او که نه .
 
الله تعالی فرمايی : لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنْ الغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدْ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى (البقرة ۲۵۶).
 ژباړه : په دین کي هیڅ زور نسته ، ځکه چي هدایت له بې لارۍ څخه ښکاره او څرګند سو ، نو څوک چي له طاغوت څخه منکر او په الله ایمان راوړي ، په رښتیا چي په نه شلیدونکې کړۍ يې منګولي خښي کړې.
 
 خو څوک چي په مسلمانه کورنۍ کي دنیا ته راسي او یا هم له کفر څخه وروسته په خپله خوښه د اسلام دین قبول کړي ، هغه نه سي کولای چي له دین څخه واوړي ، او یا هم د هغه ځیني برخي ونه مني .
 
له اسلام څخه د اوښتلو جزاء مرګ دی ، په حدیث کي راغلی دي : من بدل دينه فاقتلوه). صحيح البخاري /۲۷۹۴).
ژباړه : چا چي خپل دين بدل کړه هغه ووژنئ.
 
۶ – له نورو  دینونو سره ریښتیني تسامح او ښه ګذاره ، لکه څرنګه چي له مخکینیو مطالبو څخه څرګنده سوه اسلام د دینونو د تعدد او ډېرښت  په شتون اقرار کوي (چي نور دینونه سته)، د نورو دینونو پیروان که څه هم په اسلامي قلمرو کي استوګنه ولري ، په اکراه (زور) سره د هغوی له دینونو څخه نه اړوي ، بلکي هغوی ته په خپلو دینونو د پاته کېدلو اجازه ورکوي و او پردې برسېره د دیني اشخاصو او دیني مقدساتو لپاره به امتیاز قائل دی.
 
 خو د دیني پلورالیزم د نظریو خاوندان پر نورو دا لازموي ، ترڅو خپلو دینونو ته دپلورالیزم له زاويې وګوري ، او د دینونو امتیازي او ځانګړي ټکي نه مني ، د دینونو هغه برخي مني چي د دوی له نظره سره په ټکر کي نه وي ، او د دنیونو هغه برخي چي د پلورالیزم سره مخالفي وي و په هغو کي تاویل او تحریف لازمي ګڼي ، که څه هم هغه ټکي د دین محوري نقاط وي.
 
 د بیلګي په توګه د اسلام په دین کي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله عمده عقیده دا ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اخري نبي دی ، او په همدې ډول د اسلام له نظره قران د نجات یوازینۍ لار ده ، خو د دیني پلورالیزم خاوندان ، نه د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم خاتمیت مني او نه په قران کي نجات منحصر ګڼي، نه یوازي دا چي دوی يې نه مني ، مسلمانانو ته وايي چي تاسو هم داسي عقیده مه ساتئ ځکه دا د دیني پلورالیزم خلاف باور دی .
 
همدا راز عیسویان ، په عیسی علیه السلام کي نجات منحصر ګڼي ، د پلورالیزم پلویان عیسویت حق ګڼي ، خو د عیسویت مرکزي او بنسټیزي لارښووني نه یوازي دا چي نه مني ، بلکي عیسویانو ته هم د داسي باورونو د لرلو په جواز قائل نه دي.
 
 او د نورو دینونو په هکله هم همداسي وايي ، هغه ټکي چي د دینونو تشخیص له نورو څخه راولي د دوی په نزد هغه باید له دینونو څخه حذف سي ، نه یوازي دا چي د نورو دینونو پیروان دي هغه نه مني بلکي د همدې دین له پیروانو څخه هم باید د خپل دین په ځانګړتیاو باندي لرلو حق سلب سي. (اصلاً دیني پلورالیزم یو نوی دین دی چي غواړي حق او باطل سره ګډي کړي تر څو حق پکښي ورک او پټ سي، باطل ته لاره هواره سي.)
 
 خو اسلام که مغایرعقاید او اعمال نه مني د هغو پیروانو څخه د هغو دعقایدو او اعمالو د سلبولو حکم هم نه ورکوي .
الله تعالی فرمايي : قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3) وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (4) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (6). الکافرون.
ژباړه : ووایه اې کافرانو ! زه د هغه څه عبادت نه کوم ، چي تاسي یې عبادت کوئ ، او نه تاسي د هغه څه عبادت کوونکي یاست چي زه یې عبادت کوم ، او نه زه د هغه څه عبادت کوونکی یم چي تاسي یې عبادت کړیدی ، اونه تاسي د هغه څه عبادت کوونکي یاست چي زه یې عبادت کوم ستاسو لپاره ستاسو دین او زما لپاره زما دین .
 
بل ځای الله تعالی فرمايي : وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ(۲۹) الکهف. 
ژباړه: ووایه حق ستاسي د پروردګار له لوري دی ، نو د چا چي خوښه وي ایمان دي راوړي ، او د چا چي خوښه وي کفر دي وکړي.
 
(خو الله تعالی په کفر نه دی راضي: إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ. (الزمر: ۷)
 
اسلام په مسلمانانو باندي یوازي د دین رسول لازم کړي ، او په نورو باندي د زور د هغه قبلول د مسلمانانو کار نه دی او نه هم کافرانو ته د کفرسزا د دوی دنده ده ، له کافرانو سره حساب او د هغوی جزا الله تعالی پوري اړه لري. 
 
الله تعالی فرمایي : وَإِن جَادَلُوكَ فَقُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ (۶۸)اللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ(۶۹)الحج.
ژباړه : او که له تاسره یې شخړه کوله ، نو ووایه : ستاسو په عملونو الله تعالی ډېرښه پوهه دی ، الله به ستاسي ترمنځ د قیامت په ورځ په هغه څه کي چي تاسو اختلاف پکي کاوو ، پرېکړه کوي.
 
د اسلام تاریخ د زمانو په اوږدو کي له نورو دینونو سره د تسامح اوښې ګذارې له بیلګوڅخه ډېر مثالونه لري .
 
کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ او د مدینې د خلکو ترمنځ تړون لاسلیک کړ په هغه کي راغلي و : (وأن يهود بني عوف أمة مع المؤمنين لليهود دينهم وللمسلمين دينهم).
ژباړه : او د بني عوف یهود له د مومنانو سره یو امت دی ، د یهودو لپاره خپل او د مسلمانانو لپاره خپل دین دی .
 
 
کله چي د مدینې دولت پراخه سو د نجران له نصاراوو سره هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د امان سند لاسلیک کړ په هغه کي راغلی وو ...( ولنجران و حاشیتهم جوار الله وذمة محمد النبي رسول الله صلی الله علی انفسهم وملتهم وارضهم واموالهم وغائبهم وشاهدهم وبیعهم وصلواتهم ، لایغیروا اسقفاعن اسقفیته...)
 
ژباړه : او د نجران او د هغه د شاو خوا لپاره د الله پناه او د محمد نبي (صلی الله علیه وسلم) د استازي ذمه ده ، په دې پناه کي د دوی ځانونه ، دین ، ځمکه ، مالونه ، د دوی غائب او حاضر او د دوی د عبادت ځایونه شامل دي دوی دي هیڅ دیني مشر د هغه له مشرۍ څخه نه لري کوي.
 
او د راشدو خلفاء په زمانه کي هم د نورو دینونو له پیروانو سره همدا چلند په مخ کي نیول سوی ، امیرالمؤمنین عمربن الخطاب رضي الله عنه د ایلیاء (قدس) اوسېدونکو ته د امان تړون لیکلی وو چي په هغه کي راغلی وو : 
 
(دا هغه څه دي چي د الله بنده امیرالمؤمنین عمر د ایلیاء اوسیدونکو ته د امان په توګه ورکړل : د دوی لپاره د دوی په ځانونو ، مالونو ، کلیساوو ، صلیبانو، د دوی په روغو او ناروغو او ټول قوم امان دی، د دوی په کلیساوو کي به نه څوک اوسېږي نه به ورانیږي اونه به د هغو ځایونو راکمیږي ، د دوی صلیبانو او د هغوی مالونو ته به هم لاس نه وروړل کېږي ، د دوی د دین په هکله به دوی نه مجبوره کېږي.)
 
او همدا ډول چلند د اسلام په تاریخ کي له نورو دینونو سره په ټوله اسلامي واکمنۍ کي له اندلس څخه تر چين پوري او له افریقا څحخه تر شمالي آسیا پوري ، په اصولي توګه سرته رسیدلی ، او که کوم تاوتریخوالی تر سره سوی وي ، هغه به استثناء وي او له اسلامي قانون څخه به سرغړونه وي .
 
د دیني پلورالیزم پېژندنه
د دیني پلورالیزم د نظریې بطلان
د اسلام رواداري او زغم (Tolerance)
قران او ساینس - د سانیس پوهانو په اند
 

 

سرته