تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور د شیدو ګټي
 
  December 17, 2015
  0

وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ. الایة

 
ترتيبوونکی: ډاکټر علي احمد "قانع"
ترېنر متخصص، مېرویس روغتون

لکه څنګه چي په دې درو لسيزو کي  زموږ و‌طنوال  د جنګ تر تاثير لاندي راغلي دي،نو په عمومي صورت په ښځو او نارينه وو کي سره علمي سطحه کښته سوې ده. له دې کبله زموږ ډېر نوي زېږېدونکي کوچنيان د يو الهي نعمت (د مور له شيدو) څخه بې برخي دي.

ځيني غلط رواجونه زموږ په ولايتونو، اولسواليو او کليو کي خپاره سوي دي. کله چي کوچنی پيدا سي، وايي د څو ورځو لپاره د مور شيدې مه ورکوئ، چي کانډياتي دي. ښه مثال يې د غوا شيدې دي. کله چي د غوا بچی پيدا سي، نو تاسي يې دستي لوشی او پر هغه بيا خپل دوستان مېلمانه کوی، چي موږ په عاميانه اصطلاح کي ورته اورږه وايو. 

همدارنګه د مور شيدې فوراً کوچني ته ورکولای سو. څرنګه چي له ولادت څخه وروسته دستي يو ډېر غټ اختلاط ورکوي؛ چي هغه عبارت د خونريزۍ څخه دی او نږدې د مور ژوند په خطر کي اچوي. د (اوکتوسيسين) هورمون، چي په وينه کي افرازېږي، د ويني پر جريان تاثير لري او د هغه د توقف سبب ګرځي.

ګرانو وطنوالو ته زموږ دا توصيه ده، چي زموږ د تجربو پر بنسټ د کندهار ميرويس حوزوي روغتون په نسائي او ولادي وارډ کي ډېري مېندي کوچني ته د شيدوپه ورکولو سره د ډېر غټ عمليات او حتى د مرګ څخه د الله جل جلاله  په مرسته ژغورل سوي دي. ټولو هغو خويندو او مېندو ته، چي دغه ليکنه لولي، زموږ توصيه ده، چي تر نورو پوري يې هم ورسوي.

١-  د مور له شيدو څخه د تغذيې يوه ليکلې کړنلاره ولرئ او نوموړې کړنلاره د روغتيايي پالنو خپلو ټولو کارکوونکو ته تل ابلاغ کړئ.
 
٢- روغتيا يي پالونکي دي خپل ټول کارکوونکي د دې کړنلاري د پلي کولو لپاره د اړتياوړ مهارتونو په برخه کي وروزي.
 
٣- ټولي اميدواري ميندي دي د مور له شيدو څخه د تغذيې په ګټو او اهميت پوهي کړه سي.
 
٤- له مېندوسره مرسته وکړئ؛ تر څو له زېږېدني وروسته سمدستي د خپل تي له شيدو څخه د ماشوم تغذيه کول پيل کړي.
 
٥-  مېندو ته د تي له شيدو څخه د تغذيې پيل کول او د تي له شيدو څخه د تغذيې ادامه، حتى هغه وخت چي له خپلو نويو زېږېدلو ماشومانو څخه لېري هم وي، ور وښياست.
 
٦-  نويو زېږېدلو ماشومانو ته د مور له شيدو پرته نور خواړه او د څښلو شيان مه ورکوئ؛ مګر دا چي د روغتيا له نظره ګټور وي.
 
٧- مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو ته اجازه ورکړئ، تر څو تل په يوه خونه کي سره يو ځای وي.
 
٨- د ماشوم له غوښتني سره سم د مور له شيدو څخه تغذيه تشويق کړئ.
 
٩-  شيدې خوړونکو ماشومانو ته ساده يا د شيدو چوشک او پوډري شيدې مه ورکوئ.
 
١٠- د مور له شيدو څخه د تغذيې د ملاتړ د ډلو جوړېدل ترويج کړئ او مېندي له روغتونونو او کلينيکونو څخه د رخصتېدو  پر مهال نوموړو  ډلو ته راجع کړئ.
 

١١-   د مور شيدې اقتصادي تمامېږي.
 
١٢- د مور شيدې د ويټامينونو د لرلو له اړخه مكمله غذاء ده.
 
١٣-  د مور شيدې د مريضۍ څخه پاکي دي. 
 
١٤- د مور شيدې ډېر ژر او عاجله غذاء ده.
 
١٥- د مور شيدې ورکول د مور او ماشوم ترمنځ محبت پيداکوي.
 
١٦- هغه مېندي چي خپلو کوچنيانو ته شيدې ورکوي د تي د سرطان څخه خوندي وي.
 
١٧- هر څومره چي ژر- ژر ماشوم ته تی ورکوي، په هغه اندازه شيدې زياتيږي.

ځيني مېندي ادعاء کوي، چي شيدې نه لري؛ مګر داسي نه ده. هر څومره چي کوچنی ژر- ژر شيدې روي، په هغه اندازه شيدې ډېريږي.

د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د نسائي او ولادي وارډ د تجربو پر بنسټ هغه مېندي، چي کوچنيانو ته عاجل شيدې ورکړي، د ولادت څخه وروسته چي کومه خونريزي ده، ډېر  ژر يې مخنيوی کوي.

 ګرانو خويندو او مېندو!تاسو ته مو توصيه داده، چي کوچنی ژر- ژر تي ته واچوئ!  تر څو هم تاسي او هم مو کوچنی روغ رمټ وي. 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته