تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خالص عسل څنګه وپېژنو!!!
  تعلیم الاسلام
  September 15, 2017
  0

خالص عسل څنګه وپېژنو!!!

لیکنه: عبدالغفار جبیر
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: خالص عسل چي کله په کاچوغه کي را واخیستل سي اوبیا په څیښه یا بل لوښي کي توييږي نه پري کیږي.
۲: عسل راواخلئ یوه خاشه یامالوچ په ولړﺉ اوبیا اور ورته ورته کړﺉ که یې په یو ځل اور واخیستی خالص عسل دي اوکه یې په ځنډ اویا په خنډ سره اور واخیستی خالص عسل نه دي.
۳: یو ګلاس اوبه راواخلی، عسل ورواچوﺉ لړی یي مه، خالص عسل د رڼا په بڼه سره کښته کیږي اوحل کیږي،  اوغیر خالص عسل بیا ترکښته کېدو مخکي حل کیږي. خالص عسل ژر نه حل کیږي آن په تودو اوبو اویا چايو کي.

۴: کله چي خالص عسل دګوتي پرنوک باندي توی کړل سي هغه  ګیریږي اونه توییږي خوناخالص عسل بیا توییږی.
۵: خالص عسل خټه ډېروي اوناخالص بیا خټه نه وي.
۶: دخالص عسلو په خوړلو سره په خوله کي ژر خوند له منځه ځي، خو ناخالص عسل بیا داسي دي چی خوند یې په خوله کي پاتي کیږي؛ داځکه چي نوره خوږه ورسره وي.

۷: خالص عسل دهغه ګل بوی کوي چي مچۍ خوړلی وي خوکه ناخالص عسل وي بیا طبعي بوی نلري اوتروش بوی لري.
۸: کله چي په خالصو عسلو سره ډوډۍ ولړل سي هغه ژر وچیږي اوناخالص عسل بیا ترډېره لانده وي اوژرنه وچیږي.
۹: خالص عسل چي کله پریوه کاغذه توی کړل سي اوبیا ورڅخه ایسته کړل سي پرکاغذ باندي کوم رنګ نه پریږدي بلکي کاغذ هسي سپین وي اوناخالص عسل بیا کاغذ ژړوي، یا بوروي اوبل رنګ ورکوي.

۱۰: که په خالصوعسلو سره ډوډۍ ولړل یي سپی یې نه خوري دا دده طبعیت دی، اوکه خالص عسل نه وي نوبیا یې سپی هم خوري.
۱۱: که پر کالو باندي خالص عسل توی سي اوبیا پریولل سی هیڅ داغ اوټکی نلري اوناخالص عسل بیا داغ اوټکی پرېږدي.
۱۲: خالص عسل مېږیان نه خوري که ورته راغله هغه وژني، اوکه میږیانو عسل خوړل اوپرراټول وه داخالص عسل نه دی.
۱۳: خالص عسل د خامي هګۍ سره نه ګډیږي.


نوټ: توپیرونه یې زښته ډېردي خوکېدای سي چي همدا کفایت وکړي- ماپرعسلو باندي ډیري څیړني کړیدي. تاسی کولای سئ په اسلام اوساینس پاڼه کي درسره وګوری.

 


--------------------------------------

اړونده لیکني: 
 
عسل د قرآن او حدیث په رڼا کي
 
خالص عسل څنګه وپېژنو؟!
 
عسل او د مریضیو علاج

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته