تازه سرليکونه
د (علوم القران) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اجماع په قران کریم کي
  تعلیم الاسلام
  December 28, 2015
  0

 الاجمـــــاع :


اوله برخه:


لیکنه:  عبدالسلام حنفي

اجماع په لغت کي اتفاق ته وایې او په اصطلاح کي یې فقهاوو کرامو ډېر تعریفونه کړي دي چي ښه واضح تعریف یې دا دی .

 اتفاق المجتهدین من امة محمد صلی الله علیه وسلم فی کل عصر علی امر من الامور. (المولوی حاشیة حسامی صفحه ۳۸۳ باب الاجماع ).

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د مجتهدینو په یوه زمانه کي په یوه معامله باندي متفق کېدلو ته اجماع وایي. او زموږ احنافو په نزد باندي په صحیح مذهب د هر زمانې د اجتهاد د خاوندانو او عدل لرونکو حضراتو اجماع معتبره او شرعي حجت ده.

 والصحیح عندنا ان الاجماع علما‍‍ء کل عصر من اهل العدالة و الاجتهاد حُجة. (المولوی حاشیة حسامی . صفحه ۳۸۴ باب الاجماع).


د اجماع حجیت له قرانکریم څخه.

اول دلیل:
 وکذلك جعلنکم امة وسطاً لتکونا شهدآء علی الناس. (البقره -الایة ۱۴۳) .
ژباړه: همدارنګه موږ تاسي بهترین امت ګرځولی یاست تر څو چي تاسو په خلګو ګواهان جوړ شئ.

ابوبکر الجصاص رحمة الله علیه پورتنی آیت د اجماع د حجیت لپاره د استدلال په نیولو سره وایې.
وفي هذه الآية دلالة على صحة إجماع الأمة من وجهين أحدهما وصفه إياها بالعدالة وأنها خيار وذلك يقتضي تصديقها والحكم بصحة قولها وناف لإجماعها على الضلال والوجه الآخر قوله لتكونوا شهداء على الناس بمعنى الحجة عليهم. (احکام القران للجصاص . ج ۱ ص ۱۰۹ سورة البقره).

ژباړه:  دا آیت د امت د اجماع په صحیح والي باندي له دوو وجهو څخه دلالت کوي یوه دا چي الله تعالی دا امت د عدالت په صفت سره موصوف کړی دی د دې لپاره چي بهترین امت دی او دا صفت د دوی د تصدیق خواهش کوي او د دې په قول باندي د صحت تقاضا کوي او د دوی په اجماع باندي د ګمراهی لپاره منافي دی.

دوهمه وجه داده: چي دالله تعالی فرمان دی. (لتکونوا شهدآء علی الناس) چي تاسو په خلګو باندي حجت جوړ شی. همدارنګه مفتي محمد شقیع رحمه الله د قرطبي په حواله سره لیکلي دي . چي دا آیت د امت د اجماع د حجت کېدلو دلیل دی، الخ . (معارف القرآن . ج ۱ ص ۳۷۳) .

او هم دې مفهوم ته ورته یې بل آیت په سورة آل عمران . آیت نمبر ۱۱۰. کي دی. (کنتم خیر امة أخرجت للناس)

دوهم دلیل.(وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا (سورة النساء .115).

ژباړه: یعني چا چي مخالفت وکړو د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته تر دې چي د هدایت لاره ورته څرګنده وه او د مؤمنانو د جماعت په خلاف ولاړ شول یا د مسلمانانو له لاري پرته په بله لاره لاړ شي نو موږ هغه لره په هم هغې لار روانوو چي په کومه لار دی روان دی او وا به یې چوو جهنم ته او هغه د استوګني ډېر بد ځاي دی  چي دا آیت د امت د اجماع په حق له امام شافعی رحمه الله واضح دلیل بللی دی (معارف القرآن).


-----------------------------------------
اړونده ليکني:
مكانة الاجماع وحجيته في الفقه الاسلامي:
ایا اجماع حجت ده

سرته