تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اجماع حجیت په احادیثو کي ۳
  تعلیم الاسلام
  December 30, 2015
  0

دریمه برخه :

ليکنه : عبدالسلام حنفي

اووم دلیل: حدثنا ابو بكر بن نافع البصري حدثني المعتمر بن سليمان حدثنا سليمان المدني عن عبد اللقه بن دينار عن ابن عمر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إن الله لا يجمع أمتي أو قال أمة محمد صلى الله عليه و سلم على ضلالة ويد الله مع الجماعة ومن شذ شذ إلى النار : سنن ترمذی. (ج ۴ ص ۴۶۶ حدیث نمبر 2167 ابواب الفتن الباب لزوم الجماعة).

ژباړه: د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی زما امت نه یو ځاي کوي یا یې دا وفرمایل چي الله تعالی د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم امت به په ګمراهي باندي نه متفق کوي.

 په دا اړه نور هم ګڼ شمېر احادیث موجود دي چي د ټولو نقل کول راته ستونزمن سول او په همدا یو څو احادیثو باندي مي اکتفاء وکړه. نو د دې ټولو قرآني آیتونو او روایتونو څخه ثابته سوه چي د امت اجماع حجت ده.

د اجماع حکم: نو کله چي په کومه مسئله باندي د امت علماء او فقهاء متفق سي نو د هغو منل او عمل پري کول واجب دي. ځکه چي اوس د هغې مسئلې ثبوت قطعي سو. نو کوم کس چي د اجماع قعطي څخه انکار کوي هغه بالاتفاق کافر دي. او د اجماع ظني څخه د انکار کوونکي  په کفر کي اختلاف دی.
( وحکمه فی الاصل ان یثبت المراد به شرعا علی سبیل الیقین یعنی ان الاجماع فی الامور الشرعیة فی الاصل یفید الیقین والقطعیة فیکفر جاحده الخ) نورالانوار . صفحه ۲۲۱. باب الاجماع.

 د اجماع کوونکو کسانو شرطونه :

۱ : په قرآنکریم کی به پوره مهارت لری.

۲ : د سورل الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کی به پوره مهارت او پوه لری.

۳ : د صحابو کرامو د ژوند له حالاتو او د هغو له فیصلو څخه به پوره خبر وی.

۴ : د اجتهاد او قیاس په ذریعې سره د نصوصو او مسائلو قواعد او اصول به ورته معلوم وی.

۵ : د زمانې په حالاتو او د قوم په عاداتو او رواجونو به خبر وي.

۶ : په اجماع کي به داسي خلک وي چي د مخکنیو او راتلونکو معلوماتو باندي پوره پوهنه و لري او د دوی تر څنګ د غور او فکر په کولو سره خپله رایه وړاندي کړي.

۷ : د عملي اعتبار له مخي به د اجماع خلک د لوړو او اعلی اخلاقو خاوندان وي او په اوامرو باندي به عمل کوونکي وي او له نواهیو څخه به ځان ساتي، د فسق او فجور او داسي نورو بدو اخلاقو څخه به پاک وي، متقي او پرهیزګاره به وي، او له دې سره ډېر احتیاط کوونکي وي. البته خفیه فسق د اجماع مانع نه دی.

وقال شمس الأئمة السرخسي والأصح عندي أنه إن كان معلنا بفسقه فلا يعتد بقوله في الإجماع (التقریر التحبیر . ج۳ ص ۱۲۷).

 ژباړه:  شمس الائمه سرخسي رحمة الله علیه فرمایې: چي کوم سړی په ښکاره توګه فاسق وي  په اجماع کي د هغه د خبري هیڅ اعتبار نسته او کوم سړی چي  په ښکاره فاسق نه وي نو په اجماع کي به د هغه خبره معتبره وي.


---------------------------------
مخکنۍ ليکنه:  الاجماع دوهمه برخه
مكانة الاجماع وحجيته في الفقه الاسلامي:
ایا اجماع حجت ده؟
 

سرته