څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: January 9, 2016
       
زلزله په اسلام او ساینس کي
لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

زلزله پېژندنه
زلزله په لغت کي و خوځښت او ښورېدو ته وايي او په اصطلاح کي د مځکې و حرکت او خوځښت  ته زلزله ویل کیږي. 

یا په بل عبارت: زلزله د مځکې هغه حرکت دئ چي د مځکې د ننه د مایع موادو د تدریجي حرارت او یا هم د اور غورزونکو غرو له کبله  او یا د نورو سببو له کبله رامنځته سي.

د زلزلې د توري څخه ماسوا په قرآن کریم کي (الرجفة) توری هم راغلی دئ، چي دا و سختي زلزلې ته وایي، د قیامت و ورځي ته (الراجفة)   په دې وايي چي د ا ولې شپېلۍ حالت ور څخه مراد دئ. 

 زلزله پر درې ډوله ده:

۱: عمودي زلزله.
په عمودي زلزله کي شیان د اسمان و لوري ته پورته کیږي او بیرته راکښته کیږي.
په عمودي زلزله کي اکثره وخت خسف صورت نیسي، کورونه ، عمارتونه په مځکه ننوځي.

۲: افقي زلزله.
په افقي زلزله کي شیان له ځایه بې ځایه کیږي، د عرض او طول په لور باندي حرکت کوي.
په دې زلزله کي اکثره وخت عمارتونه په ښه پوره ډول سره له منځه ځي، د خلکو د مرګ پرځای یې ژوبله ډیره وي، دا زلزله اکثره وخت اقتصادي تاوان زښته ډیر  رامنځته کوي، غټه سیمه په لمن کي نیسي.

۳: موجي زلزله.
ددې زلزلې حرکت د اوبو  په شان دئ، په دې زلزله کي اکثره وخت د تالندې او یا د توپ په شان سره اواز  پیداکیږي، دا زلزله زړه راکښونکې وي او دا زلزله اکثره وخت د مځکې د داخلي مرکز څخه د ۱۸- ۶۰ کیلومترو پوري رسیږي. 

موجي زلزله په تلفاتو کي تر ټولو لوړه وي، د انسانانو او حیواناتو په مرګ ژوبله کي ددې زلزلې اکثره وخت ګراف لوړ وي، او تعمیرات داسی ویجاړ کړي چي بیا د استونګي نه وي.

زلزله په قرآن کریم کي:

زلزله په قرآن کریم کي په  سورت الزلزلة، سورت الاحزاب، سورت الاعراف، سورت القصص ، سورت العنکبوت ، سورت المزمل او سورت الحج کي ذکر سوېده، په قرآن کریم کي ورته (الزلزلة ، الرجفة) توري راغلي دي.

د دنیا په دې فاني ژوند کي د مځکې پر کُرې باندي هر ډول حالات راغلي دي او راتلونکي دي، که موږ د تاریخ پاڼې واړوو نو دا به راته جوته سي چی الله  جل جلاله  د مځکې له کُرې څخه ډېر انسانان له منځه وړي دي، د اوبو او باد په طوفانونو، په خسف، په اواز،  په زلزلو، په مرغانو، په ناروغیو او داسي نور.... چي الله  جل جلاله یې په قرآن کریم کي هم یادونه کړېده ، یو څوبېلګې یې وړاندي کوو:

۱: الله  جل جلاله  د حضرت شعیب علیه السلام د قوم یادونه موږ ته کوي، دې قوم دا عادت درلودﺉ چي کله به یې یو شی په یوه پېمانه ورکاوه نو هغه به یې سپک ورکاوه او کله چي به یې له هغه څخه اخیستئ بیا به یې په درنه پیمانه ور څخه اخستئ الله  جل جلاله  دا قوم هلاک کړ او یادونه یې داسي کوي:

 فَأَخَذَتْهمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِیْ دَارِهمْ جَاثِمِیْن (الاعراف:۹۱)
ژباړه: نو دوی زلزلې ونیول او په ګهیځ کښې په خپلو کورنو کښې مړه پړ مخي پراته پاته سول.

۲: دا چي قارون ډېر مالداره وو او د حضرت موسی علیه السلام توهین یې وکړ الله  جل جلاله هغه په مځکه کي خسف کړ او قارون تر اوسه په ټوله نړۍ کي یو ضرب مثل ګرځیدلی  دﺉ ، چي فلان دي خدای داسي په مځکه کي ننباسي لکه قارون.
 الله  جل جلاله فرمایي:
فَخَسَفْنَا بِه وَبِدَارِه الْأَرْض (القصص: ۸۱)
ژباړه: نودی (قارون) او دده کورنۍ مو په ځمکه کي دننه کړل.
 

 
 
د قارون، فرعون او هامان په هکله الله  جل جلاله دا په ښکاره سره وايي چي دې ټولو پر خپلو ځانو باندي ظلم وکړ، یعني حق یې ونه مانه، د خدای احکام یې و غورځول نو ځکه الله عزوجل فرمايي چي موږ دوی یا مو خسف کړل، یا مو غرق کړل او یامو هلاک کړل:

وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مُوسَى بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ (۳۹) فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنْبِهِ فَمِنْهُمْ مَنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُمْ مَنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُمْ مَنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُمْ مَنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (سورت العنکبوت: ۳۹- ۴۰)

ژباړه: او(هلاک کړي مو وو) قارون، فرعون او (وزیر یې) هامان او خامخا په تحقیق راغلي وو دوی  ته موسی په معجزاتو ښکاره ؤ سره پس تکبر وکړ دوی په ځمکه (د مصر) کښې او نه ؤ دوی ړومبی کیدونکي ( له حکم او عذابه زموږ)، پس هر یو له دغو مذکورینو وینول موږ په (سبب) د ګناه خپلې یې پس ځیني د دوی هغه څوک دي چي ولیږل موږ پرې سخت (کاڼي وورونکي) باد او ځیني له دوی هغه څوک دي چي ونیول دوی چغي ( چي زړونه یې وچول) او ځیني له دوی هغه څوک دي چي غرق کړل موږ دوی ( په اوبو کښې). او نه وو الله چي ظلم یې کړی وي پر هغو و لیکن وو دوی پر ځانونو خپلو به یې ظلم کاوه (په کفر او معصیت سره).

الله  جل جلاله د مځکې پر مخ هر کلی د قیامت څخه مخکي ورانوي:
وَإِن مِّن قَرْ‌يَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا (سورت الاسراء: ۵۸)

ژباړه: او نشته هیڅ کلی (یا ښار د ځمکې په مخ کښې) مګر چي موږ هلاک کونکي (مړه کونکي د اهل) د هغه یو، مخکي له ورځې د قیامت یا په عذابونکي یو د هغه په سخت عذاب سره.
د دغه ایات مطلب په څوډوله سره دئ:

۱: د دنیا هرکلی او سیمه به د انسانانو د ګناهونو له کبله مخکي تر قیامت تباه او برباد سي، د انسانانو دا تباه کیدل به د زلزلو او افت له کبله وي.

۲: یا د لته د هلاکت څخه مراد مطلق مرګ دی که هغه طبعي مرګ وي او که یا په زلزلو ، طوفانو او یا افتو سره وي.

 
د الله د عذابه څخه څوک نسي خلاصېدلای نه په وچه کي او نه هم په دریاب کي الله  جل جلاله فرمايي:
 
أَفَأَمِنتُمْ أَن يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ‌ أَوْ يُرْ‌سِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلًا ﴿٦٨﴾ أَمْ أَمِنتُمْ أَن يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَ‌ةً أُخْرَ‌ىٰ فَيُرْ‌سِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّ‌يحِ فَيُغْرِ‌قَكُم بِمَا كَفَرْ‌تُمْ ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا ﴿٦٩﴾ (سورت بنی اسرائیل: ۶۸، ۶۹)
ژباړه: نو ایا په امن یې تاسی له دې نه چي ډوب کړي تاسی په یو طرف د ځمکې وچي کښې، (په زلزله کي ختم سي) یا ولیږي پر تاسي سخت باد وورونکی د وړو کاڼو، بیا ونه مومئ تاسی د خپل ځان د پاره کوم ساتونکی. ایا په امان کښې یې تاسی له دې نه چي بیا راننه باسي تاسی (الله) په دې (بحر) کښې دوهم ځلي؛ نو ناڅا په راولیږي پر تاسی ماتونکی (د هرشی) سخت باد نو غرق به کړي (الله) تاسي په سبب د کفر د تاسي، پس د هغه بیا به نه مومئ د خپلو ځانونو لپاره پر موږ په سبب د هغه غرق پوښتیدونکي (راپسې ګرځیدونکي).

۳: د حضرت موسی علیه السلام پر قوم باندي عذاب راغئ:
فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّ‌جْفَةُ ( الاعراف: ۱۵۵)
ژباړه: نو کله چي دوی سختي زلزلې ونیول (په زلزله یې هلاک کړل)

فرعون، هامان او داسي نور.... 

دا افتونه، سیلابونه او زلزلې داسی توان لري چي د سترګو په رپ کي یوه سیمه له خاورو سره خاوري کړي، اولسونه له منځه یوسي، تعمیرات نیست او نابود کړي ، اقتصادي زیان واړوي، حیوانات ختم کړي، فصلونه زیانمن کړي، او تر ټولو لوی تاوان یې د انسانانو مرګ ژوبله ده ، چي دا موږ اوس پخپلو سترګو وینو او یا یې د رسنیو پرمخ باندي وینو، چي دا سیلاب او یازلزلې دومري انسانان له منځه یووړل، په دغه اندازه سره یې کورونه او تعمیرونه و نړول، په دغه اندازه کورونه یې  زیانمن کړل، او دومري اقتصادي تاوان یې راوستئ، او داسي نور...

د نړۍ د انسانانو نظریات د زلزلې په هکله:

په نړۍ کي ډول ډول باطل مذهبونه او باطلي نظریې شتون لري، د زلزلو په هکله ځیني په دې عقیده دي چي یو غټ حیوان چي د (د یو هیکل) په نامه سره دئ او په ځمکه کي دننه دئ هغه چي کله سره وښوري هغه دا زلزلې راولي،

د هندوانو بیا داسي عقیده ده چي د ځمکې دا ټوله کُره د غوایي پر یوه ښکر باندي ولاړه ده، چي کله دا غوایی دا ځمکه و بل ښکر ته اړوي دا ښوري او زلزله منځته راځي، ځیني بیا په دې آند دي چي دا ځمکه د یوه لوی کِشف پر خېټه باندي پرته ده چي کله هغه کشف حرکت کوي نو دا زلزلې و منځته راځي، نیپالیان بیا په دې عقیده دي چي زلزله هغه وخت رامنځته کیږي چي کله خدایان اوشیطانان د مځکې لاندي په جنګ بوخت سي، ځیني بیا دا وایي چي د کوچنیو خدایانو غټ خدای وینه غواړي ، کله چي انسانان ورته قرباني ونکړي نو ځمکه سره وښوروي.

زلزله په نوي او زاړه ساینس کي:

د زلزلې په اړه د نوي او زاړه ساینس پوهانو اختلافي نظریات په دې ډول دي:

د یو نان مشهوره فلیسوف Anaxagoras په ۱۴ قبل المیلاد پیړۍ کي اوسیده  دی په دې آند وو چي زلزله د هوا د ګرځ له کبله ومنځته راځي، 

فلیسوف طالس Thales۶۲۵- ۵۴۷ قبل المیلادي کي وو هغه بیا په دې آند وو چي زلزله د مځکی او د ابو د کشمکش له کبله صورت نیسي،

 بل فلیسوف Anaxamines' (585–526 په دې عقیده وو چي دا د یخ او د ګرمۍ  تر منځ د ټکر په صورت کي رامنځته کیږي.

ځینو فلیسوفانو ویل چي دا د مځکې د وچ اقلیم او د لوند اقلیم تر منځ جګړه ده،

(Democritus (460–371 دیمقراطس بیا په دې آند وو چي دا ټول د اوبو له وجهی رامنځته کیږي، 

Pliny the Elder بیا په دې عقیده وو چي دا د مځکې لاندي یوه تالنده صورت نیسي نو ځکه زلزله رامنځته کیږي، 

په اوسني وخت کي مځکپوهان Geologists په دې آند دي چي دا هرڅه د نړیوالې تودوخې له کبله صورت نیسي دا ځکه چي د مځکي پر مخ چي کومې منجمدې کتلې دي هغه ورځ په ورځ ویلي کیږي، چي له دې سره د سمندر د اوبو سطحه لوړیږي او د مځکې توازن له منځه ځي، د مځکې چي کومې طبقې دي هغه په حرکت کي راځي او دا زلزلې صورت نیسي.

ځیني ساینس پوهان په دې آند دي چي په ځمکه کي توده هوا ده هغه غواړي چي راووځي، له همدې کبله زلزلې پیدا سي، ځیني بیا دا نظر  وړاندي کوي چي ځمکه ډیره یخه سي چي د ډېر یخوالي په نتیجه کي د ځمکې سربیرنه طبقه وچوي او په ښور کي راسي او زلزلې واقع سي، 

 ځیني ساینس پوهان په دې نظر دي چي د مځکي په لاندي طبقه کي د جهنم په شان اور شتون لري، د هغه د ډیر ګر مېدو له کبله مځکه د یوې بوغۍ (Balloon) په شان سره حرکت کوي او زلزلې و منځته راځي، 

ځیني بیا په دې عقیده او باور دي چي د مځکي دننه ګازونه شتون لري د هغو د حرکت له کبله د مځکې لومړۍ طبقه د سمندر د اوبو د سطحي په شان حرکت کوي چي زلزلې و منځته راځي، 

له دې څخه علاوه هغه نظریه چي تقریباً ټول ماهرین ورباندي متفق دي هغه نظریه د(پلېټ ټیکټوټس) ده، دا نظریه وايي چي د مځکې لومړۍ طبقه چي خاورې، ډبرې او پر  لوړو ژورو باندي مشتمله ده چي دا کله د ځمکې د یوه افت ښکار سي، په دغه وخت کي دا سطحه یا ماته، او یا کله د مځکې ځیني برخي حرکت پیدا کړي او یا د یوه ځای څخه و بل ځایته خوځښت وکړي نو په ځمکه کي حرکتونه او اهتزازونه د موجو په شان سره پیدا سي، چي دا حرکتونه او ښورښت نه محسوسیږي خو دا یو شی دئ چي د مځکې پر لومړۍ سطحه باندي چي هرشی دئ هغه ښوري او حرکت کوي.

و بل لور ته اسلامي نظریه بیا داسي ده چي دا ټول د انسانانو د بدو اعمالو نتیجه ده، الله  جل جلاله دا و انسانانو ته ښکاره کوي چي د مځکې پر مخ باندي چي الله  جل جلاله د کوم مقصد لپاره پیداکړي یاست هغه ته متوجه سئ، له بدو اعمالو او افعالو څخه ډډه وکړئ، او ستا سو خالق ستاسو څخه ناراضه دئ، له تیرو بدو کړو څخه توبه و باسئ او د آخرت و ژوند ته توجه وکړئ. مځکه الله تعالی پیدا کړې ده، د الله عزوجل په پوره تصرف کي ده او هر ډول قدرت پر لري.

الله جل جلاله د انسانانو او پیریانانو د پیدایښت حکمت بیانوي او فرمايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿٥٦﴾   (سورت الذاریات: ۵۶)
ژباړه:  او نه دي پیداکړي ما پیریان او انسانان مګر لپاره ددې چي دوی زما عبادت وکړي.

الله جل جلاله په سپینو ټکو کي فرمايي چي د ټوله پیریانو او انسانانو د پیدایښت حکمت دا دئ چي یواځي او یواځي زما عبادت وکړي، له شرک، کفر، ارتداد، الحاد، ظلم، فساد او ګناهونو څخه په سرسي، نو چي خالق جل جلاله موږ پیداکړي یو د عبادت د مقصد لپاره او بیا انسانان نافرماني وکړي، د خدای احکام تر پښو لاندي کړي، د هغه خالقیت و نه مني، نو الله جل جلاله وايي چي دا انسانان پر خپلو ځانو باندي ظلم کوي، او سزایې په دې دنیا کي مرګ په زلزلو، طوفانو، سختو بادو او خسف سره ده او د اخرت عذاب خو لا ورته ګوري، چي هغه له دې څخه ډېر سخت او دردونکی دئ.

زلزلې په احادیثو کي 

ولي زلزلې کیږي؟

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ النَّبِيِّ – صلی الله علیه وسلم-، قَالَ: "بَيْنَ يَدَيْ السَّاعَةِ مَسْخٌ وَخَسْفٌ وَقَذْفٌ 
ژباړه: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي د قیامت مخکي به مسخ (د انسانانو شکلونه په حیواناتو لکه بیزوګانو  او خنزیرانو باندي بدلیدل)، وخسف ( د انسانانو په مځکه ننوتل) وقذف ( د ډبرو  باران کیدل)
 
 
 
نور ان شاءالله بیا....
--------------------------------
 
۲- سورت النازعات:۷۹
۳- المنجد، مجموع الوسیط
۴- فرهنګ فارسی عمید، ټوک:۲ پاڼه: ۱۳۱۷، ۱۳۱۸/ تالیف:حسن عمید/ خپرونکی:مؤسسه انتشارات امیرکبیر تهران، ۱۳۸۱
۵-سنن ابن ماجه ت الأرنؤوط – ۴۰۵۹، موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان، سنن الترمذي, المقصد العلي في زوائد أبي يعلى الموصلي, ترتيب الأمالي الخميسية للشجري, شعب الإيمان, السنن الواردة في الفتن وغوائلها والساعة وأشراطها, المستدرك على الصحيحين