تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه خواړه چي تاسو ځوان ساتي
  تعلیم الاسلام
  February 13, 2017
  0
لیکنه: ډاکټر عبدالولي اعتماد 
 
هر انسان له ځوانۍ سره مینه لري او غواړي د اوږدې مودې لپاره ځوان پاته سي خو په ژوند کې داسي مرحله هم راځي چې انسان ورو ورو خپل ځواني او وړتیا له لاسه ورکوي. د دغه مرحلې پیل ستاسې په لاس کې دی. د ځینو خوړو له خوړلو سره د اوږدې مودې لپاره ځوان پاته کیدای سئ.
 
د عمر له نظره د ګټورو خوړو استعمال نه یوازې دا چې انسان له اضافي وزن څخه ژغوري بلکه ځیني خواړه کولای سي ستاسي د ویښتانو اوسنی رنګ، ستاسي د مخ ځلا او وړتیا د اوږدې مودې لپاره د زیاتیدونکي عمر له منفي اثراتو وژغوري.
 
دلته مو له ځینو هغو خوړو سره اشنا کو، چې په خپل ترکیب کي اسیدونو، منرالونو او ویټامینونو لري او په مرسته یې تاسې د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتي.
 
۱- خټکی
خټکی خپل ترکیب کي په زیاته اندازه بیټا کیروټین او ویټامین اې لري چې نه یوازي دا چي د انسان د سر د حجراتو وده او نمو کنټرولوي بلکه د پوستکي ځلا هم زیاتوي.
 
 
۲- هندواڼه
د ګرمۍ په موسم کې د تندې له منځه وړونکې دغه میوه د لایکوپين په نوم موادو تر ټولو غوره منبع ده. لایکوپین نومي مواد په زیاته اندازه د اکسیډنټ ضد خاصیت لري او رومیانو او هندواڼې ته سور رنګ ورکوي. لایکوپین نومي مواد د انسان پوستکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړني پر بنسټ په هندواڼه کې د رومیانو په نسبت ۴۰ سلنه زیاته نباتي کیمیاوي مواد شتون لري، چې د پوستکي ځلا د اوږدې مودې لپاره ساتي.
 
۳- انار
دغه حیرانوونکې ګتي لروونکې میوه د اکسیډنټ ضد خواصو او مختلفو ویټامینونو یو له غوره منابعو څخه ده. دغه میوه پوستکی له ګونځو، وچوالي او نورو ناروغیو څخه ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ په منځنی عمر کې د ویټامین استعمال د انسان پوستکی له ګونځو او وچوالي څخه ژغوري. له دې سربیره په انارو کې سته اینتوسیان نومي مواد پوستکي ته جذابیت وربخښي. همداراز په دغه میوه کي سته ایلجیک اسید ستاسي پوستکی د لمر د وړانګو له منفي اثراتو ژغوري.
 
 
۴- شنې پاڼې لروونکي سابه
ټول شنې پاڼې لروونکي سابه په زیاته اندازه کیروټین نومي مواد لري چې د پوستکي د حجرو ساتنې سره سره د پوستکی په لندبل ساتلو کي هم مرسته کوي. شنې پاڼې لروونکي سابه پوستکی د مختلفو ناروغیو له منفي اغیزو څخه هم ژغوري. له دې سربیره د وینې د فشار په کنټرول کي هم شنې پاڼي لروونکي سابه ډیر مهم ګڼل کیږي.
 
۵- مڼه
مڼه په خپل ترکیب کې زیات شمیر ویټامینونه او منرالونه لري چې پوستکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ د مڼې استعمال په بدن کې د اوسپنې اندازه برابره ساتي چي په پایله کې د انسان ویښته ژر نه سپينیږي.
 
۶- هګۍ
د ګوتو نوکان له پروټین څخه جوړیږي نو له دې څخه معلومیږي چې د پروټین کموالی د انسان نوکان کمزوری کوي. هګۍ په خپل ترکیب کي په زیاته اندازه ویټامین بي کمپلیکس لري چې د بدن د پروټین د کمیدو مخه نیسي. له دې سربیره په هګیو کې سته پروټین د وینې لوړ فشار ټیټوي او د زړه د ناروغیو خطر له منځه وړي.
 
۸- قهوه (کافي)
هر سهار یو ګیلاس قهوه نه یوازي دا چي ستاسي ورځ په خوښۍ سره پیلوي بلکه په قهوه کي سته ګټور مواد ستاسې پوستکی له مختلفو تومورنو څخه ژغوري. د نوو څیړنو پر بنسټ د کافي زیات استعمال د پوستکي د خرابیدو مخه نیسي او د سرطان خطر کموي. همداراز په مخ کي د پیدا کیدوونکو ګونځو څخه هم مخنیوی کوي. (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
------------------------------------
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته