څانګه: نېکمرغه مېرمن نيټه: September 2, 2016
       
د ښځو څو مالي حقوق

ليکنه : نورالله «احمدزی»

ښځو ته مهر او نور حقوق ورکول!

 مهر: هغه رقم کوم چې سړی يې د نکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا د ادا کولو وعده کوي دېته په شريعت کې مهر وايي چې دوه ډوله دي مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر ده چې فوراً د نکاح په وخت کې ادا کيږي، او مهر مؤجل هغه ده چې د نکاح په وخت کې فوراً نه ادا کيږي بلکې د ادا کولو دپاره وعده کيږي.

د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چې 29.75 ګرامه په اوسني بازارکې له 1488 افغانیو سره سمون خوري، د بي بي فاطمې (رض) د مهر اندازه 500 درهمه ؤ چې 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسني نرخ کې 74400 افغانۍ کيږي.    

                                                                                  
د مهر د زياتې اندازې لپاره څه حد مقرر نده، خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چې خاوند يې په آساني ادا کولې شي حضرت محمد (ص) غوره نکاح هغه نکاح بللې چې آسانه وي ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر»  (مسند احمد).   پخپله هغوی خپل مهر ډېر زيات مقررول نه دي خوښ کړي.

مهر مثل: په وطني اصطلاح کې بدل يا د بدلانه نکاح چې يو سړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او د هغه سړي خور خپل ځان ته نکاح کوي. دا ډول نکاح روا ده ولې مهر نه معاف کيږي، ښځي ته به مهر مثل ورکوي. يا د چا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوی هغې ته هم مهر مثل دی.

مهر مثل هغه مقدار مهر ده کوم چې په عام طور سره د دوی په کورنۍ او خاندان کې مقرريږي، د خاندان نه مراد پلارګنۍ ده، نه مورګنۍ مثلاً د پلار خور د تره لوڼې يا نورې په مهر مثل کې دا هم ضرور دي چې کومه ښځه مثل ګرځوي د هغې د صورت او سيرت څه ناڅه برابري شرط ده.

موږ يوازې اورېدلي چې شريعت د مهر لپاره لوړ حد ندی ټاكلى خو کله مو هم پدې غوږ ندی ګرولى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي. صحابي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته احوال راووړ چې واده مې کړی او مهر یې 800 ګرامه نقره ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تعجب سره پوښتي: “اته سوه ګرامه!  لکه چې  نقره لدې غره نه راباسې؟” (صحيح مسلم / نکاح)

لدې پورته، آيا دا ولور هماغه مهر ده؟  بلكل چې نه. دا پيسې پلار اخلي. نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. آخر ولې مو په ځان آسانه ژوند سخت كړى؟ آيا هغه څوك چې لور په لوړ ولور ودوي، پخپله زوى نه لري؟ دا چې دا ډول لوړ ولورونه بيا بې چاره ناوې ته څومره ستونزې زيږوي، هغه خو ټولو ته څرګندې دي.


د ټولنيزو نادودو په وړاندې درېدل سخت دي خو ډاډه اوسئ چې دا كركجن ديوالونه به يوه ورځ نړيږي خو مهمه دا ده چې:  ټولنه به د هغو جرئت او خدمت هېر نكړي چې لومړى ګام اخلي.

زموږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا ده چې په ډېرو حالاتو کې د هغوی لپاره مؤجل مهر (چې په راتلونکی وخت کې ورکول کیږي) ټاکل کیږي او دغه مهر کله منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نقل کېدای شي) وي او کله غیر منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نه شي نقل کېدای) لکه مځکه کور و غیره وي او بیا کلونه کلونه تېر شي خو میړه يې د هغې مهر نه ورکوي نو دغه عمل د شریعت خلاف ده او پر ښځه باندې یو ظلم ده ځکه چې مهر د ښځې حق ده چې لازم ده پر میړه باندې او باید د هغې حق هغې ته ژر وسپارل شي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: ((اعط کل ذی حق حقه)).(( بخاري ))

ژباړه: هر حقدار ته خپل حق وروسپاره حتی چې بعضو علماؤ دا هم ویلي دي کچیرته سړی خپلې ښځې ته مهر نه وي ورکړی نو ښځه يې کولای شي چې هغه د کوروالي څخه منع کړي د مهر تر اداء کولو پورې.  ((فقه السنة صفحه ۲۹۲ جلد ۲))

نو د ښځې مهر په میړه باندې یو قرض ده او باید هغه دغه قرض ژر تر ژره ادا‌ کړي او دا ځکه چې که دغه سړی په داسې حال کې مړ شي، چې د هغه د ښځې مهر پر هغه باندې قرض وي نو جنت ته نه شي داخلېدلی ځکه چې په حدیث کې راغلي دي چې د قیامت په ورځ به قرضدار د خپل قرض په وجه جنت ته د داخلیدو څخه منع کیږي او داسې يې فرمایلي دي چې ((نفس المؤمن معلقة ماکان عليه دين)) رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۹۱ جلد ۱۵))
 مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې.

 قال الله تعالی: وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا (٤)


ژباړه: او ورکوئ تاسې ښځو (خپلو) لره مهرونه د دوى په ورکړه د خوشحالۍ سره (چې فرض شوى دى له طرفه د الله پر تاسې)؛ نو که راضي شوې دا (ښځې) تاسې ته (په بښنه) له کوم شي له دې (مهر په خوشحالۍ) د نفس خپل نو خورئ تاسې دغه شى په داسې حال کې چې خوندوره حلاله بې ضرره وي.


تفسیر: وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً
 يعنې د هغو ښځو مهرونه چې تاسې نکاح ورسره تړلې ده په خوښۍ او رغبت سره په خپله ادا کړئ! بې له دې چې دهغوى کوم حامي يا بل څوک له تاسې څخه د حصول څه تقاضاء وکړي که ونه کړئ که تاسې په خپل شوق او رغبت سره د خپلو ښځو مهرونه ورکوئ! نو بيا د يتيمو نجونو په نکاح کولو کې هېڅ کوم حرج او ممانعت نشته، بلکې حرج او ممانعت خو به هلته وي چې د دوى د مهر يا د بل کوم حق په اداء کولو کې څه دروندوالى وليدل شي.

تفسیر: فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا
يعنې که ښځه په خپله خوښه له مَهر څخه څه شى خپل مېړه ته معافوي يايې اخلي او بيايې ور هِبه کوي نو په دې کې هېڅ حرج نشته، او مېړه دې هغه په خوښۍ سره وخوري، (هنئ) هر هغو خوړو ته وايي چې خوندور او لذيذ وي او طبېعت يې په خوښۍ او رغبت سره قبول کړي (مرئ) هر هغو خوړو ته وايي چې په زړه پورې هضم او په ښه ډول سره د بدن جزء او د صحت او قوت موجب شي.
 
نفقه: د اسلامي امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده، ځکه چې د نفقې پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی: (وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف) البقرة / 233 ،  يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

وقال عز وجل: (لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله) الطلاق / 7.
 يعنې: توان لرونکی خاوند ښايي د خپل توان په انډول نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له ورکړي دي نفقه دې وکړي .
 
نبوي احادیث:


 وعن جابر: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف”. رواه مسلم (1218). يعنې: جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګنې ځای برابروئ.

میراث

دلته هم یو له مهمو او ارزښتمنو شیانو څخه میراث هم ده چې حضور صلی الله علیه وسلم د حضرت زید بن ثابت نوم اخستی، چې دی په علم میراث کې تر نورو صحابوو ډیر پوه وو، تاسو وګورئ چې اسلام هر خپل او خپلوان او نږدې خپلوانو ته د میراث او برخې حق ورکړی دی.


په اکثرو حالتونو کې ښځه دخپلې نارينه جوړې (لکه خور د ورور) په پرتله نيمايي برخه په ميراث وړي خو دا حالت تل سم هم نه دى..... په ځانګړو حالاتو کې داسې هم کيږي چې يوه ښځه د نارينه په پرتله دوه چنده ميراث اخلي. کچيرته يوه ښځه مړه شي او اولادونه، ورونه او خويندې ترې پاتې نه وي او يوازې مېړه، مور او پلار يې ژوندي پاتې وي نو په دې حالت کې مېړه د ښځې په مال کې نيمايي ميراث حق لري، مور يې درېيمه برخه او پلار يې شپږمه برخه ميراث په برخه وړي چې په دې حالت کې ليدل کيږي چې ښځه (مور)  د نارينه (پلار)  په پرتله دوه چنده ميراث ترلاسه کوي.

دا سمه ده چې په ډېرۍ حالاتو کې ښځه د نارينه په پرتله نيمايي مال په ميراث وړي او ددې حالتونو بېلګې په  ډول : لور د ځوی په پرتله نيمايي ميراث په برخه وړي.

کچيرته له مړي څخه اولاد پاتې وي، نو ښځه اتمه برخه او مېړه څلورمه برخه مال په ميراث  وړي.
کچيرته له مړي څخه اولاد نه وي پاتې، نو ښځه څلورمه برخه او مېړه نيمايي مال په ميراث وړي.
کچيرته له مړي څخه هيڅ اصول (چې له چا څخه زيږېدلى وي) او فروع (چې څوک ترې زيږېدلى وي) پاتې نه وي نو په دې حالت کې د خور برخه د ورور د برخې نيمايي ده.

په دې هکله چې ولې د اسلام سپيڅلي دين په ډېرو حالتونو کې د نارينه برخه د ښځې په پرتله دوه چنده ګرځولې ده، ډېر دلايل شته د مثال په توګه په اسلام کې د ښځې پر اوږو باندې هيڅ ډول مالي بار نشته او ټول مالي بارونه او مسؤليتونه د نارينه په اوږو بار دي. مخکې تر دې چې ښځه واده شي نو د

هغې ټولې اړتياوې لکه د اوسيدلو ځاى، خوراک، څښاک او جامې د هغې د پلار يا ورور پر غاړه وي او کله چې واده شي نو بيا دا ټول مسؤليتونه د هغې د مېړه يا ځوى پر غاړه شي. دا چې اسلام نارينه د ټولې کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو مسؤل ګرځولى دى نو له دې لپاره چې  نارينه وکولى شي دا مسؤليتونه ترسره کړي ځکه يې په ميراث کې برخه د ښځې په پرتله دوه چنده ګرځول شوې ده.

 راځئ چې يو عملي مثال وړاندې کړو:

فرض کړئ چې يو سړى مړ شو او يو لک او پنځوس زره افغانۍ ترې پاتې شوي. نوموړى شخص يو ځوي او يوه لور لري چې ځوي ته يې يو لک او لور ته يې پنځوس زره افغانۍ په ميراث رسيږي خو ځوي بايد د خپلې کورنۍ مالي مسؤليتونو ته هم اوږه ورکړي. تاسې داسې وګڼئ چې ځوی شا او خوا اتيا زره روپۍ د وخت په تېرېدو سره د خپلې کورنۍ لپاره لګوي خو لور يوه پيسه هم نه لګوي نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې څوک ډېر مال په ميراث وړي؛ لور چې پنځوس زره افغانۍ لري او که ځوی چې شل زره افغانۍ لري؟

د اسلام مقدس دين د نر او ښځې مساوات د انسانيت او بشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي، د ښځې او نر ترمنځ چې په ځینو حقونو او دندو کې فرق ورکړل شوي دی دا فرق د فطري اختلافاتو په نظر کې نيولو سره شوی دی چه دا اختلافات په قطعي توګه په ښځه او نر کې موجود وي، نر او ښځه په حقونو او دندو کې (په کوموکې چه د فطري اختلاف په وجه فرق لري) هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر او ښځی فطري جوړښت سره مساوي شي آيا د ښځی يا نر فطري جوړښت ته څوک تغير ورکولای شي؟ نه
 
قرآن کریم داسې فرمایي: لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا (٧)


ژباړه: شته نارينه ؤ لره (هم لوى وي که واړه) نصيب د دوى له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو او شته ښځو لره (هم لويې وي که وړې) نصيب (برخه) له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو له هغه (مبلغه) چې لږ وي له دې ماله او که ډير وي؛ نصيب (برخه) مقرر کړې شوې (له طرفه  د الله نه).

تفسير: د حضرت رسول اکرم (ص) له زمانې څخه پخوا دا رسم و چې لويو او وړو نجونو او نابالغو هلکانوته به يې مېراث نه ورکاوه، او يوازې هغو نارينه وو ته به ميراث رسېده او وارثان به ګڼل کېدل چې لويان او د دښمنانو د مقابلې او مقاتلې لياقت به يې درلود، چې په دې نسبت وړو يتيمانو ته له ميراث څخه هېڅ شى نه ورکاوه کېده، نو د دوى په نسبت دا آيت نازل شو، چې خلاصه يې داسې ده:

د مور او پلار او نورو خپلوانو له متروکه مال څخه نارينه وو يعنې زامنو لره اعم له دې چې وړوکى وي يا زلمى د دوى برخه رسيږي او ښځو لره يعنې لوڼو ته اعم له دې چې وړوکې وي يا پيغلې د مور او پلار او نورو خپلوانو له ترکې څخه د دوى برخې ورکولى کېږي او دا برخې ټاکلې شوي دي، هغه متروکه مال لږ وي که ډېر، د هغو ورکول ضروري دي.


په دې سره د جاهليت د بد رسم ابطال وشو او د يتيمانو او نورو د حقوقو حفاظت يې وفرمايه، او د دوى د حق تلفۍ مخه يې بېخي ونيوله.


-----------------------------------------
ګټوره مقاله: 

په غرب کي د ښځو د مالي حقوقو تاریخ

نېکمرغه مېرمن

 

 
د همدې برخي نور توکي