تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ويښتانو تويدل او درملنه!
 
  January 21, 2016
  0
لیکنه: ډاکټر عبدالولي اعتماد 
 
د سر ويښتان د ويښتانو د پياز يا فوليکول ( دويښتانو ريښو) په واسطه چي د پوستکي په لاندنۍ برخه کي شتون لري جوړيږي.

په عادي ډول له ۵  تر ۱۰ سلني پوري دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کي وي او د ۹۰  تر ۹۵ سلني پوري د فعالیت په حالت کي ژوند کوي. د وېښته هر پياز له ۲  تر ۳ مياشتو پوري د آرامتيا مرحله لري چي پدغه موده کي ويښتان ريژيږي او له دې مودې وروسته د دوهم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي . چي د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پوري وي البته لدي مودي وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلي په نوم شتون لري چي شاوخوا له دوو څخه تر دريو اونيو پوري دوام کوي او ويښتان د کار کوولو له مرحلي څخه د آرامتيا لوري ته ځي.

دا دوره په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ په عادي توګه د يو شمير ويښتانو د ريژيدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کي د ويښتانو د ريژيدلو دا شميره د ورځي له پنځوسو څخه تر سلو پوري وي چي د ويښتانو د مينځلو په وخت کي بيا دا شميره زياتيږي.

لاملونه:
 
د ويښتانو ريژيدل يو لړ لاملونه لري هغه لاملونه چي ډير عام دي په لاندي ډول بيانيږي:
 
۱- ارثي
۲- د ويني دا وسپني کمښت او د ميسو نشتوالی.
۳- د ځيني دواوو استعمال.
۴- ويښتان له اندازي څخه زيات کشول.
۵- سيبوريا يا له اندازي زيات د پوستکي او ويښتانو غوړوالی.
۶- سخت رواني تشويشونه.
۷- د ويښتانو ريژيدل په ځانګړي موسم کي.
۸- د ويښتانو ريژيدل دري مياشتي وروسته له پيدايښته
۹- د تبي ناروغۍ پرله پسې پيښیدل.
۱۰- د وریښتانو نه ساتنه.

د ويښتانو د ريژيدني درملنه په ځينو هغو درملو کول کوم چي په پيل کي د ويښتانو د لږ مهالي تبزي ريژيدني لامل ګرځي خو په پايله کي د هغو ويښتانو د زياتي ريژيدني څخه مخنيوي کوي کوم چي د آرامتيا په حالت کي وي او وروسته بيا دا په هغو ويښتانو بدليږي کوم چي د فعاليت او ودي په حالت کي وي.
 
البته د ويښتانو د ريژيدلو ځيني نور علتونه هم شتون لري چي هغه لږ پبښبدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل.

درملنه:
۱- د پورته علتونو اصلاح کول
۲- سپیرې مونوکسیدل ۲٪ او ۵٪ زنانه او مردانه د پاره
۳ – د پوستکي و متخصص ته مراجعه کول

په یاد ولری چي د درملني په شروع سره تر یوې میاشتي پورې ستاسي وېښتان رژیږي چي د تشویش وړ خبره نده.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته