څانګه: نکاح نيټه: January 21, 2016
       
د قربانۍ وخت

 د قربانۍ وخت


د قربانۍ د حلالو وخت د لوى اختر د لومړۍ ورځي څخه بيا د دريمي ورځي تر لمر لوېدو پوري دى . 

د ښار د هستوګنو او هم د هغو ځايونو د هستوګنو کوم چي هلته د اختر لمونځ ادا کيږي د قربانۍ وخت د اختر د لمانځه څخه وروسته دى ، دا کسان که د اختر تر لمانځه دمخه قرباني وکړي په قرباني کي نه شمېرل کيږي ، البته د صحرا خلک کوم چي د اختر لمونځ ورباندي نسته هغوى د اختر د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم قربانى حلالولاى سي .

د قربانۍ د حلالو د پاره د هغه ځاى وخت معتبر دى کوم چي هلته حلاليږي ، د ښار هستوګن که خپله قربانۍ صحرا ته وليږي نو وکيل يې د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم حلالولاى سي ، ځکه هلته د اختر لمونځ نه ادا کيږي .

د صحرا هستوګن که خپله قرباني ښار ته وليږي وکيل يې د اختر تر لمانځه دمخه نسي حلالولاى ځکه په ښار کي د اختر لمونځ ادا کيږي .که په يو وطن کي اختر يوه ورځ دمخه وي او هستوګن يې خپله قرباني داسي وطن ته وليږي ، چي هلته اختر يوه ورځ وروسته وي ، د همدې کس وکيل کولاى سي چي د اختر په دريمه ورځ يې قرباني حلاله کړي ، که څه هم دا ورځ د مُوَكِّلٌ په وطن کي د اختر څلورمه ورځ کيږي .

د قربانۍ حيوان

 په قربانى کي پسونه ، وزګړي ، غواوي او اوښان حلاليږي ، نر او ماده فرق پکښي نه لري ګاميښي د غوايو په جنس کي شمېرل کيږي .د پورتنيو حيوانانو څخه ماسيوا نور حيوانان په قرباني کۍ نه صحيح کيږي ، همدا ډول وحشي پسونه او غوايي هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .

پسه او وزګړى يو نفر قرباني کولاى سي ، په غوايي او اوښ کي تر اوو نفرو شريکان کېدلاى سي ، خو د هر يوه ونډه بايد تر اومي کمه نه وي .
 
غوا او اوښ تر اوو تنو کم کسان هم په برابر شراکت يا د ونډو په حساب حلالولاى سي ، د مثال په ډول دوه کسان کولاى سي چي اوښ حلال کړي نيم قيمت يې يو او نيم قيمت يې بل ورکړي ، داسي هم کولاى سي چي دوې برخي يې د يوه شريک او پنځه برخي يې د بل شريک وي .
 
 
--------------------------------
مخکنۍ ليکني:

 
 

مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه