تازه سرليکونه
د ادارې سره همکاري
  تعلیم الاسلام
  April 17, 2017
  0

 د ویب پاڼي څانګه

 

تعلیم الاسلام اداره یوه مشهوره، معتمده، خپلواکه، شخصي اسلامي اداره چي د تیرو نهو کلونو راهیسي فعالیت لري. مرکز یې په کندهار کي او نوري څانګي یې په هلمند، ارزګان، فراه، زابل، نیمروز او سپین بولدک ولسوالۍ کي شتون لري او نشرات يې په ژوندۍ بڼه په ټوله نړۍ کي اورېدل کیږي.
 
الحمدلله ډيري کورنۍ او ځوانان ددې راډیو په اورېدلو اصلاح سوي دي او خپل دیني تعلیمات ددغه لاري په ډيره اسانۍ سره تر لاسه کوي.
 
تعلیم الاسلام اداره مختلفي څانګي لري لکه: راډیو، دارالافتاء، ویب پاڼه، مجله، مدرسه او دارالاشاعة (د ګټورو کتابونو او رسالو د چاپ څانګه). او ان شاءالله په راتلونکي کي به یوه انلاین مدرسه هم فعاله سي.
 
تعلیم الاسلام اداره په علمي او مالي لحاظ د عامه مسلمانانو لخوا په لاندي ډول پر مخ ځي:
 
علماء کرام: اصلاحي بیانونه رالېږي، پر مهمو موضوعاتو مرکې کوي، ګټوري خپروني مخ ته بیايي، شرعي پوښتني جوابوي او نیکي مشورې راکوي.
 
طلباء: په علمي خپرونو کي ګډون کوي، عربي مقالې ژباړي، خپلي زده کړي تر نورو شاګردانو رسوي او د خپرونو په موادو برابرولو کي مرسته کوي.
 
محصلین او شاګردان: د عصري علومو د خپرونو په وړاندي کولو کي ګډون کوي، علمي مقالې او سالمي مشورې را استوي.
 
عام ځوانان او مشران: 
 
- د خپل پوهي او استعداد مطابق خپروني جوړوي او ددې لاري د امت په دیني او فکري روزنه کي مرسته کوي.
- د ویب پاڼي په مضامینو را لېږلو، نشرولو، د ویب پاڼي په طرحه او په ټولنیزو شبکو کي د ویب پاڼي معلومات خپرولو کي مرسته کوي....
- د ګټورو سافټ ويرو مرسته کوي. 
- نور مخلص ځوانان او پوهان ددې ادارې سره مرستي ته هڅوي.
- د خپرونو د موادو په جوړولو کي مرسته کوي.
- د راډیو  ښه نظرونو، دعاګانو او نورو ضروري کارونو کي همکاري کوي.
- شمتن مسلمانان مالي مرستو ته هڅوي.
 
تجاران: د خپلو شرکتو تجارتي اعلانات راکوي او ځیني تجاران د خپل وسع مطابق مالي مرسته (صدقات) رالېږي.
 
مسلماناني خوندي: راډیو اوري، مقالې رالېږي، د کور غړي د راډیو اورېدو ته هڅوي او سالم نظریات رالېږي.
 
محترمو مسلمانانو! تاسو ولیدل چي تعلیم الاسلام راډیو د عامه مسلمانانو مشترکه اسلامي اداره ده ، که غواړی تاسو هم ددې اسلامي ادارې سره د خپل وسع مطابق مرسته وکړی نو په لاندي ادرس تماس ونیسی:
 
ایمیل: [email protected]
شمېره: ۰۷۰۳۰۵۰۷۰۰
سکايپ: taleemulislamradio
 
د موضوع په اړه نور تفصیل دلته لوستلای سی: د خدمت ښه موقع
د اورېدونکو او کتونکو تاثرات: دلته لوستلای سی
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته