تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کریمنولوژي د اسلام له نظره
 
  January 25, 2016
  0

 کریمنولوژي د اسلام له نظره

لیکونکی: علي الله متوکل الرحمن/ تعلیم الاسلام راډیو
 
اسلام یو بشپړ او کامل دین دی؛ هغه دین چي له خپله ځان سره هر څه لري د انسان له زیږون څخه نیولي تر اخیري سیلګیو پوري يي د نړی د رازونو پټي دروازي ورته پرانیستلي. اسلام یو انسان محوري دین دی؛ چي د انسان فردي او اجتماعي ګټي يي ټولي په نظر کي نیولي.
 
مجرم، جرم او جرم پیژدني ته، علل او عواملو ته یي د نړی علماؤ او فلاسفه ؤ دوي پیړی وړاندي اهمیت ورکړی، مخکي یوازي د جرم شدت ته کتل کیدل. دا چي نن ټول جرم پوهان او کریمنلوګ پر دي معتقد دي چي د جرم تر ارتکاب د جرم علل او مخنیوی مهم دی نو اسلام هم څوارلس (۱۴) پیړی وړاندي خپل لارویان د جرم د مخنیوي پر لارو امر کړي. نن جرم پوهان د جرم علل او عوامل بیل بیل څیړي او د مختلیفو جرمونو لپاره مختلیفي د مخنیوي لاري لټوي خو اسلام په کُلي توګه د ټولو جرمونو وقایه او مخنیوی پر یوه ځای کوي او انسانانو ته داسي لار ښیي چي په عملي کولو سره یي د ټولو جرمونو ریښي او جړي له بيخه وځي؛ چي نیک اخلاق او تقوا ده چي په وسیله یي انسان د الله ﷻ او د الله له خوا د جوړ سوي قانون پابندي او استقامت حاصلوي. 
جرم په اسلامي شریعت کي د یوه عمل اجرا یا امتناع ته وایي. او یا هم د شارع لخوا د ایښودل سوي قانون ماتولو او له هغه نه تیري کولو ته وایي. جرم او ګناه د بنده لپاره هلاکت بلل سوی او د عبرت اخیستلو لپاره قران داسي بیان کوي: فَكُلًّا  اَخَذْنَا بِذَنۡۢبِہٖ ۚ فَمِنْہُمۡ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیۡہِ حَاصِبًا ۚ وَ مِنْہُمۡ مَّنْ اَخَذَتْہُ  الصَّیۡحَۃُ ۚ وَ مِنْہُمۡ مَّنْ خَسَفْنَا بِہِ الْاَرْضَ ۚ وَ مِنْہُمۡ مَّنْ  اَغْرَقْنَا ۚ وَمَا کَانَ اللہُ  لِیَظْلِمَہُمْ  وَلٰکِنۡ کَانُوۡۤا اَنۡفُسَہُمْ یَظْلِمُوۡنَ ﴿۴۰﴾  (سورة العنکبوت)
ترجمه:په پاي کښي موږ هر يو د هغه په ګناه سره ونيوى؛ بيا له هغو څخه په چا باندي موږ کاڼي اوروونکى باد وليږى، څوک يوي قوي چاودني ونيول، څوک مو په ځمکه کښي ننيستل او څوک مو غرق کړل. الله پر هغوى باندي ظلم کونکى نه ؤ، مگر هغوى پر خپل ځان ظلم کاوه.
خو بیرته الله ﷻ په قران کي د سورة النسا په ۱۷ او ۱۸ ایتونو کي د ګناهونو سه د پاکوالي او ځان ته د نیږدي کیدو لار داسي بیانوي: إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَـئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيماً حَكِيماً (17) وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَـئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَاباً أَلِيماً(18) ({ سورة: النساء)
ترجمه: بيشکه(قبلول د) توبې په الله (د وفا له مخي ضروري شي) دی دپاره دهغو کسانو چي کوي دوى بدعمل په ناپوهۍ سره (په دی حال چي په شان دناپوهانو وي) بیا توبه وباسي دوى په نژدي زمانه کښي(له مرګ نه مخکي) داسي خلکو ته بيا الله د خپلي مهربانى په نظر پاملرنه کوي. او الله له ټولو خبرو خبردار دى او د حکمت او پوهي څښتن دى. او نسته (وعده د قبول د) توبې لپاره دهغه کسانوچي کوي دوى ګناهونه ترهغه پوري چي راحاضر سي يو د دوى ته (اسباب د) مرګ نو وايي چي بې شکه ما توبه وايسته اوس او نسته ( قبلېدل د توبي) د پاره دهغه کسانو چي دوى مړه شي حال دا چي دوى کافران وي، دغه کسان (چي د کفر په حالت کښي مري) تیار کړی دى مونږ دوى ته دردناک عذاب.
 
ننني جرم پوهان کچیري د یو جرم تر پیښیدو مخکي د هغه عوامل څیړي نو دلته د جرم پیښیدل یو وهم دی مثلاً فقر د جرم یو عامل کیدای سي خو پر هر فقیر د مجرم ګمان کول یو وهم دی او کچیري تر جرم وروسته د هغه عوامل څیړي یا د مجرم اصلاح کوي نو دي و خت کي خو اوبه تر سر اوښتي. ځکه فرد او ټولنه باید مخکي د اصلاح و یو داسي چوکاټ ته ولویږي چي د جرم د  ارتکاب خیال هم نه سي پیدا او یا هم هر هغه شی چي د جرم د ارتکاب سبب ګرځي بیخي له یو مخي بندیز پر و لګوي او تر جرم اجرا کیدو وروسته پر هغه عواملو چي له کبله یی څو ځله جرم را منځ ته سوی څیړنه کول د وخت ضایع ده مثلاً د نړی اکثریت جرم پوهان شراب د جرم یو علل بولي خو د نړی په ډیرو هیوادونو کي يي د جوړوني کار خاني شتون لري نو ځکه اسلام یو داسي نظام دی چي په کوم څه کي هم زیان وویني بس ورباندي پابندي لګوي.
 
اسلام د هر څه په نظر کي نیولو سره انسان په اخلاقو او تقوا امر کړی ځکه د بندګانو سه کیدونکي جرمونه د فقر، ثروت او خواهشاتو له وجه کیږي او اسلام ددي لپاره وقایوي حالت ښودلی که چیري شخص په نیکو اخلاقو سمبال او تقوا پسوللی وي نو به پر فقر صبر کوي، ثروت به د الله ﷻ پیرزوینه او امانت ګڼي تر څو پر بدو ځني ولاړ نه سي او د خواهشاتو به ځني متنفره وي.نبي ﷺ د اخلاقو په هکله فرمايي: اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ  بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ  (ابوداود) 
 
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه د پرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه ذياته درجه حاصیلوی شی . او بیا فرمایي: 
مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبدِالمُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).
دقيامت په ورځ به دمؤمن بنده دپاره بل هيڅ  يوعمل بغير له  ښواخلاقو نه ذيات وزمين نه وی ، الله تعالی بيهوده خبری کونکی اوبی حياء خبری کونکی بد ګڼی .
د تقوا په رب العالمین ﷻ فرمایي: یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ  اِنَّا خَلَقْنٰكُمۡ  مِّنۡ ذَکَرٍ وَّ اُنۡثٰی وَ جَعَلْنٰكُمْ شُعُوۡبًا وَّ قَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوۡا ؕ اِنَّ  اَكْرَمَكُمْ عِنۡدَ اللہِ اَتْقٰكُمْ ؕ
 (ای خلکو! تاسو می له یوه سړی او له یوه زنانه نه پیداکړی یاستی بیا می په ډلو او په قبیلو وویشلی چی ترڅو یوبل وپیژنی مګر د خدای په نزد هغه څوک غوره دی چی تقواداره وی )
سربیره پر دي د شارع لخوا ورته یو علیحده چوکاټ بل هم جوړ سوی او د بنده خاص پام یي ځانته را اړولی.
۱:- نیک اخلاق او تقوا: د نیکو اخلاقو او د تقوا په لرلو سره د جرم له ارتکاب نه بچ کیدل.
 
۲:- د جنت او نعمتونو یاد: قران او نبوي حدیثو کي ښودل سوي که چیري څوک ترک د ګناهونو او جرمونو وکړي او خپل سر او کار له نیکو اعمالو سره کړي نو به جنت او نعمتونه ورکړل سي. اِنَّ  الَّذِیۡنَ  اٰمَنُوۡا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ اُولٰٓئِکَ ہُمْ خَیۡرُ الْبَرِیَّۃِ ؕ﴿۷﴾  جَزَآؤُہُمْ عِنۡدَ  رَبِّہِمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیۡ مِنۡ تَحْتِہَا الْاَنْہٰرُ خٰلِدِیۡنَ فِیۡہَاۤ  اَبَدًا ؕ رَضِیَ اللہُ  عَنْہُمْ وَ رَضُوۡا عَنْہُ ؕ ذٰلِکَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّہٗ ﴿۸﴾ سورة البینه 
ترجمه: کوم خلکو چي ایمان راوړی او ښه عملونه یي کړي دي، هغوی په رښتیا سره تر ټولو خلکو ډیر غوره دي. د هغو بدله د هغو د رب په وړاندي په همیشنیو جنتونو کښي اوسیدل دي، د هغو (جنتونو) لاندي به ویالي بهیږي، په هغو کښي به د تل لپاره ژوند کوي. الله تعالی له هغو څخه راضي شوی او هغوی له الله څخه راضي شوي دي. دا ټول د هغه چا لپاره دي چي د خپل رب څخه يي ویره کړي وي.
 
۳:- د ګناه او جرم بدي: په مبارک دین کي د ګناه پر هر راز تاوان باندي بحث سوی هغه که فردي وي، که اجتماعي، اقتصادي او که اخروي، که چیري مجرم د جرم په وخت کښي له دي تاوانونو نه ورتیر سي او د اوږو بار یي کړي نو الله ﷻ د خوف او ویري د منظر یادونه ورته کړي.  اِنَّ الَّذِیۡنَ یَكْتُمُوۡنَ مَاۤ اَنۡزَلَ اللہُ مِنَ الْکِتٰبِ وَیَشْتَرُوۡنَ بِہٖ ثَمَنًا قَلِیۡلًا  ۙ اُولٰٓئِکَ مَا یَاۡكُلُوۡنَ فِیۡ بُطُوۡنِہِمْ  اِلَّا النَّارَ وَلَا یُکَلِّمُہُمُ اللہُ یَوْمَ الْقِیٰمَۃِ وَلَا یُزَکِّیۡہِمْ ۚۖ وَلَہُمْ عَذَابٌ اَلِیۡمٌ ﴿۱۷۴﴾ سورة البقره 
ترجمه: حقه داده څوک چي هغه حکمونه پټوي چي الله په خپل کتاب کښي نازل کړيدي او په لږ غوندي دنیوي ګټو یي له لاسه ورکوي، هغوی په اصل کښي خپلي ګيډي له اوره ډکوي، د قیامت په ورځ به الله هیڅکله له دوی سره خبري و نه کړي او نه به یي تزکیه کړي، او د هغو لپاره دردوونکی عذاب دی.
۴:- د دنیا شرمیندګي: د جرم ارتکاب او د مجرم سروا کیدل هغه څه دي چي انسان له شرمیندګی سره مخ کوي، غرور یي ور ماته وي او لویي پښیمانی ته یي اړباسي.
 
۵:- له دوږخه بیره: چیري چي انسان د خپل رب ﷻ په وړاندي دومره دلاوره سي چي له نعمتونو او دونیوي شرمیندګی نه هو تیر او د خالق ﷻ قانون مات کړي نو بیا قهار رب ﷻخپل د تیار سوو عذابونو رنګ ورښیی او فرمايي: 
ترجمه: خو که تاسي دا کار و نه کړ او یقیني ده چي هیڅ کله به یي و نه سی کړای، نو له هغه اوره څخه وویریږئ چي خس خاشاک به یي انسانان او کاڼي وي، چي د حق د منکرانو له پاره تیار کړای شوي دي. سورة البقره ۲۴
په ټول دین کښي چي هر ځای د جرم یادونه سوي ور سره جوخت د دوږخ، عذاب، اور او ذلت یادونه هم سوي ده او انسان یي د جرم تر مرتکب کیدو مخکي بیرولی او د سختي ورځي یو تصویر یي ورته وړاندي کړی.
۶:- دنیوي سزا: دا هغه حالت دی چیري چي د مجرم سترګي پر نعمتونو ړندي سي، د ګناه و تاوانو ته ټټر وټکوي، د اخیرت له عذابه و نه ویریږي او د جرم په ارتکاب لاس پوري کړي نو به ورته دنیا کښي قصاص، حد، دیت او نوري سزاګاني ورکول سي تر څو له جرمه لاس واخلي او پر چاپیره یي نور بنده ګان هم د ځان لپاره دده سزا سبق کړي.
دا ټول هغه څه دي چي په نظر کي نیولو سره یي په کُلي توګه د جرم مخنیوی کیږي ځکه اسلام همیشه د فرد او ټولني د هوسایني او پرمختګ درس راکوي له هره اړخه موږ د ټولني  چوپړ و طرف ته مایلوي او طبعي خبره ده چي نړی کامیابه فرد او ټولنه به هغه وي چي له جرمه ساتل سوي وي او د الله ﷻاو جایز قانون احترام یي ساتلی وي او هیڅکله یي د ماتیدو کوښښ نه وي کړی ځکه الله ﷻ بنده په خپل، د رسول ﷺ او د امر په اطاعت امر کړی او  فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ ۵۹ سورة النسا 
ترجمه: اي مؤمنانو! د الله، رسول او هغو کسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي.
 
دا چي زموږ رب ﷻ راته د هدایت لپاره عظیم قران راکړی او د خوږ نبي ﷺ په رکړه یي نازولي یوو نو دا به بیخي لیري وي چي یو د حق د لاري پلوی او ريښتین مسلمان دي د جرم مرتکب سي خو دا چي لټي مو عادت ګرځیدلي او شیطان مو د جرم کولو او ګناه لویه عهده په غاړه اخیستي نو به خود له عاجز انسان څخه خطا او ګناه کیږي خو بنده لره دا مهمه ده چي پر توبه او استغفار همیشه توب وکړي او د لوی رب ﷻ له درباره د امید اړیکي پري نه کړي او خپل امید قایم او دایم و ساتي. نور نو الله ﷻ غفور او رحیم دی.
 
خو په اسلام کي ورته  په هر حالت کي جرم او تیری ویل سوی. دا چي شارع یو عمل د جرم او ګناه په توګه راته معرفي کوي نو ورسره مخنیوی او حل لاره او د پایلي په توګه عذاب هم راته راښيي. په اول قدم کي داچي له زنا نه مخنیوی څنګه کيږي نو د شارع و وقایي ته متوجه سی:
 
الف: له مېرمنو او او لادونوسره ګډ ژوند کول دانسان يوه فطري او طبعي غوښتنه ده او دهغې د پوره کولو لپاره روا لارې چارې لټول پکار دي چې زموږ په دين کې په بشپړه توګه بيان شوې دي او په هغو باندې ډېر ټينګار شوی دی لکه چې په حديث کې راځي
قال عبدالله كنا مع النبي صلى الله عليه وسلم شبابا لانجد شيئا فقال لنا رسول الله صلی الله غلیه وسلم يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء. البخاری /رقم حدیث ۵۰۶۵
ژباړه : عبدالله رضي الله عنه وايي : موږ ځوانانو د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کې څه نه درلودل چې ودونه مو پرې کړي وی نو رسول الله راته وويل : ای  ځوانانو له تاسونه چې څوک د واده توان لري نو نکاح د ې وکړي ځکه نکاح له حرامو څخه د سترګو ډېره ژغورونکې او شرمګاه ډېره ساتونکې لارده او څوک چې د واده توان نه لري هغه دې  روژې ونيسي ځکه روژه دهغه لپاره د شهوت له منځه وړلو لار ده .
 
ب: د زنا د ګناه او جرم سه د خلاسون لپاره الله ﷻ بله تر ټولو ښه نخسه بیانوي: اِنَّ الصَّلٰوۃَ  تَنْہٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ  وَالْمُنۡکَرِ ؕ وَلَذِكْرُ اللہِ اَكْبَرُ ؕ وَاللہُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوۡنَ ﴿۴۵﴾  سورة العنکبوت 
ترجمه: په باوري ډول لمونځ له بدلمنی او له ناوړو چارو څخه منع کوي.
او کچیري پر فرد شیطان او نفس زیاته غلبه وکړه نو بیه ورته په دوهم قدم کي سزا سته؛ هغه عذاب چي اخرت کي ورکول کیږي هغه بیل خو دنیا کي ورته هم عذاب سته چي قران یي داسي بیانوي: اَلزَّانِیَۃُ وَ الزَّانِیۡ فَاجْلِدُوۡا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْہُمَا مِائَۃَ جَلْدَۃٍ ۪ وَّ لَا تَاۡخُذْكُمۡ بِہِمَا رَاۡفَۃٌ  فِیۡ  دِیۡنِ اللہِ  اِنۡ كُنۡتُمْ تُؤْمِنُوۡنَ بِاللہِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ ۚ وَ لْیَشْہَدْ عَذَابَہُمَا طَآئِفَۃٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِیۡنَ ﴿۲﴾ سورة النور ترجمه: زناکاره ښځه او زناکار سړی، له دواړو څخه هر یو سل دُوری ووهی. او پر دوی باندي د زړه سوي احساس دي د الله د دین په باب په تاسي کي نه پاریږي که تاسي پر الله تعالی او د اخرت په ورځ باندي ایمان لرئ. همدا راز هغو ته د سزا ورکولو په وخت کښي دي د مؤمنانو یوه ډله موجوده وي.
 
نو له پورته څخه د اسلام صدق او ریښتنولي ښکاري چي یو ځل یي د ګناه نه کولو لاره روښانه کړه، وقایه او مخنیوی یي را ته وښود، وروسته یي راته عذاب وښود او مرتکب ته یي سزا هم ورکړه او په سزا کښي یي دا هم راته ذکر کړه چي باید یو طایفه او ډله د مؤمنینو حاضره وي تر څو د جرم له کرغیړني پدیدي نه ابدي لاس په سر سي نو ځکه یي دا هر څه علني امر کړل. او د اسلام له زاویي که د جرم د مرتکب و سزا ته وګورو نو په رښتیا سره دا سزا عمومي او خصوصي فایدي لري:
الف: خصوصي فایده: فرد د مجازاتو په لیدلو سره او د خلکو په وړاندي د شرمندګی او رسوايي له ویري بل ځل و جرم کولو نه زړه نه ښه کوي.
ب: عمومي فایده: ټولنه د مرتکب د جزا په لیدلو سره د ځان لپاره دا مجازات نه خوښوي؛ چي دا د جرم د مخنیوي یو لوی علل کیدای سي، نو به د مجرم د اصلاح سره سم د ټولني اصلاح هم سوي وي.
خو ډیر ځلي بیا داسي داسي څه پیښیږي چي په ظاهره جرم ښکاري خو د الله ﷻ په وړاندي هغه جرم نه وي ځکه الله ﷻ و خپل بنده ته د اسانی او مصلحت لار ایستلي وي او موږ په هغه څه نه نیسي چي هغه تر انساني توان او طاقت لوړ وي لکه چي فرمایي: لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ۲۸۶ سورة البقره
چي د ځني هغه کارونو بیلګي چي موږ لره په کي اسانتیا راکول سوي، په ماخوذه کیږو نه او راته د رخصت اجازه سته ستاسي په وړاندي به یي کښیږدو:
 
الف: کچیري د شخص زړه د کفر و طرف ته مایل نه وي او د کفر الفاظ د اضطرار به حالت کي ووایي نو مسوول نه دی. دلته دا شخص مُکره دی نو ځکه مجرم نه دی که څه هم د جرم مرتکب دی او الله ﷻ یي حالت داسي بیانوي: مَنۡ کَفَرَ بِاللہِ مِنۡۢ بَعْدِ اِیۡمَانِہٖۤ  اِلَّا مَنْ اُكْرِہَ  وَ قَلْبُہٗ  مُطْمَئِنٌّۢ  بِالۡاِیۡمَانِ وَ لٰکِنۡ مَّنۡ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیۡہِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللہِ ۚ وَلَہُمْ عَذَابٌ عَظِیۡمٌ ﴿۱۰۶﴾  
ترجمه:  څوک چي له ایمان راوړلو وروسته کافر شي (هغه که) مجبور کړای شوي وي او زړه یي پر ایمان ډاډه وي (نو بیا خو خیر دی). خو چا چي په خوښی سره کفر ومانه، پر هغه د الله غضب دی او د ټولو دغسي خلکو لپاره ستر عذاب دی.
ب: د ویده، ماشوم او مجنون (لیوني) د ګناه او جرم د ارتکاب په وخت کي مجرم نه ګڼل کیږي.
د ویده حالت د نیم مرګ دی، ماشوم تمیز نه لري او مجنون د سالم عقل لرونکی نه دی نو ځکه تر هغه پوري مجرم نه ګڼل کیږي تر څو چي ویده را بیدار نه سي، ماشوم بلوغ ته و نه رسیږي او مجنون عاقل نه سي. دي کښي د الله ﷻ لویه مهرباني ده که نه نو اوس به مو د ګناه لوی لوی پیټي په شا وای.
ج: درواغ ویل د هغو ګناهونو څخه دي چي د شارع له خوا ورباندي د نهی فرمان صادر سوی. خو د صلحي په وخت کي که فرد درواغ ووایي د لوی رب ﷻ لخوا په ګناه نه نیول کیږي.
د: داچي الله ﷻ د مړي غوښه حرامه ګرځولي تر شا یي ډیر رازونه پراته دي او طب نن د رازونو د راسپړلو و دي نقطي ته رسیدلی. خو د مرګ څخه د خلاصون په خاطر د شارع لخوا ورته رخصت ویل سوی او فرمایي: ﴾ اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیۡكُمُ الْمَیۡتَۃَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنۡزِیۡرِ وَمَاۤ  اُہِلَّ بِہٖ لِغَیۡرِ اللہِ ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَیۡرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیۡہِ ؕ اِنَّ اللہَ غَفُوۡرٌ رَّحِیۡمٌ ﴿۱۷۳﴾  سورة البقره ترجمه: دالله له لوري که پر تاسي څه بندیز لګول سویدی، نو هغه دا دی چي مرداره مه خورئ، د ویني او د خوګ د غوښي له خوړلو څخه ډډه وکړی او داسي کوم شی مه خوری چي پر هغه له الله پرته د بل چا نوم اخیستل شوی وي. هو که څوک د اړتیا په حالت کښي وي او له دغو شیانو څخه څه شی بي له دي چي د الهي حکم ماتولو اراده ولري یا له حده تیری وکړي، وخورئ؛ نو پر هغه څه وبال نشته، الله بښونکی او رحم کونکی دی.
 
د کریمنولوژی ددي ځوان علم تصویر مو تقریباً په مکمل شکل د اسلام په قالب کي ستاسي په وړاندي کښیښود. او و دي نتیجي ته ورسیدو؛ که و هري ګناه ته وکتل سي نو به دا څو خبري په کښي د قراني ایتونو او حدیثو په رڼا کي ولیدل سي:
 

الف: د جرم علل او عوامل

 

ب: د جرم پیژندنه او ماهیت

 

ج: د جرم د ارتکاب څخه مخنیوی

 

د: د جرم د مرتکب اصلاح

 
پورته ذکر سوي شیان هغه څه دي چي د کریمنولوژي تعریف خو لاڅه چي د کریمنولوژی ټول علم پر ولاړ دی او له دوو پیړیو څخه یي کریمنولوګ پر مدار راڅرخي او د هوسایني او جرم له منځه وړني لپاره یي خپلي هڅي جاري ساتلي او د خپلي ټولي پوهي ځني یي کار اخیستی. که څه هم تر زیاته په خپله هڅه کي کامیابه سوي خو لوړو اهدافو او خپلو منځنو کي د اتفاق و نقطي ته نه دي رسیدلي بلکي د یوه جرم لپاره بیلا بیلو علماؤ بیلا بیل عوامل ذکر کړي او بیلا بیلي و قایوي او د مخنیوي لاري یي موندلي خو تر اوسه د اسلام غوندي د اتفاق نقطه یي نه ده موندلي چي ټول علماء او جرم پوهان د یوه جرم لپاره پر یوه یا څو عواملو متفق سي خو اسلام کښي د شارع له لوري هر څه په ښکلي، منلي او خوندور انداز بیان سوي. الحمدالله
 

سرته