څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: August 9, 2016
       
د توکل عملي بېلګې

 

لـيــکــونــکــى : عبيدالله «غار»

د توکل عملي بېلګې

د هغه امورو له ډلي چي په الله جل جلاله باندې په توکل کولو کې تېزي راولي او د زړه علاقه يې ورسره ډېرېږي، يو هم د صالحو متوکلينو د قصو اورېدل او لوستل دي، کوم چې الله جل جلاله د دوی د توکل په سبب په هغوی باندې خپل نعمتونه په ارزانه او آسانه توګه لورولي وو.

لومړی مطلب:-  دحضرت ابراهيم علیه السلام او د هغه د يارانو توکل:

الله جل جلاله د حضرت ابراهيم علیه السلام  د هغو يارانو په هکله کومو چې د حضرت ابراهيم علیه السلام  په دين باندې اېمان راوړی و او په خپلو افعالو او اقوالو سره يې د خپل بت پرست او جاهل قوم څخه بېزاري اعلان کړې وه فرمايې :(رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ) (4)سورة الممتحنة.

ژباړه : اې زموږ ربه ! موږ خاص په تا توکل کړی او موږ خاص تاته رجوع کړېده او يوازې تاته به په آخرت کې د جزا له پاره راګرځو.

د دې څخه د حضرت ابراهيم علیه السلام  او د هغه د يارانو هدف همدا ؤ چې ای ربه ! موږ په خپلو ټولو کارونو کې په تا توکل کړی او په تا مو سپارلي دي، له همدې امله الله جل جلاله د يوې عالي قدوې اوسرمشق په څېر هغوی موږ ته راوپيژندل، لکه چې فرمايي : 
(قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ ) (4)سورة الممتحنة
 
ژباړه : په تحقيق سره تاسو لره سته اې مومنانو په قول او فعل کې ښه طريقه ،د ابرهيم او دهغه د يارانو فعل او قول.( کابلی تفسير).

حضرت ابراهيم علیه السلام او د هغه يارانو په داسې حال کې چې په خپله يې هم د اسبابو او د وسايلو په کارولو سره هڅه او کوښښ کاوه خپل ځانونه او کارونه يې الله جل جلاله ته سپارلي ؤ او د رحمن ذات د رضا او خوشحالي په خاطر يوه لحظه هم له توکل څخه نه بېلېدل .

دويم مطلب : د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د يارانو توکل :
د حضرت محمد ص د يارانو حال د احد په غزا کې الله جل جلاله داسې بيانوي :
 
( الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (۱۷۳) سورة آل عمران

ژباړه : هغه کسان دي ، چې دوی ته خلکو وويل : تاسې ووېرېږی ځکه د مکې خلک مو جګړې ته راټول شوي دي او زيات سامان يې هم د جګړې له پاره راټول کړی دی ، دې خبرو د دوی يقين او اېمان نور هم زيات کړ او ويې ويل : موږ لره الله جل جلاله کافي دی او الله جل جلاله تر ټولو ښه وکيل (کارجوړونکی ) دی.

په همدې اړه حضرت ابن عباس رضي الله عنه  فرمايې چې کله حضرت ابراهيم علیه السلام  اور ته وغورځول سو، نو هغه  علیه السلام  وفرمايل : چې - حسبنا الله ونعم الوکيل - همدا راز کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  او يارانو ته يې وويل سول چې مشرکين په خورا ګڼ شمېر سره ستاسې مقابلې ته راوتلي نو هغه  صلی الله علیه وسلم  هم ورته همدا آيت شريف تلاوت کړ.

په همدې اساس توکل د هغې ورځې لپاره ډاډمنه توښه او وسله ده، چې اېمان او نېکي په کې د نورو له خو ا د ګڼ شمېر دښمنانو په شتون وېرول کيږي او يا هم تر ټولو د کلک او متين هوډ لرونکي مسلمانان له سره اور څخه پکې وېرول کېږي .

دريم مطلب : د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  توکل د تورې د څښتن په وړاندې :
حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  د متوکلينو سردار او سالار دی، هغه  صلی الله علیه وسلم  يوه ورځ د خپلو اصحابو کرامو سره په يوه دښته واړول، پيغمبر صلی الله علیه وسلم  خپله توره په ونه کې را وځړوله، خلک سره تيت پرک سول او ځانونو ته يې د ونو سيوري لټول ، دوی هغه مهال ناڅاپه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  غږ واورېد ، د دوی ټولو اندامونه په لړزه راغلل ، دوی ژر ځانونه د حضرت پيغمبر څنګ ته راورسول ، ويې ليدل چې يو کس هلته ولاړ دی او يوه توره په ځمکه پرته ده، رسول الله دوی ته وفرمايل :

(إِنَّ رَجُلاً أَتَانِى وَأَنَا نَائِمٌ فَأَخَذَ السَّيْفَ فَاسْتَيْقَظْتُ وَهُوَ قَائِمٌ عَلَى رَأْسِى فَلَمْ أَشْعُرْ إِلاَّ وَالسَّيْفُ صَلْتًا فِى يَدِهِ فَقَالَ لِى مَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّى قَالَ قُلْتُ اللَّهُ. ثُمَّ قَالَ فِى الثَّانِيَةِ مَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّى قَالَ قُلْتُ اللَّهُ . قَالَ فَشَامَ السَّيْفَ فَهَا هُوَ ذَا جَالِسٌ). صحيح مسلم  باب   فضل نسب النبي - صلى الله عليه وسلم -

ژباړه : په داسې حال کې چې زه ويده وم يوکس زما لوري ته راغی ، توره يې راواخيسته ،دا مهال زه را بېدار سوم ومې ليدل چې هغه مې په سر پورې ولاړ دی هغه په ډېره تيزى سره توره له تېکي څخه را بهر کړه او ويې وويل : څوک به اوس ستا څخه د فاع وکړي ؟ 

ما وويل : الله جل جلاله 

هغه په دويم ځل را څخه وپوښتل :

څوک به دې دفاع وکړي ؟

ما ورته وويل : الله جل جلاله 

له دې سره يې توره په تېکي کې کېښود ه او کښېناست.

د پورته حديث شريف څخه په څرګند ډول دا خبره را جوتېږي چې مؤمن مسلمان بايد تل او هر ځای په خپل مالک او خالق باندې تکيه او توکل وکړي او له هغه پرته په خپل ځان يا بل څه باندې اعتماد ونه لري ځکه چې الله جل جلاله تر ټولو غوره ساتونکی دی، په الله جل جلاله باندې توکل هم له کفر او هم له مرګ څخه، چې دواړه مهلک شيان دي انسان ساتي.

څلورم مطلب : په غار کې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  توکل :
امام بخاري رحمة الله علیه  د حضرت پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  او حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه  قصه د ثور په غار کې رانقل کړې او فرمايې :

(عَنْ أَبِي بَكْرٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قُلْتُ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَأَنَا فِي الْغَارِ لَوْ أَنَّ أَحَدَهُمْ نَظَرَ تَحْتَ قَدَمَيْهِ لأَبْصَرَنَا فَقَالَ مَا ظَنُّكَ يَا أَبَا بَكْرٍ بِاثْنَيْنِ اللَّهُ ثَالِثُهُمَا). صحيح البخاري : کتاب فضائل النبي صلى الله عليه وسلم

ژباړه : حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  فرمايې، موږ په غار کې ؤ، چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وويل : که دوی د خپلو پښو لاندې ځای ته وګوري، دوی به هرو مرو موږ وويني، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل : ای ابوبکره! ستا څه فکر دی د هغه دوو په اړه چې الله جل جلاله يې دريم دی. 

دا حديث شريف هم د توکل د ريښتينو نمونو څخه يوه په زړه پورې نمونه ده، چې په يوازيتوب، سختي او د نا ورينونو پر مهال الله جل جلاله ته د خپلو امورو د سپارلو سپارښتنه کوي او دا بيا هغه مهال خورا اړين سي، کله چې اسباب شتون ونه لري.

له حضرت ابن عباس رضي الله عنه  څخه نقل او روايت دی چې د يمن اوسېدونکي به حج ته د کومې توښې له برابرولو پرته راتلل او دوی به ويل : چې موږ په الله جل جلاله باندې توکل کړی دی، خو چې کله به مکې معظمې ته راورسېدل هلته به يې بيا له خلکو څخه د خواړو سوال کاوه، په همدې سبب الله جل جلاله دا آيت شريف رانازل کړ : ( وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ) (197)سورة البقرة

ژباړه : او توښه واخلی له ځان سره، بې شکه چې تر ټولو ښه توښه پرهېزګاري ده، او له ما (الله جل جلاله )څخه ووېرېږى اې د عقل خاوندانو.

بې له شکه د اسبابو د نشتوالي په صورت کې په الله جل جلاله باندې د تکيې او توکل پرته بله لاره بنده ته په لاس نه ورځي، نو په همدې اساس با يد په داسې مهال تر ټولو زيات او ټينګ اعتماد په خپل پروردګار باندې وکړي.

پنځم مطلب : ښځه او له غوښو ډک تنور :
امام احمد رحمة الله علیه  په خپل سند سره له حضرت ابو هريره رضي الله عنه  څخه يو روايت نقل کوي چې فرمايې : يوه ښځه او د هغې مېړه وو چې دوى د خوراک لپاره څه نه شواى پيدا کولى، يو ځل يې مېړه له سفر څخه کورته راستون سو، هغه چې ستړيا او لوږې پسې اخيستی وو، خپلې ښځې ته يې وويل : آيا د خوراک لپاره څه سته چې يې وخورم ؟ 
ښځې يې ورته وويل: هو! 
زيرى مې درباندې مونږ ته الله جل جلاله روزي راليږلې، هغې دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د خوراک لپاره يې په کور کې څه نه درلودل، خو هغه څه چې يې درلودل هغه يوازې الله جل جلاله ته هيله او په هغه باندې توکل وو.
 
په خاوند باندې يې لوږه زوروه سوه، تر دې چې خپلې ښځې ته يې وويل : چې ژر کوه ډوډۍ راته راوړه، ښځې ورته وويل : صبر کوه اوس تنور تياريږي، دا  چې سړي سکوت وکړ ښځې غوښتل چې څه ورته ووايي خو له ځانه سره يې وويل :
راځه يو ځل خو تنور وګوره په همدې اراده د تنور خواته ورغله، د تنور سر پوښ يې چې بېرته کړ، که ګوري چې په دېګونو کې د پسونو پښتۍ او ورانونه جوش کېږي او د ژرندې پل (تيږه) يې تاويږي او اوړه راباسي، دې د ژرندې تيږه ودروله اوړه يې ترې راټول کړل او له تنور څخه يې هم غوښې رابهر کړې، حضرت ابو هريره رضي الله عنه  د حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم  په ژبه فرمايي: چې قسم په هغه ذات چې د ابوالقاسم روح يې په لاس کې دی چې : 
( لو أخذت ما في رحييها ولم تنفضها لطحنتها إلى يوم القيامة). مسنداحمدحنبل : مسند المکثرين من الصحابة

ژباړه: که يې هغه څه، چې يې په ژرنده کې وو راټول کړي وای او ژرنده يې درولې نه وای، دقيامت تر ورځې پورې به دې ژرندې اوړه کول او څرخېده به.

دغه راز امام احمد رحمة الله علیه  يوه بله خورا په زړه پورې قصه د هغې ښځې په اړه رانقل کړې کومه چې د مسلمانانو مجاهدينو له يوې ډلې سره جهاد ته وتلې وه او په کور کې يې دولس وزې او يوه د اوبدلو وسيله پرېښې وه، کله چې له جهاد څخه راستنه شوه، ويې ليدل، چې د اوبدلو وسيله او يوه وزه يې ورکه شوېده.

 دې ښځې وويل :ای الله جل جلاله ! تا خو د هغه چا ضمانت کړی، چې ستا په لاره کې ووزي، څو يې له کارونو او مالونو څخه ساتنه وکړې، زما له رمې څخه يوه وزه او د اوبدلو وسيله ورکه شوې، ای پروردګاره ! زه يې له تا څخه غواړم .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلو اصحابو کرامو ته د دې ښځې د توکل مقدار او مېزان تشرېح کړ او د هغې ښځې د توکل لوړ مقام يې دهغې له دې جملې څه ورته بيان کړ چې :

(يا رب إنك قد ضمنت لمن خرج في سبيلك أن تحفظ عليه وإني قد فقدت عنزا من غنمي وصيصيتي وإني أنشدك عنزي وصيصيتي). مسند احمدبن حنبل : مسندالکوفيين

ژباړه : ای پروردګاره ! تاخو بې له شکه د هغه کسانو د اموالو او اموراتو د ساتنې وعده او ضمانت کړی کوم چې ستا په لاره کې وزي او زما يوه وزه او د اوبدلو وسيله ورکه شوې اې الله جل جلاله ! زه يې له تا څخه بېرته غواړم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلو اصحابو ته وفرمايل : چې الله جل جلاله په هماغه سبا ورته خپل ورک مالونه را پيدا کړل او نه يوازې دا چې ورته را پيدا يې کړل بلکه دوه چنده يې کړل او هغه ځکه چې دا ښځه په خپل توکل کې خورا ريښتينې وه .

شپږم مطلب: د حضرت عمر رضي الله عنه او خالد بن وليد رضي الله عنه د توکل بيلګې:
د احاديثو کتابونو دغه دوه قيصې ذکر کړې دي چې ځينې خلک يې په اړه له مشکلاتو او پوښتنو سره مخامخ سويدي.

 لومړی له يوه مجذوم سره د حضرت عمر رضي الله عنه  په يوه کاسه خوراک کول او هغه هم د نبي علیه السلام  د  دې مبارک حديث شريف په استناد او پيروي سره :
(عن جابر بن عبد الله : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم أخذ بيد مجذوم فأدخله معه في القصعة ثم قال كل بسم الله ثقة بالله وتوكلا عليه). سنن الترمذي : باب الاطعمة

ژباړه : حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه  روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو مجذوم کس له لاسه ونيو او په يوه کاسه يې د ډوډی خوړلو له پاره ورسره کېښناوه حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : د الله  جل جلاله په نامه يې وخوره، تکيه او پنا الله  جل جلاله ته ده او په همده  جل جلاله باندې توکل دى.

دغه راز د خالد بن وليد مشهوره قصه، چې هغه زهر وخوړل، داسې چې د هغه لښکر د حيرة په سيمه کې د بني المرازبة په قبيله واړول، ددې قبيلې خلګو هغه ته وويل:

 (احذر السم لا يسقيكه الأعاجم فقال : ائتوني به فأتي به فأخذه بيده ثم اقتحمه وقال : بسم الله فلم يضره شيئا).مسند ابي يعلي : احمد بن علي المثنى ابو يعلي الموصلي التميمي

ژباړه : تاسې له زهرو څخه ځان وساتى، هسې نه، چې دا عجم يې درباندې وڅښي. حضرت خالد بن وليد ورته وويل : ماته زهر راوړی، زهر يې ورته راوړل هغه بسم الله وويل او زهر يې و څښل، هغه ته يې هېڅ  ضرر هم ونه رساوه. 

له دې قصو څخه څه مفاد لاسته راځي  داسې چې د حضرت عمر رضي الله عنه  له قصې، په الله  جل جلاله باندې د هغه د توکل او تکيې شدت او ريښتينولي را ښکاريږي او علماؤ د اشکال د رفع په خاطر په دې قصه کې څو توجېهات ذکر کړيدي:

١ : حضرت عمر رضي الله عنه  په دې تر تيب سره غوښتل دا ثابته کړي چې هر څه د الله  جل جلاله له لوري دي که مرض او که صحت، نه دا چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا امر رد کړی وو چې فرمایي له مجذوم څخه وتښتى.

٢ : حضرت عمر رضي الله عنه  غوښتل چې د همغه مجذوم سره دهغه د ناقص خلقت له امله يو ډول همدردي او همکاري څرګنده کړي.

٣: له مجذوم څخه تېښته پر الله  جل جلاله باندې د تو کل ټيټه مرتبه ده او دا چې هر څه په الله  جل جلاله پورې اړه لري دا د توکل اعلی او لوړه درجه ده. 

دغه راز د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  له قصې هم څه مفاد لاس ته راځي، کوم چې هغه ته د زهرو څښلو کوم تاوان رسولی نه و خو دا نه ښايې چې دلته او په دې ډول د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  پيروي او تقليد وسي ځکه چې په دې کې هم علماؤ ځينې تو ضيحات او توجيهات کړيدي چې عبارت دي له :

١ : دا د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  له کراماتو څخه شمېرل کېږي نو په همدې اساس بل چا ته نه ښايې چې داسې عمل تر سره کړي ځکه چې زهر وژونکي دي . 

٢ : د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وعده وه چې ده ته به زهر کوم ضرر نه رسوي او خالد هم له دې وعدې سره په الله  جل جلاله باندې توکل وکړ او زهر يې وڅښل . 

٣ : حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  په دې ډول سره غو ښتل چې دښمنان ورته تسليم سي تر څو که کيداى سي په دې ډول د خپلو مجاهدو جنګياليو او د هغوی د مالونو او بلکه د ټولو مسلمانانو د سرونو د حفاظت او ساتنې يوه وسيله سي. (فتح الباري : ج ١٠، ص ٢٤٨)
 
 
-----------------------------
 اړونده ليکنه: 
 
 
 
د همدې برخي نور توکي

د ښځي او مېړه حقونه