څانګه: نکاح نيټه: January 28, 2016
       
د قربانۍ سن

 

د قربانۍ سن


د قربانۍ حيوان به د عمر له مخي ثَنِي وي ، په اوښانو کي ثَنِي هغه پنځه کلن اوښ ته وايي چي پښه يې په شپږم کال کي وي، په غوايو کي دوه کلن غوايى چي په پښه يې په دريم کال کي وي ثَنِي بلل کيږي،په پسونو او وزګړو کي يو کلن چي پښه يې په دوهم کال کي وي ثَنِي بلل کيږي ، البته په پسونو کي د شپږو مياشتو غټ ورى لا هم په قربانۍ کي صحيح کيږي.

 د قربانۍ عيبونه

د قربانۍ د حيوان دوه ډوله عيبونه دي ، يو يې هغه عيبونه دي ، چي د هغو لکبله يې قرباني نه صحيح کيږي بل يې هغه عيبونه دي چي د هغو لکبله يې قرباني کول کراهيت پيدا کوي.

لاندي څلور عيبونه د علماوو په اتفاق د قربانۍ مانع ګرځي : 

١_ ړوندتيا : په سترګه ړوند حيوان په قرباني کي نه صحيح کيږي.

٢_ ګوډتيا : ښکاره ګوډ حيوان چي د  حلالېدلو تر ځايه پخپله نسي تلاى هم په قرباني کي نه صحيح کيږي.

٣_ ډنګرتيا : داسي ډنګر حيوان چي په هډو کي يې ماغزه وچ سوي وي يعني يو مخ ډنګر ، پوست او هډوکي وي هم په قرباني کي نه صحيح کيږي.

٤_ غوږ پرې : داسي حيوان چي د غوږ نيمه برخه يې پرې سوې وي هم په قربانۍ کي نه صحيح کيږي.

فقهاء پر پورتنيو عيبونو نور عيبونه هم قياس وي چي هغه همدا ډول يا تر دې لا هم زيات عيب ګڼل کيږي لکه په دواړو سترګو ړوند حيوان ، پښه يا لکۍ پرې حيوان، دا ډول غاښ وتلى حيوان چي يو غاښ يې لا هم په خوله کي پاته نه وي ، مورزاده بې غوږى حيوان ، دا ډول حيوان چي پزه يا د تيو سرونه يې پرې سوي وي ، پورته ياد سوي حيوانان هم په قرباني کي نه صحيح کيږي ، ځکه دا هم ټول غټ غټ عيبونه دي.
 مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
---------------------------------
مخکنۍ ليکنه: 
د قربانۍ وخت