تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څاښت لمونځ
 
  January 28, 2016
  0

رالېږونکی: مبارک شاه

ددې لمانځه فضیلت هم په حدیث شریف کي ډير راغلی دی، دا لمونځ د غریبۍ او مفلسۍ د لیري کولو لپاره تجربه سوې نسخه ده ددې لمانځه رکعتونه د دوو  څخه بیا تر دوولسو پوري کولای سی.

په حدیث شریف کي راغلي دي: وَ من حافظ علی شفعة الضحي غفرت له ذنوبه وان کانت مثل زبد البحر. (احمد، ترمذي او ابن ماجه)

که هر چا د څاښت د دوه رکعاتیزه لمانځه پابندي وکړه نو د هغه ټوله کوچني ګناهونه به وروبخښل سي که څه هم هغه ګناهونه د دریاب د ځګو سره برابر وي .

په حدیث شریف کي راغلي دی چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي سهار د انسان پر هر هر بند باندي هم صدقه سته یعني څه وخت چي انسان د سهار په وخت کي د خوب څخه راپورته سي او چي ورته وګوري چي زما لاس پښې او د بدن ټوله اندامونه صحیح سلامت دي، نو د الله تبارک وتعالی ددې نعمت شکر ادا کول په کار دي هغه شکر د څاښت د دوو رکعتونو په کولو سره هم ادا کیږي، او الله تعالي دغه لنډه او کوتاه شکریه د انسان د هر اندام د طرفه  څخه قبله وي، په یو حدیث قدسي کی راغلي دي:

اې د ادم زویه ! ته  د ورځي په اوله برخه کي څلور رکعاته لمونځ زما لپاره وکړه زه د ورځي تر اخري برخي پوري ستا کفایت او بسوالي کوم.(ترمذي)

ددې لمانځه وخت د لمر د ښه تېزيدو څخه وروسته د شرعي نیمي ورځي تر شروع کېدو پوري دي.

ماخذ: معلم الدین/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته