تازه سرليکونه
رهن
 
  February 11, 2016
  0

 رهن


د رهن تعريف : رهن هغه تړون ته وايي چي مال د وثيقې او اعتماد د پاره بل ته پکښي ايښول کيږي  .

اصطلاحات  :

رهن  : رهن هغه شي ته وايي چي بل ته په ګروي کي ايښودل کيږي ، دغه ډول مرهون هم ورته وايي .

رَاهِن : رَاهِن هغه چا ته وايي چي خپل شى بل ته په ګروي ږدي .

مُرتَهِن : مُرتَهِن و هغه چا ته وايي چي د خپل شي په ضمانت کي ګروي ورته ايښودل کيږي .

مثال : زيد پيسو ته اړ سو ، بکر ته يې وويل : دوه لکه افغانۍ د شپږو مياشتود پاره په قرض حسن راکړه ، بکر ورته وويل : ښه دى دوه لکه  افغانۍ په پور درکوم خو په ضمانت کي به يو شى راته ايږدې ، زيد موټر په ضمانت کي ورته ورکړى دغه تړون ته په عربي رهن او په پښتو کي ګروي ورته وايي .

پدې مثال کي زيد رَاهِن ، بکر مُرْتَهِن ، د زيد موټر رهن يا مرهون بلل کيږي . 

مضمون : يو شى چي د چا په لاس کي مضمون وي د هغه مطلب دا دى که دا شى د ده په لاس کي ورک سو يا له منځه ولاړى نو خاوند ته به يې تاوان ورکوي يعني د دې شي چي هر څونه بازاري نرخ وو هغونه پيسې به يې څښتن ته ورکوي .

امانت : يو شى چي د چا په لاس کي امانت وي د هغه مطلب دا دى چي که دا شى يې په لاس کي ضايع يا ورک سي نو تاوان يې نه پر راځي بلکې د دې شي د خاوند خپل مال له منځه ولاړى د بل چا پر ذمه يې تاوان نه راځي . 

ليکن که امانتي شى څوک پخپل لاس ضايع کړي يا د نه ساتني او بې باکۍ لکبله ځني ورک سي بيا يې تاوان پر راځي .  

عاريت : عاريت هغه شي ته وايي چي د يو څه مدې د پاره بل ته د استفادې او کار اخيستلو د پاره ورکول کيږي .   

مُستَعِير  : مُستَعِير هغه چا ته وايي چي د بل څخه يو شى د موقت وخت د پاره غواړي څو د کار اخيستلو وروسته يې بيرته ور رد کړي . 

مضارب : مضارب هغه چا ته وايي چي د بل سره په اوږه شريک وي يعني پيسه د هغه او کار پر ده وي . 

شريک : شريکان هغو ته وايي چي دوه يا څو تنه پيسې سره واچوي او په ګډه کاروبار کوي .

هلاک کېدل : يو شى چي پخپله ويران سي يا له منځه ولاړ سي هغه ته هلاک کېدل وايي .

استهلاک : يو شى چي څوک قصداً ويران کړي يا يې ضايع کړي هغه ته استهلاک وايي .

مُشَاع  : د څو تنو تر منځ د فيصدۍ له مخي ګډ او مشترک شي ته مُشَاع وايي . 
 
 
-------------------------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات  

مخکنۍ ليکنه:

د ګټي حق

مُقَيد مُضَارَبَت
 

سرته