تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په افغانستان کي د تنصیر فعالیتونه
 
  February 19, 2016
  0

لیکوال :- عبید الله

تنصير له هغه بلني څخه عبارت دى، چي صليبيانود ټولوخلکو په ځانګړي ډول د مسلمانانو ترمنځ د دې لپاره په لاره اچولې؛ تر څو هغوى د نصرانيت دين ته واړوي؛ نوځکه ئې دحقيقت پټولواو د عاموخلکو د غولولولپاره پر دغه دعوت د تبشير نوم ايښى دى.  

د تبشيرکلمه په عربي ژبدود کي هغه خبر ته ويل کيږي، چي خوشحالتيا راولي؛ مګر د اصل او بنسټ په اعتبار له هغه خبر څخه عبارت دی، چي په بڼه کي بدلون او تغيير راولي. په اوسنۍ نوې اصطلاح کي مستشرقينو دغه لفظ  د خپل ديني دعوت لپاره استعمال کړی دی. معجم الوسيط هم د تبشير په اوسني اصطلاحي تعريف کي ويلي دي: ((التبشیر: الدعوة الی الدين.)) يعني په نوې اصطلاح کي تبشير دين ته د بلني او دعوت په معنی دی.

د اسلام د مقدس دين او اسلامي امت په خلاف د اسلام دښمنه طاغوتي منحرف مسيحيت او نصرانيت لويه مهمه او په خپل ذات کي د مسلمانانو لپاره خورا خطرناکه حربه تبشير دی.  دغه تحريم د مسلمانانو لپاره د شيطان د پلويانو تر ټولو ستره ننګونه ده. داسي ننګونه، چي نن سبا د ساري ناروغۍ په څېر په ټوله اسلامي نړي کي پلې کړای سوې ده او په غير شعوري توګه د اسلامي امت  يوه اقله برخه ورباندي اخته کړل سوې ده.

نصراني دعوتګران درې لويي هيلي او ارمانونه لري؛ چي د هغو پر بنسټ کولاى سي د نړۍ د ډېرو وګړو او ملتونو په منځ کي لاره پيدا کړي. هغه درې هیلي له بېوزلۍ، ناپوهۍ اوناروغۍ څخه عبارت دي. تر همدې درېيو پوښونو لاندي کولاى سي د ډېرو هغو ملتونو تل ته ځان ورسوي، چي په دغو درو ناورينونو باندي اخته وي. دغه مسيحي دعوتګران په نښه سوي ملتونو ته د مرستي رسولو او د هغو د تعليمي کچي د لوړوالي په پلمه د ښوونځيو او په عمومي او تخصصي برخو کي د تعليمي کورسونو د جوړولو په واسطه د دوی په منځ کي ريښې غځوي؛ د خپل ناولي فکر،  تثليث او نصرانيت د عقايدو د خپرولو لپاره روغتيايي مرکزونه او روغتونونه جوړوي؛ تر څو خلک باور پر وکړي او د دوى مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د تنصير غورځنګ له صليبي جګړو، استشراق (ختيځ پېژندني) او ښکېلاک څخه وروسته رامنځ ته سو. لومړنى مرکز ئې د البانيا هيواد دى او  په (١٨٥٤ م.) کال کي دغه طاغوتي غورځنګ په همدې هيواد کي په منظم ډول پيل کړاى سو.

المجتمع مجلې په (١٤٢٠ هـ. ق.) کال په افغانستان کي د نصرانيت تاريخچې ته يو مضمون ځانګړى کړى و؛ چي د موضوع اړوند يو څه معلومات ئې دلته ذکر کوو: ((په افغانستان کي د نصرانيت لپاره د (١٩٢١ م.) کال څخه وړاندي کوم معين کار نه و تر سره سوى. کله چي په همدې کال په قاهره کي د نصرانيانو سيمينار دائر سو او په خپلو راپورونوکي ئې د افغانستان په اړه هيڅ کار ترسترګو نه سو؛ نو له همدې ځايه له دوى سره دا فکر پيدا سو، چي په افغانستان کي بايدڅه وکړي؟

د همدې خلاء  د ډکولو په خاطر په (١٩۳٣م.) کال لومړى عيسوي پاپ په کابل کي د ايټاليا په سفارت کي د تنصير د خپرېدو کار  پيل کړ. په زياتو غربي سفارتونو کي کليساګاني جوړي سوې؛ خو تر سفارتونو بهر د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول يوه کليسا، چي د(کابل د مسيحيانو د ټولني) په نوم يادېدله جوړه کړل سوه. نوموړې کليسا په (١٩٧٣ م.) کال کي ډاکټر موسی شفيق، چي د وخت صدر اعظم و ونړوله .))

د افغانستان او ايټاليا تر منځ د (۱۹۳۳ م.) کال د موافقې له مخي کاتوليکانو په افغانستان کي خپل کوښښونه پراخ کړل او پرله پسې ئې څو کليساوي په افغانستان کي دننه په سفارتونو کي په مختلفو وختونو کي پرانيستلې:

(۱): کاتولیکي کليسا په (۱۹۳۳ م.) کي.

(۲): د مسيحي ټولنو کلیسا په (۱۹۵۲ م.) کي.

(۳): د جرمني ژبي پروتستانتي ټولنه په (۱۹۶۰ م.) کي.

(۵):  د انګليسي مسيحيانو ټولنه.

(۶): د اصحاب السبت کليسا.

  (world christian Encyclopedia. Op .cit. pp.133, 134)

د دې تر څنګ ئې يوازي د جهاد پر مهال ( تر ۱۹۹۴ ز. مخکي) تر (۷۰۰۰۰) زيات انجيلونه په مختلفو محلي ژبو باندي خپاره کړل. ( پيغام جريده، ۱۷مه ګڼه،  ۵م مخ).

يادو فعاليتونو هغه وخت زيات زور واخيست، چي پر افغانستان باندي اوسنی نظام واکمن سواو په دې پاکه خاوره کي دبې قيده او بې شرطه آزادۍ تر چتر لاندي په پوره  ډاډ او اطمينان  هر ډول دين خپرولو او منلو ته  امکانات برابر سول؛

نصراني دعوتګران زموږ  د ګران هيواد له ورانوکليو، څيري ګرېوانونو، بېسواديو او ناروغيو څخه ګټه پورته کوي او د خپل لاس وهلي او منسوخ دين د خپرولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کوي.

د تنصير غورځنګ د افغان ملت د جهاد او هجرت د شرايطو، د خپلمنځي شخړو څخه د رامنځ ته سوو بې کوريو،  در به دريو او د افغان ولس د مدارسو  او علمي حوزو د ورانېدو څخه  په ګټه اخيستنه دغه ملت او سيمه د خپل ديني يرغل لپاره مناسبه وګڼله او د انسان دوستۍ اوهمدردۍ په جامه کي د خپلو عقايدو د خپرولو لپاره د افغان ملت په منځ کي ور ننوتل. په زرګونو مؤسسات ئې د روغتيا، تعليم،کرهڼي او د انساني مرستو په برخه  کي د همدې هدف لپاره ايجاد کړل او په زرګونو ميليونه ډالر ئې په کښي ولګول.  

کفارو ته د تنصير د خپراوي تر ټولو اسانه وسيله  په ټولنه کي د جهل ، فقر او  مرض موجوديت دی. دوی کولای سي، چي  په دوی پوري اړوند داخلي او خارجي تعليمي مراکزو کي ئې تر روزني لاندي ونيسي او خپل مطلوب اهداف ورڅخه حاصل کړي. 

د  فقر او امراضو د رامنځته کولو لپاره داسي پلانونه تر کار لاندي نيسي، چي له امله ئې په ټولنه کي شخړي، وژني او بې اتفاقۍ رامنځته کيږي. په مقابل کي ئې مسيحي دعوتګران د خواخوږو په توګه راوړاندي کيږي او د بشردوستۍ تر عنوان لاندي  روغتونونه، پوهنتونونه، لويي لاري او نور تعميراتي او تعليمي پروګرامونه جوړوي.

په هغه ساحاتو کي چي لوستې طبقه زياته وي، له نورو لارو څخه لکه د رسنيو او مطبوعاتو څخه کار اخلي. لومړی مسلمان له خپل دين او عقيدې څخه لېري کوي؛  ډول ډول شبهات په ټولنه کي خپروي؛ قومي، ژبني او  مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي  اوبيا ئې د خپلو زهري غشو نښان ګرځوي.

د دې سره-سره د لوى الله جل جلاله په فضل د دغو مسيحي دعوتګرانو ټولي شومي هڅي، چي د افغان مسلمانانود مسيحي کولو، له دين څخه د وتلو او د هغوى د عقيدې او فکر د له منځه وړلو لپاره وې، له ناکامۍ سره مخامخ سوې؛ ځکه چي افغانانو تر اوسه هم داسلام په مبارک دين پوره-پوره منګولي لګولي او يوازي د يو الله جل جلاله پر شتون معتقد دي. حقيقت دا دی، هغه ملت ته چي الله جل جلاله هدايت کړى وي، هيڅ ځواک نه سي کولاى، چي له حقي لاري څخه ئې وګرځوي يا ئې ګمراه کړي. که څه هم د دې کار لپاره په ميليونونو ډالر هم ولګول سي؛ لکه الله جل جلاله ، چي  په دې اړه داسي فرمايلي دي:

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ)) (الانفال- 36)

ژباړه: په تحقيق سره کافران خپل مالونه د دې لپاره لګوي، چي خلک د الله له لاري څخه وګرځوي، نو ژر ده چي دوى به مالونه ولګوي.  وروسته به  د دوی دغه د مال لګول د دوی لپاره پښېماني وي او بيا به دوى مغلوب سي او هغه کسان چي کافران سوي دي (او پر کفر مړه سوي وي) دوږخ ته وشړل سي.

که څه هم مسيحي بلونکو وکولاى سوای، چي د تېروڅوکلونو بلني په بهيرکي ځيني د ګوتو په شمېر بې ضميره اوله اصله ګمراه کسان، چي ځيني ئې په لوېديځ کي داوسېدوڅخه اغېزمن سوي وه او ځينو ته دنيوي امتيازات ورکړل سوي وه،  له اسلام څخه مرتد او خپل منسوخ  دين ته واړوي؛ خو الحمدلله د ارتداد د دغه ناورين سره-سره  مسيحي دعوتګران تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چي په افغانستان کي خپلي پنځه سلنه موخي هم لاس ته راوړي؛ ځکه تر اوسه زموږ په ګران هيواد کي د خلکو په زړونوکي د اسلام روح ژوندی دی او د اسلام د مبارک دين علماء ژوندي دي. دغو اسلامي حقاني علماوو د اعلاء کلمة الله لپاره تل د کفر د هر ډول پلانونو په وړاندي مقابله کړې؛ اوس ئې هم کوي او حتی تر قيامته پوري به دغه سپېڅلې مقابله جاري ساتي.

-----------------

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۷ ګڼه

 

سرته