تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعاء د قبلېدلو شرطونه
  تعلیم الاسلام
  February 21, 2016
  0

 لیکنه :- نعمت الله"شاکر"

 

د دعاء د قبلېدلو لپاره شرطونه ډېر دي، څو به يې موږ ذکر کړو:

 

 

۱:- الله جل جلاله د دعاء د قبلېدلو لپاره دا شرط کړې ده، چي دعاء به د الله لپاره وي او پوره باور به موجود وي:

( وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ) (البقرة: 186)

ژباړه: او کله چي زما بنده ګانو ستا څخه زما په اړه پوښتنه وکړه، نو بېشکه زه ډېر نژدې يم ، کله چي دعاء کوونکی زما څخه دعاء وغواړي زه ئې قبلوم، نو زما څخه دي زما (د رضا)لپاره دعاء وغواړي اوپر ما دي ايمان لري، ښايي دوی پوه کړه سي.

 

 نو که چا د الله جل جلاله څخه د دعاء د قبلېدلو طلب نه کاوه يا ئې پوره باور نه درلود، نو دغه شيان د دعاء د اجابت مانع دي.

۲:- د دعاء د قبلېدلو هيله به یوازي له الله جل جلاله څخه کوي، د غير الله څخه د دعاء د قبلېدلو هيله کول جواز نه لري: قال ص:" إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ." (سنن الترمذي)

ژباړه: رسول اکرم ص فرمايي: کله چي ته غوښتنه کوې؛ نو د الله جل جلاله څخه ئې کوه او کله چي ته مرسته غواړې؛ نو د الله جل جلاله څخه مرسته غواړه.

 

 

۳:-  د زړه حضور: په زړه کي به هم د دعاء غوښتنه لري؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د غافل کس دعاء نه قبلوي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ص:"وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَجِيبُ دُعَاءً مِنْ قَلْبٍ غَافِلٍ لاَهٍ." (سنن الترمذي)

ژباړه: ابوهريره رض وايي: رسول کريم ص وفرمايل: پوه سئ، چي الله جل جلاله د غافل او بې پروا زړه څخه دعاء نه قبلوي.

 

 

۴:-  عدم الاستعجال: د دعاء په قبلېدلوکي به تلوار نه کوي، چي مايوسه سي او دعاء پرېږدي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ ص قَالَ: "يُسْتَجَابُ لأَحَدِكُمْ مَا لَمْ يَعْجَلْ يَقُولُ دَعَوْتُ فَلَمْ يُسْتَجَبْ لِي." (البخاري)

ژباړه: ابوهريره رض وايي، چي رسول اکرم ص وفرمايل:ستاسو د يوه کس دعاء په دې شرط قبليږي، چي تلوار ونه کړي يعني داسي ونه وايي،چي دعاء مي وکړه او راته قبوله نه سوه.

نو که د خپلی دعاء د قبلېدلو اثر وویني او که يې ونه ویني حتمي دي دعاء کوي.

 

 

۵:-  د خوړو، څښاک او لباس پاکوالی: خواړه، څښاک او لباس به په حلاله طریقه حاصل سوي وي. که له ذکر سوو شيانو څخه يو هم په حرامو حاصل سوی و؛ نو د دعاء کوونکي دعاء نه قبلیږي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ  ص: أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لاَ يَقْبَلُ إِلاَّ طَيِّبًا وَإِنَّ اللَّهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ فَقَالَ: ( يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ) وَقَالَ: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ) ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ يَا رَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِىَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ." (مسلم)

ژباړه: ابوهريره رض وايي، چي رسول اکرم ص وفرمايل: اې خلکو! په حقيقت کي الله پاک دی او د پاک څخه ماسېوا بل څه نه قبلوي او الله مؤمنان هم په هغه څه امر کړي دي په کوم څه، چي يې رسولان امر کړي دي؛ الله جل جلاله فرمایلي دي: اې رسولانو! د پاکو شیانو څخه خوراک کوئ او صالح عملونه وکړئ. زه ستاسو په کړنو پوره خبر يم. همداسي الله فرمايلي دي: اې مؤمنانو! د هغه پاکو شیانو څخه خوراک کوئ، چي موږ په رزق درکړی دی. وروسته ئې د يوه کس يادونه وکړه، چي په اوږده سفر ولاړ سي، سر يې ببر او په دوړو وي، خپل لاسونه د اسمان خوا ته (د دعاء په نيت) اوږده کړي او وايي: اې ربه! اې ربه! په داسي حال کي، چي خوراک يې حرام وي، څښاک ئې حرام وي، لباس ئې حرام وي او په حرامو تغذيه سوی وي نو څنګه به د دغسي شخص دعاء قبوله سي؟!

 

 

۶:-  دعاء به د خير وي: رسول کريم ص فرمايلي دي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ ص أَنَّهُ قَالَ: "لاَ يَزَالُ يُسْتَجَابُ لِلْعَبْدِ مَا لَمْ يَدْعُ بِإِثْمٍ أَوْ قَطِيعَةِ رَحِمٍ." (مسلم)

ژباړه: ابوهريره رض وايي، چي رسول اکرم ص وفرمايل: همېشه د بنده دعاء قبليږي، تر څو چي بنده د ګناه کولو يا صله رحمۍ د قطعي دعاء و نه کړي.

 

 

۷:-  د دعاء کوونکي به پر الله جل جلاله حسن الظن وي او د قبلېدلو يقين به لري، نبي کريم ص فرمایلي دي: "عَنْ جَابِرٍ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ ص قَبْلَ وَفَاتِهِ بِثَلاَثٍ يَقُولُ« لاَ يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلاَّ وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللَّهِ الظَّنَّ." (مسلم)

ژباړه: حضرت جابر رض وايي، چي ما د رسول اکرم ص تر وفات درې ورځي مخکي له هغه څخه واورېدل، چي وئې ويل: ستاسو يو کس ته دي مړينه نه راځي، مګر په داسي حال کي دي مړ سي، چي دی پر الله جل جلاله ښه ګمان کوونکی وي.

وقوله ص:"ادْعُوا اللَّهَ وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالإِجَابَةِ." (سنن الترمذي)

ژباړه: رسول الله ص وفرمايل: د الله جل جلاله څخه په داسي حال کي دعاء وغواړئ، چي تاسو ئې پر قبلولو ايمان او باور لرئ.

له پورته شرطونو څخه څلور حالتونه مستثنی دي که پورته شروط په کښي پوره هم نه سي دعاء قبليږي:

 

 

۱:- د مضطر دعاء: الله جل جلاله د مضطر دعاء قبلوي، که څه هم مشرک، کافر يا فاجر وي، نو د ګنهکار دعاء خو بيخي قبلوي او د متقي مسلمان دعاء خو په طريق اولی قبلوي. الله سبحانه و تعالى فرمايي:

( أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ.) ( النمل:62)

ژباړه:آيا څوک دی، چي د مضطر دعاء قبوله کړي او له هغه څخه ضرر دفع کړي،کله چي هغه الله راوبولي.

مضطر: مفسرينو په بېلو- بېلو معناوو تعبير کړی دی، چي خلاصه يې داده: ډېر حاجتمند کس، سخت ناروغ يا داسي کس، چي د زمانې نور مشکلات پر نازل سوی وي او دی الله جل جلاله ته خپل ضرورتونه عرض کړي او په عاجزۍ سره يې د حل غوښتنه وکړي.

 

 

۲:- د والد دعاء د ولد لپاره: پلار يا مور خپل اولاد ته دعاء وکړي الله جل جلاله ئې قبلوي؛ ځکه رسول اکرم ص فرمايلي دي: درې دعاوي مستجابې دي(حتمي قبليږي) او په قبلېدلو کي ئې هيڅ شک نسته: د والد دعاء د ولد په حق کي، د مسافردعاء او د مظلوم دعاء.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ ص قَالَ:"ثَلاَثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ لاَ شَكَّ فِيهِنَّ دَعْوَةُ الْوَالِدِ وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ." (ابوداود و ترمذي)

۳:- مسافر: مسافر، چي د سفر په جريان کي د الله جل جلاله څخه خپل حاجت پوره کول وغواړي الله جل جلاله يې دعاء قبلوي.

 

۴:-  د مظلوم دعاء: کله چي څوک مظلوم سي او هغه الله جل جلاله ته د ظلم او ظالم څخه د نجات دعاء وکړي الله جل جلاله ئې نه ردوي د هر ډول ظلم څخه، چي د نجات دعاء وکړي.

قال ص: "وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللهِ حِجَابٌ." (متفق عليه)

ژباړه: رسول الله ص فرمايلي دي: د مظلوم له دعاء څخه وبېرېږه؛ ځکه د مظلوم او الله جل جلاله تر منځ حجاب نسته.

يعني د مظلوم د دعاء مانع نسته، الله جل جلاله ئې دعاء قبلوي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله ص:"دَعْوَةُ الْمَظْلُومِ مُسْتَجَابَةٌ، وَإِنْ كَانَ فَاجِرًا فَفُجُورُهُ عَلَى نَفْسِهِ." (مسند أحمد)

همداسي امام احمدرح د ابوهريرةرض څخه روايت رانقلوي، چي رسول اکرم ص وفرمايل: د مظلوم دعاء قبلېدونکې ده که څه هم فاجر وي؛ ځکه فجور يې خپل دی.

----------------

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۷ ګڼه

 

سرته