تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوداسه فرضونه، مستحبات او...
 
  February 22, 2016
  0

 

لیکنه: قاري عبدالبصیر حکیمي او قاري کریم الله کریمي

دشروط الصلوة پښتو ترجمه

 داوداسه فرضونه څلور (۴) داني دي.

۱ :- د مخ پرېولل دي د ورېښتانو دشنه کېدو څخه بیا ترزني پوري او د یوه غوږ د نرمۍ څخه بیا د بل غوږترنرمۍ پوري.
۲ :- د لاسونو پرېولل دي سره تر څنګلو پوري.
۳ :- څلورمه حصه دسر مسحه کول دي.
۴ :- دپښو پریولل سره دبیجلکو. 

ددغه شیانو څخه چی یو واحد یا یوجوز پریږدي لمونځ یې نه صحیح کیږي بېرته پردغه سړي د لمانځه راګرځول دي. 

د اوداسه سنتونه لس (۱۰) داني دي.

۱ :- د اوداسه په شروع کي بسم الله ویل دي.
۲ :- چي لوښیي ته دي لاسونه نه وي داخل کړي باید لاسونه درې ځلي پرېولې.
۳ :- مسواک وهل دي.
 
۴ :- د خولی پرېولل دي.
۵ :- دپزي پرېولل دي.
۶ :- دسر په اوبو د غوږو مسحه کول دي.

۷ :- د ږیري خیلالول دي په ګوتو سره که چیري ږیره ګڼه وي اوکه ږیره سپکه وي نوفرض دي د اوبو رسول د ویښتانو بېخ ته دپښو دګوتو بېخ ته هم اوبه رسول دي که چیري ګوتي سره چسپي وي نو د اوبو رسول یې بېخ ته فرض دي.
۸ :- ټول اندامونه درې ۳ ځلي پرېولل دي.

۹ :- استنجاء وهل دي په ډبره یا په لوټه یا په داسي شي سره چي د انجاست په ودریږی.
۱۰ :- استنجاء وهل دي په اوبو سره چي موجودي وي.
 
د اوداسه مستحیبات شپږ(۶) داني دي.

۱ :- د اوداسه نیت دی.
۲ :- د اندامونو پرله پسې پرېولل دي.
۳ :- په راسته اندام شروع کول دي.
 
۴ :- د ترتیب مراعاتول دي په هغه اندام شروع کول دي چي الله جل جلاله امر کړی دی.
۵  :- دسر کښییاستل یعنی دټول سر مسح کول دي.
۶ :- دمغزي مسح کول دي په پاکو اوبوسره.

د اوداسه آداب شپږ(۶) دانې دي.

۱:-  د اوداسه په وخت کي خبري نه کول دي اوهغه دعاګاني چي پر هغه اندامو ویل کیږي ویل دي.
۲ :- د خولې پرېولل دي په راسته لاس سره.
۳ :- د پزي پرېولل دي په چپه لاس سره.

۴ :- تر استنجاء وروسته په تشناب کي عورت پټول دي.
۵ :- قبلې ته دي مخ نه ګرځوي په تشناب کي همدارنګه دي شا نه ګرځوي وقبلې ته که په تشناب کي وي یا په صحرا یا په بیابان کي.
۶ :- د لمر ټیکی ته دي شا نه ګرځوي که په صحرا یابیابان کي وي.
 
د اوداسه نفلونه شپږ (۶ ) دانې دي.
 
۱ :-  قبلې ته مخ ګرځول دي په اوداسه کي نه په استنجاء کي.
۲ :- د هر اندام د پرېولو پر وخت دعاء ویل دي.
۳ :- چی تشناب ته ننوزي چپه پښه د مخه کول دي چي راوزي راسته پښه د مخه کول دي.

۴ :- د اوبو پاشل دي پر پرتوګ باندي.
۵ :- تر استنجاء وروسته لاسونه پردېواله باندي مښل دي.
۶ :- د دېواله ترمسحي وروسته لاسونه پرېولل دي.
 
 او دا دعاء دي ووایي او اسمان ته دي وګوري. ( اَلْحَمْدُ الِلهِ الَّذِیْ جَعَلَ الْمَاءَطَهُورًا والاِسلاَمَ نُوْرًاوَّدَلِیْلاً اِلی اللهِ واِلَی جَنّاتِ النّعِیْمِٔٔ اَلّلهمَّ حَصِنْ فَرْجِیْ وَطَهِرْ قَلْبِیْ وَمَحِصْ ذُنُوْبِیًْ).
 
 
----------------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

مخکنۍ ليکنه:

دلمانځه مکروهات لس (۱۰) دانی دی

د لمانځه مستحبات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته