څانګه: نېکمرغه مېرمن نيټه: March 1, 2016
       
د نکاح د تعدد حکمتونه

  

ليکنه: مولوي اخترمحمد «جهيد»
 

د الله جل جلاله حکمت د دې غوښتونکى دی، چي نارينه د نسل راوړلو لپاره تر ډېره وخته پوري چمتو والى لري،که څه هم غالباً د خپل عمر اتيا کلنۍ ته رسېدلی وي. او همدارنګه د الله جل جلاله د حکمت غوښتنه وه، چي کله ښځه د خپل عمر پنځوس يا پنځه پنځوس کلنۍ ته ورسيږي، نو غالباً د حيض څخه نا امېده کيږي او دغه عادت ئې له منځه ځي. 

که د حکمت په نظر  د نارينه او ښځي ترمنځ تفاوت ته وکتل سي، نو و به ليدل سي، چي د کور په چارو کي ښځه تر نارينه ډېره ستړې ده. د حمل، ولادت، نفاس او د ماشوم د پالني سختۍ او تکليفونه ګالي. هر څوک د اولادونو د ډېر والي ميلان او علاقه لري. دا خبره هم له چا څخه پټه نه ده، چي نسل راوړل مطلوب عمل دی لکه په حديث شريف کي، چي راغلي دي: تناكحوا تكثروا فإني أباهي بكم الأمم. ژباړه: نکاح کوئ او د اولادونو په راوړلو کي ډېر والى کوئ؛  ځکه زه (د قيامت په ورځ ) په تاسو سره پر نورو امتونو باندي فخر کوم. 

په دې ترغيب او فخر کولو کي پټ سر او راز دا دی، چي کله مسلمانان ودونه وکړي او نسل ئې ډېر سي، نو د دوى شمېر زياتيږي او د شمېر په زياتوالي سره ئې عظمت څرګندېږي؛ ځکه په ښو اعمالو کي ډېر تر لږ غوره دي او د ښو کارونو له جملې څخه د مسلمانانو ډېر والى دی،  چي سبب ئې تر يوه زيات ودونه کول دي. 

تر يوه په زياتو ودونو کولو کي بل حکمت دا دی، چي که نارينه پر يوه واده بسنه وکړي، نو په هر کال کي به په حد اکثر ډول يوماشوم زېږي او د ودونو په ډېروالي امکان لري، چي په هر کال کي د ماشومانو د زېږون شمېره تر يوه ډېره سي.

تر يوه زيات ودونه  کول سړي ته دا فرصت ورکوي، چي د ښځي د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کي د خپلي بلي مېرمني سره وي، تر څو په زنا کي د واقع کېدو وېره له منځه ولاړه سي او هم به په دغه وخت کي الله جل جلاله اولاد ورکړي، نو تر يوه زيات ودونه کول له همدې امله يو لوى نعمت دی او انسان له داسي ستري ګناه کولو څخه ژغوري. 

شمېرنو دا ښوولې ده، چي په کومو ټولنو يا هيوادونو کي تر يوه زيات ودونه، نه کيږي، هلته ډېر اولادونه د زنا له لاري منځ ته راځي: په فرانسه کي په هرو سلو ماشومانو کي (۳۰) تنه ماشومان د زنا له لاري زيږي. دغه د زنا له لاري د ماشومانو شمېر په مونيخ کي (۴۰) او په بروکسيل کي(۶۰) تنو ته رسيږي، چي دا د نفوس زیاته فيصدي ده؛ ځکه په انساني ټولنه کي يو فيصد حرامزاده ګان هم نه سي زغمل کېدلای؛ نو شپېته فيصده خو په هيڅ صورت د زغملو نه دي.  

نکاح او ودونه کول د نړۍ او کائناتو د آبادولو په سبب کيږي او د نړۍ آبادول ټولو مادي، اخلاقي او ادبي فوائدو ته شامليږي، چي دا بيا د نکاح او ودونو په کولو سره منځ ته راځي. 

بله خبره دا ده، چي په اسلام کي رهبانيت او له ټولني څخه ګوښه کېدل نسته؛ ځکه رهبانيت انسان د ښځو سره د نژدېوالي او ګډ ژوند کولو څخه منع کوي؛ نو که په همدغه ډول حالت دوام وکړي، نسل به لږ سي او يو وخت به بيخي قطع او له منځه ولاړ سي او په دې سره د نړۍ او کائناتو خرابي راځي، حال دا چي انسان د هغه د آبادولو لپاره پيدا کړل سوى دی. 

تر يوه په زياتو ودونو کولو کي بل حکمت دا دی: کله چي سړي يوه ښځه په نکاح کړې وي او هغې ته ناروغي پېښه سي، نو د دې سړي د کور په داخل کي مصلحتونه او کارونه معطل پاتيږي؛ ځکه د کور دننه مصلحتونه او چاري د ښځي پر تدبير او د دې په سرته  رسولو موقوف دي؛
 
نو د دې په ناروغه کېدو سره دا مصلحتونه او چاري هم معطلي پاتيږي؛ نو تر يوه زيات تر څلورو پوري ودونه کول د الله جل جلاله له لوري پر انسان باندي يو لوى رحمت دی، چي د دغو حکمتونو په نظر کي نيولو سره به هغه ناپوهان، چي پر اسلام باندي د زياتو ودونو له امله انتقاد کوي څه جواب لري؟

اسلامي شريعت څه ښه حکم کړى دی او د دې حنيف دين احکام په ټولو چارو کي څومره ډېر ښه او دعدل دي، غربيان او ځيني غرب پلوه انسانان دا هم د اعتراض ځاى بولي، چي يوه نارينه ته څلور ښځي روا دي او بالعکس ښځي ته د يوه مېړه کولو حق دی.
 
دلته هم اسلام د پوره عدالت څخه کار اخيستى دی؛ ځکه چي په جنګونو کي نارينه له منځه ځي نو که يوه سړي ته يوه ښځه کول روا واى، نو بې شمېره ښځي به بې مېړونو پاته واى، نو آيا دا چي ښځه بې مېړه پاته سي ښه به وي او که د بنو سره يوځاى يو مېړه ولري؟ 

په نکاح کي اصلي مقصد د نسل تکثر او زياتوالى دی او دا مطلب هلته راتلاى سي، چي يو نارينه څلور ښځي وکړي؛ يعني که يو نارينه دوې درې يا څلور نکاحوي وکړي، نو د يوه کال په جريان کي د مېرمنو د شمېر په اندازه الله جل جلاله اولادونه ورکولای سي؛ بالعکس که يوه ښځه هر څومره مېړونه وکړي، بيا هم د اولاد ډېر والی ممکن نه دی؛ يعني د يوه کال په جريان کي تر يوه زيات اولادونه نه سي زېږولای او هم د مېړونو په تعداد او تکثر کي د ښځي روغتيا او صحت ته صدمه او تاوان رسيږي.

اوسنی طب هم د اسلامي حکم ملګرتيا کوي او زنا ئې له همدې امله بده ګڼلې ده، چي ډېر مهلک مرضونه او ناولي ناروغۍ منځ ته راوړي او بله ئې لا دا، چي نسب ګډيږي؛ يعني د اولاد پلار به نه وي معلوم؛ خو که يو نارينه هر څومره نکاحوي وکړي بيا هم د هر ولد مور او پلار دواړه معلوم وي. 

ښځي د طبيعي ناروغيو لکه: حيض، استحاضې او نفاس له کبله هم نه سي کولاى، چي د څو مېړونو سره ژوند وکړي، نو اسلامي شريعت د ټولو ملحوظاتو په پام کي نيولو سره، چي عين عدالت دی، يوه سړي ته د څلورو ښځو اجازه ورکړه او بالعکس ښځي ته د يوه مېړه حق ورکړل سو. 

په پاى کي د دې خبري يادونه ضروري ده، چي څوک تر يوه زيات دوه، درې يا څلور ودونه کوي بايد د ښځو تر منځ د پوره عدالت او انصاف څخه کار واخلي. په نفقه، سکونت او شپې تېرولو کي ئې هيڅ توپير ونه کړي. د ځواني او زړې، ښايستې او بدرنګي ترمنځ هيڅ فرق و نه کړي، که څه هم د زړه ميلان او علاقه د دې څخه مستثنى ده؛ ځکه هغه د انسان په واک کي نه ده؛ يعني په هغه سره نه مأخوذه کيږي، 

نو هغه څوک چي د انصاف او عدالت څخه کار نه سي اخيستلاى او د خپلو ښځو ترمنځ په نفقه، جامه او شپه تېرولو کي فرق کوي، تر يوې ښځي پورته نوري ښځي په نکاح کول ورته جائز نه دي لکه په آيت شريف کي چي الله جل جلاله پاک فرمايي: فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً ﴿النساء: ٣﴾ يعني که چيري تاسو وېرېدلاست، چي عدل نسئ کولاى، نو يوه ښځه په نکاح کړئ.  
  
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۷ ګڼه
 
 -------------------------------
 
د همدې برخي نور توکي