تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سرمقاله: اسلامي رسنۍ
  تعلیم الاسلام
  March 20, 2016
  0

 

 
 
 
د تعلیم الاسلام مجلې، اتلسمي ګڼي سرمقاله
 
درنو او معززو لوستونکو! 
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته و بعد!
 
په دې کي شک نسته، چي په ننني عصر کي اسلامي رسنیو ته شدیده اړتیا سته او په هره سیمه کي د اسلامي رسنیو پرانيستل د ثواب او ستایني وړ بلکي ضروري کار ګڼل کیږي، ځکه نن ورځ په کلیوالو سیمو کي لا هم هر کس رسنیو ته لاس رسی لري، په ډېره اسانتیا او لږ مصرف د رسنیو انځوریزي، لیکنيزي او ږغیزي خپروني اوري، لولي او مشاهده کوي؛  رسنۍ که څه هم د وسایلو، محتوا، شکل، اهدافو او نورو وجوهاتو په اعتبار مختلف نومونه او ډولونه لري، خو دلته موږ د خپلي اصطلاح له مخي د ځینو د نومونو او اهدافو په اړه څه معلومات وړاندي کوو: 
 
کفري رسنۍ: په دې نامه هغه رسنۍ نومولای سو، چي په قصدي او شعوري ډول د اسلامي معتقداتو، احکامو او اخلاقو په خلاف نشرات کوي؛ الحاد، نصرانیت او کفري معتقداتو او افکارو ته په اسلامي ټولنه کي دود او رواج ورکوي.
 
د فسق رسنۍ: هغو رسنیو ته د فسق رسنۍ ویلای سو، چي اساسي موخه يې د فحشاء او منکر اشاعت ،د کفري عاداتو او خویونو دود او رواج، د ښځو له مخ څخه د حیاء حجاب پورته کول او د نارينه وو او ښځينه وو تر منځ حیواني اختلاط راوستل وي. د فسق ږغ او د ښځو بربنډ عکسونه یې د رسنۍ د جذب، ښکلا او معیاریتوب نه بېلېدونکي اجزاء ګرځولي وي او د ډمتوب او نڅاګرۍ بازار یې ګرم ساتلی وي.
 
عادي رسنۍ: هغه رسنۍ، چي په صحي، زراعتي، تجارتي او د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کي علمي، معلوماتي،  تنبهي او نوري متنوع ګټوري خپروني نشروي، هغه که څه هم د محتوا له مخي په بېلابېلو نومونو یادېدلای سي، خو دلته یې موږ د عادي رسنیو په نامه یادوو، په دغو کي به موسیقي هم وي، موسیقي ګناه ده خو دا، چي د رسنۍ زیاته برخه یې سمو خپرونو ته اختصاص کړې ده، په همدې اعتبار یې عادي رسنی بولو.
 
د تحریف رسنۍ: لکه څه ډول، چي  د کافرانو او بې دینه ادارو او اشخاصو لخوا د اسلامي رسنۍ په نامه پر پرانستل سوي رسنۍ باور نه سي کیدلای، دغه ډول  د جاهل او غیر امین پر دیني خپروني هم باور نه سي کېدلای، ځکه اسلامي علمي خپروني که د داسي کسانو لخوا وړاندي کیږي، چي هغوی جاهلان او بې علمه کسان وي دا کسان به یا د اټکل له مخي پر دیني موضوعاتو او مسایلو ږغیزي، چي دا شرعا ممنوع او د تحریف مترادف عمل دی، یا به خپل ذوق او شخصي نظریات د دین په نامه خلکو ته وړاندي کوي، چي دا هم په ښکاره ډول په دین کي تحریف دی. دغه ډول د خپروني وړاندي کونکی که عالم وي خو امین نه وي، د داسي اشخاصو پر دیني خپرونو هم باور نه سي کېدلای، ځکه ډېر ځله دا ډول کسان د خپلو بادارانو د باطل دریځونو، نامشروع غوښتونو او شومو اهدافو لپاره د پیسو په بدل کي په دین کي تحریف کوي، د کفارو او بې دینه ادارو لخوا د اسلام په نامه پرانستل سوي رسنۍ کله هم د تحریف څخه خوندي نه وي، د تحریف د رسنیو خطر د فسق تر رسنیو لا هم ډېر زیات وي. 
 
اسلامي رسنۍ: انسانان چي څه ویني، څه اوري او څه لولي د هغو څخه متاثره کیږي؛ همدا وجه ده، چي پر اسلامي فطرت پیدا سوی ماشوم د یهودي په کور کي یهودی، د عیسوي په کور کي عیسوی او د مجوسي په کور کي مجوسی ګرځي، ځکه د مور، پلار او کورني چاپیریال رنګ او اثر پر لویږي، لهذا د فسق او کفري رسنیو په مقابل کي د اسلامي رسنیو پرانيستل لازمي او د ثواب کار ګڼل کیږي، په دې به نه یوازي د کافرانو د فکري یرغل، د فساد او بد اخلاقيو د تهاجم او شر مخه ونیول سي، بلکي د همدغو وسایلو په ذریعه به اسلامي تعلیمات عام او د ابلاغ او دعوت وجیبه به په اعم او اشمل ډول انجام سوې وي.
 
د اسلامي رسنۍ لپاره لومړی دا لازمه ده، چي اداره کونکي او د خپرونو وړاندي کوونکي یې داسي اشخاص وي، چي د هغوی پر دیانت او علمیت باور کېدلای سي، ځکه د فاسق، متهم او کذاب روایت نه منل کیږي. 
 
دوهم دا، چي اسلامي رسنۍ باید پر اخلاص بناء وي، د پرانيستلو باعث یې دیني اړتیا او ضرورت، د تعلیم او دعوت د ساحې پراختیا، پیاوړتیا، تنوع ، د کیفیت سمون او ښکلا او د فسق او کفري رسنیو مقابله او د هغو د شر مخه نیول وي.  
 
اخلاص: دیني خدمات که پر اخلاص بناء نه وي، محض نفسي ذوق او شخصي مقاصدو ته د رسېدلو د پاره سپرلۍ وګرځول سي، نو نه يوازي دا، چي د عدم اخلاص له کبله یې پرانستونکی د ثواب څخه بې برخي کیږي، بلکي ډېر ځله یې د اسلامي خدماتو څخه مطلوب مقاصد نه تر لاسه کیږي او کله یې بیا دیني خدمات تر نفسي غوښتونو قربان کیږي او د ګټي پر ځای فساد پر مرتب کیږي.
 
اړتیا : دیني خدمات باید د دیني اړتیا پر بنسټ انجام سي، ځکه دیني خدمات د عامه مسلمانانو په مالي مرسته انجامیږي، د مسلمانانو صدقې باید بې ځایه او عبث مصرف نه سي، د بېلګي په ډول: اوبه د انسانانو حیاتي اړتیا ده. په یو کور کي، چي اوبه نه وي او د برمې وسع هم و نه لري، په بل کور کي برمه او د اوبو پراخي وي، که یو مسلمان د خیر په نیت برمه وهي، باید په هغه کور کي یې ووهي کوم، چي اوبو ته اړتیا لري، که څوک اړه کورنۍ پرېږدي په هغه بل کور کي د برمې څنګ ته برمه وهي دا په ښکاره ډول عبث کار ګڼل کیږي.
 
پیاوړتیا: اسلامي رسنۍ باید د اسلامي رسنیو او نورو دیني خدماتو د پیاوړتیا په غرض ایجاد سي، څو د کفري او د فسق د رسنیو په مقابل کي د اسلامي رسنیو مورچله قوي او مضبوطه سي.  د یوې اسلامي رسنۍ "په څنګ کي" د بلي اسلامي رسنۍ د پرانيستلو هدف دا وي، چي د کفري او د فسق د رسنیو د اورېدونکو، لیدونکو او لوستونکو د مزاج او جذب لپاره، د اسلامي رسنۍ د پیاوړتیا او د کفري او د فسق د رسنیو د مقابلې لپاره، يا د موجوده اسلامي رسنۍ په خپرونو کي د اثرښندونکو خپرونو د نه موجوديت له امله په نوې بڼه یوه داسي اسلامي رسنۍ ایجاد سي، چي کفري او د فسق رسنیو ته ور پاته اورېدونکي او لیدونکي ځني را جذب کړي، نو په دې سره به په واقعي ډول اسلامي رسنۍ پیاوړې او د کفري رسنۍ مقابله سوې وي، خو که د یوې اسلامي رسنۍ د پوښښ په ساحه کي د اسلامي رسنۍ په نامه بله رسنۍ په "عین شکل او صورت" ایجاد کیږي، هدف یې د جدید اورېدونکو را جلبول نه وي، بلکي هدف یې د موجوده اسلامي رسنۍ اورېدونکي او کتونکي وي، د دغي رسنۍ اساسي موخه د کفري رسنیو مقابله نه ده او نه هم اسلامي رسنۍ په پیاوړې کیږي بلکي د اسلامي رسنۍ د خپرونو مزاحمه او اخلالونکې ګرځي؛ جدید څه د ځان سره نه لري او نه هم جدید اوریدونکي یعني د فسق د رسنیو اورېدونکي ځان ته را جذبوي . 
 
پراختیا: دیني خدماتو ته باید ورځ تر بلي پراختیا ورکړل سي، ځکه د انسانانو د شمېر د زیاتېدلو په تناسب د دیني ادارو پراختیا ته هم اړتیا پیدا کیږي او په ډېرو سیمو کي دیني ادارې په دومره قلت کي وي، چي د سبا اړتیا خو پرېږده د نن ورځي ضرورت لا هم نه سي پوره کولای، د دې ښکاره مثال مدارس دي؛ مدارس پراختیا ته اړتیا لري، ځکه موجوده مدارس که څه هم د پخوا په پرتله ډيري دي، خو بیا هم کافي نه دي، پراختیا ته اړتیا لري، ځکه اوس هم په ډیرو سیمو کي مدرسې نسته ،  لیري مدرسو ته یې د طلباؤ تګ او راتګ ستونزمن یا هم تر وسع وتلی کار وي، د ظرفیت او اقتصاد په لحاظ هم موجوده مدرسې د دې کفالت نه سي کولای، چي د ټولو ښاري او اطرافي طلباؤ لپاره استاذان، درسګاوي او د لیليې انتظام برابر کړي، نو څومره چي مدارس زیاتي پرانستل کیږي په هغه اندازه به د مزید طالبانو لپاره د لیليې او درسګاوو امکانات زیاتیږي، لکه څه ډول چي مدارس پراختیا ته اړتیا لري، اسلامي رسنی هم پراختیا ته اړتیا لري خو د اسلامي رسنیو د پراختیا معنا دا نه ده، چي د مدرسو په شان په هر "کلي" کي اسلامي راډیو پرانيستل سي، ځکه د راډیو ږغ چي تر کومو ساحو رسیږي هلته، چي څونه خلک وي هغوی ټول یې په یوه وخت کي اورېدلای سي، پر راډیو اضافه خرڅ او تخنیکي بوج هم نه راځي، لهذا د اسلامي رسنۍ د پراختیا مفهوم دا دی:
 
الف -  جدیده ساحه تر پوښښ لاندي راوستل وي، مثلاً: زابل ته د تعلیم الاسلام راډیو ږغ نه رسیږي او هلته هم اسلامي رسنۍ نسته که یو اهل الخیر هلته اسلامي رسنۍ پرانیزي، همدا د اسلامي رسنۍ پراختیا ده، ځکه جدیده ساحه تر پوښښ لاندي راولي.
 
 باء- په جدید شکل او محتوا په ابتکاري اسلوب نوي اورېدونکي هدف ګرځول او جذبول یا هم علمي تشه او خلاء ډکول، که ساحه، اورېدونکي او محتوا جدیده نه وي، بلکي د پوښښ ساحه او اورېدونکي هغه وي، محتوا او شکل په لږ بدلون هغه یعني (Copy  او Paste) وي، دغه کړني ته د اسلامي رسنۍ پراختیا نه، بلکي د اسلامي رسنۍ اخلال او مزاحمت ویل مناسب ښکاري. 
 
وحدت او اتفاق : د اسلامي رسنۍ اساسي موخه د دین ابلاغ او دعوت دی، دعوت او ابلاغ هغه مهال مؤثر او په ښه او بشپړ ډول انجام کېدلای سي، چي د علماء کرامو تر منځ د اتفاق او وحدت قوي روحیه وجود ولري، لهذا اسلامي رسنۍ باید د اتفاق او وحدت پر روحیه ایجاد سي، نه دا چي په ټولنه کي په ځانګړي ډول د علماء کرامو په صف کي د انشقاق او درز سبب وګرځي.   
 
د اختلاف مفاسد: د ښځي او خاوند تر منځ، چي د بیلتون درز واقع سي، نو د سړي او ښځي د خپلوانو تر منځ د خېښۍ له کبله رامنځ ته سوې دوستي په عداوت بدلیږي، ماشومان د مور او پلار د شفقت د غیږي څخه بې برخي، اواره او لالهانده کیږي. جوړ سوی کورنی نظام یې په کنډواله بدلیږي. همدا وجه ده، چي ابلیس د مېړه او ماینې تر منځ تفرقه راوستونکی شیطان ډېر ستایي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ابلیس خپل لښکري د انسانانو د بې لاري کولو د پاره یوې او بلي خوا ته لیږي او بیا یو په بل پسې خپله کارنامه ورته بیانوي، یو ووایي: ما داسي - داسي وکړه! ابلیس ورته ووایي: تا د ستایني وړ کار نه دی کړی. بل ورته ووایي: زه تر هغه وخته په دې سړي پسې وم، څو دوی دوه مي سره بېل کړل، وایي: ابلیس دغه شیطان په غیږ کي ونیسي او ورته ووایي: (نعم انت) ته زما ښه فوجي یې! دا ځکه چي دښمن مسلمانانو ته زیان او تاوان تر بل هر شي زیات د هغوی په خپل منځي اختلاف رسولای سي، ځکه د اختلاف په نتیجه کي دښمن تماشه کوي او مسلمانان په خپل منځ کي یو او بل تخریبوي.
 
 د نړۍ موجوده حالات پر دې شاهد دي په هر اسلامي وطن کي، چي د مسلمانانو خپل منځي وحدت او اتفاق په درز او شقاق بدل سي، کافران هغه ملکونه په ډېره اسانتیا تر تتۍ لاندي کولای سي، ځکه د همدغه وطن خلک د خپل منځي اختلاف له کبله د خپل مقابل جهت د ځپلو او کمزوره کولو لپاره کفري افواجو ته بلنه ورکوي او د هغوی وحشیانه یرغل ته جواز او د مشروعیت دستاویزونه ورکوي .
 
د مځکي پر مخ سپېڅلي ځایونه مسجدونه دي؛ د مسجد جوړول د یو کس یا ادارې "انحصاري" حق نه دی، بلکي هر مسلمان یې جوړولای سي او د هر مسلمان په حق کي د ستایني وړ او د ثواب کار بلل کیږي،  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
« مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلَّهِ بَنَى اللَّهُ لَهُ فِى الْجَنَّةِ مِثْلَهُ » (مسلم)
 
 ژباړه: څوک چي د الله د رضا لپاره مسجد جوړ کړي، الله به هغه ته په جنت کي د همدې مسجد په شان قصر جوړ کړي.
 
 یعني لکه څنګه چي مسجدونه د مځکي پر مخ تر ټولو سپېڅلي او افضل ځایونه دي، عوض به یې هم د جنت په قصرونو او ماڼیو کي تر ټولو غوره او ښه قصرونه وي، خو همدا مسجد که بېله ضرورته او اړتیا د بل مسجد څنګ ته جوړ سي، د بېلګې په ډول:

په یو محل کي که مسجد نه وي هلته مسجد جوړول دیني ضرورت او اړتیا بلل کیږي، هر کس چي هلته مسجد جوړوي نیت که یې څه هم بېله الله تعالی څخه بل چا ته نه معلومیږي خو دا چي محل د لمانځه لپاره مسجد ته سخته اړتیا لري، د مسجد جوړولو باعث یې همدا دیني ضرورت او اړتیا ګڼل کیږي، په دې کار کي مخلص بلل کیږي د الهي حکم «وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى» په اساس یې مرسته او ملاتړ پکار دی او که په محل کي پراخ مسجد جوړ سوی وي، د محل ټول خلګ اسانه تګ او راتګ ورته کولای سي او ټول په اتفاق اوږه پر اوږه په یوه صف کي پنځه وخته لمونځونه پکښي اداء کوي، د دغسي مسجد څنګ ته بل مسجد جوړول ګټه نه لري، ځکه د بناء کولو باعث یې دیني ضرورت او اړتیا نه ده، بلکي د نه جبرانېدونکي تاوان سبب ګرځي، ځکه په محله کي د یوه صف له برکته را پیدا سوی خپل منځي الفت او وحدت په نفرت او تفرقه اړوي، دغه ډول مسجد ته په شرعي اصطلاح مسجد ضرار وایي او د «وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى» مصداق نه ګڼل کیږي، بلکي  شرعي حکم یې د هغه مسجد په شان دی، کوم چي د منافقانو لخوا د مسجد قباء په مقابل کي جوړ سوی و، د هغه د جوړولو له څلورو ناوړو مقصدونو څخه یو هم:
«وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ» و؛ نو کوم مسجد، چي د تفرقې او دیني ضرر سبب ګرځي د هغه جوړونکي که څه مخلص مؤمن وي، د تفرقې او شقاق- چي د فتنې او ورانۍ ریښه ده- د مخنیوي له کبله یې ړنګول یا په هغه کي لږ تر لږه لمونځ نه کول پكار دي. څه مهال چي رسول الله   ته په مسجد ضرار کي د لمانځه بلنه ورکړل سوه، دا الهي حکم ورته وسو: «لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ»
ژباړه: په دې مسجد (ضرار) کي کله هم لمونځ مه کوه! یقینا هغه مسجد، چي د لومړۍ ورځي څخه پر تقوا بناء سوی دی هغه تر دې زیات حق لري، چي ته لمونځ پکښي وکړې. 
 
  د تعلیم الاسلام راډیو د مقبولیت او محبوبیت او ورځ تر بلي یې د اوریدونکو د زیاتېدلو سِر او راز په لاندي دوو شیانو کي نغښتی دی : 
 
 لومړی: تعلیم الاسلام راډیو په ډېرو نازکو او حساسو حالاتو کي د دیني اشد ضرورت او اړتیا پر بنیاد تاسیس سوې ده او په ښه تدبیر ، حکمت او مېړانه یې د فسق او کفري رسنیو د فکري یرغل او ظالمانه تهاجم مقابله کړې ده، تر داسي اندازې، چي الحمدلله داسي رسنۍ یې لا هم طوعًا او کرهًا یعني خوښ او ناخوښ تر خپل سیوري لاندي راوستلي دي، چي دیني خپرونو ته یې په هیڅ ډول د ډولونو ځای نه ورکاوه!  اوس اورو، چي یو شمېر خپرونو یې اسلامي رنګ خپل کړی دی، الحمد لله دا د علماء کرامو د همکارۍ او تائید او د مخلصو همکارانو د زیار او ابتکار نتیجه ده، چي تعلیم الاسلام راډیو د اسلامي رسنیو لپاره "اسوة حسنة" ګرځېدلې ده، ډیری رسنۍ دیني خپروني ځني استنساخ یعني (Copy او Paste) کوي په لږ بدلون یا ایډیټ یې ځانونو ته انتماء او نسبت کوي.  
 
تعلیم الاسلام راډیو به نور هم ان شاء الله تعالی د دیني اړتیا او ضرورت پر بنسټ د امکانانو په صورت کي دغه دیني خدمت ته پراختیا ورکوي، په یو شمېر هغو ولایتونو کي به هم د تعلیم الاسلام راډیوڅانګي پرانیزي، کوم چي هلته تر دې دمه اسلامي رسنۍ وجود نه لري او د سیمي هر کس یې د تشي او خلاء احساس کوي او بل اړخ ته د کفري او فسق د رسنیو د تهاجم د ناوړو پایلو څخه فکرجن دي، په دې جمله کي د بیلګي په ډول فراه او زابل یادولای سو، کوم چي د څو کلونو څخه یې علماء کرام غوښتنه کوي، خو متاسفانه چي د اقتصادي مشکلاتو لکبله نه موږ، نه  هغوی او نه هم یو بل مسلمان دا تشه ډکه کړې ده.
 
دوهم: د دغي اسلامي رسنۍ اصلاحي، تعلیمي او بیلابیلي دیني خپروني د جیدو علماء کرامو لخوا ترتیب او خپرېږي او په خپرونو کي د ډېر دقت او احتیاط څخه کار اخیستل کیږي، څو داسي څه ترې نشر نه سي، چي هغه په ټولنه کي د شقاق او اختلاف سبب ګرځي یا هم غیر موثق یا په علمي لحاظ کمزوري شیان وي.
 
الحمد لله د تعلیم الاسلام راډیو، چي نورو ولایتونو ته د نشراتو ساحه پراخه کړې ده، هغه یې د اړتیا، پیاوړتیا، خپل نوښت او ابتکار او د سیمي د علماء کرامو تر منځ د وحدت او اتفاق د روحیې د لا تقویه کولو پر اساس ورکړې ده او نور به هم ان شاء الله تر خپل وسع دې خدمت ته پراختیا ورکوي.
 
و الله الموفق. 
تعلیم الاسلام اداره
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه

سرته