تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعاء ارزښت، قبولیت او ډولونه
  تعلیم الاسلام
  March 21, 2016
  0

 

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
سرچينه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د دعاء ارزښت، قبولیت او ډولونه
 
الحمد لله رب العالمين و الصلوة و السلام علي رسوله الکريم و علی آله و صحبه اجمعين و بعد :
ټول انسانان او مخلوقات الله (ته اړ او محتاج دي ، الله) غني ذات دی، الله تعالی ( هیچا ته اړ  او محتاج نه دی ، الله تعالی) صمد دی هر  اړ  او محتاج د خپل حاجت د پوره کولو د پاره هغه ته  رجوع کوي تر څو هغه يې اړتیا ور پوره کړي .
 
الله جل جلاله فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) ۱۵ فاطر.
ژباړه: اې خلکو ! تاسو الله ته ډېر  اړ  او محتاج یاست ، الله  غني دی هیچا ته اړ نه دی ، الله په هر کار کي د ستاینی وړ دی.
 
مومنانو ته په کار ده چي خپل ټول حاجتونه د هغه ذات څخه وغواړي چي هغه غني او قادر ذات دی هر څه يې په وسع  او توان کي دي ، هغه عالم ذات دی هر اړ  او محتاج چي په هر ځای کي او په هر مهال کي په هره ژبه د کومک د پاره آه او فریاد کوي هغه يې آه او فریاد اوري ، د زورېدلو او کړېدلو زړونو په غم ځپلو حالاتو علم لري .
 
دعا د عبادت مغز ده ، ځکه د عبادت همدا معنا ده چي بنده د خپل رب په وړاندي د عاجزۍ سر ټیټ کړي ، په دعا کي بنده په ژبه او په زړه پر خپله کمزوری په نهايي عاجزي اقرار کوي او د اړتیا او احتیاج خالي لاسونه د غني ذات د مرستي او کومک په هیله پورته کوي .
 
همدا وجه ده چي الله تعالی ( و ټولو بندګانو ته حکم کړی دی چي تاسو خپل ټول حاجتونه د خپل رب څخه طلبوی ، او کوم کسان چي الله) ته ځان اړ نه بولي ، د لويي او غرور لکبله د الله څخه سوال نه کوي هغو ته يې د جهنم د سختو عذابونو ګواښ او تهدید ورکړی دی .
 
الله جل جلاله فرمایلي دي : (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ) ۶۰ غافر.
 
ژباړه : او ستاسو څښتن فرمایلي دي : زما څخه مو د ټولو اړتیاوو غوښتنه کوی ، ځکه زه مو دعاوي قبلوم ، یقینا هغه کسان چي هغو ی زما د عبادت او دعا غوښتني څخه لويی کوي ، هغوی  به ژر جنهم ته په ډېر ذلت ننوځي .
 
په پورتني ایت کي الله تعالی ټولو بندګانو ته د دعا ور خلاص پرانستی دی او ټولو ته يې حکم کړی دی  چي هر څومره ډېر او لږ حاجت مو  زما څخه طلبوئ ، که د ورځي په مهال کي اړ کیږي او که د نیمي شپې په تیاره کي اړ کیږي ، د هر حاجت غوښتنه او سوال زما څخه کوئ ځکه زه مو دعاوي قبلوم .
 
ځیني کسان که په لږ شي اړ شي نو د الله تعالی څخه يې غوښتنه نه  کوي او وايي چي خواست کوې نو د آس دا کوه دا پر ځای کار نه دی ځکه تر زياتي اړتیا په لږ اړتیا کي و خپل رب ته د احتیاج لاسونه پورته کول د بنده ګۍ حقیقت ښه را څرګندوي ، رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم فرمایلي :      (لِيَسْأَلْ أَحَدُكُمْ رَبَّهُ حَاجَتَهُ كُلَّهَا حَتَّى يَسْأَلَ شِسْعَ نَعْلِهِ إِذَا انْقَطَعَ) رواه الترمذي عَنْ أَنَسٍ.
 
ژباړه : تاسو هر یو د خپل رب څخه خپل ټول حاجتونه طلبوئ تر داسي اندازې که د چا د څپلۍ  تسمه وشکېږي هغه دي هم د الله تعالی څخه غواړي.
 
د دعا د قبلېدلو ډولونه
 
د مومن هره دعا قبلیږي ځکه الله جل جلاله يې وعده کړې ده البته چي د خپلوي پرې کولو او  د ګناه کولو غوښتنه  نه وي ، که څوک دا ډول دعا  کوي چي په هغه کي د خپلوانو څخه د خپلوۍ د اړیکو د پرې کېدلو غوښتنه کوي او یا د ګناه د کار د کولو غوښتنه کوي نو دا دعا يې الله تعالی د خپلي مهرباني له مخي نه قبلوي ځکه د دا ډول دعا په قبلېدلو کي خپله انسان ته زیان رسیږي.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لَا يَزَالُ يُسْتَجَابُ لِلْعَبْدِ مَا لَمْ يَدْعُ بِإِثْمٍ أَوْ قَطِيعَةِ رَحِمٍ مَا لَمْ يَسْتَعْجِلْ قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا الِاسْتِعْجَالُ قَالَ يَقُولُ قَدْ دَعَوْتُ وَقَدْ دَعَوْتُ فَلَمْ أَرَ يَسْتَجِيبُ لِي فَيَسْتَحْسِرُ عِنْدَ ذَلِكَ وَيَدَعُ الدُّعَاءَ) مسلم عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ.
 
د بنده دعا تل قبلیږي تر څو چي د ګناه او خپلوي پرې کولو دعا و نه کړي البته چي تلوار و نه کړي ، یو چا پوښتنه وکړه چي تلوار يې څه ته وايي چي لکبله يې دعا نه قبلیږي ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : تلوار يې دا دی چي وايي دعاګاني مي ډېري کړي دي خو قبولي شوي نه دي نو ځان ناهیلۍ کړي دعا پریږدي .
 
همدا راز  د خیر په پرتله ښېراوي هم الله تعلی نه قبلوي ، د مکې مشرکانو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویل  کوم عذاب چي ته مونږ  په ډاروي  پر مونږ  يې ژر نازل کړه  نو الله تعالی داسي وفرمایل : (وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ َجَلُهُمْ ...)۱۱ يونس.
 
ژباړه : که چیري الله خلکو لره شر چي دوی يې غوښتنه کوي د خیر د عجلې په شان ژر  ورسولای نو د ژوند میعاد به يې ختم او هلاک شوي وای .
خو دا هم باید په پام کي ولرو چي ځیني دا ډول  وختونه شته چي په هغه کي دعا او ښېرا دواړه قبلیږي .
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :(لَا تَدْعُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ وَلَا تَدْعُوا عَلَى أَوْلَادِكُمْ وَلَا تَدْعُوا عَلَى أَمْوَالِكُمْ لَا تُوَافِقُوا مِنْ اللَّهِ سَاعَةً يُسْأَلُ فِيهَا عَطَاءٌ فَيَسْتَجِيبُ لَكُمْ.) مسلم عن ابی اليسر.
 
ژباړه : تاسو خپلو ځانونو ته ښېرا مه کوئ ، او مه خپلو اولادونو او مه خپلو مالونو ته ښېرا کوئ ، په داسي ګړي کي مو ښېرا برابره نه شي چي په هغه کي چي د الله( څخه هره غوښتنه کیږي نو الله تعلی يې دعا قبلوي .الله جل جلاله د دعا حکم کړی دئ او هم يې د دعا د قبلولو وعده کړې ده نو ځکه بنده ګانو ته په کار ده چي تل د دعا سره ځان عادت کړي . 
 
د دعا قبولیت ډولونه                                                                                                                                                       
 
د دعا قبولیت په درې ډوله دی ، یو داچي کوم څه چي بنده يې غوښتنه کړې ده هماغه شى الله تعالی په نژدې یا لیري وخت کي ورته ورکړي ، دوهم داچي دا بنده د غم او زیان سره مخ کېدونکی وي نو الله جلا جل له دده دعا د همدغو راتلونکو غمونو او تاوانونو په وړاندي ورته سپر کړي او ځني په و يې ساتي ، دریم داچي د دعا ثوابونه يې الله تعلی و آخرت ته ور ذخیره کړي ، په آخرت کي چي بنده د خپلو دعاګانو ثوابونه وویني نو تمنا به کوي چي کاشکي ټولي دعاګاني يې د آخرت د پاره ذخیره شوي وای .
 
أبوسعيد الخدري رضی الله عنه وايی چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (ما من مسلم يدعو بدعوة ليس فيها إثم ولا قطيعة رحم إلا أعطاه الله بها إحدى ثلاث : إما أن يعجل له دعوته وإما أن يدخرها له في الآخرة وإما أن يصرف عنه من السوء مثلها " قالوا : إذن نكثر قال : " الله أكثر "). رواه أحمد.
 
ژباړه : هر یو مسلمان چي  دعا وکړي ،  البته چي په هغه کي د ګناه او د خپلوۍ پریکولو غوښتنه  نه وي  نو الله  هرومرو  یو  د  درو شیانو څخه ورته په ورکوي ، یا به  يې  غوښتنه ژر  ورته  پوره کړي ،  یا به یې دعا  آخرت  ته ور ذخیره کړي ، یا به د دعا په  اندازه زیان ځني په دفع کړي ، صحابه کرامو وویل : نو چي خبره همداسي ده نو مونږ دعاګاني زیاتي کوو ، رسول الله ورته وویل : د الله خزانې ستاسو تر غوښتونو  ډیري دي.
 
البته ځني عوارض شته چي هغه د دعا د قبلېدلو مخه نیسي نو د هغو څخه باید بنده ځان وساتي .
حرامه نفقه د دعا د قبلېدلو مخه نیسي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :
 
اې خلکو ! الله تعالی طیب دی بېله پاکیزه او حلالي صدقې څخه بله صدقه نه قبلوي ، او الله جل جلاله مومنان په هغه څه امر کړي دي کوم چي رسولان يې په امر کړي دي یعني رسولانو ته يې په قرآن پاک کي حکم کړی دی چي اې رسولانو ! حلالي نفقې خورئ او صالح عملونه کوئ او مومنانو ته يې هم همدا ډول حکم کړی دی چي اې مومنانو ! تاسي د هغو حلالو نفقو څخه خوراک کوئ چي مونږ درکړي دي :
 
ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ يَا رَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ (رواه مسلم عن ابي هريرة= ).
 
ژباړه: بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سړي یادونه وکړه چي هغه اوږده سفرونه کوي ، د سفر لکبله يې ورېښتان پیچلي او په ګرزو لړلی وي او لاسونه د آسمان خوا ته اوږدوي د یا رب ! یا رب ! آواز کوي خو دده خوراکه حرامه وي ، چښاک يې حرام وي ، جامې يې حرامي وي او په حرامو يې بدن وده کړې وي ، نو بیا څرنګه يې دعا ددغو حرامو لکبله قبلېدای شي .
 
د دعا د قبلېدلو لپاره دا هم ضروري ده چي کوم څه چي په خوله يې غواړي او په هغه کي ځان الله تعالی ته اړ او محتاج بولي نو په زړه هم همداسي ځان اړ  وبولي او غوښتنه يې ولري .
 
رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمایلي دي: (ادْعُوا اللَّهَ وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالْإِجَابَةِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَجِيبُ دُعَاءً مِنْ قَلْبٍ غَافِلٍ لَاهٍ .)رواه الترمذي عن ابی هريرة.
 
ژباړه : تاسو د الله تعالی څخه دعا طلبوئ او دا پداسي حال کي چي د قبلېدلو باور او یقین يې ولری او پدې پوه شى چي الله جل جلاله د غافل او په بل څه مشغول زړه دعا نه قبلوي .
د دعا د قبلېدلو د پاره دا هم ضروري ده چي په پیل کي د الله حمد او ثناء او پر محمد صلی الله علیه وسلم درود او سلام وویل شي .
 
او د هغو وختونو او ځایونو څخه ګټه واخيستل شي چي دعاګاني پکښي قبلیږي د حج د ټولو مناسکو په جریان کي او په ټولو مقدسو ځایونو کي دعاوي قبلیږي نو حاجیانو لره په کار ده چي څونه وسع او توان يې وي دعاوي وکړي ، هیله ده  ددې کرښو عاجز بنده هم په دعا کي یاد ولرئ .
 
دعا په هر ژبه کېدلای شي خو تر ټولو ښې دعاګاني هغه دي چي په قرآن کریم کي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل شوي دي .
نو ځکه دلته مونږ څو لنډي قرآني او مسنوني دعاګاني د ژباړي سره لیکو دا دعاګاني د حج او عمرې په مناسکو کي هر ځای کېدلای شي او هم په نورو حالاتو کي کېدلای شي .
 
د دنیا او آخرت د ښېګڼو دعا
 
انس رضی الله عنه وايی: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مسلمان سړي پوښتني ته ورغلی ، هغه د ناروغۍ لکبله د چوغکي د چیچي په شان کوچنی شوی وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه څخه پوښتنه وکړه او ورته وې ويل:  ایا تا خو به د یو شي سوال نه کاوه ؟ هغه ورته وویل هو ! ما داسي ویل : یا الله ! کوم عذاب چي په آخرت راکوې هغه په دنیا کي راکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: سُبْحَانَ اللَّهِ! د الله تعالی د عذابونو توان خو نه لرې ، ولي دي داسي دعا نه کول ؟
 
اللَّهُمَّ آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ .
 
ژباړه : یا الله ! ما ته په دنیا کي ښېګني راکړه ، او په آخرت کي ښیګڼي راکړه ، او د جهنم د اور د عذاب څخه مي وساته .
دې سړي همدا دعا د الله تعالی څخه وغوښته او الله تعالی صحت ورته ورکړ .(مسلم )
 
----------------------
 
ماخذ: د حج ښه ملګری
 

سرته