تازه سرليکونه
د (خبرتياوې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام ویب پاڼه په څلورو ژبو!
  تعلیم الاسلام
  March 22, 2016
  0

 زيری!

 
د روان کال د حوت مياشتي پر ۲۳ تاريخ د تعليم الاسلام راډيو په دفتر کي د محترم مولوي محمد عمر"خطابي " صاحب په رياست غونډه وسوه، چي د نورو همکارانو ترڅنګ ډاکټر نثاراحمد"صمد" صاحب او محترم عبدالغفار"جبير" صاحب د غونډي ميلمانه وو.
 
 
د مجلس محتوا د تعليم الاسلام مجلې ليکني، د چاپ وخت، تيراژ اواړوندي موضوعګاني وې. د تعليم الاسلام فارسي مجلې د پیليدلو او په تعليم الاسلام ويب پاڼه کي د دري او انګليسي ژبو د محتوياتو د پراختيا په اړه د ګډونوالو لخوا بحث وسو، چي ټولو پر ځای اقدام وباله.
 
 
وروسته د محترم مولوي صاحب لخوا تصميم ونيول سو، او اړوندو کسانو ته هدايات وسول، چي دواړي چاري دي پیل سي. [الحمد لله]
 
د همکارۍ لپاره دلته کليک وکړئ.
 
 
 
 
------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

سرته