څانګه: نکاح نيټه: April 7, 2016
       
خمر څه شي ته وايي ؟

 

خمر څه شي ته وايي ؟

خمر د ټولو په آند په قطعي ډول حرام دي ، خو دا چي خمر څرنګه او د څه شي څخه جوړيږي پدې اړه د ائمه وو څه اختلاف دى.
 
د ابوحنيفه رحمه الله  په آند د انګورو اومه دوښا چي وخوټيږي او ګاټه سي زګونه وغورځوي يعني زلال او ړون سي نوهغه ته خمر وايي.
 
د امام مالک ، امام شافعي ، امام احمد بن حنبل ، ابويوسف او امام محمد رحمه الله په آند د انګورو اومه دوښا چي وخوټيږي ګاټه سي نو هغه ته خمر وايي که څه هم زګونه و نه غورځوي ، البته کله نورو نشه کونکو چښاکو ته هم په مجازي معنا خمر ويل کيږي.

د شرابو حکم

ا – د شرابو حرمت خپله د شرابو لکبله دى نو ځکه يې لږ او ډېر چښل حرام دي.
٢- شراب غليظه نجاست دى لکه ويني او بولي.
٣- شراب حلال بلل کفر دى.

٤- د شرابو څخه هر ډول استفاده کول حرامه ده ، د علاج د پاره يې لا هم چښل جواز نه لري.
٥- د شرابو خرڅول حرام دي.
٦- د شرابو پر چښونکي اتيا دورې حد جاري کيږي که څه هم په نشه نه سي.

حرام چښاک

طِلاء ، سَکَر او نقيع هم د حرامو چښاکو د جملې څخه دي.
طِلاء د انګورو هغې دوښا ته وايي چي پخه سي او په پخېدلو يې دوې دريمي البته په لږ څه کم له منځه ولاړه سي  ، طلاء د باذق او عصير په نامه هم ياديږي.

د يادوني وړ ده چي په نن عصر کي د ميوو هغې دوښا ته عرب هم عصير وايي ، کوم چي په انګليسي کي جوس ورته وايي ، دا ډول عصير حلال دي ځکه چي دا دوښا په يخه هوا او ځانګړو قطيو کي تازه ساتل کيږي ، هيڅ تغيير او بدلون يې په بوى او خوند کي نه راځي او نه يې د لږ او ډېر چښلو څخه څوک نشه او مستيږي.

سَکَر د تازه خرما هغي دوښا ته وايي چي پر جوش راسي او مُسْكِر يعني نشه کونکى چښاک وګرځي.
وچه خرما چي په اوبو کي واچول سي ، څه مهال چي وخوټيږي او د نشې وړتيا پکښي پيدا سي هغه ته بيا نقيع التمر وايي او دا هم د حرامو مشروباتو څخه دي ، ځيني بيا نقيع التمر ته سَکَر هم وايي.

نقيع الزبيب هم حرام دي ، کشمش ، ارتاوۍ ، آبجوشي ، وڅکي او بل هر ډول وچ سوي انګور چي په اوبو کي واچول سي نو څه مهال چي پر جوش راسي وخوټيږي او مُسْكِر يعني نشه کونکى وګرځي هغه ته نقيع الزبيب وايي او دا هم حرام دي.
 
د خمر او نقيع الزبيب تر منځ فرق دا دى چي خمر د تازه انګورو هغي دوښا ته وايي چي وخوټيږي ، اشتداد پيدا کړي يعني ګاټه سي د نشې وړتيا پيدا کړي او زګونه وغورځوي او نقيع الزبيب بيا هغو اوبو ته وايي چي کشمش يا بل ډول وچ انګور پکښي واچول سي او بيا دا اوبه را وخوټيږي، نشه کونکي وګرځي.

اختلافي چښاک

 نَبِيذُ التَّمْر ، خَلِيطَان ، نَبِيذ العسل او مُثَلَث عِنَبي څلور داسي مشروبات دي چي د درملني او طاقت پيدا کولو د پاره يې چښل د ابوحنيفه رحمه الله او ابو يوسف رحمه الله په آند جايز دي خو که څوک يې د بازۍ او مستۍ د پاره چښي نو بيا يې د ابوحنيفه او ابويوسف په آند هم چښل حرام دي.

د امام مالک ، امام شافعي ، امام احمد بن حنبل او امام محمد په آند د دا څلورو واړو مشروباتو چښل د درملني او قوت د پاره لا هم حرام دي.

اول : وچه خرما چي په اوبو کي واچول سي او لږ څه پخه سي هغه ته  نَبِيذُ التَّمْر وايي ،  نَبِيذُ التَّمْر که څه هم اشتداد ومومي يعني ګاټه او نشه کونکې سي بيا يې هم د ابوحنيفه او ابويوسف په آند د درملني او قوت په غرض چښل جايز دي ، خو د مستۍ او بازۍ يعني په هوس وخت تېرولو د پاره يې چښل حرام دي ، نبيذ الزبيب هم دا ډول دي.
 
دوهم : کشمش او خرما چي يو ځايي ګډ اوبو ته واچول سي او لږ څه پاخه سي هغه ته خليطان وايي. 
دريم : عسل ، انځر ، غنم ، وربشي ، جواري او نور حبوبات که اوبو ته واچول سي که همداسي اومه پرېښول سي يا پاخه سي او اشتداد ومومي يعني ګاټه او نشه کونکي وګرځي دا ټول د نبيذ العسل په حکم کي دي ، د ابوحنيفه او ابويوسف په آند يې د درملني او قوت په غرض چښل جايز دي ، خو د مستۍ او بازۍ يعني په هوس وخت تېرولو د پاره يې چښل حرام دي.

څلورم : د انګورو هغي دوښا ته مثلث عنبي وايي کوم چي په پخېدلو يې دوې برخي ولاړي سي او دريمه برخه يې پاته سي ، د مثلث عنبي چښل هم د ابوحنيفه او ابويوسف په آند د درملني او قوت په غرض جايز دي خو د مستۍ او بازۍ يعني په هوس د وخت تېر د پاره يې چښل حرام دي ، لکه څه ډول چي فاسقان او فاجران يې چښي .
 
لکه څه ډول چي مو مخکي ولوستل د امام مالک ، امام شافعي ، امام احمد بن حنبل او امام محمد رحمه الله په آند د دا څلورو واړو مشروباتو چښل د درملني او قوت د پاره لا هم حرام دي.

چرس او ترياک

د چرسو او ترکايو خوړل هم حرام دي ، البته د تداوي او درملني د پاره يې خوړل جايز دي ، ځکه د دغو شيانو حرمت خپله د دغو شيانو لکبله نه دى بلکي د زيان او تاوان لکبله دى ، نو ځکه يې د معالجې د پاره لږ مقدار چي مفيد وي جايز دي البته د نشې د پاره يا دونه اندازه خوړل چي جسم او بدن ته زيان رسوي حرام دي. 

که څوک په چرسو يا ترياکو نشه سي او د نشې په حالت کي ښځي ته طلاق ورکړي نو طلاق يې واقع کيږي ځکه دا حرامه نشه ده.
 
 
-----------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه