تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نفس سره یو څو خبري
  تعلیم الاسلام
  April 17, 2016
  0
ژباړه: عبدالقدیر پوپل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
امام ابن جوزی رحمه الله  فرمایلی : کله چي انسان د سهارله لمانځه څخه فارغ شي باید خپل زړه آرم او خپل نفس ته ووائي : اې نفسه زما ټوله سرمایه یوازي دا ژوند دی. که دا سرمایه فنا سي نو د ټول تجارت او ګټي څخه به محروم سم او دا یوه نوې ورځ ده چي پکښي الله پاک مهلت راکړی دی او د مرګ په ځنډولو يې پر ما احسان کړې دی. 
 
که ئی د ژوند نعمت را څخه اخستی وای نو ما به د مهلت ارمان کولای چي نیک عمل مي پکښي کړی وای نو ای نفسه هم دغه فکر وکړه چي ته مړ وې او مهلت یې درکړی دا ورځ مه  ضایع کوه. 
 
فکر وکړه چي په ورځ او شپه کي یوه  المارۍ در کوي چي ۲۴ خانې لري چي د قیامت په ورځ  به خلاصیږي او الله پاک به د هر ساعت ګټلی نیکي ویني نو که د چا د المارۍ خانې د نیکۍ نه ډکي وي خوشبخت او که نه وې بدقسمته به وي. 
 
یعنی که  د نیکۍ پر ځای د ګناه څخه ډکي وي نو د نور پر ځای به تیاره او بدبوی وي او هغه ساعت چي انسان پکښي د الله پاک نافرماني کړې وي د هغه  عذاب ، ذلت او رسوائی سبب به سي. داسي خانې به هم پدې المارې کي وي چي تشه به وي هیڅ به هم پکښي نه وي  . هغه خانې د هغو ساعتونو خانې دي چي په هغه کي ئې خوب کړی وي. ددې خانې په را خلاصدلو به هر کس افسوس کوي غمګینه به وي چي قادر وو چي د موقع څخه ګټه واخلي خو ضایع کړي ئې ده .
 
هر انسان باید نفس ته ووائي چي نفسه! کوښښ وکړه چي د نن المارۍ د نیکو اعمالو څخه ډکه کړې یوه خانه هم خالې پرې نږدي . داسي نه چي د علیین درجات ضایع سي او نور یې هغه درجې واخلې.
 
شداد بن اوس رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي ؛ چي عقلمند هغه کس دی چي خپل نفس د ځان تابع کړي او داسی اعمال وکړي چي د مرګ وروسته یې په درد وخوري .عاجز هغه دی چي د خپل نفس په غوښتنو پسي وګرځي  او الله پاک څخه د ښه امید هم ولري. 
 
حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي: د قیامت د حساب مخکي د خپل نفس سره حساب وکړئ او د عمل د تول څخه مخکی تول کړه او د الله پاک مخ ته د حاضرېدوو  تیاری ونیسه.
په سورت الحاقه کي الله تعالی فرمايي:
 
يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ. (الحاقة: ۱۸)
په دغه ورځ كې به تاسې حاضروړاندې كړل شئ ( الله ته سره د حساب ) پټه به نه پاتې كيږي له ( اعمالو د) تاسې هيڅ يوه پټه خبره. 
 
ماخذ : د ژوند پر لاره د کامیابۍ سفر/لیکوال: محمد بشیر جمعه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته