تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عصر د ځينو مفتیانو غیراسلامي فتواوي
  تعلیم الاسلام
  April 19, 2016
  0

 لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
هر فن ماهر لري
 
لکه څرنګه چي په دنیوي امورو او کارو کي هر فَن ځان ته پوهان او ماهران لري، د نجار کار بَناء نه سي کولای او د بناء کار خیاط نه سي کولای، د چا چي سترګي خوږيږي د هډوکو ډاکټر ته نه ورځي او د زړه مریض د سترګو ډاکټر ته مراجعه نه کوي او داسي نور.
 
 نو دا به ډیره عجبه نه وي چي یو چا د عربي علومو څخه هیڅ نه وي ویلي او دﺉ په تفاسیرو او احادیثو کي ږغیږي، لوی لوی فتواوي، د حلال او حرام حکمونه صادروي. 
 
الله جل جلاله  د سورة الحج په (۸) نمبر آیات کي فرمايي: 
 
(وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ) [الحج: ۸] 
 
یعني: ځیني د خلقو هغه کسان دي چي بېله علمه، بېله پوهي، بېله دلیله، او بېله روښانه کتابه، په حق، په قَدَر، یا د الله په کلام کي بحث، جګړه، سوال او جواب کوي.   
 
هغه علماء کرام چي د اووه کلنۍ څخه بیا چي يې عمر هر څو کلو ته رسېدلی وي، که اویا کاله وي که اتیا، په خپل ټول عمر یې بېله د شرعي علومو د تعلیم او تعلّمه څخه بل کار نه وي کړی، هغه هم په فتواوو کي ډیر احتیاط کوي او د پخوانیو امامانو و کتابو ته حوالې کوي، د خپله ځانه او په بېخبري سره په دیني امورو کي نه څه وايي او نه د حلال او حرام فتواوي صادروي.
 
د نن عصر بې علمه او بې تقوا مجتهدین!
 
مګر هغه کسان چي نه یې صرف ویلي وي نه نحوَ، نه یې معاني ویلي وي نه عقائد، نه یې فقهه ویلې وي نه اصولُ الفقهه، نه یې احادیث ویلي وي نه اصولُ الاحادیث، نه په تفسیر پوهیږي او نه په ناسخ او منسوخ، فقط څو اصطلاحي کلمې یې د علم الحدیث څخه زده کړي وي او ځان ته محدث او مجتهد وايي، که د اصول العلوم څخه یو کتاب په لاس ورکړې یوه صفحه نه سي درته ویلای، که د لغاتو یو عربي قاموس خلاص کړي او هلته و ویني چي یوه کلمه په شلو معناوو سره استعمالیږي، خو د ده یې بېله یوې معنْی څخه بله نه وي زده، یا هغه یوه معنْی هم نه وي ور معلومه، که دي د یوه آیات د ترجمې پوښتنه ځني وکړه، بېله پښتو، یا فارسي، یا اُردو تفسیره څخه یې نه سي ترجمه کولای، که دي د صحیح البخاري یا صحیح مسلم کتاب په لاس ورکړی، یوه صفحه یې نه سي درته ویلای، حال دا چي دغه دوه کتابونه د احادیثو هغه مشهوره کتابونه دي چي احادیث یې هر چیري او هر ځای  اورو، نو د احادیثو په هغه نورو کتابو کي به یې څه حال وي. 
 
د دغسي کسانو په باره کي الله جل جلاله  د سورة الأنعام په (۱۱۹) نمبر آیات کي فرمايي:
 
وَإِنَّ كَثِيرًا لَيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ.
 
 او بېشکه ډیر خلق بېله علمه او بېله پوهي فقط په خپلو خواهشاتو او خپلو غوښتنو سره د حلال او حرام په حکم نور خلق ګمراه کوي، بېله تحقیقه، بېله دلیله په خپل جهل خلق د لاري اړوي، بېشکه چي ستا رب پر دغه تجاوز کونکو چي تر شرعي حدودو تېری کوي ښه عالم دی. 
 
بیا هم الله جل جلاله  د سورة الانعام په (۱۴۴) نمبر آیات کي فرمايي:
 
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ.
 
یعني: نو څوک تر هغه چا ډیر ظالم دی چي پر الله جل جلاله  د رواغ وايي؟ او دغه درواغ هم د دې دپاره پوري تړي چي خلق بېله علمه او بېله تحقیقه د سمي لاري څخه واړوي، بېشکه چي الله جل جلاله  د ظالمانو و قوم ته هدایت نه کوي.
 
د دغسي کسانو دپاره چي پوره علم او معلومات نه لري زما مشوره دا ده: د دې پر ځای چي ځان مفتي او معلم و بولي د ځان څخه دي متعلم او طالب العلمه جوړ کړي چي دا کار به د ده دپاره د دنیا او آخرت ګټه وي.
 
وروڼو! د هغه چا د وعظ او نصیحت، د فقهي مسائلو او تفسیر د بیانولو څخه څوک څه نفعه حاصلولای سي چي د شرعي علومو معلومات یې په هغه اندازه سره وي چي د مخه درته بیان سوه، او دباندنۍ قیافه یې: خرولې یا کوچنۍ کړې ږیره، دریشي، نِکټايي، او د بوټو سره په مسجد کي ناسته وي، خو بیا هم خلقو ته تفسیر یا فقهي مسئلې بیانوي. 
 
خیر د خلقو پر علمي استعداد، یا دباندنۍ قیافه به نوره تبصره نه کوم، ځکه زما مقصد اصلاح ده نه تعارض، اول به د هغه احتیاط په باره کی وږغېږم چي پخوانیو علماوو د فتوْی ورکولو په باره کي کاوه:
 
د فتوا په اړه د سلفو صالحینو احتیاط
 
د امام ابي لیلْی رحمه الله  څخه روایت دی چي وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو څخه مي د یو سل او شلو نفرو سره لیدلي دي چي ټول هم د انصارو څخه وه، که به په دوی کي د یوه څخه د یوې دینې مسئلې پوښتنه وسوه د ده دا خوښه وه چي د هغې پوښتني جواب هغه بل صحابي ورکړي.
 
امام شعبي رحمه الله  به ویل: دا چي څوک د یوې پوښتني په جواب کي و وايي: (نه یم خبر) دغه په خپله نیم علم دی.
 
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه به ویل: هغه څوک چي و خلکو ته د هغو د هري پوښتني جواب ورکوي په والله هغه لېونی دی. 
 
امام مالک رحمه الله  د فتوْی ورکولو په مجلس یا د فتوْی ورکولو پر ځای تر هغو نه دی کښېنستلی ترڅو چي اویا علماوو د ده پر علمیت او د فتوْی ورکولو پر قدرت درلودلو شاهدي آداء کړه، خو پر دغه سربېره یې د اته څلوېښت پوښتنو د جملې څخه د دودیرش پوښتنو جواب په (نه یم خبر) سره ورکړی دی.
 
کوم وخت چي د امام احمد بن حنبل رحمه الله  څخه پوښتنه وسوه چي د یوه سړي دپاره د څومره احادیثو په یادول او په هغو سره پوهېدل په کار دي چي د فتوْی ورکولو وړ او لایق وګرځي؟ ده  رحمه الله  و ویل: هغه څوک چي پنځه لکه احادیث یې په یاد وي د فتوْی ورکولو وړ او لایق دی.
 
د دغسي قسمه څخه نور هم ډیر روایتونه سته چي فتوْی ورکول آسانه کار نه دی، خو بد بختانه نن ورځ یواځي دا نه چي عام خلک، دا سي خلک چي د دغه ذکر سوو علمي استعدادو څخه به هیڅ هم نه وي ورسره، بلکه په ځینو هیوادو کي ځيني دیني رسمي مؤسسې په ډیر جرئت سره داسي فتواوي صادروي چي ښايي په هغه فتواوو سره خپلي دنیا او آخرت ته تاوان ورسوي.   
 
اوس به ځیني هغه فتواوي یا قولونه د مثال پر قسم سره بیان کړو چي د دغسي کسانو څخه صادریږي:
 
د نن عصر د ځینو مفتیانو غیر اسلامي فتواوي
 
په لمنځو کي د ښځي امامت
 
په ۱۴۲۲ هـ ق کال کي د ترکیې د دیني استشاراتو عالي مجلس داسي قرار صادر کړی چي ښځي کولای سي چي د جماعت په لمانځه کي د نارینه سره څنګ پر څنګ ودریږي، چي د دغه قرار په واسطه د ترکیې د پارلمان یوه عضوه چي ښځه وه او نوم یې ״جونول سارای״ ؤ په انقره او د پارلمان په جامع مسجد کي د جمعې په لمانځه کي په داسي حال کي د نارینه وو تر څنګ ودرېدل چي پتلون یې اغوستی ؤ او سر یې په یوه دسمال تړلی ؤ، او هغه کسان چي په وروستنیو صفو کي د دغي ښځي تر شا وه یوې او بلي خوا ته د دې څخه تښتېدل.
 
که موږ د دغه دیني استشاراتو د عالي مجلس قرار ته متوجه سو و به وینو چي دا د مسیحیت د کنیسو تقلید دی، ځکه هلته هم ښځه د نارینه تر څنګ یا بغل ته دریږي.
 
خو د ترکیې د دیني استشاراتو د عالي مجلس دغه قرار هغه وخت صادر سو چي په ترکیه کي د پارلمان د ریاست له طرفه یوه بله ښځه چي د پارلمان عضوه وه او نوم یې ״مروه کاواکاچي״ ؤ په دي سبب د پارلمان د ننوتلو څخه منعه کړل سوه چي حجاب یې کړی ؤ.
 
اوس نو تاسي و وایاست چي دغسي فتواوي ولي او د څه غرض دپاره صادریږي؟ 
 
نوري هم داسي ډیري ناوړه فتواوي سته چي اسلام د هغو څخه بري او بېزاره دی.
 
مثلاً: په سوډان کي یو نفر چي د ترابي په نامه سره یادیږي او د حزب الاُمه مشر یا رهبر دی چی نه فقهي استعداد لري نه فقهي شهادت نامه، څه موده مخ کي یې یوه داسي فتوا صادره کړې وه چي: ښځه په لمانځه کي د نارینه امامت کولای سي، او په هغه اخبار کي چي دغه فتوا نشر سوې وه، د فتوا تر څنګ یو عکس یا تصویر هم موجود ؤ چي په هغه کي یوه ښځه د جماعت په لمانځه کي دمخه وه، او تر شا ښځي او نارینه ګډ وډ پسي ولاړ وه.  
 
دغه فتوا یواځي د جامع أزهر او د مصر علماوو نه بلکه د جهان علماوو غلطه وبلل او په ټینګه سره یې رَد  کړه، چي دغه رَد په اخبارو او جریدو کي نشر سو او علماء کرامو دغه فتوا د قرآن او سنت څخه مخالفه وبلل، او د دغه فتوا د رَدولو دپاره یې ډیر فقهي دلائل ذکر کړي وه. 
 
زه وایم: آیا د اسلام په ۱۴۰۰ کلني تاریخ کي دغسي کار سوی دی چي ښځه دي د نارینه امامت کوي؟ آیا په اسلامي دین کي دغه کار یو اصل او اساس لري؟ آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وخته څخه تر اوسه پوري د اُمتِ مسلمه دغه اجماع چي: ښځه د نارینه امامت نه سي کولای پر غلطه وه، او نن ورځ ترابي یا د ده امثال دغه د اُمت غلطیا اصلاح کوي؟
 
 
 بیا به هم دلته هغه عقلي دلیل چي ډاکټر ذاکر نایَک په یوه بل بحث او موضوع کي ویلی ؤ هم پر زیات کړم، د ډاکټر نایَک څخه پوښتنه وسوه چي ښځي ولي د نارینه سره په لمانځه کي ګډون نه سي کولای؟ امامت نه بلکه ګډون، یعني: څنګ پر څنګ درېدل. 
 
ده وویل: لمونځ د الله جل جلاله  په حضور کي درېدل او د رب العزت سره تعلّق او مناجات دی، نو که د یو چا تر څنګ یا بغل ته ښځه ولاړه وي، تر هغه توجه او تعلّق چي دﺉ یې د خپل رب سره لري، دغه توجه او تعلق به یې زیات وي چي دﺉ یې د خپل څنګ یا بغل سره لري. نو هغه مقصد چي په لمانځه کي پروت دی هغه نه حاصلیږي.
 
یوه بله نقطه:
که فرضاً یوه ښځه د امام په صفت سره په محراب کي ولاړه وي، او په دغه وخت کي هغه میاشتنۍ مریضي ورته پېښه سي، دا باید څه وکړي؟ د ترابي په مذهب: دا باید قوم ته مخ راوګرځوي او ورته و وايي: لمنځونه مو پوره کړی ما ته مریضي راغله.
[اوس نو د ترابي او د ده د فتوا په باره کي تاسي قضاوت وکړی]
 
د نارینه او ښځو اختلاط
 
هلته یوه بله داسي فتوا هم سته چي وايي: په عامو ځایو کي لکه: پارک، بازار، دفتر او داسي نور ځایونه که ښځي او نارینه سره ګډوډ وي پروا نه لري په دې شرط چي د ادب مراعت وسي.
 
فتوا لا څه کوې بلکه هغه کسان چي د غربي ژوند تر تاثیر لاندي سوي دي د هغو په فکر باید د دوستانو او اقرباوو بلکه وطندارانو په منځ کي ستر او حجاب ونه سي، زه باید ستاسي کره په آزادانه شکل درسم او ته زموږ کره، هلته باید ګډ وډ سره کښینو، مېلو او پارکو ته باید په ګډه سره ولاړ سو،  او که یو چا د خپل آخرت د سمولو دپاره د الله جل جلاله  او اسلامي شریعت د اوامرو د مراعت کولو په اساس په خپله کورنۍ کي ستر او حجاب کاوه دﺉ ناراضه کیږي او وايي څه کوې زه دي په خیال ... درځم؟
 
خو د دغسي نظر او دغسي فتوا په جواب کي دغه یوه قصه رانقلوم: 
 
یوه شیخ یا عالم چي د نارینه او ښځو د اختلاط په باره کی یې خبري کولې د خپل وعظ او نصیحت په مابین کي دغه قصه بیان کړه: 
 
شیخ و ویل: زه د خپلو نورو ملګرو سره په رېل ګاډۍ کي په سفر تلم، چي یو سپین پوسته سړﺉ چي سپین قمیص، پتلون او نېکټایي یې اغوستي وه را وختی او زما د کُرسۍ پر مقابل په هغه بله  کُرسۍ کي کښېنستی، زه د خپل کتاب په مطالعه مشغول وم، ده پرله پسې ما ته کتل، کم وخت چي ما و ده  ته وکتل داسي معلومېدی لکه دﺉ چي زما د کتلو په انتظار کي وو، او را ته و یې ویل: یا شیخ داسي ښکاري لکه ته چي  عالم او د اهلِ دین څخه یې، او زه یوه پوښتنه لرم آیا اجازه راکوې چي هغه پوښتنه در څخه وکم؟ ما ویل: هو په دلاوري سره خپله پوښتنه کوه، ده ویل: آیا دا صحي ده چي اسلام و ښځي ته دا اجازه نه ورکوي چي د نرو سره دي په تعلیم او نورو وظیفو کي بېله ستره یا حجابه ګډون او اشتراک وکي؟ ما ویل: هو. ده ویل: ولي؟ ما ویل: دا کار په اسلام کي په آیات او حدیث سره منعه دی، او بیا مي هغه شرعي دلایل ور ته بیان کړه.
 
په دغه باره کي زما او د ده خبري ډیري اوږدې سوې، څو په آخر کي ده را ته و ویل: اصلاً د نرانو او ښځو په ګډ ژوند کي پر هر انسان د خپل ځان کنټرولول لازم دي، او کم وخت چي صبر او کنټرول موجود سي بیا نو د نر او ښځي د ګډون څخه کم ممانعت نسته، دا چي یو انسان خپل ځان کنټرول کي بیا نو اختلاط، یا ګډ ژوند څه پروا لري؟ ده په خپلو خبرو کي دغه د ځان د صبر او کنټرولولو جمله څو واره تکرار کړه، ما د خپله ځانه سره وویل: دغه نفر د هغو کسانو څخه دی چي الله جل جلاله  د هغو په باره کي فرمایي:
 
فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ  [الحج : ۴۶]
 یعني: د دوی ظاهري سترګي نه دي ړندې، مګر د دوی هغه زړونه چي په سینو کي دي ړانده دي.
 
دغسي کسان په شرعي نصوصو سره پر لار نه برابریږي، نو مي د ده د قانع کولو دپاره یوه بله لار، یا بله حیله اختیار کړه، هغه دا چي د خپل بکس څخه مي یوه دانه لیمون را وایستی او په چاړه مي دوه درې ځایه کی، او بیا مي و ده  ته وویل: په ایمان او وجدان سره قسم درکوم چي بېله حق څخه به بل څه نه وایې، او حق د دې حقداره دی چي متابعت یې وسی، آیا د دغه لیمو په پرې کولو سره ستا په خوله کي ناړي نه سوې پیدا؟ زموږ په اصطلاح خولې دي اوبه و نه کړې؟ سړي ویل: هو . 
 
ما ویل: هغه صبر او د ځان کنټرولول چي تا په تکرار سره یادول څه سوه؟ چاړه او لېمون زما په لاس کي وه، او لېمون ما پرې کړی، ستا خولې ولي اوبه وکړې؟ 
 
سړي و ویل: کوم وخت چي یو تریو شئ د چا مخ ته پرې کیږي، خامخا یې خوله اوبه کوي، ما ویل: کوم وخت چي سترګي څلور سي، یا غوړي د لمر و مخ ته کښېښوول سي خامخا ویلي کیږي، نو د اختلاطه څخه خامخا فساد پېښیږي، او شیطان د انسان د ویني په رګو کي ګرځي، او نفس خامخا انسان په بده سره امر کوي، الله جل جلاله  فرمايي:
 
إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي [یوسف: ۵۳]  
یعني: بېشکه چي نفس خامخا او هر وخت په بدي سره امر  کونکی دی، بېله هغه نفسه څخه چي زما رب مهرباني پر کړې وي.
 
انشاء الله د قصې په مطلب به پوهېدلي یاست؟ 
 
زه د واضحه او صریحه خبرو څخه ځان ژغورم، که نه په دغه باره کي ډیري واضحه او صریحه قصې را سره سته چي په بیانولو سره یې زه شرمېږم. 
 
 
بدترین او بهترین علماء (الحدیث)
 
----------------------------------
ورپسې لیکني:
د ږیري خريلو په اړه غیر اسلامي فتوا
د قرانکریم مچولو ته بدعت ویل
 

سرته