تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبي کريم ﷺ (۳۰) ځانګړتیاوي
  تعلیم الاسلام
  May 8, 2016
  0

 د نبي کريم  ﷺ  (۳۰) ځانګړتیاوي

لیکنه: عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
۱: نبي کریم  ﷺ  خاتم النبيين ؤ، ددې څخه مطلب دا دی چې د الهي رسالت لاره پرېکړل سوه، بل رسول نه راځي او هغه شریعت چې ده ته ورکول سوی دی؛ هغه به تر قیامته پوری باقي وي، او هرهغه څوک چې د نبوت دعوه وکړي؛ هغه کذاب، مرتد او واجب القتل دی.
 
۲: ټول بشري کمالات په نبي کریم  ﷺ  کې جمع وو.
 
۳: د ټولو انبياء علیهم السلام کمالات او غوره صفات په نبي کریم  ﷺ  کې موجود وو.
 
۴: نور انبياء علیهم السلام د خپلو قومونو لپاره انبياء او رسولان وو؛ خو حضرت محمد  ﷺ امام الانبیاء او د ټول انسانیت لپاره نبي دی.
 
۵: نور انبياء علیهم السلام عابدان (عبادت کونکې) وو؛ خو حضرت محمد  ﷺ  امام العابدین ؤ.
 
۶: نور انبياء علیهم السلام به له ظهور څخه ورسته نبيان سول؛ خو حضرت محمد  ﷺ  د وجود څخه مخکې لا نبي ؤ.
 
۷: نور انبياء علیهم السلام مقرب (نژدې خدای ته) وو؛ خو حضرت محمد  ﷺ  اول المقربین دی.
 
۸: نبي کریم ﷺ به اول المبعوثین وي، کله چې د قیامت ورځ سي او ټول انسانان له قبرونو څخه راپورته سي نو نبي کریم  ﷺ  به تر ټولو لومړی راپورته سي.
 
۹: نبي کریم ﷺ به تر ټولو لومړی وبلل سي، د قیامت په ورځ باندې به تر ټولو انسانانو لومړی حضرت محمد  ﷺ  مقام محمود ته وبلل سي.
 
۱۰: د قیامت په ورځ باندې به تر ټولو لومړی حضرت محمد  ﷺ  سجده وکړي.
 
۱۱: نبي کریم ﷺ به تر ټولو لومړی شافع او مشفع وي، تر ټولو لومړی به دی شفاعت کوي.
 
۱۲: نبي کریم ﷺ ته به شفاعت کبری (لوی شفاعت) ورکول سي، ټول انبياء علیهم السلام به د خپلو امتونو شفاعت کوي؛ خو نبي کریم  ﷺ  به د ټولو شفاعت وکړي.
 
۱۳: تر ټولو لومړی به نبي کریم  ﷺ  پر پُل صراط باندې تیر سي.
 
۱۴: تر ټولو لومړی به حضرت محمد  ﷺ  جنت ته داخل سي.
 
۱۵: نبي کریم  ﷺ  ته داسې کتاب ورکړل سو؛ چې د مخکنیو ټولو کتابونو ناسخ دی.
 
۱۶: نبي کریم ﷺ ته کامل دین ورکړل سو.
 
۱۷: نبي کریم ﷺ ته د دین غلبه ورکړل سوه.
 
۱۸: د حضرت محمد ﷺ  په دین کې اعتدال دی.
 
۱۹: د حضرت محمد  ﷺ په دین کې هم ظاهري پاکوالی او هم باطني پاکوالی دی.
 
۲۰: نبي کریم ﷺ ته هم حقیقت او هم شریعت ورکړل سوی دی.
 
۲۱: نبي کریم ﷺ ته اجتهادي مذهبونه ورکړل سوي دي.
 
۲۲: د نبي کریم ﷺ په دین کې د یوې نیکۍ په عوض کې لس چنده اجر ورکول کېږي.
 
۲۳: نبي کریم ﷺ ته پنځه لمونځونه ورکول سوي دي.
 
۲۴: د نبي کریم ﷺ لپاره دا ټوله ځمکه مسجد دی.
 
۲۵: نبي کریم ﷺ ته هم عملي معجزې او هم علمي معجزې ورکول سوي دي.
 
۲۶: نبي کریم ﷺ ته ورکړل سوی کتاب (قرآن کریم) محفوظ دی.
 
۲۷: د نبي کریم ﷺ دفاع خپله الله جل جلاله کړې ده.
 
۲۸: د نبي کریم ﷺ شیطان مسلمان ؤ.
 
۲۹: د نبي کریم ﷺ لپاره بُراق مسخر کړل سو.
 
۳۰: د نبي کریم ﷺ د امت علماء داسې دي، لکه د بني اسرائیلو انبياء. 
 
ماخذ: نبي کریم ﷺ د غیر مسلمانانو په آند
 
د رسول الله ﷺ نوري ځانګړتیاوي
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته