تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فقهي مذهب ارزښت
  تعلیم الاسلام
  May 17, 2016
  0

 رالېږونکی: نوید احمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څلور مذاهب څلور ډلي نــــــــه دي

فقهي مذاهب څلور فرقې یا ډلي نه دي بلکي دا د قران او حدیث یو ډول څلور تفسیرونه دي!

هو د یوه ایت یا حدیث دوه ډوله تفسیر هم کېدلای سي، دا تعامل د صحابه کرامو څخه ثابت دی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم تائید کړی دی. (لکه د بني قریضه په غزا کي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي د مازیګر لمونځ بني قریضه وو ته ورسوی. صحابه چي روان سوه د مازیګر لمونځ ناوخته سو، په دې سره یوه ډله صحابه وو د مازیګر لمونځ پر وخت وکړی ځکه دوی ویل چي د نبي علیه السلام مراد دا نه وو چي لمونځ قضاء کړی او بلي ډلي وویل چي باید لمونځ بني قریضه ته ورسو.... یعني د یوه حدیث څخه یې دوه ډوله معنی واخیستل، دا تعامل نبي کریم صلی الله علیه وسلم تائید کړی.)

د څلورو فقهي مذاهبو ترمنځ عقیدوي اختلاف نسته بلکي ټول حق دي ځکه ټول په قران او حدیث استدلال کوي چي دا تعامل د صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ثابت دی او دا رحمت بلل سوی دی ځکه یو بل حق بولي او یو پر بل بد نه وايي.


د قران او حدیث د احکامو لپاره د معتمد عالم تفسیر او تشریح ته اړتیا سته چي خپله قران او حدیث ددې حکم کړی دی چي تاسو د علماوو پیروي وکړی څو هغوی تاسو ته مسایل واضح کړي.

 
فرقه بندي یا ډل بازي هغه ته وايي چي ترمنځ یې عقیدوي اختلاف وي. د مذاهبو ترمنځ دا ډول اختلافات نسته ټول د قران او حدیث پیروان دي چي د حج او عمرې پر وخت د دوی اتفاق لیدل کیږي چي دا ټول اهل مذهب کسان یو د بل سره لکه وروڼه څنګ پر څنګ ولاړ وي او یو په بل پسي لمونځونه کوي.
 
 
 
که چیري څلور مذاهب څلور فرقې وای نو هیڅکله به يې یو بل حق نه بللای او نه به د یو بل سره څنګ پر څنګ درېدلای!
 

که چیري مسلمانان د کوم امام پیروي ونه کړي نو:
 
-  ناسخ او منسوخ به څنګه ځان ته معلوموي؟
- د حدیثو صحیح او ضعیف به څنګه معلوموي؟
- په مسایلو کي به راجح او مرجوح څنګه معلوموي؟
- عام او خاص، مشترک او مؤل به څنګه معلوموي؟
- د دوو مختلفو احادیثو ترمنځ چي ظاهري تعارض وي دا به څنګه رفع کوي؟
- همدارنګه د قران او حدیث تشریح به څوک کوي؟
- د یوه ایت یا حدیث د الفاظو چي مختلفي معناګاني وي کومه یوه به غوره کوي؟
- نوي پېښېدونکي مسائل به څنګه د قران او حدیث څخه استخراجوي؟
- په دې ضروري مسایلو کي به عوام خلګ چا ته رجوع کوي؟ ایا خپله به د ځانه څه وايي؟
 
معلومه خبره ده چي عوام خلګ خو لا څه! حتی چي هر عالم لا دا مسایل نه سي حلولای بېله مجتهد او متبحر عالم څخه.
 
همدا وجه ده چي الله تعالی فرمايي:
 
فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (سورة النحل: ۴۳)
له با خبرو خلكو نه پوښتنه وكړئ كه تاسې په خپله نه پوهېږئ.
 
 حضرت علي رضي الله عنه فرمايي چي ما د نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چي که موږ ته داسي مسئله راسي چي په قران او حدیث کي يې حکم نه وي نو تاسو په دې اړه څه حکم راته کوی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
(شاوروا فيه الفقهاء العابدين ولا تُمضوا فيه رأيَ خاصة. رواه طبراني في الاوسط)
 
ژباړه: د عابدینو فقهاوو سره مشهوره کوئ او په دې کي انفرادي رایه مه نافذوئ.
 
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
(مَنْ قَالَ فِى الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. رواه الترمذي)
 
ژباړه: کوم شخص چي بېله علمه په قران کي څه وویل نو هغه دي خپل ځای په جهنم کي تلاښ کړي (یعني چي عالم نه وي، د شرعي دلیل او د مفسرینو د تفسیر پر ځای د خپلي رايي او عقل مطابق معنی او تفسیر وکړي).
 
د مذهب امامان لکه امام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله د قران او حدیث منل سوي عالمان دي او د بهتریني زمانې اوسېدونکي وه نو ځکه مسلمانان د قران او حدیث د احکامو تشریح د دوی څخه اخلي. په دې سره د نفس پرستۍ او ډول ډول ګمراهۍ څخه انسان ژغورل کیږي او د مسلمانانو اتفاق پر دغو علماوو راتلای سي او دا ۱۳۰۰ کاله اتفاق پر همدوی راغلی دی. 
 
او همدا ډله اهل السنت والجماعت بلل کیږي.
 
که چیري مسلمانان ددغو علماوو پیروي ونه کړي معلومه خبره ده چي شرعي احکام به د ځانه تفسیروي، تحریف به پکښي کوي او یا به د جاهلانو، نامعلومه، کم علمه او ګمراه اشخاصو د علمي فتنې ښکار ګرځي.
 
امام ابوحنيفه رحمه الله
 

سرته