څانګه: معاصر علماء نيټه: May 10, 2016
       
مولانا محمد یوسف کاندهلوي

 مولانا محمد یوسف کاندهلوي  رحمة الله علیه

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن


مولانا محمد یوسف کاندهلوي د پاک زړه خاوند، د ژور علم څښتن، پوه، عالم او ډیر تقوا لرونکی شخص وو. د هند په دهلي کي یې په متدینه، نومیالی او عالمه کورنۍ کي پیدایښت وسو. 

د ۱۹۱۷ میلادي کال د مارچ پر شلمه د هند په ډیلي کي د نوموتي عالم ، د تبلیغي جماعت د بنسټګر او ستر شخصیت مولانا محمد الیاس  رحمة الله علیه په کور کي یو ماشوم وزیږید پلار ورباندی نوم محمد یوسف کیښود. دا ماشوم مولانا محمد یوسف کاندهلوي دی کوم څوک چي د پاک زړه او نوراني څهري خاوند، د ژور علم څښتن، پوه، عالم او ډیر تقوا لرونکی شخص دی. او اسلام ته یې نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي.

مولانا محمد یوسف کاندهلوي رحمة الله علیه له کوچنیوالي څخه د اسلامي علومو سره بې کچي مینه درلوده، د عمر په لس کلنۍ کي یې قران حفظ کړ، وروسته د سهارنپور و مظهرالعلوم مدرسي ته لاړ، د حدیثو درس یې ولوست او د ژوند یوه برخه یې د حدیثو لیکني ته هم وقف کړي وه. د امام طحاوي رحمة الله علیه پر (شرح معاني الاثار) یې د (اماني الاحبار) په نوم یوه منلي، واضحه، روانه او عام فهمه شرحه ولیکل.

داچي هر عالم د لارښوني لپاره د چا لاس نیسي نو مولانا محمد یوسف کاندهلوي رحمة الله علیه هم د خپل پلارجان لاس ونیوی. کله چي یې پلار محمد الیاس رحمة الله علیه په ۱۹۶۲ ه ق کال کي وفات کیدی نو مولانا محمد یوسف کاندهلوي صاحب یې د تبلیغي جماعت مشر وټاکه، مولانا صاحب هم په پوره میړانه، توان او حوصله و تبلیغ او دعوت ته ادامه ورکړل، ان تردې چي په ټول شپه او ورځ کي به یې یوازي دری یا څلور ساعته خوب کوی. ټول ورځ به په غونډو، تبلیغ او دعوت تیریده، خلک به یې ټولګۍ ټولګۍ د دین د دعوت لپاره د ډهلي څخه بهر شا او خوا نورو سیمو ته لیږل. او تر هغه وروسته یې د حاجیانو په واسطه د تبلیغ دا لړۍ د مکي او مدیني تر سترو ښارو ورسول او په کراره کراره دا لړۍ اسیا، اروپا او افرقا ته هم ورسیدل.

د ورین تندي، روښانه مخ، توري ږیري او میانه وني خاوند د اپریل په لومړی ورځ کال ۱۹۶۵ کي د جمعي په ورځ وفات سو.
 
انا لله و انا الیه راجعون

د مولانا محمد یوسف کاندهلوي رحمة الله علیه د تصنیفاتو په هکله د خپل وخت نامتو عالم او نړیوال داعي مولانا ابو الحسن علي الندوي رحمة الله علیه د حیاة الصحابه په سریزه کي لیکي:
 
" دا به د الله ﷻلویه پیرزوینه وه پر مولانا محمد یوسف کاندهلوي رحمة الله علیه چي پر دعوت او نورو سترو کارونو  سربیره یې په کلک هوډ او پوره عزم سره د حیاة الصحابه غوندي ښکلي او نایاب کتاب ولیکی "
 
حیاة الصحابه هغه کتاب دی چي په دري جلده کي یې د رسول الله ﷺ د خوږو یارانو ښکلي، نه هیریدونکي، ژړونکي او ایمان تازه کونکي قصې را اخیستي. په ښه انداز یې داسي اوډلي چي لوستونکي ته د ستړی کیدو یا خسته کیدو بهانه په لاس نه ورکوي. په دې کتاب کي کوښښ سوی چي په روانو الفاظو د صحابه وو هغه اوږدې قصې چي په کتابونو کي نه راغونډیږي را لنډي او لوستونکو ته اسانه او جذابي کړي. 

علامه ابو الحسن علي ندوي صاحب ددي کتاب په سریزه کي لیکي:
 
" که دا خبره صحیح وي چي دا کتاب د لیکوال ښکلی انځور او د زړه ټوټه دی او څه یې چي لیکلي هغه یې د زړه د خاطراتو استازي توب کوي او په لیکنه کي یې ځانګړی کیفیت، معنویت، ولوله او لیوالتیا خوندي ده او هم د صحابه وو رضي الله عنهم د ژوندانه څخه د ښکلي اغیز اخیستلو په رڼا کي لیکل سوی دی؛ نو بیا زه په بشپړ ډاډ سره ویلای سم چي دا کتاب به په خپله موخه کي زیات اغیزمن، ځواکمن او بریالی وي او داسي بریښي چي د صحابه وو رضي الله عنهم سره عشق او مینې وړانګي او څپي د لیکوال د بدن رګ رګ او ریښو کي غځوني کړیدي او په زړه او دماغ کي يې همدا عشق غورځنګونه او څپي وهي او د صحابه وو د ژوند پیښو په لوستلو او لیکلو یې د خپل ژوند زیاته برخه تیري کړي ده. "  

حیاة الصحابه کتاب دې ورستیو کي د روان قلم څښتن مولوي عبدالحق حماد لخوا په پوره ښکلا، ساده ژبه او ښه پام سره و خوږي پښتو ته " د صحابه وو ژوند " په نوم ژباړل سوی دی او د مکتبة فاروقیه لخوا په دري ټوکه کي پر ژړ کاغذ چاپ سوی دی.

پښتني ټولنه به تل د مولوي عبدالحق حماد صاحب  د دا نه هیرېدونکي احسان پوروړي وي. الله دې ورته د خیر جزا ورکړي. امین
 
د کتاب اصلي سریزه چي مولانا ابو الحسن ندوي لیکلي پښتو سوی ده او پردې سربیره مفتي حبیب الله قاسمي او استاد فضل ولي ناګار هم خپل د خوښی او امید لیکي پر کښلي.

مفتي حبیب الله قاسمي صاحب لیکي: په دغه ستر او د نوښت ډک کتاب کي موږ لولو چي صحابه رضي الله عنهم  ته پیغمبر ﷺ څه ډول روزنه ورکړي وه او کومي ځانګړتیا وي یې درلودي چي له امله یې هغوی د ځمکي پر مخ غوره انسانان ګرځولي وه؟