څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: June 28, 2015
       
د حلم یا پراخي سینې جالبه قصه

 


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
 
د حلم یا پراخي سینې قصه
 

موږ همېشه او ډېر ځله اورو چي حِلم یا سړه سینه ډېر ښه خوی دی یا خلک یو له بله سره وایي چي فلانیٔ سړیٔ حلیم یا د پراخي سینې خاوند دی او موږ هم ټول په دې پوهیږو چي حِلم د ډیرو ښو خویو او ښو صفتو څخه دی، نو راسی چي اوس د حِلم په باره کي د یو ه حلیم سړي چي مَعَن بن زایٔده الشیباني نومېدی قصه واورو، دغه مَعَن چي د امویانو او عباسیانو په دواړو عصرو یا زمانو کي يې ژوند کړی دی د سجستان آمر ؤ او هلته ډیره موده اوسېدلی دی او قصه یې داسي ده:

د خلکو یوه ډله سره ناسته وه او په خپل منځ کي يې د دغه شخص اوصاف او خویونه  بیانول.

چا ویل: د ډېر فصاحت خاوند دی.
چا ویل: ډېر شجاع او دلاوره دی.
چا ویل: ډېر سخي دی.

خو پر دغو ټولو خویو سربېره یې د ده د حلم او سړې سینې ډیر حالات بیان کړل.

د خلکو له منځه یو أعرابي یا صحرايي عرب ولاړ سو او ویل دا پر ما لازمه ده چي زه به دغه حلیم او د سړې سینې خاوند په قهر کوم، د مجلس حاضرو خلکو وویل: که دي دا کار وکړی او دیٔ دې په قهر کړی موږ سل اوښان انعام درکوو، أعرابي خپل کور ته ولاړی هغه پُسه چي ده درلودی هغه یې حلال او پوست کړی، دغه د پُسه پوست یې داسي
 
واغوستی چي لوړ طرف یې کښته کړی او کښته طرف یې لوړ کړی او بیا په دغه عجیب او غریب شکل د مَعَن بن زایٔده الشیباني مجلس ته ورغلی ا دهغه مخ ته په کږو سترګو د یوه بې حیاء انسان پر قسم ودریدی یو وار لوړ آسمان ته ګوري او یو وار کښته مځکي ته ګوري او بیا یې مَعَن بن زایٔد الشیباني ته په شعر سره وویل: ژباړه آیا هغه خت دي په یاد دی چي تلتک دي د پُسه پوست ؤ او چوټي دي د اوښ له پوسته جوړي وي؟ 

مَعَن وویل هو په یاد مي دي او هیڅکله یې نه هېروم اې عربي وروره!

أعرابي: ن پاکي دي هغه الله لره وي چي تا ته یې پاچهي درکړه او پاچهۍ پر تخت یې ناسته دروښوول.
مَعَن: پاکي ا لويي الله لره ده.

أعرابي: نو تر څو چي ژوندیٔ یم زه به مَعَن ته د امیر په نامه سلام ونه وایم.
مَعَن: که دي سلام راته ووایه په جواب کي به یې وعلیک السلام درته وایم او که دي سلام پرېښاوه کومه ملامتیا درباندي نسته.

أعرابي: زه به له هغه ښاره ووزم چ يته پکښې یې که څه هم د زمانې له طرفه پر ما فقیر تکلیفونه پېښ سي(یعني ستا تر همسایتوب مي تکلیفونه خوښ دي).
مَعَن: که ته زموږ سره و اوسېږې موږ در خوشحاله یو او مرسته به هم درسره وکړو او که را څخه ولاړ سې سلامتیا دي ملګرې سه.

أعرابي چي د مَعَن د حلم او سړې سینې څخه ډیر ستړی سوی ؤ وویل: ما د سفر نیت کړی دی نو د سفر د پاره مال راکړه اې د ناقصي زویه!
مَعَن: واخله دغه زر دیناره.

أعرابي: دغه چي تا راکړه لږ دي حال دا چي ما ستا څخه د ډیر امید درلودی، ته باید د الله تعالی حمد او ثنا وایه چي تا ته یې پر بیعقلۍ او ناپوهۍ سربېره پاچهي درکړې ده.
مَعَن: دغه زر دیناره نور واخله.

په دې وخت کي أعرابي ور مخته سو او پښې او لاسونه یې ور مچ کړه او و یې ویل:
 
أعرابي: یعني دالله تعالی څخه غواړم چي تا د مسلمانانو د پاره ‌ذخیره پریږدي،ځکه ستا مثل په ټوله دنیا کي نسته، په حقه سره چي سخا او فضلیت ستا څخه دي، او ستا د لاسو فیض او ورکړه لکه بهېدونکی دریاب داسي دي.

مَعَن: کله چي ده زما بد و ویل دوه زره دیناره مي ورکړه او اوس چي یې زما صفت وکړی نو څلور زره دیناره وکړی.
أعرابي: زه دي تر تا قربان سم ما دغه کار نه دی کړي( دغه بې ادبه خبري مي نه کولې) مګر د دې لپاره مي وکړي چي سل اوښه ستا په قهر کولو انعام اېښوول سوی ؤ.

مَعَن: هیڅ غم مه کوه او بیا مَعَن امر وکړی چي دوه سوه  اوښان ورکړی چي سل یې د هغه انعام پر ځای دي او سل یې ستا.
 
بیا نو أعرابي شکر کوونکی او دعاء کونکی رهي سو.

دا هغه قصه وه چي د حلم ښه والی او فضلیت ښکاره کوي،حلم هغه څه ته ویل کیږي چي یو انسان د قهر او غضب په وخت کي خپل ځان کنټرول او اداره کړی، د الله تعالی د رضاء لپاره د خلکو پر آزارو په داسي حال کي صبر وکړي چي دیٔ نه ضعیفه وي او نه د خپل انتقام اخستلو څخه عاجزه وي.

خو د خلکو توان او قدرت د ځان په کنټرولولو او پر آزارو صبر کولو کي فرق سره لري، ځیني هغه کسان دي چي ډیر ژر په قهر کیږي او بېله دې څخه چي د کارو عواقبو او نتیجو ته متوجه سي د آزار جواب په آزار سره ورکوي او ځیني بیا هغه کسان دي چي په صبر او حلم سره ښایسته سوي وي پر خپل ځان قدرت لري او خپل غضب اداره کولای سي که یو څوک بد ورسره وکړي د هغه لپاره عذر پیداکوي او هغه معذوره بولي چي دغه انسان نو هغه حلیم انسان دی.

----------------------------

نصیحتونه ج۱ص۴۲۱:۴۲۴