څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: July 22, 2016
       
د انسان څخه بنده جوړیدل

 د انسان څخه بنده جوړیدل

 

ژباړه او زیاتونه: علي الله متوکل الرحمن

د انسان څخه د بنده جوړیدلو اسانه نسخه؛ څه چي درورسیدل پر هغه شکر وکړه، څه چي د لاسه در څخه ووتل افسوس مه پسي کوه، څه چي دې غوښتي دي ور یې کړه، هغه چي باید هیر سي بس هیر یې کړه، پدې پوه سه چي؛ خالي لاس دې نړۍ ته راغلی یي خالي لاس به ځي، بس څونده چي ضرورت دی هغونده وخت پاته سه، د هجوم څخه پرهیز وکه، تنهایې خپله که، چي پوښتنه در څخه وسي نو رښتیا ووایه کني خاموشي اختیار که، نورو ته د فیصلي کولو موقع ورکوه، څوک چي رخصت غواړي هغو ته مخه ښه ووایه او څوک چي راغله هغوی ته په ورین تندي خپله دروازه خلاصه که دا د الله ﷻ او د نبي ﷺ لار ده. 
 
بس!! نور د انسان څخه بنده جوړیږي.