تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په پرمختللې نړۍ کي د غلامۍ ګرم بازار
  تعلیم الاسلام
  August 10, 2016
  0
لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
غربي نړۍ چي د بشر د حقوق درواغجن او دوه مخی شعار تبلیغوي اصلاً غواړي ملتونه وغولوي څو پر خپل تور تاریخ او اوسني جنایتونو پرده واچوي ، د غلامۍ په اړه که د هغوی تیر او اوسنی تاریخ وکتل سي نو هغه ظلمونه چي دوی د غلامانو سره کړي دي یا یې کوي بل ملت نه دي کړي.
 
لومړی خو د امریکا جوړښت او پرمختګ په یرغمل سوو غلامانو تر سره سوی دی او کله چي به دغه غلامان د افریقا څخه راوړل سول نو بیا به یې د انسان په سترګه څه چي تر حیوان یې هم په کم حیثیت ورته کتل او د ټولو انساني حقوقو څخه محروم سوي وه او ږغېدونکي ماشینونه (Talking Tools) یې بلل، او د مینځیانو ښځو سره سخت چلند کیدی چي د مینځو فحشاء ګیري او جنسي تیري یوه عام رواج وو، دا د لیري تاریخ خبره نه ده بلکي د نژدې ۲ یا ۳ پیړیو خبره ده.
 
د امریکا د کورنۍ جګړې (۱۸۶۵ م) څخه مخکي امریکا ته ۴ میلونه غلامان راوړل سوي وه، هر څوک چي به د یرغلګرو غربیانو لخوا غربي هیواد ته د خدمت په نامه راوړل سو هغه که به د هري سیمي، نژاد او مذهب سړی وو غلام بلل کېدی:
 
According to the colony's 1705 law, all blacks, mulattoes, and Native Americans, all non-Christian persons brought into the colonies as servants (even should they later convert to Christianity) were considered slaves.
 
د غلامانو د شکنجه کولو، وهلو او تړلو لپاره ځانګړي طریقې او اسباب اختراع سوي وه چي په هغو کي د اندامو داغول، په ځانګړي انداز تړل، د وهلو لپاره ځانګړي لرګي او رسۍ جوړول، د مخ او غاړي د بندولو اوسپنیز خولونه، په درختو ځړول او داسي نور.
 
 
                                
 
 
 کله چي د غربیانو ظلمونه اوج ته ورسېدل دغو افریقايي غلامانو د هغوی خلاف پاڅونونه او سخت جنګونه پیل کړل. 
 
د همدغو تور پوستو سره، تبعیض، تعصب او تیري ادامه درلودل تر دې چي افریقایانو چي د امریکا اوسیدونکي ګرځېدلي وه د ۲۰ پېړۍ په وروستیو لسیزو (۱۹۶۸ م) کي د پرلپسې احتجاجونو او لاریونو په نتیجه کي خپل انساني حقوق په وچ زور تر لاسه کړل یعني د اوس څخه صرف (۴۸) کاله مخکي لا هم دغو انسانانو ته د انسانانو په سترګه نه کتل کېدل. 
 
دا خو د لویدیځي نړۍ د نژدې تاریخ یو څرک وو، پاته سوو په اوسني عصر کي هم د جبر او زور د غلامۍ تجارت په پرمختللو هیوادونو کي ادامه لري چي لنډ معلومات یې په لاندي ډول دي:
 
نن په نړۍ کي لسګونه میلونه غلامان وجود لري. اکثره یې په پټو ځایونو کي ساتل سوي، په هوټلونو، دوکانونو، کروندو، فابریکو، کانونو او ساختماني ځاوینو کي په زور کارونه په کیږي. نور غلامان یا مینځي بیا په فاحش ځایونو او شخصي کورنو کي په زوره د جنسي تیري لپاره ساتل کیږي.
 
• هر کال قاچاق وړونکي د انسانانو پر قاچاق (غلامي) ۱۵۰ میلیارډه ډالره حاصلوي
• تحقیقات ښيي چي نن په نړۍ کي ۲۱ میلونه وګړي غلامان جوړ سوي دي
ددغو د جملې څخه:
• ۷۸٪ یې جبري کاریګر دي
• ۲۲٪ يې د جنسي قاچاق یا فاحش ګیرۍ په دنده ګمارل سوي
• ۲۶ ٪ يې تر ۱۸ کلونو کم ماشومان دي
 
دا وو د پرمختللي نړۍ د غلامانو د نژدې تاریخ او اوسني عصر لنډ معلومات.
 
د یادوني وړ ده چي غلامي په لویدیځه نړۍ کي په عصري او موډرن شکل هم وجود لري چي په جګړو، تجارت او نورو برخو کي لیدل کیږي.
 
معلومه خبره ده چي د اسلام مبارک دین د غلامۍ قدیمي رواج په ښه انساني حقوقو او درناوي ورکولو سره په تدریج سره ختم کړی.
 
 معلومات د خارجي منابعو څخه اخذ دي.
 
---------------------------------
په اسلام کي د غلامۍ حقیقت (ګټوره مقاله)
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته