تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د افراد حج طریقه
 
  August 10, 2017
  0

د حج افراد طریقه

 

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 حج 

حج په کال کي ټاکلى موسم لري چي و هغه ته اشهر الحج یعني د حج میاشتي وایي چي د راتلونکو مياشتو څخه عبارت دي:

شوال ، ذوالقعدة او د ذوالحجې لس ورځي دا د حج شپې او ورځي دي .                                                                                                                                        په حج کي درې شیان فرض دي چي باید حتمي وکړل سي ځکه که دا شيان پاته سي حج نه صحيح کېږي يو د هغو څخه د احرام تړل دي دوهم د عرفات پر ميدان درېدل او دریم طواف زیارت کول دي، په دغو درو فرضونو کي یې احرام شرط دی ، پر عرفات درېدل او طواف زیارت یې په رکنونو کي شمېرل کیږي .


حج په درو طریقو اداء کیږي چي هغه دا دي :

د اِفراد حج ، د تمَتع حج او د قران حج .

د اِفراد حج
 
تر هر څه د مخه د افراد حج طریقه په لنډ ډول درته بیانوو ، او تر هغه وروسته بیا د تمتع او د قران حج درته ښيوو . 
 
خو په لنډو ټکو کي ویلای سو چي:

تمتع: د حج په موسم کي چي څوک لمړی عمره وکړي او بیا د افراد حج پسي وکړي و دې ته  تمتع حج وایي.

قِران: او که څوک په یوه احرام د حج په موسم کي لومړی عمره اداء کړي او بیا حج پسي اداء کړي و دې ته بيا قران حج وایي .

راځئ چي لومړی د افراد حج پیل کړو د یادوني وړ ده چي دلته مونږ د افراد د حج ترتیب ذکر کوو خو داچي کوم شی يې فرض کوم يې واجب او کوم يې سنت او مستحب دی هغه ټول به وروسته ذکر سي .

د مخه تر دې چي څوک احرام تړي په کار ده چي بدن ښه پاک ستره کړي، نوکان غچي کړي، تر نامه او بغل لاندي ورېښتان واخلي، اوغسل یا اودس تازه کړي. 

نارینه پر بدن عطر وهي قمیص، پرتوګ، لنګوټه او نوري هغه جامې چي د احرام په حالت کي يې نسي اغوستلای هغه ټولي د تن څخه لیري کړي فقط لونګ ووهي او پټو پر اوږو راتاو کړي .

که د نفلي لمونځونو د اداء کولو وخت وو دوه رکعته نفل لمونځ به په پټ سر اداء کړي ، او تر لمانځه وروسته به د حج احرام وتړي یعني لومړی به په زړه کي د افراد د حج نیت وکړي ، د توجه او پام را اړولو لپاره دي په ژبه نیت هم ووایي چي :

 یا الله ! ما د افراد حج د اداء کولو اراده کړې ده ته يې را ته اسانه او را څخه قبول  کړه .

د نیت وروسته دي نارینه په لوړ آواز او ښځي په ټيټ آواز لاندي تلبیه ووایي :               
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَك. 

همدا دوه شیان یعني په زړه کي د حج نیت کول او ورپسې تلبیه ویل احرام بلل کیږي .

د یادوني وړ ده دا چي د حج او عمرې د پاره تر هر څه د مخه احرام تړل کیږي او بېله احرام څخه حج او عمره نه پیل کیږي. احرام، همدغه په زړه کي د حج یا عمرې نیت کول او ورپسې تلبیه ویل دي .
 

 
لونګ او پټو ته چي خلګ احرام وایي هغه ددې کبله چي دا هغه جامې دي چي نارینه يې د احرام په حالت کي اغوستلای سي خو ددې دا معنا نه ده چي که څوک بېله نیت او تلبیې څخه لونګ ووهي او پټو پر اوږو راوپیچي نو هغه محرم ګرځي ، بلکي محرم نه کرځي. 

په دې مسئله هر مسلمان پوهیږي چي د لمانځه دباندي تګ او راتګ کول ، خبری کول ، خوراک ، چښاک او داسي نور ډېر کارونه جواز لري خو که څوک په زړه کي د لمانځه نیت وکړي او د نیت وروسته الله اکبر ووایي نو تر هغه مهاله چي ده د لمانځه څخه سلام ګرځولی نه وي پر ده تګ او راتګ کول ، خبري اتري کول خوراک او چښاک کول ټول پر حرامیږي خو څه وخت چي سلام وګرځوي دا ټول بندیزونه ځني پورته کیږي .

همدا شان د حج د پاره چي څوک په زړه کي د حج نیت وکړي اوتر هغه وروسته تلبیه:  (لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَك)  ووايي په دې سره څوک محرم ګرځي او  د احرام بندیزونه پر لګول کیږي .

همدا حاجي د نیت او تلبیې وروسته نه نوکان غچي کولای سي، نه ورېښتان غچي کولای سي، نه عطر په ځان وهلای سي دا او دې ته ورته نور بندیزونه تر هغه مهاله پر لګول کیږي تر څو چي دی د حج په اخیر کي سر خریي او یا يې کوچنی کوي .

 د سر په خریلو او یا کوچني کولو سره د احرام بندیزونه ځني پورته کیږي  .

عمره کونکی هم همدا ډول دی چي د عمرې نیت او تلبیه ووایي بیا د سر تر خریلو یا کوچني کولو پوري د احرام بندیزونه پر لګول کیږي .
 
د سفر پیل
 
د احرام څخه وروسته د مکې مکرمې په لور سفر پیل کیږي څومره چي وکولای  سي تلبیه دي وايي په ځانګړي ډول چي حالات بدلیږي یعني ناست وي ولاړ  سي سپرلۍ ته پورته  سي د سپرلۍ څخه راکښته  سي پر لوړه پورته کیږي پر کښته حرکت وکړي د حالاتو په بدلون کي لږ تر لږ یو ځلي بايد  نارینه تلبیه په لوړ آواز  او  ښځه يې په ټیټ  آواز سره ووایي . 
 

مکه مکرمه
 
حاجي صاحب چي په مکه مکرمه کي  د اوسېدو ځای ومومي او یا خپل سامان یو ځای ځای پر ځای کړي کعبې شریفي ته دي ور سي ، مسجد حرام ته دي د ورننوتلو په وخت کي د مسجد د ننوتلو دعا وکړي او ښۍ پښه دي اول ور ننباسي ، پر کعبې شریفي چي يې نظر ولګیږي الله اکبر ،  لا اله الا الله  دي ووايي ، د هر څه وړاندي دي د حجر اسود څخه طواف پیل کړي اوه ځلي دي پر کعبه شریفه را وګرځي او د طواف څخه وروسته که د نفلي لمونځونو د اداء کولو وخت وو   د مسجد په هر ځای کي چي وي دوه رکعته د طواف لمونځ دي وکړي .

که د نفلي لمونځونو وخت نه وو بیا دي بل وخت د طواف لمونځ وکړي ، و دې طواف ته طواف قدوم یعني د ورتلو لومړنی طواف وايي ، همدا راز طواف اللقاء یعنی د لومړنۍ لیدني طواف هم ورته ویل کیږي .

د طواف وروسته دي د زمزم اوبه څونه چي چیښلای  سي ودې چښي او پر سر دي يې هم توی کړي د طواف قدوم وروسته حاجي مفرد په مکه مکرمه کي په احرام کي پاته کیږي ، هر وخت چي وکولای  سي او زړه يې وغواړي پر کعبه شریفه طواف کولای  سي یعني اوه ځلي دي پر کعبې شریفي راګرځي او وروسته دي د طواف دوه رکعتونه لمونځ اداء کوي .

د پردېسانو او جلاوطنولپاره په مکه مکرمه کی تر هر  سي زیات ثواب هم دا طوافونه لري .

د اتم ورځ
 
د ذوالحجې د میاشتي اتمه ورځ د یوم الترویة په نامه سره یادېږي ، د افراد حج کونکي ته مُفرِد وایي ، مفرد د طواف قدوم یعني د لومړني ورتلو د طواف وروسته هم هلته په مکه مکرمه کي تر یوم الترویة یعني د ذوالحجې تر اتمي ورځي په احرام کي پاتیږي . 

مفرد عمرې نه  سي کولای ځکه چي د حج په احرام کي دی البته طوافونه سهار  او ماښام هر وخت چي زړه يې وغواړي کولای يې  سي .
 

د منی په لور حرکت

د ذوالحجې اتمه ورځ چي را سي نو ټول حاجیان په مکه مکرمه کي د سهار د لمانځه د اداء کولو څخه وروسته مخ د مني پر لوري حرکت کوي . 
 
د ماپښین لمونځ منی ته رسوي د ماپښين ، مازیګر ، ماښام ، ماخستن او د سبا سهار لمونځونه چي ټول پنځه لمونځونه  کیږي په منی کي اداء کوي همدا شپه ټول حاجیان په منی کي تېروي.

عرفات ته تګ
 
سبا ورځ چي د ذوالحجې نهمه نېټه او د عرفات ورځ ده د لمر څرک څخه وروسته ټول حاجیان د منی څخه د عرفات په لوري حرکت کوي په مزدلفه کي تېریږي و عرفات ته ځانونه تر زوال  مخکي رسوي .

منی د کعبې شریفي ختیځ پلو ته واقع ده د منی و ختیځ ته پیوست مزدلفه ده او د مزدلفې و ختیځ ته پیوست د عرفات میدان دی لکه څه ډول چي په راتلونکې نقشه کي درته ښودل سوي دي . 
 

 
کوم کسان چي تګ کولای  سي او په عرفات کي خپل د اوسېدو ځای او کیمپ پیدا کولای  سي نو د هغو لپاره پیاده تګ تر موټرانو ډېر اسان اواستراحت مند دی .

عرفات
 
د ذوالحجې پر نهمه نېټه ټول حاجیان په عرفات کي په خپلو تم ځایونو او کیمپونو کي ځای پر ځای کیږي ، تر زوال وروسته د عرفات د وقوف یعني د درېدو وخت پیل کیږي ، د زوال څخه وروسته ټول حاجیان په یوه آذان او دوو اقامتونو لومړی د ماپښين لمونځ او ورپسې  يې سمدستي د مازیګر لمونځ په جماعت سره اداء کوي . 

د عرفات په ورځ حاجیان د مازیګر لمونځ د ماپښين په وخت کي د ماپښين تر لمانځه وروسته په جماعت اداء کوي ، د دواړو لمونځونو تر منځ سنت لا هم نه اداء کیږي .

د لمونځونو د اداء کولو څخه وروسته ټول حاجیان د عرفات په ساحه او حدودو کي دننه هر چيري چي يې کیمپ او تم ځای وي هلته تر لمر لوېدو پوري اوسیږي اوپرعرفات وقوف او درېدل کوي .

 
د ذوالحجې د نهمي نېټي د زوال څخه وروسته بیا تر لمر لوېدو پوري د عرفات وخت دی ، همدا هغه وخت دی چي ټول حاجیان خپل رب ته په ولاړي ولاړ د احتیاج لاسونه پورته کوي دعاوي کوي د الله جل جلاله څخه د ګناهونو معافي غواړي د الله لویي او عظمت بیانوي او په تلبیه کي د الله د وحدانیت او یووالي اقرار او اعلان کوي، د شرک څخه بېزاري ښکاره کوي او د الله  په نعمتونو اقرار او د هغه د شکر د پاره د الله حمد او ثناء بیانوي .

همدا د توبې او د دعاګانو د قبلېدلو ځای دی الله جل جلاله  په خپلو دغو بندګانو باندي فخر کوي کوم چي د دنیا د ګوټ ګوټ څخه راغلي دي او د الله  جل جلاله  و هغي بلني او دعوت ته يې لبیک ویلی دی کوم چي د ابراهیم خلیل الله علیه السلام پر ژبه ورکول سوی دی  .

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم  د روایت مضمون دی : 
 
 د عرفات په ورځ د عرفات په خلکو الله فخر کوي او ملایکو ته وایي : اې ملایکو ! تاسو دا زما بندګانو ته وګورئ ، د لیرو اوږدو واټنونو په پرېکولوسره راغلي دي په ګرزونو سپېره او د سفر لکبله يې ورېښتان ببر او تاو سوي دي ، تاسو ګواه واوسئ چي ما دوی ته ټول ګناهونه بخښلي دي ،  نو بیا دا حاجیان د ګناهونو څخه دا ډول پاک ستنیږي لکه کومه ورځ چي د موره څخه زېږېدلي وه .

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي چي د عرفات د خلکو تر ټولو ښه دعا کومه چي ما او زما څخه وړاندي نبیانو پر عرفات کړې ده :
 
 لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت بيده الخير، وهو على كل شى قدير ،  دعا ده .

مزدلفې ته تګ

د عرفات په ورځ چي لمر ډوب  سي حاجیان د عرفات څخه مخ د مزدلفې پر لور روانیږي ، پدې ورځ حاجیان د ماښام لمونځ نه په عرفات کي او نه يې پر لاري کوي بلکي څه مهال چي مزدلفې ته ورسیږي اود ماخستن د لمانځه وخت را داخل  سي هلته په مزدلفه کي ټول حاجیان لومړی د ماښام لمونځ اداء کوي او ورپسې د ماخستن لمونځ اداء کوي او تر منځ يې سنت هم نه اداء کیږي .

د ماښام او ماخستن د لمونځونو څخه وروسته ټول حاجیان د مزدلفې په ساحه کي دننه هر چيري چي وکولای  سي شپه په ارامه او هوسایي تېرولاى سي.
 

د مزدلفې وقوف
 
د حج په مناسکو کي یو د مزدلفې وقوف یعني په مزدلفه کي درېدل او تم کېدل دي .
شپه چي تېره  سي سپېدې وچاودي د لوی اختر لومړی ورځ پيل  سي د سپېدو څخه بیا تر څو چي لمر لا څرک وهلی نه وي د مزدلفې د درېدو وخت دی .

په دې ورځ په مزدلفه کي د سهار لمونځ د سپېدو د چاودلو څخه وروسته سمدستي اداء کیږي . 

د لمانځه د اداء کولو څخه وروسته حاجیان په مزدلفه کي درېږي ، دا هم د توبې او دعاګانو د قبلېدلو وخت او ځای دی ، د سبحان الله ، لا اله الا الله ،  الحمد لله  ، الله اکبر د استغفار یعني استغفر الله او د نورو ذکرونو د ویلو او قبلېدلو ځای او وخت دی .

مني ته تګ
 
د ذوالحجې پر لسمه نېټه چي د لوی اختر لومړۍ ورځ ده حاجیان د سپېدو څخه بیا تر هغه مهاله چي ښه روښنايي جوړیږي د مزدلفې د وقوف او تم کېدلو وخت دی د لمر څرک څخه څه وړاندي حاجیان د منی پر لور حرکت پیلوي د لمر څرک څخه مخته د مزدلفې د ساحې څخه خپل ځانونه باسي مخ د لوېديځ یعني قبلې پر لور روانیږي د محسر پر شېله د مزدلفې حدود پای ته رسیږي د محسر د مانده هغه خوا د منی په حدودو کي راځي او صحیح قول دادی چي محسر د مني په ساحه کي راځي .

تر دغه مانده به په چټکتیا حاجیان وځي البته نن ورځ د حاجیانو د زیاتي ګڼي ګوڼي لکبله ناشونې ده چي څوک دا ډول وکړای  سي .

حاجیان د څلو ( شیطانانو ) د ویشتلو لپاره د غټو نخودو په اندازه وړې وړې ډبري د مزدلفې یا په لاره کي د یو بل ځای څخه د ځان سره اخیستلای  سي البته د څلو سره شاوخوا چي کومي ډبري دي او یو ځلي څلي په ویشتل سوي وي په هغه دي څوک څلي نه ولي . 

د یادوني وړ ده چي منی او مزدلفه ټول د حرم په حدودو کي داخل دي البته عرفات د حرم د حدودو څخه وتلی دی .

لوی څلی
 
په منی کي درې څلي دي چي عوام خلک شیطانان ورته وایي دا څلي په عربي کي جمرات بلل کیږي ، حاجیان چي د مزدلفې څخه منی ته ورسیږي نو تر ټولو لومړی لوی څلی په اوو ډبرو ولي .

د مزدلفې لخوا چي څوک و لوی څلي ته ځي نو په مخ کي يې کوچنی څلی راځي تر هغه ور تېریږي ورپسې منځنی څلی راځي تر هغه هم ورتېریږي او بیا اخري او لوی څلي ته درېږي. 
 

د لوی اختر په اوله ورځ ټول حاجیان د زوال څخه دمخه یوازي لوی څلی په اوو ډبرو ولي او هره ډبره د الله اکبر د ویلو سره سم د څلي په لور ور غورځوي ، ډبري د شهادت او د بټي ګوتي په سرونو کي نیول کیږي او بیا ور ارتاو ېږي .

حاجي چي احرام وتړي نو دده د پاره تر ټولو ښه ذکر چي سهار او ماښام يې کوي هغه د تلبیې ویل دي په ځانګړي ډول د یوه حالت څخه و بل حالت ته د بدلون پر مهال نارینه تلبیه په لوړ آواز  او  ښځي يې په ټیټ آواز  وایي ، خو چي څه مهال د لوی اختر په اوله ورځ د لوی څلي په لور ډبره وغورځوي نو پر همدې ځای د تلبیې ویل هم پای ته رسیږي يعني د لوی څلي تر ویشتلو وروسته بیا تلبیه نه ویل کیږي .

قرباني کول
 
د لوی اختر په اوله ورځ چي حاجیان د لوی څلي د ویشتلو څخه فارغه  سي نو دوهم شى چي پدې ورځ يې کوي هغه قرباني ده ، قرباني دې ته وايي چي حاجي لږ تر لږه یو پسه یا بيزه په منی اويا د حرم په حدودو کي دننه بل ځاى حِلال کړي یا د غوايي یا اوښ په اوومه برخه کي ځان ورشریک کړي ، د قربانۍ لپاره د پسو ، بزو ، غوایانو او اوښانو څخه نر او ماده دواړه صحیح  کیږي .

په لومړۍ ورځ د لوی څلي د ویشتلو څخه وروسته قرباني کول د تمتع او د قِران پر حج کونکي واجب ده خو د افراد پر حج کونکي واجب نه ده ، د مفرد یعني د افراد حج کونکي که خوښه وه قرباني دي وکړي بیا دي سر وخریي یا دي کوچنی کړي او که قرباني يې نه کول بیا د لوی څلي د ویشتلو څخه وروسته سمدستي کولای  سي چي خپل سر وخریي یا يې کوچنی کړي .

سر خریل
 
د لوی اختر په لومړۍ ورځ دریم شى چي حاجي صاحب يې کوي هغه حلق یا قصر یعني د سر خریل یا يې کوچنی کول دي ، د قرباني وروسته حاجي صاحب سر خریي یا ئي کوچنی کوي ، ښځي یوازي قصر کولای  سي یعني د ګوتي د بند په اندازه به د ټول سر څخه ورېښتان غچي کوي ، که  سر د څلورمي برخي ورېښتان کوچني کړي هم صحیح کیږي البته تر څلورمي برخي څخه که لا هم کم ورېښتان غچي کړي نو بیا د احرام څخه نسي وتلای .

د سر خریلو یا کوچني کولو څخه وروسته ټول هغه بندیزونه چي د احرام لکبله پر لګول سوي وه ځني پورته کیږي ، د سر خریلو یا کوچني کولو وروسته حاجیان کولای  سي چي نوکان غچي کړي خپلي عادي جامې یعني قمیص او  پرتوګ واغوندي ، ټوپۍ يا لنګوټه پر سر کړي، بوټونه په پښو کړي ، عطر پر ځان ووهي البته یو بندیز لا اوس هم پر ځای پاته دی هغه داچي د خپلي ښځي سره نژدیکت نه  سي کولای او نه په شهوت لاس پر تېرولاى  سي  دا بندیز هغه مهال ورڅخه  پورته کیږي چي طواف زیارت یعني د حج فرضي طواف وکړي .

طواف زیارت
 
په حج کي ګڼ شمېر طوافونه کیږي د یوه طواف یادونه وړاندي وسول چي د طواف قدوم په نامه یادیږي ، د قدوم طواف پر مفرد او قارن باندي سنت دی ، د افراد حج کونکي چي څه مهال مکې مکرمې ته ورسیږي نو تر ټولو لومړی شى همدا طواف کوي او د هغه وروسته نفلي طوافونه هم هر وخت کولای سي په حج کي یو طواف فرض دی او د عرفات وروسته د حج دوهم رکن دی دا فرضي طواف د طواف زیارت په نامه یادیږي . 

د لوی اختر په لومړی ورځ حاجیان اول لوی څلی اوه ډبري ولي ورپسې قرباني کوي تردې وروسته سر خریي یا يې کوچنی کوي څلورم شى همدا طواف زیارت دی چي حاجیان يې د لوی اختر په ورځ کوي .

طواف زیارت د اختر په دوهمه او دریمه ورځ هم د شپې او هم د ورځي په هر مهال کي کېدلای  سي خو د اختر د دریمي ورځي وروسته چي شپه راځي په همدغه شپه يې لا هم تر سپېدو دمخه کولای  سي او که په څلورمه ورځ د سهار سپېدې پر وچاودي بیا هم هر وخت طواف زیارت کولای  سي ، البته   د امام ابوحنیفة  رحمة الله علیه   په آند که طواف زیارت تر دریمی ورځي وځنډول  سي یعني د څلورمي ورځي سپېدې پر  وچاودي خو ده لا طواف زیارت کړی نه وي نو د ځنډ لکبله دم پر لازمیږي البته امام ابویوسف رحمة الله علیه  او امام محمد  رحمة الله علیه وايي طواف زیارت که د اختر تر ورځو وځنډول  سي بیا هم  دم نه پرلازمیږي.
 

طواف زیارت هم د نورو طوافونو په څېر اوه شوطه دی یعني اوه ځلي چي د طواف په نیت پر کعبه شریفه راوګرځي همدا یو طواف سو او د هر طواف لپاره سنت طریقه دا ده چي د حجر اسود څخه پیل  سي او پر حجر اسود پای ته ورسېږي ، د طواف څخه وروسته دوه رکعته د طواف واجب لمونځ اداء کیږي او هم د زمزم په اوبو ځان اوبه کیږي .

که منی ته تر راتګ مخته يې سعي کړې نه وه یعني د حج سعي يې نه د طواف قدوم وروسته او نه يې تر نفلي طواف وروسته  کړې وه نو د طواف زیارت وروسته سعي یعني د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کیږي .

سعي
 
په حج کي هم د عمرې په څېر یو ځل سعي کیږي یعني د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کیږي ، لکه څه ډول چي اوه ځلي پر کعبه شریفه راګرځېدل یو طواف بلل کیږي همدا ډول اوه ځلي د صفا او مروا تر منځ تګ کول یوه سعي شمېرل کیږي ، د صفا څخه تر مرواپوري تګ یو شوط شمېرل کیږي د مروا څخه بېرته و صفا ته تګ دوهم شوط شمېرل کیږي دوهم ځل چي بیا همدا ډول د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ وکړي څلور شوطه ځني جوړیږي دریم ځل چي بیا همدا ډول تګ او راتګ وکړي شپږ شوطه ځني جوړیږي او بیا چی د صفا څخه تر مروا پوري ولاړ  سي اوه شوطه پوره کیږي سعي د صفا څخه پیل کیږي پر مرواو پای ته رسیږي . 
 

سعي د حج د واجباتو څخه ده ، د اختر په لومړۍ  ورځ چي حاجیان طواف زیارت وکړي نو د هغه وروسته د سعی لپاره د حجر اسود استلام کوي او بیا صفا ته پورته کیږي ، صفا ته چي لږ پورته  سي مخ د کعبې وخوا ته درېږي د تکبېر او دعاګانو څخه وروسته د مروا پر لوري په عادي تګ روانیږي ، خو چي څه وخت شنه میل ته ورسیږي نو بیا تر هغه بل شنه میله پوري په چټکتیا یعني په نیمه ځغاسته ځي ، د دا شنو میلانو منځ پخوا شېله وه خو اوس شېله نسته په همدا شنو میلانو يې ساحه نښاني سوې ده ، د شېلې تر ساحې چي ووځي بېرته به عادی تګ کوي ترڅو مروا ته ورسیږي .

مروا ته چي پورته  سي مخ د کعبې په لور درېږي تکبېر وایي او څونه چي وکولای  سي په پورته لاسونوبه دعاګاني کوي .

  بیا د مروا څخه په عادي تګ بېرته د صفا په لور روانیږي ، و شنه میل چي ورسیږي بیا تر هغه بل شنه میله پوري چي د شېلې برخه ده په نیمه خغاسته ځي البته ښځي د میلانو تر منځ هم په عادي تګ ځي  د شېلې  د ساحې څخه چي ووځي بېرته عادي تګ کوي څو صفا ته پورته کیږي په دې سره د سعي دوه شوطه پوره کیږي .

په سعي کي هر ځل چي صفا او مروا ته پورته کیږي مخ پر کعبې شریفي درېږي تکبېرونه وایي په پورته لاسونو دعاګاني کول کیږي .

 
د سعي اوم شوط پر مروا پوره کیږي ، د سعي څخه چي فارغ سي حاجیان بېرته و منی ته ځي ځکه د اختر دوهمه او دریمه ورځ به حاجیان هم په منی کي تېروي د اختر څلورمه ورځ هم که حاجي وغواړي په مني کي يې تېرول ورته غوره دي.  

که حاجي سعي د طواف زیارت څخه وروسته کول نو د طواف زیارت په اولو درو شوطونو کي به د پهلوانۍ تګ ( رمل ) کوي . 
 
د طواف زیارت او صفا او مروا څخه وروسته حاجیان بېرته منی ته ځي سبا ورځ درې واړه څلي ولي .

د اختر دوهمه ورځ
 
د لوی اختر په دوهمه ورځ چي لمر زوال وکړي یعني د ماپښين د لمانځه وخت را داخل  سي نود همدې  وخت څخه شروع بیا د راتلونکي شپې تر پایه هر مهال چي وي ټول حاجیان به درې واړه څلي هر څلی اووه اووه ډبري ولي .

د منی څخه چي مخ د قبلې پر خوا و څلو ته رهي  سي لومړی اول څلی چي الجمرة الصغری یعني د کوچني څلي په نامه یادیږي اووه ډبري ویشتل کیږي چي د هر وار ویشتلو سره به الله اکبر وايي . 

اول څلی چي اووه ډبري وولي د ګڼي ګوڼي څخه دي د قبلې خوا ته ځان وباسي او هلته دي مخ پر قبله ودرېږي په پورته لاسونو دي څوني چي وکړای  سي دعاګاني دي وکړي .

د دعاوو څخه وروسته دي مخ پر قبله ور رهي  سي دوهم څلي ته دي ځان ورسوي  دوهم څلی د الجمرة الوسطی یعنی منځني څلي په نامه یادیږي ، منځنی څلی دي هم اووه ډبري وولي او د هر وار ویشتلو سره دي الله اکبر وايي. 

د اوو ځلوتر ویشتلو وروسته دي مخ د قبلې خوا ته د ګڼي ګوڼي څخه ځان وباسي او قبلې ته دي مخامخ ودرېږي په پورته لاسونو دي دعاګاني وکړي هره دعا چي يې زده وي په هر ژبه چي وي د خپل رب څخه دي خپل حاجتونه وغواړي خو کوم څه چي په خوله غواړي په زړه کي دې هم غواړي لکه څه ډول چي يې ظاهرا د احتیاج لاسونه خپل رب ته پورته کړي دي او الله جل جلاله  ته ځان اړ او محتاج ښکاره کوي په زړه کي دي تر دې لا هم زيات ځان الله جل جلاله  ته اړ او محتاج وبولي او اوښکي دي پر خپل اخلاص د ګواهي د پاره د خپل غني او مهربانه رب په  حضور کي تر سترګو وڅڅوي .

د دعا څخه وروسته دي مخ په وړاندي د قبلې وخوا ته رهي  سي تر څو و دریم څلي ته چي جمرة العقبه یعني د کوتل څلی ورته وايي ځان ورسوي ، دا څلی دي هم اووه ډبري وولي او د ویشتلو وروسته دي هلته د دعا لپاره نه درېږي بلکي بېله دعا کولو څخه دي ځني رارهي  سي اوکه زړه يې وو نوخپل ټېک ځای او کېمپ ته د راحت لپاره تللای  سي .

د اختر دریمه ورځ
 
د اختر د دريمي ورځي مناسک یعني د حج ځانګړي عبادتونه کټ مټ د دوهمي ورځي په شان دي ، د زوال څخه وروسته درې واړه څلي هر څلی اووه اووه ډبري ویشتل کیږي .

د مني لخوا څخه چي ورځي اول لومړی څلی بیا منځی څلی او بیا د منی د پای لوی څلی ویشتل کیږي .

د لومړي څلي او منځنى څلي د ویشتلو وروسته حاجي صاحب هلته د دعا د پاره په ولاړي تمیږي .مګر د دریم څلي د ویشتلو وروسته بېله تمېدلو او دعا کولو څخه ځني راستنیږي .

د یادوني وړ ده چي د اختر په اوله ورځ یوازي لوی څلی د سپېدو څخه وروسته ويشتلاى سي البته افضل يې د لمر ختو څخه وروسته بیايې د ورځي په هر مهال کي ویشتلای  سي او که د ورځي يې و نه ولي نو په ورپسې شپه کي يې هم ویشتلای  سي .

په دوهمه او دریمه ورځ درې واړه څلي هره ورځ د زوال څخه وروسته ویشتل کیږي ، په دوهمه ورځ که څوک څلي د ورځي په مهال کي و نه ولي نو په ورپسې شپه کي يې لا هم د سپېدو د چاودلو څخه دمخه ویشتلای  سي .
 

همدا راز په دریمه ورځ که څوک د زوال وروسته د ورځي په خوا کي څلي و نه ولي نو هغه کولای  سي چي په ورپسې شپه کي درې واړه څلي وولي دا ځکه چي د حج په ورځو کي راتلونکې شپه د مخکنۍ ورځي په جمله کی شمېرل کیږي يعني که د هري ورځي ځانګړی عبادت  پاته  سي نوهغه په ورپسې شپه کي هم اداء کولای  سي .

د مثال په ډول که څوک د عرفات په ورځ د ورځي پر مهال عرفات ته ځان و نه رسوي لمر پر ولوېږي نو دا نفر که په ورپسې شپه کي د سپېدو څخه مخکي یو ځل د عرفات و ساحې ته ور داخل  سي نوحج يې صحیح کیږي .

د اختر څلورمه ورځ
 
د اختر د څلورمي ورځي د څلو ویشتل د حاجیانو په خوښۍ پوري اړه لري د اختر په دریمه ورځ چي د څلو د ویشتلو څخه فارغه  سي نو د حاجیانو خپله خوښه ده چي مکې مکرمې ته ځي او که په منی کي پاتېږي اوسبا ورځ هم څلي ولي . 

که د اختر په څلورمه ورځ يې څلي نه ویشتل نو په کار ده چي د اختر په دریمه ورځ  د لمر لوېدو څخه مخته د مني څخه ووځي ځکه که لمر په منی کي پر ولویږي نو بیا يې د مني څخه وتل کراهیت لري او که دا شپه هم هلته په منی کي پاته  سي د اختر د څلورمي ورځي سپېدې پر وچاودې نو بیا به حتما په منی کي پاتېږي او د څلورمي ورځي د څلو ویشتل هم پر واجبیږي .

کوم کسان چي د اختر په څلورمه ورځ په منی کي پاته  سي هغوی  به د زوال څخه وروسته د دوهمي او دریمي ورځي په شان درې واړه څلي ولي او تر څلو د ویشتلو وروسته به مکې مکرمې ته ځي .

طواف الصدر
 
حاجیان چي د منی د مناسکو یعني د څلو د ویشتلو څخه څوک د اختر په دریمه ورځ او څوک بیا د اختر په څلورمه ورځ فارغه  سي نو بیا ټول مکې مکرمې ته ځي .

د منی څخه د مکې پر خوا د محصب په نامه هواره شېله ده ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د مني څخه هلته ستون سوی دی او بیا يې د هغه ځای څخه طواف الصدر او بیا د مدینې په خوا کوچ کړی دی نو ځکه په محصب کي لږ ګړی تم کېدل مستحب دي خو په اوسنيو وختونو  کي د ګڼي ګوڼي لکبله دا ستونزمن کار دی .

د کومو حاجیانو کورنه چي په مکه مکرمه یا حِل کي دي نور نو د هغو د حج مناسک ټول و پای ته ورسېدل خو کوم کسان چي د مکې مکرمې او د حل  څخه د باندي د نورو ښارونو او وطنونو څخه راغلي دي پر هغو باندي د حج یو طواف پاته دی چي هغه ته طواف الصدر یعني د ستنیدو طواف یا طواف الوداع یعني د رخصتېدلو طواف وایي ، دا طواف واجب دی .

حاجیان چي هر وخت د مکې مکرمې څخه ځي نو د تګ څخه وړاندي به په عادي جامو کي پر کعبه شریفه یو طواف کوي تر طواف څخه وروسته به په مسجد کي د طواف دوه رکعته لمونځ اداء کوي .

د طواف دوه رکعته لمونځ که څوک په مسجد حرام کي و نه کړي نود مسجد حرام د باندي په هر ځای کي يې هم کولای  سي .
حاجیان د طواف الصدر څخه مخته نفلي طوافونه هم هر وخت چي يې زړه وغواړي کولای يې  سي خو د تلو څخه لږ  وړاندي باید یو طواف د رخصت کېدو په نیت وکړي .

که چيري حاجي دطواف زيارت څخه   وروسته نفلي طواف کړی وي اود مکې مکرمې څخه د تللو په وخت کي د طواف الصدر د کولو وخت ورته پیدا نسي او یا همداسي د مکې مکرمې څخه بېله طواف الصدر څخه ولاړ  سي نو هغه نفلي طواف چي د طواف زیارت څخه وروسته يې کړی دی هغه يې په طواف الصدر کي شمېرل کیږي .

ښځو ته که په منی کي او یا د منی څخه تر وتلو وروسته میاشتنی ناروغي د حیض او یا د لنګون وروسته ناروغي  ( نفاس) ورته پېښه  سي نوپه دې ناروغي کي ښځي طواف نسي کولای ځکه پدې ناروغي کي د ښځو د پاره مسجد ته ننوتل ناجائزه دي دا ښځي به طواف الصدر د حیض او نفاس څخه وروسته کوي خو که چیري په دا ناروغي کي يې د تلو نوبت ورسېدى نو دوی کولای  سي چي بېله طواف الصدر څخه خپلو کورونو ته ولاړي  سي ځکه د حیض او د نفاس لکبله طواف الصدر د ښځو د ذمې څخه ساقطیږي . 

ماخذ: د حج ښه ملګری، مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
یادونه: د حج د مناسکو زده کړه د راډیو د لاري او دارنګه دلته هم اورېدلای سی (کلیک)
 
ورپسې لیکني:
د تمتع حج
د قِران حج
 

سرته