تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان سره په ۲۴ ساعتونو کي شل پرشتې
 
  February 19, 2017
  0
کمپوز: مطیع الله عابد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

له هر انسان سره په څلورویشتو ساعتونو کي شل پرښتې اوسي

په تفسیر ابن جریر کي راځي، چي حضرت عثمان رضی الله عنه د رسول الله صلی اله علیه وسلم په خدمت کي حاضر شو، او پوښتنه یې وکړه چي له بنده سره څومره پرښتې وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي یوه خو راسته اړخ ته د نیکو لیکونکي ده، چي پر چپه اړخ پریښتې امیره ده، کله چي ته څه نیکي وکړې نو هغه د یوې پر ځای لس لیکي، او کله چي ته څه بدي وکړې نو د چپه اړخ پرښته د راسته اړخ پرښتې څخه د لیکلو اجازه غواړي. هغه ورته وایې ، چي لږ صبر وکړه کیدای شي چي توبه او استغفار وکړي درې ځله هغه اجازه وغواړي، بیا هم که بنده توبه ونه کړي نو دا د نیکي پرښته هغې ته وایي چي اوس یې ولیکه الله تعالی دي موږ له ده څخه په امان کړي. دا خو ډیر خراب ملګري دي له ده سره د الله تعالی لحاظ نه شته او نه شرمیږي. 

د الله تعالی فرمان دی: (لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ) سوره رعد آیت ۱۱

او یوې پرښتې ستا د تندي وریښتان نیولي دي کله چي ته د الله تعالی لپاره عاجزي کوې نو هغه ستا درجه لوړوي، او کله چي ته د الله تعالی په وړاندي نافرماني او لویي وکړې نو هغه تا ذلیله کوي.

او دوې پرښتې ستا پر شونډو مقرري دي کوم درود شریف چي ته پر ما وایې هغوې د هغه ساتنه کوي.

یوه پرښته ستا پر خوله مقرره ده چي څه مار و غیره په ډول شي ستا په خوله کي ولاړ نه شي او دوې پرښتې ستا پر سترګو مقرري دي. دا لس پرښتې له هر انسان سره ملګري دي. د ورځي والا پرښتې جلا دي اود شپې والا پرښتې جلا دي، دا ډول له هر چا سره شل پرښتې د الله تعالی له خوا مقرري دي.( تفسیر ابن کثیر ج ۳ ص ۳۲ - پاشلي ملغلري)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته