تازه سرليکونه
لومړنۍ مرستي
 
  August 24, 2016
  0

لیکنه: نعمت الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړنۍ مرستي دهغو عاجلو او چټکو همکاریو څخه عبارت دي، چي د ټپيانو، صدمه لیدونکو او هغو کسانو سره، چي په ناڅاپي ډول ناروغه سوي وي روغتیايي کلينیک، امبولانس او یا روغتون ته تر رسېدو مخکي اجراء کيږي.
 
لومړنۍ مرستي د مریض د ژوند د ساتلو له پاره ترسره کیږي،د ناروغۍ د زيات پرمختګ مخنیوی کوي او ناروغ د بې هوښۍ، کوما او د ویني  له ضایع کېدو څخه ژغوري.

د حادثې او ټکر په وخت کي
 
کله چي تاسو داسي ساحې ته حاضر سی، چي هلته حادثه (ټکر، انفجار، بمبار، زلزله او ...) رامنځته سوې وي، نو تر ټولو مخکي مريض له هغه ځايه بلي خوندي ساحې ته انتقال کړئ، او له مصاب شخص سره لاندي لومړنۍ مرستي ترسره کړئ.. ځکه ځیني وخت نوموړي حادثه بیا تکراریږي.

الف: د ناروغ د تنفس لاره (پزه او خوله) کتل او د مریض د خولې او پزي څخه اجنبي مواد، لکه: خاوري، وینه او داسي نور... لیري کول.

د ناروغ د خولې او پزي زخمونه او هډوکي کتل.
 
که هډوکي مات وي، ناروغ نه سي کولای چي تنفس وکړي، نو لومړنۍمرسته داده، چي تنفسي لاره خلاصه سي، ترڅو تنفس ئې بېرته لومړني حالت ته را وګرځي.

د تنفس ورکولو طریقه:

د مریض غاړه بې حرکته کول.

د هواء لاره خلاصول او زنه پورته کشول.
 
عمیق تنفس کول او بیا مریض ته ساه ورکول، کله چي مریض ته تنفس ورکړل سي، خوله ځني ایسته کړئ، تر څو د مریض کاربن ډای اکسایډ خارج سي، وروسته همدا عمليې ته د مريض تر سمېدلو يا ساه جاري کېدلو پوري دوام ورکړئ. خو که چیري طبي سامان آلات او اکسيجن موجود وي، نو بيا هغه استعمالولای سئ.

 
 
 که د مریض په خوله کي مایعات یا ویني وي، هغه وچي کړئ، ځکه ځيني مهال د مریض عصاب فعاله نه وي، د یو شي د تېرېدو پر وخت نه سي کولای، چي هوائي لاره بنده کړي.که هوائي لاري ته همدا مواد ولاړ سي، د مریض د مرګ باعث ګرځي.

ب: د مریض یا ټپي د ویني ادواء کول: یعنی د مریض ټپونه کتل او د هغه وینه بندول. په کومو ټپونو کي چي پرزې بندي وي، هغه مه ورڅخه را باسئ، ځکه کېدای سي د مریض وینه نوره هم ضائع سي. که د مریض لاس یا پښه قطع سوي وي، نو هغه ځای ئې ټینګ وتړئ، تر څو دزياتي ویني بهیدو مخنیوی وسي. که بیا هم په تړلو وینه نه درېدله، نو بیا یوه چاړه یا برچه ښه ګرمه کړئ او هغه رګونه چي وینه ورڅخه بهېږي په داغ کړئ، ترڅو وینه ئې بنده سي.

دې ته بايد ډېر پام وسي، چي پر زخمونو خاوره، قاذورات او ایره وانه چول سي، ځکه کېدای سي، د مکروبونو په لېږد سره د زياتو مهلکو ناروغيو ښکار سي.

کومه ساحه، چي زخمي سوې وي، هغه د مریض تر سر لوړه ونیسئ، تر څو هماغه ساحې ته د ویني جریان کم سي او وینه بهېدنه کمه سي. که چیري ټپونه د مریض په سرکي وي، نو هغه هم لوړ وساتئ.
 
که د مریض کولمې را وتلي وي او یا ئې ځيګر سوری سوی وي، نو د یو پاک دستمال يا پټو په واسطه ئې نس وتړئ، تر څو د نورو کولمو د راوتلو مخه نيول سوې وي. ځیګر ئې لومړی کښېکاږي او بیا ئې وتړئ.

ج: د مریض مصابیت اود زخم زیاتوالی کتل: 
 مریض بدن لڅ کړئ، لاسونه، پښې او د بدن نور هډوکي ئې وګورئ او حرکت ورکړئ، چي مات سوي خو به نه وي؛ زيات ښورول ئې هم نه دی په کار، ځکه چي بې ځایه مداخله د هډوکي ماتوالی نور هم زیاتوي، او عضلات هم تخریبوی.
د مات سوي علایم: درد، سوروالي، پاړسوب، خړیچی، تر ماتي ساحې وروسته ساحه بې حرکته کېدل او هډوکی تر پوستکي راوتل د مات سوي علايم دې.
 
کله چي مو پورته نښي ولېدلې، نو تر ماتي سوي ساحې يوه تخته په داسي ډول لاندي کړئ، چي یو طرف او بل طرف ته تېره سوې وي، بیا ئې وتړئ، تر څو ماته سوې ساحه بې حرکته پاته سي، د نور تخریب مخنيوی ئې وسي او روغتون ته پر وخت انتقال سي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه 

 

 

سرته