څانګه: خاتم النبيين نيټه: September 5, 2016
       
د نبي کریم ﷺ اخلاق او معاشرت

 نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ټوله بشریت لپاره دی

فخرالموجودات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ټولو انسانانو لپاره رالېږل شوی دی، تر ټولو لومړی قرآن کریم ورباندي ګواه دی:


{وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ} (سورت سبا: ۲۸)
ژباړه: او ته مو نه یې لېږلی؛ بلکې ټولو انسانانو ته زېری ورکونکی او وېرونکی خو ډېر خلک نه پوهیږي.

 په بل ځای کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: (بعثتُ الی الناس کافة
زه ټوله بنی نوع انسان ته رالېږل شوی یم

 په بل ځای کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: (کنت نبيا و آدم بین الروح والجسد
زه هغه وخت هم نبي وم؛ کله چې حضرت آدم علیه السلام د روح او د جسد په منځ کې ؤ.

ددې بل ښه دلیل دادی چې کله حضرت آدم علیه السلام سترګې خلاصي کړې؛ نو پر عرش باندي یې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک نوم (محمد رسول الله) ولیده.(۱)
 
 
نـــــبي کــــریــم  د ستــر و اخلاقـو څښتن ؤ
 
 
دا چې نبي کریم صلی الله وسلم مبارک د ټول بشریت ستر لارښود دی، اولین او اخرین دی؛ نو ځکه یې اخلاق دومره ښکلي اولوړ دي، چې قرآنکریم ورباندي شاهدي اداء کوي او فرمایي:

{وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ}(سورت القلم:۴)
ژباړه: او بې شکه ته (ای پېغمبره!) د اخلاقو په لوی پړاو کښې ېې.

د نبي کریم ﷺ خُـــلق عظیــــم (ستر اخلاق)
 
حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمایي چې دخُلق عظیم څخه عظیم دین مراد دی، چې دالله جل جلاله په نزد له دین څخه بل زیات محبوب شی نشته، ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي، چې د خُلق څخه خپله قرآن کریم مراد دی، یعنې قرآن کریم چې د کومو اعلی اخلاقو تعلیم ورکوي ، دی ددغو ټولو عملي کولو غوره نمونه اوبېلګه ده.

حضرت علی کرم الله وجهه فرمايي چې د خُلق عظیم څخه مراد آداب القرآن دي، یعنې هغه آداب کوم چې قرآن کریم ښودلي دي، حاصل د ټولو سره یو دی، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وجود کې الله جل جلاله ټول ښکلي اخلاق سره جمع کړي وو، پخپله نبي کریم صلی ا لله علیه وسلم فرمايي:
 
بعثتُ لاُ تمّمَ مکارم الاخلاق. (۲)
ژباړه: زه د دې کار لپاره رالېږل شوی یم چې د اعلی اخلاقو تکمیل وکړم.

حضرت انس رضی الله عنه فرمایي چې ما لس (۱۰) کاله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ، په دې ټول وخت چې ماکوم کارونه کړیدي، ما ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا نه دي ویلی چې دا کار دې ولې کړی دی، او کوم کارونه چې مې نه دي کړي؛ دا یې نه دي راته ویلي چې دا کار دې ولې نه دی کړی؟ (۳)

او دا ښکاره خبره ده چې د لسو کلونو په وخت کې ډېر کارونه خلاف طبع کېدای شي. 

ام المؤمنین حضرت عائیشه صدیقه رضی الله عنها وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیڅکله یو څوک پخپل لاس نه دی وهلی، بغیر له جهاد فی سبیل الله نه، چې په جهاد کې د کفارو وهل او وژل ثابت دي، او نه هم نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو خادم او نه هم یوه ښځه وهلې ده، که چېری له دوی څخه به خطا هم وسوه؛ نو انتقام یې نه ور څخه اخیسته، بغیر له دېنه، که یو چا به دالله جل جلاله له حکم څخه سرغړونه کړې وه، په هغو به یې شرعي سزا جاري کوله. (رواه مسلم)

حضرت جابر رضی الله عنه فرمایي، چې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه داسې سوال نه دی شوی چې ده دې په ځواب کې (نه) ویلي وي. (۴)

- ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه فحش ویونکی ؤ، نه فحش ته نژدې کېده، نه په بازارونو کې شور او شغب کونکی ؤ، د بدۍ بدله یې هیڅکله په بدۍ سره نه ورکوله، بلکې معافي به ئې کوله.

حضرت ابودرداء رضی الله عنه فرمايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چې  د ښو اخلاقو په شان د میزان په تله کې بل هیڅ شی دروند نشته او الله جل جلاله د ښکنځل کونکي اوبد زبانه سره بغض لري.(۵)

ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل، چې مسلمان د خپلو ښو اخلاقو له کبله، د هغه چا درجه پیداکوي چې تل د شپې عبادت کوي، ویښ وي او د ورځي روژه نیسي. (رواه ابوداؤد)

حضرت معاذرضی الله عنه فرمايي چې کله زه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یمن عامل مقرر کړم او هغه اخري وصیت چې ما یوه پښه په رکاب کې ایښې وه، هغه دا دی:
(یامعاذ احسن خلقک للناس). (۶)
 
ژباړه: ای معاذه! له خلکو سره ښه سلوک کوه. (رواه مالک).
 
د نبي کــــــــــریم  د ښو اخلاقــــو په هکله نور احادیث
حضرت نواس بن سمعان رضی الله عنه فرمايي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په هکله پوښتنه وکړه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نیکي د ښو اخلاقو نوم دی  او ګناه هغه ده چې ستا په زړه کې وېره راولي او دا خبره نه خوښوي چې د دې خبر دې خلکو ته وسي. (۷)

د حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وسوه چې د ټولو نه به زیات خلک جنت ته دڅه شی له کبله داخل سي؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تقوا او ښه اخلاق.

پوښتنه وشوه چې د ټولو څخه زیات خلک به دوزخ ته دڅه شي له کبله داخل سي؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خوله او شرمګاه. (۸)

ام المؤمنین حضرت عائشه رضی الله عنها روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د مؤمنانو څخه کامل مؤمن هغه څوک دی چې د ټولو څخه ښه اخلاق ولري، اود کور والاوو سره ښه سلوک کوي. (۹)

دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل بېشکه چې بنده د خپلو ښو اخلاقو له کبله د آخرت لوړ مقام ته رسیږي، چې په عبادت کې کمزوری وي او د خپلو بدو اخلاقو له کبله به دا بنده د جهنم لاندې برخې ته ورسیږي. (۱۰)

د حضرت صفوان بن سلیم رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته داسې عبادت ونه ښایم چې هم اسانه او هم پر بدن باندې سپک وي؟ یوه خاموشي او بل ښه اخلاق. (۱۱)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د مؤمن عزت د ده دین دی، دده مروت د ده عقل دی او د ده شرافت د ده اخلاق دي. (۱۲)

د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې په تاسو کې به د قیامت په ورځ ماته نژدې او ډېر نژدې هغه خلک وي چې ښه اخلاق یې وي. (۱۳)

دحضرت عُمیر بن قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو کس پوښتنه وکړه چې ای د الله رسول صلی الله علیه وسلمه! کوم لمونځ په ټولو کې افضل دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې ولاړه پکښې اوږده وي،
 
بیا هغه پوښتنه وکړه: کومه صدقه افضله ده؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې د غریبۍ باوجود، یو څه په محنت وګټل سي او بیا صدقه سي، 
هغه بیا پوښتنه وکړه چې د ایمان په خاوندانو کې څوک د پوره ایمان خاوند دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې اخلاق یې ښه وي. (رواه الطبراني) (۱۴)



ماخذونه: 
۱ الخصائص الکبری- حصه اول،پاڼه ۱۱- ۱۴/ لیکوال: علامه جلالدین سیوطی رحمة الله علیه/ خپرونکی: ممتازاکیډمی لاهور
۲(ابن حیان)
۳ (بخاری ومسلم)
۴ .(بخاری اومسلم)
۵ (رواه ترمذی وقال حدیث حسن صحیح)
۶ تفسیرمعارف القرآن ټوک ۱۰، پاڼه: ۴۱، ۴۲/ تاج کتب خانه پيښور.
۷ (رواه مسلم وترمذی)
۸ (رواه ترمذی، ابن حبان فی صحیحه، والبیهقی)
۹ (رواه ترمذی، الحاکم)
۱۰ (رواه الطبراني)
۱۱ (رواه ابن ابی الدنیا)
۱۲ (رواه ابن حبان، الحاکم، بیهقی)
۱۳ رواه ترمذی)
۱۴ (الترغیب والترهیب ټوک ۲: پاڼه ، ۱۹۲- ۱۹۹)
لیکوال:  حافظ زکی الدین عبدالعظیم بن عبدالقوی المنذری المتوفی ۶۵۶ هق/ خپرونکی: مکتبه غوثیه پيښور.