تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مچ په وزرو کي مرض او شفاء
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
میکروب او د هغه څخه ځان ساتنه
 
وروڼو! څرنګه چي د دغه بحث د لیکلو څخه مقصد دا دی چي موږ مسلمانان زموږ د دین او د هغه د احکامو په حکمت او عظمت څه نا څه پوه او خبر سو نو دا لازمه نه ده چي زموږ بحث دي د یوې خاصي موضوع په باره کي وي، بلکه هر بحث او مضمون چی موږ و دغه مقصد او هدف ته رسوي را نقلوم. 
 
نو اوس به د فضیلة الشیخ عبدالمجید الزَنداني أدام الله برکاته د څېړنو څخه یوه موضوع را نقل کړم او دا دي هم تاسي ته معلومه وي چي نن ورځ د قرآن مجید او احادیث مطهره څخه د اعجاز او باریکیو په را ایستلو کي  (هغه باریکۍ چي د نن ورځي د طب او ساینس سره مطابقت لري) هیڅوک زموږ د فاضل او مکرم شیخ عبدالمجید الزَنداني سره سیالي نه سي کولای او په دغه علم کي د نن ورځي ټول علماء که هر څوک هم وي و ده ته اړ او محتاجه دي، نو زموږ محترم استاد فضیلة الشیخ الزنداني وايي:
 
زموږ پر شا وخوا یو بل لوی عالم سته، داسي عالم چي سترګي یې نه سي لیدلای، په لاسو نه حسیږي، غوږونه یې نه سي اورېدلای او پزه یې نه سي بویولای، هغه عالم چي زموږ و عادي حواسو ته د عالم غیب په درجه کي دی، که څه هم مطلقاً غیب نه دی خو نسبتاً زموږ و حواسو ته عالم غیب ور ته ویلای سو، چي هغه عالم د هغه دقیقو کائناتو عالم دی چي په سترګو نه لیدل کیږي چي دا د جراثیمو، ویروساتو او میکروباتو عالم دی، هغه کائنات چي دغه اوس زموږ او ستاسي پر شا و خوا هوا په ډکه ده، هغه کائنات چي موږ یې د تنفس او لمس په حالت کي یو او بل ته سره نقلوو، هغه کائنات چي زموږ د خوړلو، چښلو او لباس سره ډیره پراخه علاقه لري، هغه کائنات چي زموږ د صحت او مرض سره ډیر زیات ارتباط لري، د دغو ویروساتو د اقسامو څخه د یوه ویروس نشاط او پرورښت ښايي د طاعون د مرض سبب وګرځي او په میلیونو انسانان و وژني، دغه طاعون، وبا او کولرا چي په میلیونو انسانان په هلاکیږي سبب یې یو داسي کائن دی چي نه یې لیدلای سو، نه یې حسولای سو، نه یې بویولای سو حتّْی موږ یې ادراک هم نه سو کولای، دغه کائنات يوه انسان ته په داسي حال کي ور نقل کیږي یا ور داخلیږي چي دﺉ نه وي په خبر، دغه کائنات د یوه انسان څخه خارجیږي او دﺉ نه وي په خبر، پر انسانانو، پر حیوانانو او نباتاتو د مرض آثار او علامې ښکاره کیږي خو انسان نه پوهیږي چي د دې سبب څه دی؟ 
 
اول هغه څوک چي دغه میکروب یا ویروس یې کشف کړی هغه بایستِیر رِفرِزِي دی، او دغه میکروبونه په اتلسم قرن کي کشف کړل سوه او پسله هغه څخه تر نن ورځي پوري په پرله پسې ډول په دغه مجهول او نامعلوم عالم کي څېړني او اکتشافات دوام لري، څه موده تر منځ بیا و ویل سي چي نوی میکروب، نوی ویروس، نوی جرثوم مو کشف کړی، چي د دغه نوو کشفیاتو معنْی داسوه چي پر دغه کائناتو د انسان د معرفت او پېژندګلوی ساحه پر هغه اندازه پراخیږي او پراخه کېدلای سي څومره چي د هغو مشینانو یا جهازونو قوت زیاتولای سي چي په هغو سره کوچني شیان لوی لیدل کیږي، یعني: (مایکروسکوب) او څومره چي په انسان کي د دغه کائناتو د حالاتو د څېړني او ملاحظې قوت زیاتیږي.
 
نو که موږ وغواړو چي د دغه میکروب سره معامله وکړو یا په بل عبارت که د طب علماء و غواړي چي د انسان دپاره داسي یوه سالمه او مستقیمه طریقه کښیږدي چي د هغې طریقې په رڼا کي د دغه مجهولو کائناتو سره ژوند او تصرف وکړي، دغه کار د طب علماوو بېله دغه راتلونکو څو کارو څخه نه سوای کولای:
 
۱-  دوی به اول دغه کائن یا میکروب کشفوي.
 
۲-  د میکروب تر کشفولو او د هغه د خواصو تر پیژندلو وروسته به هغه مضر او تاواني مواد چي دغه میکروب یې افرازوي پیژني. 
 
۳-  هغه مواد به پیژني چي دغه میکروب او جراثیم وژلای سي. 
 
۴-  هغه مواد به پیژني چي د دغه دقیقو کائناتو او جراثیمو د نشو نما یا پرورښت سبب ګرځي.
 
 دغه وخت نو د طب علماء د دغه ویروس یا میکروب سره د معاملې د پاره یو منهج او طریقه ایښوولای سي، تاسي پوهیږی چي یو عالِم خپل ټول عمر د دغو جراثیکمو د جملې څخه فقط دیوه جرثوم د حالاتو د پوره پیژندلو دپاره تېروي، د دغه جرثوم د ژوند موده، د پرورښت فضاء یا ځای او هغه مواد چي دغه جرثوم وژلای او د بینه وړلای سي.
 
دغه وخت نو دغه عالِم د دغه یوه جرثوم د پیژندلو په سبب د هغه مشهورو، بارزو او د طب د ځلېدونو علماوو څخه وګرځي، بیانو د دغو مشهورو علماوو دغه کشفیات، معرفت او معلومات ځيني د ځينو نور سره د دې دپاره یو ځای کیږي چي د اجتماعي صحت دپاره یو منهج، قانون او طریقه کښیږدي، چي دغه قوانین بیا د طب علماء د معینو قواعدو سره موافق د محېط د صحت د ساتني دپاره و خلکو ته ور وښيي.
 
الله عزوجل د هر شي خالق دی
 
د دغو میکروباتو د کشفولو سره د انسان په بدن کي د یوه بل جهاز یا مشین کشفول ارتباط لري، یعني کله چي دغه میکروبات و پیژندل سوه هلته د انسان په جسم او بدن کي یو بل مشین هم کشف کړل سو، ځکه هغه الله جل جلاله  چي دغه میکروبي کائنات یې خلق کړي او پیدا کړي دي په دغو جراثیمو خبر او ور معلوم وه:
 
أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ )  [الملک: ۱۴]
ژباړه: آیا هغه ذات چي دغه کون او کائنات یې ټول پیدا کړي دي نه پوهیږي؟ علم نه پر لري؟ یا والله بلکه په هرڅه پوه، پوره خبر داره او پوره عالم دی.
 
دغه لطیف او خبیر الله جل جلاله  د دغه میکروبو په مداخلو عالم ؤ یا هغه لاري ورمعلومي وې چي دوی د هغو لارو څخه انسان ته داخليږي، همدارنګه د میکروبو په ضرر او آثارو عالم ؤ، الله جل جلاله  ته دا معلومه وه که یو میکروب پر انسان مسلط سي څنګه تاثیر پر کوي او په څو ساعتو کي یې وژني، نو زموږ رب عزوجل  د انسان په بدن کي داسي یو شی خلق او پیدا کړی چي په عربي کي یې نوم جهاز المناعه دی او په انګلیسي کي(immunity) (أمِّیو نِيټِي) یا (body resistence) (بوډي رِیزِس ټينس) ورته وايي، خو موږ منعه کوونکې قوه یا دفاعي طاقت ورته ویلای سو، د دغه جهاز یا مشین وظیفه دا ده: کوم وخت چي میکروب یا جراثیم بدن ته داخل سي دغه دفاعی قوت د دغو جراثیمو یا میکروبو سره چي په سترګو نه لیدل کیږي مقابله او مقاومت کوي.
 
تا دغه میکروبونه نه لیدل او نه په خبر وې، مګر ستا رب عزوجل  هغه خالق، حافظ، علیم او رحیم رب سبحانه وتعالی  ستا په بدن کي د دغو میکروبو د وژلو دپاره داسي یو حساس جهاز ایښی دی چي ستا د بدن داخلي مقاومتو ته خبر او تنبیه ورکوي او ستا په بدن کي د دغه داخل سوو میکروبو په مقابل کي د خطر زنګ وهي او هلته په بدن کي دغه دفاعي قوتونه د مقابلې دپاره تیار او آماده سي چي پسله ننوتلو د دغه ضررناکو میکروبو، ستا بدن د هغو د ضرر څخه وساتي.
 
مګر دمخه تر دې چي دغه میکروب ستا بدن ته ننوزي او دمخه تر دې چي ته خپل ځان د دغه خطر سره مخامخ کړې پر تا دا لازمه وه چي ته یوه صحي تګ لاره د ځان دپاره اختیار کړې، یعني هر انسان باید په خپل ژوند کي د طِبي او صِحي اصولو مراعت ولري، دا دپاره د دې چي خپل جسد او بدن د دغو ضررو او خطرو د مخامخ کېدلو یا په بل عبارت د میکروب د ننوتلو څخه لیري وساتي، خو د میکروب په کشفولو سره د ډیرو مرضو أسرار و پیژندل سوه چي څنګه او ولي پیښیږي؟ او څنګه یې علاج کېدلای سي؟ 
 
د میکروبونو څخه د حفاظت لپاره اسلامي لارښووني
 
خو دلته یوه ډیره مهمه پوښتنه سته، هغه دا چي آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم  هر هغه کار چي په هغه کي زموږ د امورو یا کارو اصلاح وي موږ ته نه دی را ښوولی؟ او هر هغه کار چي په هغه کي زموږ دپاره شر موجود وي آیا و هغه کار ته یې موږ نه یو متوجه کړي؟ او د هغه کار څخه یې موږ نه یو منعه کړي؟
 
نو اوس دغه د میکروبو لوی عالَم، دغه سرکښه لښکري چي پټي او نامعلومه دي، په هوا الوزي، په اوبو کي اوبازي کوي، په خفیه او سري ډول سره هجوم کوي، هغه لښکري چي ښايي د میلیونو انسانانو د هلاک سبب وګرځي، آیا موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعلیماتو کي د دغه میکروبو دپاره داسي یوه لارښوونه پیدا کولای سو چي انسان دي د دغو خطرو څخه لیري ولري؟ او یوې داسي صِحي او سالمي لاري ته دي یې و هڅوي چي د دغو میکروبو او د هغو د ضررو څخه دي ساتلې وي؟
 
 
بېله شکه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نبوت اوس داسي ثابت سوی دی چي هغه پر نبوت شکمنو کسانو دپاره زموږ په اوسني عصر کي دا ممکنه سوه چي تر هغه خپلو شکو، تر خپل تکذیب او خپلو باطلو اوهامو تیر سي، ځکه د یوه داسي نبي مرسل دپاره چي د حکیم او علیم خالق له طرفه د بشر د هدایت او لار ښووني دپاره راغلی وي او بشر ته هغه کارونه ورښيي چي د بشر د امورو اصلاح پکښي موجوده وي، د دغسي نبي مرسل دپاره دا غیر ممکنه ده چي د دغه خفي عالم او د دغه دقیقو کائناتو څخه دي بېخبره وي.
 
هو موږ به خامخا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعلیماتو او لار ښوونو کي داسي شیان و وینو چي د مخه تر دې چي دغه پټ کائنات کشف سي خلکو ته ځيني داسي حیرانوونکي مشاهد چي د دغه میکروبي کائناتو پر حالاتو دلالت کوي او په دغه رقیق عالَم پوري تعلق لري بیانوي، چي د هغه بیاناتو، توجیهاتو او احکامو أسرار د دغه پټ او خفي عالَم تر کشفولو وروسته خلکو ته ښکاره او معلوم سوه.
 
اول به موږ وګورو چي آیا په کلام الله قرآن مجید کي داسي یو شی سته چي و دغه پټ او خفي عالم ته دي اشاره کوي؟
 
او بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په اقوالو کي داسي یو شی سته چي په هغه کي دي د دغه پټ کائن یا میکروب و وجود ته اشاره وي؟
 
هو، په قرآن مجید کي یو عام آیات موجود دی چي هغه موږ ته دا خبر راکوي چي دغه موږ چي یې وینو دا د الله جل جلاله  ټول مخلوقات نه دي، بلکه الله جل جلاله  نور ډیر عظیم مخلوقات لري چي نه لیدل کیږي یا موږ یې نه سو لیدلای، او د دغه غیر مرئي کائناتو د عظمت او اهمیت په سبب الله جل جلاله  په هغو سره قسم هم یاد کړی دی، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  په هغو شیانو سره قسم یادکړی دی چي موږ یې وینو دغه رنګه په هغو شیانو سره هم قسم یادوي چي موږ یې نه وینو، الله جل جلاله  فرمايي:
 
(فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ (۳۸) وَمَا لَا تُبْصِرُونَ (۳۹) [الحاقه: ۳۸-۳۹]
ژباړه: قسم یادوم په هغو شیانو سره چي تاسي یې وینی او په هغو شیان سره چي تاسي یې نه وینی. 
 
یعني: هلته یو شی بلکه ډیر شیان سته چي تاسي یې نه وینی او هغه شیان عظیم دي او زه په هغو سره قسم یادوم.
 
د مچ د وزرو حقیقت په حدیث کي
 
او رسول الله صلی الله علیه وسلم  زموږ لاس پر دغه عالَم چي په سترګو نه لیدل کیږي ایږدي او هغه اثرات چي دغه پټ عالم یې زموږ په صحت او مرض کي پېښوي موږ ته راښيي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه پټ او خفي عالم د اسرارو څخه داسي یو سِر موږ ته لڅوي چي هغه سِر په داسي یوه حیوان کي موجود دی چي د انسان سره ډیر احتکاک، تماس او تعلق لري، او دغه حیوان و انسان ته د ډیرو ناروغیو د نقلولو سبب ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
 
« إِذَا وَقَعَ الذُّبَابُ فِى إِنَاءِ أَحَدِكُمْ ، فَلْيَغْمِسْهُ كُلَّهُ ، ثُمَّ لْيَطْرَحْهُ ، فَإِنَّ فِى أَحَدِ جَنَاحَيْهِ شِفَاءً وَفِى الآخَرِ دَاءً » [رواه البخاري] 
 
یعني: که د یو چا د خوړلو یا چښلو په لوښي کي مچ ولوېدی، دغه مچ دي په هغه لوښي کي غوټه کړي او بیا دی یې و غورځوي، ځکه د مچ په یوه وزر کي شفاء ده او په بل کي یې ناروغي ده.
 
دغه حکم هغه وخت دی چي یو څوک د دغه شي وخوړلو یا چښلو ته مجبوره وي، که څوک دغه خواړه یا د چښلو شی چپه کوي دا بیا بله خبره ده.  (بیرته د حدیث شریف ترجمې ته راسه)
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: د مچ په یوه وزر کي مرض دی، سبحان الله! د مچ په وزر کي ناروغي؟
 
آیا ستاسي څخه یو چا د مچ په وزر کي مرض لیدلی دی؟ ته د مچ وزر واخله او لمر ته یې ونیسه ښه ورته وګوره آیا په هغه کي ناروغي سته او ته یې وینې؟ آیا په هغه کي ماران او لړمان دي؟ آیا په هغه کي چنجیان دي؟ آیا په هغه کي نور کائنات سته؟ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: په هغه کي مرض دی، هو، په هغه کي مرض سته خو ته یې نه وینې، او په هغه بل وزر کي یې دوا ده خو ته یې نه وینې.
 
دغه میکروبونه یو موجود عالَم دی، دغه مچ چي زموږ پر شا و خوا ګرځي دغه د میکروبو عالَم د ځانه سره وړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ته په صراحت سره اشاره کړې ده، دغه داء یا مرض چي په مچ کي موجود دی انسان په ۱۹ قرن کي کشف کړی او د شلم قرن په نیمايي کي انسان هغه دواء کشف کړه چي په دغه مچ کي موجوده وه.
 
د مچ د وزرو په اړه د ډاکټرانو تجربه
 
فضیلة الشیخ عبدالمجید الزَنداني وايي: هغه تجربه چي ډاکټر نبیه باعشن د ملک عبدالعزیز په پوهنتون کي د مچ د مرض د وزر او د دواء د وزر په باره کي سر ته ورسول ما د خپل سر په سترګو ولیدل نه د بل چا په روایت، چي هغه تجربه داسي وه:
 
دغه نوموړي ډاکټر پاک، نوي او معقّم (یعني د میکروبه پاک سوي) لوښي راوړل او پاکي معقّمي اوبه یې پکښي واچولې، مچ یې پرېښاوه چي په خپله خوښه دغه اوبو ته ور و لويږي، پسله هغه څخه چي مچ په خپله اراده دغه معقمو اوبو ته ور ولوېدی د دغه اوبو څخه یې لس نمونې جلا جلا واخیستې او د میکروبو د پرورښت یا کرلو په لسو لوښو کي یې واچولې او بیا یې دغه د کرلو لوښي په خاصو ځایو کي په داسي شکل سره وساتل چي هلته د میکروبو د پرورښت، تربیې او ډیروالي امکانات موجود وه.
 
بیا یې په دغه اوبو کي چي مچ په خپل اختیار ور لوېدلی ؤ د بل وار دپاره مچ په یوه معقمه آله سره یو وار غوټه کړی، د دغه اوبو څخه چي مچ یوار پکښي غوټه کړل سو هم لس نمونې واخستې او بیا یې دغه اوبه په نورو داسي لسو لوښو کي چي د میکروبو د پرورښت دپاره وه واچولې.
 
دوهم وار یې بیا مچ په دغه اوبو کي غوټه کړی او نمونې یې د میکروب د پرورښت دپاره ځني واخستې.
 
درېیم وار یې بیا مچ په دغه اوبو کي غوټه کړی او نوري نمونې یې د میکروب د کرلو دپاره ځني واخستې.
 
دغه ټولي نمونې جلا جلا هغه د میکروب د تربیې یا پرورښت په لوښو کي وساتل سوې.
 
په سبا کي موږ د نتیجې د لیدلو دپاره ورته راغلو نو مو څه شي ولیده؟ یو ډیر عجیب کار: هغه نمونې چي د مچ تر غوټه کولو د مخه اخستل سوي وې، هغه چي مچ په خپله او خپل اختیار ورلوېدلی ؤ په هغو کي د میکروبو ډیري لوی او واضحه مستعمرې او  لښکري موجود وه.
 
هغه نمونې چي د مچ تر یوه وار غوټه کولو وروسته اخستل سوي وې په هغو کي دغه د میکروبو مستعمرې لږ او کوچنۍ وې.
 
خو هغه اوبه چي مچ دوه واره پکښي غوټه سوی ؤ هلته دغه مستعمرې یا د میکروب شمېر نور هم لږ ؤ،او هغه چي مچ درې واره پکښي غوټه سوی ؤ هلته میکروبونه ډیر لږ وه، بیا نو نوموړي ډاکټر و ویل: اوس نو یو شی پاته دی هغه دا چي: دغه پاته میکروبونه چي موږ د مچ په غوټه کولو سره ضعیفه کړه ډیر ضعیفه دي، نو ویل: زه غواړم چي دا کشف کړم: که دغه میکروبونه د پېچکارۍ په واسطه د یوه انسان و بدن ته ور ننه ایستل سي یا په خپله د انسان بدن ته ور ننوزي آیا انسان ناروغه کوي او که به د واکسین وظیفه اجراء کړي؟
 
ښايي دغه ضعیفه میکروبونه د انسان په جسم کي هغه دفاعي قوت تنبیه او ویښ کړي چي د دغه میکروب پر ضد یا د دغه میکروب د مقابلې دپاره مواد جوړ او تولید کړي.
 
آیا تاسي ته معلومه ده چي دغه واکسینونه کوم چي نن ورځ د ځینو ناروغیو د مخنیوي دپاره استعمالیږي دا عیناً د هغې ناروغۍ ضعیفه سوي میکروبونه دي؟ او وظیفه یې دا ده چي په بدن کي هغه دفاعي قوت خبر او تنبیه کړي چي مرض درغلی، او بیا د بدن دفاعي قوت د دغه ناروغۍ پر ضد مواد جوړ او تولید کړي او انساني جسم یا بدن د دغه ناروغۍ په مقابل کي مقاومت پیدا کړي.
 
وروڼو! زموږ دغه بحث څه نا څه طبي اصطلاحات لري او د بحث د پوهېدلو دپاره څه طبي او لابراتواري معلوماتو ته ضرورت سته.
 
شیخ عبدالمجید الزنداني وايي: زموږ دغه تجربه او څېړنه پر دغه ځای ودرېده نوره مو نه کړه پسي پوره.
 
نو اوس د دغو معلوماتو څخه دا معلومه سوه چي زموږ لارښوونکي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د میکروب وجود څوارلس سوه کاله دمخه راښوولی او بیان کړی دی، خو د دغه کائناتو پر کشفولو انسان هغه وخت کامیابه سو چي په ۱۹۳۲ کال کي په هند کي د کولرا مرض په شدت سره نشر سو، یواځي د ملګرو ملتو نه بلکه د ټول عالَم طبي علماوو و ویل: چي د هند خلک ختم او فیصله سوه ټول به مړه کیږي، خو پسله دوو هفتو ولیدل سوه چي د کولرا ناروغي مخ پر لږېدو ده او خلک د جوړېدو پر طرف رهي دي، نو یوه طبي ډله د دغو حالاتو د څېړني او معلومولو دپاره هلته ولاړه، هلته یې ولیده کوم مچان چي دغه د کولرا میکروبونه په ځان کي لري او د ځان سره یې وړي هغه مچان و ځينو څاهانو ته ور کښته کیږي چي هلته په دغو څاهانو کي د دغه میکروبو خوړونکي او وژونکي مواد موجود دي او هغه مواد پر دغو مچانو هم موجود وه، نو دغو مچانو په یوه وخت کي مرض او دواء دواړه د ځان سره وړل، د دغه وخته څخه انسان ته دا ور معلومه سوه چي مچ په خپل ځان کي مرض او علاج یا ناروغي او انټي بیوټک (داء او دواء) دواړه لري.
 
سبحان الله! ښه متوجه سی چي زموږ د دین حکمت او عظمت درمعلوم سي، د اوسني عصر د پرمخ تللي علم او تمدن پوهان او پروفیسران په خپلو حساسو آلاتو او لابراتوارو دغه موضوع پسله ډیرو څېړنو او تجربو اوس په دغه دقت سره کشف کړه، خو زموږ د دین لارښوونکي څوارلس سوه کاله دمخه په هغه وچ رېګ او صحراء کي چي نه تمدن ؤ نه علم، نه لابراتوارونه وه نه طبي درسونه او فاکولتې، دغه موضوع په ډیرو ساده الفاظو کي بیان کړې...
 
په والله دغه کلام د بل چا له طرفه نه سي ویل کېدلای بېله دې څخه چي هغه دي نبي مرسل وي او وهغه ته د هغه چا له طرفه ورښوول کیږي چي د ټول عالَم او کائناتو خالِق دی.
 
ماخذ: طب او اسلام  2016-09-18 
 

سرته