تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ودونو کي عکسونه او فيلمونه ډکول
  تعلیم الاسلام
  September 22, 2016
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي 

دغه رنګه یو بل حرام کار چي نن ورځ زموږ د ودو او ښادیو، مېلو او مناسباتو، یو مهم جزء ګرځېدلی دی، هغه د عکسو اخستل او د فلمو ډکول دي او د خلکو دا ګُمان او عقیده ده که دغه کارونه زموږ په مناسباتو کي و نه سول نو زموږ ودونه او ښادۍ کمي او ناقصي دي، نو زه به اوس د عکاسۍ او فلم ډکولو په باره کي یو څه بحث درته تقدیم کړم:

 
څرنګه چي د عکسو اخستل او د فلمو ډکول، یا د بتانو استعمالول یوازي په ودو پوري تعلق نه لري، بلکه په هر وخت او هر مناسبت کي خلک د دغه حرام کار شوق کوي، داسي کور نسته چي هلته دي بت یا عکس نه وي پروت، نو زه به هم دغه موضوع پوره وڅېړم، چي د دغه کار او دغو شیانو حکم هر چا ته په تفصیل سره ور معلوم سي. وما توفیقي الا بالله وهوالسمیع العلیم.
 
امام نووي رحمة الله علیه  په ریاض الصالحین کي د یوه باب نوم او عنوان داسي اېږدي:
 
 ”دا باب دی په بیان کي د حراموالي د حیواناتو د عکسو، پر فرش، ډبره، کالي، درهم او دینار، بالښت یا نيالۍ او کوربچه او نورو داسي شیانو او په بیان کي د حراموالي د عکسو جوړولو پر دېواله او چت، پر پرده او کالو او داسي نورو شیانو او امر د هغو په خرابولو سره“.
 
دغه ټوله د دغه باب نوم او عنوان وو او بیا نو پسي وايي د عبد الله بن عمر رضی الله عنه  څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: 
 
- ”هغه کسان چي دغه بتان جوړوي، خامخا د قیامت په ورځ عذاب ورکول کېږي، دوی ته به و ویل سي دغه شیان چي تاسي خلق کړي دي، یعني جوړ کړي او پیدا کړي دي، دغه ژوندي کړئ“. [بخاري او مسلم]
 
د عبد الله بن عباس رضی الله عنه  څخه روایت دی چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل چي و يې فرمایل:
 
- ”هر بت جوړوونکی په اور کي دی څومره صورتونه یا بتان چي ده جوړ کړي دي، د قیامت په ورځ به د هر بت په مقابل کي ده ته نفس، جسم، یا بدن ورکړل سي چي هر جسم ته به یې په جهنم کي عذاب ورکول کېږي“.
 
یعني: که چا سل یا زر بتان جوړ کړي وه، ده ته به هغومره یا پر هغه اندازه ځانونه یا بدنونه ورکول سي او هر یوه ته به یې جلا جلا په جهنم کي عذاب ورکول کېږي او ابن عباس رضی الله عنه  نور هم پسي و ویل:” که ته غواړې چي خامخا باید یو شی جوړ کړې، نو درخته یا داسي شی جوړ کړه چي روح نه لري“.
 
د مخه تر دې چي د تصویر یا بت جوړولو، د رسمو یا عکاسیو په باره کي نور احادیث درته بیان کړم، د یوه شي یادونه ضروري بولم، هغه دا چي د بتانو او عکاسیو په متعلق خلک پر دوه قسمه دي، یوه هغه ډله ده چي بتان جوړوي یا عکسونه اخلي او بله هغه ډله ده چي بتان او عکسونه استعمالوي.
 
همدارنګه بتان هم پر دوه قسمه دي:
 
اول: هغه بتان او مجسمې دي چي د لرګي، پلاسټک اوسپني، ډبري او نورو داسي شیانو څخه جوړېږي، چي و دغه قسم ته تِمثال یا مجسمه ویل کېږي او په فقهي اصطلاح سایه درلودونکي بتان ور ته ویل کېږي، ځکه د لمر یا روښنايي په وخت کي دغه بت د خپل جسم سایه لري، نو سایه لرونکي ور ته ویل کېږي. 
 
دوهم: هغه عکسونه او رسمونه دي چي پر کاغذ، ټوکر، کالو ، دېوالو او نورو داسي شیانو رسم کېږي، یا عکاسي کېږي، چي دغه قسم ته په فقهي اصطلاح کي بېله سایې بتان ویل کېږي، ځکه چي دغه عکسونه جسم او سایه نه لري.
 
د دغه ټولو بتانو، یابت جوړوونکو او استعمالوونکو احکام به ان شاءالله تعالْی د بحث په آخر کي درته بیان کړم. 
 
اول به د بتانو په باره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مطهره احادیث ولولو تاسي و دغه احادیثو ته متوجه سئ چي د بتانو جوړولو یا استعمالولو، عکس اخستلو یا د عکسو د ساتلو په باره کي راغلي دي، څومره ډېر او څومره شدید دي.
 
د ابن عباس رضی الله عنه  څخه روایت دی وايي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه مي واورېدل چي و يې فرمایل:
 
- ” که چا په دنیا کي بت جوړ کړی، الله جل جلاله  به یې د قیامت په ورځ مکلفه کړي چي په دغه بت کي روح پو کړي، یعني ژوند ورکړي او دی به دغه کار نه سي کولای“. [بخار ي او مسلم]
 
د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  څخه روایت دی وايي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل چي و يې فرمایل:
 
- ” إنّ أشدّ النّاسِ عذاباً یومَ القیامةِ: المصوِّرون“. [بخاري او مسلم]
 
یعني: هغه خلک چي د قیامت په ورځ تر ټولو خلکو شدید عذاب ورکول کېږي، هغه مُصَوِّرون یا بتان جوړوونکي دي.
 
د ابو هریره رضی الله عنه  څخه روایت دی وايي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل چي و يې فرمایل: الله جل جلاله  فرمايي:
 
- ”ومَن أظلَمُ مِمَّن ذَهَبَ یَخلُقُ کَخَلقِي؟ فَلیَخلُقُوا ذَرَّةً او لِیَخلُقُوا حَبَّةً او شَعِیرَةً“ [بخاري او مسلم]
 
یعني: څوک تر هغه چا ډېر ظالم دی چي زما د خلقت پر ډول خَلق یا پیدا کېدل کوي؟ دوی دي یوه ذره (کوچنی مېږی)، یا د حبوباتو یوه دانه یا یوه اوربشه پیدا کړي.
 
د ابو طلحه رضی الله عنه  څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل:
 
- ” لا تَدخُلُ الملائکةُ بیتاً فیهِ کلبٌ ولا صورةٌ“ [بخاري او مسلم]
 
یعني: ملايکي و هغه کور ته نه ور ننوزي چي هلته سپی یا بت موجود وي. (هغه د رحمت ملايکي نه ور ننوزي)
 
د ابو التیاح بن حصین رضی الله عنه  څخه روایت دی چي حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه  راته و ویل:
 
” آیا په داسي کار پسي دي ولېږم، چي په هغه رنګه کار پسي رسول الله صلی الله علیه وسلم  زه لېږلی وم؟ هغه دا چي هیڅ بت بېله ماتولو مه پرېږده او هیڅ لوړ قبر بېله آوارولو مه پرېږده“. [مسلم]
 
د دغه ذکر سوو احادیثو څخه دغه مسائل او احکام راوزي:
 
لومړی: پر بت یا تصویر جوړوونکو د الله جل جلاله  قهر ډېر زیات دی.
 
دوهم: په دغه احادیثو سره د الله جل جلاله  د قهر او غضب سبب معلومېږي چي هغه د الله جل جلاله  په مقابل کي بې ادبي ده، ځکه الله جل جلاله  فرمايي: ” ومَن أظلَمُ مِمَّن ذَهَبَ یَخلُقُ کَخَلقِي؟ “[حديث قدسي]
 
یعني: څوک تر هغه چا ډېر ظالم دی چي زما د مخلوق په رنګه خِلقت او جوړېدل کوي؟
 
درېیم: د دغه احادیثو څخه د الله جل جلاله  قدرت او د بتانو د جوړوونکو ضعف او عاجزي معلومېږي، ځکه الله جل جلاله  دوی ته ګواښ او تحدّْی ورکوي او فرمايي:
 
” فَلیَخلُقُوا ذَرَّةً او لِیَخلُقُوا حَبَّةً او شَعِیرَةً“.[حديث قدسي]
 
یعني: که تاسي د رشتیا خلق او پیدا کول کولای سی، نو یو مېږی یا د حبوباتو یوه دانه یا یوه اوربشه پیدا کړئ.
 
څلورم: په دغه احادیثو کي په ښکاره او واضحه ډول دا ویل سوي دي چي بت جوړوونکو ته تر نورو خلکو ډېر او شدید عذاب ورکول کېږي.
 
پنځم: دا چي څومره بتان یا تصویرونه چي دغه بت جوړوونکي او مصوّر جوړ کړي وي، الله جل جلاله  د هغو بتانو په شمېر دغه مصوّر یا بت جوړوونکي ته بدنونه ورکوي او هر بدن ته یې جلا جلا په جهنم کي عذاب ورکول کېږي.
 
شپږم: الله جل جلاله  به دغه مصوّر یا بت جوړوونکی امر کړي چي په دغه بتانو کي روح پو  کړه او دی به دغه کار نه سي کولای. 
 
اووم: بت او تصویر چي هر چیري پیدا کړل سي باید مات او ټوک ټوک سي.
 
که یو بت جوړوونکی د الله جل جلاله  د مخلوق په رنګه یو صورت یا شکل جوړ کړي، که د انسان شکل او صورت وي که د حیوان، نو ده د الله جل جلاله  سره په خلقولو کي ځان مشابه کړی، نو خود دغه شی چي ده جوړ کړی دی د قیامت په ورځ به د ده دپاره عذاب وګرځي او په دې سره به مکلف کړل سي چي هغه ته روح ور کړي او دﺉ به روح نه سي ورکولای، نو دﺉ به تر ټولو خلکو په سخت عذاب سره اخته او مبتلا کړل سي، ځکه د ده ګناه د کبائرو او لویو ګنهو څخه ده.
 
امام ذهبي رحمة الله علیه  په خپل هغه کتاب کي چي د الکبائر په نامه سره یادېږي وايي:
 
 اته څلوېښتمه لويه ګناه: پر کالو، دېوالو، ډبرو، پیسو او نورو شیانو تصویر یا د عکس جوړول دي او په بتانو کي دا فرق نه کوي چي د څه شي څخه جوړ سوي دي، که د شمع، موم، اوړو، اوسپني، لرګي  یا بل هر شي څخه جوړ سي، د دغه ټولو په ماتولو، تلفولو او خرابولو سره موږ امر کړل سوي یو.
 
الله جل جلاله  فرمايي:
﴿ إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُهِينًا ﴾[الاحزاب ۵۷]
 
ژباړه: هغه کسان چي الله او رسول الله ته آزار رسوي، هغه کسان الله جل جلاله  په دنیا او آخرت کي د خپله رحمته څخه لیري کړي دي او د دوی دپاره یې سپکوونکی عذاب تیار او آماده کړی دی، چي هغه عذاب د دوږخ اور دی. 
 
عِکرمه رحمة الله علیه  د دغه آیات په ترجمه کي وايي: ”د الله او رسول الله زهیروونکي هغه کسان دي چي دوی بتان جوړوي“. او بیا عِکرمه رحمة الله علیه  هغه د مخني ذکر سوي احادیث پسي بیان کړل او نور هم پسي زیاتوي چي:
 
”بت وهغه شي ته ویل کېږي چي د داسي شي عکس یا مجسمه وي چي هغه روح ولري او دا فرق نه کوي چي دغه بت جسم ولري لکه مجسمې، یا پر دېوالو، چتو، کاغذو، رسم سوي وي، یا پر ټوکر او کالو کي اودل سوي وي، پر هر ډول چي وي هغه بت دی، ځکه د تصویر لفظ او مسئله عامه ده، هر بت، هر رسم او هر عکس تر لاندي کېږي، نو باید د بتانو د دغه ټولو  قسمو څخه ځان و ساتل سي او هر هغه څوک چي د دغه بتانو پر ماتولو او خرابولو قدرت ولري، پر هغو یې ماتول او خرابول واجب او لازم دي“.
 
 امام نووي رحمة الله علیه  د صحیح مسلم په شرحه کي وايي: ”زموږ اصحاب او نور علماء وايي د حیوان د صورت جوړول شدید حرام دي او د لویو کبائرو ګنهو څخه دي، ځکه د تصویر جوړوونکي ته په هغه سخت عذاب سره کوم چي په ذکر سوو احادیثو کي بیان کړل سو وعده ورکول سوې ده او دا فرق نه کوي چي دغه تصویرونه په هغه شي کي جوړ سي چي تر پښو لاندي کېږي او سپک استعمالېږي، یا داسي نه وي“.
 
د تصویر جوړول مطلق حرام دي، ځکه په هغه کي د الله جل جلاله  سره په خلقت او پیدا کولو کي مشابهت دی او دا فرق نه کوي چي دغه تصویر په کالو کي وي، په فرش کي وي، په درهم او دینار کي وي، پر لوښي یا دېواله یا نورو شیانو کي وي، مګر د درختي یا نورو هغه شیانو تصویر جوړول چي روح نه لري نه دي حرام.
 
دا خو یوازي د تصویر یا بت جوړولو حکم سو، مګر د هغه شي د رانیولو یا استعمالولو حکم چي په هغه کي د حیوان یا روح درلودونکي شي عکس یا رسم وي په داسي ډول سره دی: که دغه عکس درلودونکي شیان پر دېواله ځړېدل، یا پر هغه لباس وه چي اغوستل کېږي، یا پر نورو داسي شیانو وه چي تر پښو نه لاندي کېدل، یعني سپک نه استعمالېدل، بیا هم حرام او ناروا دي، مګر که دغه عکسونه او رسمونه پر داسي شي وه چي هغه شی تر پښو لاندي کېدی، لکه فرش، بالښت، کوربچه او داسي نور شیان چي سپک استعمالېږي، بیا یې نو استعمالول نه دی حرام.
 
امام نووي رحمة الله علیه  نور هم پسي زیاتوي:” په دغه ټولو مسائلو کي د سایه لرونکي بت،(مجسمې) او سایه نه لرونکي (عکس او رسم) فرق نسته او وايي: د تصویر په مسئله کي دغه زموږ مذهب دی“. 
 
او دغه رنګه عام علماء که د اصحاب کرامو څخه دي که د تابعینو څخه دي، یا تر هغو وروسته دي، د تصویر په باره کي دغسي وايي او دغه حکم د امام ابو حنیفه، امام مالک، امام سفیان الثوري مذهب هم دی.
 
د تصویر په باره کي شیخ حمود بن عبد الله رحمة الله علیه  یو کتاب د (اعلان النکیر علی المفتونین بالتصویر) په نامه سره لیکلی دی، چي اوس به د هغه کتاب ځیني عنوانونه درته را نقل کړم:
 
لومړی: په بني آدم کي د شرک شروع د تصویر یا بتانو په سبب وه، لکه د نوح علیه السلام  قوم ته چي ور پېښه سول.
 
دوهم: د ډېرو امتو کفر د بتانو په سبب او د بتانو له طرفه څخه ؤ.
 
درېیم: عکسونه او رسمونه د بتانو په جمله کي دي.
 
څلورم: د بتانو او عکسو خرڅول او د هغو قيمت حرام دی. ځکه الله جل جلاله  چي یو شی حرام کړی د هغه قيمت هم حرام دی.
 
پنځم: تصویر د لویو او کبایرو ګناهو څخه دی.
 
شپږم: په بتانو کي د سایه درلودونکي او نه درلودونکي فرق نسته.
 
اووم: د تصویر جوړوونکي شاهدي نه قبلېږي.
 
اتم: تصویر د لویو ظلمو څخه دی.
 
نهم: د بتانو استعمالوونکي تر جوړوونکو د ډېر عذاب وړ او لائق دي.
 
لسم: بتان یا عکسونه پر زړو تاثیر لري.
 
یوولسم: د بتانو پر جوړوونکو لعنت ویل سوی دی.
 
دوولسم: د الله جل جلاله  په حضور کي بت جوړوونکي بد ترین د خلکو دي.
 
دیارلسم: د بتانو استعمالوونکي، د بتانو د جوړوونکو سره په ګناه او إلْهي لعنت کي شریک دي.
 
څوارلسم: هغه بتان چي جسم او سایه لري او هغه عکسونه او رسمونه چي جسم او سایه نه لري، په بدۍ کي سره یو شی دي او دواړه باید خراب کړل سي.
 
پنځلسم: د بت یا عکس څخه یوازي د سر او مخ خرابول واجب دي، ځکه د تصویر یا بت د منعه والي څخه مهم مقصد د سر تصویر دی، په شرعه او لغت کي مخ او سر ته تصویر ویل کېږي او د مخ یا سر جوړول حرام دي.
 
په هغه کتاب کي چي د (جواب المفید في حکم التصویر) په نامه سره یادېږي د کتاب لیکونکی وايي: د احادیثو په ټولو کتابو کي که صُحاح دي که مَسانید دي که سُنن دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه داسي ډېر احادیث را نقل سوي دي، چي د هر روح درلودونکي که انسان وي که حیوان د تصویر پر حراموالي دلالت کوي او په احادیثو کي د هغه پردو څیرل او خرابول ثابت دي چي په هغو کي عکسونه وي او د تصویر په خرابولو سره امر راغلی دی او پر هر مصوِّر لعنت ویل سوی دی او په احادیثو کي راغلي دي چي بت جوړوونکو ته د قیامت په ورځ تر ټولو خلکو شدید عذاب ورکول کېږي.
 
او بیا د کتاب مؤلف ډېر هغه صحي احادیث ذکر کړي دي چي په دغه باره کي راغلي دي او بیا وايي: ”دغه احادیث او هغه نور احادیث  چي په دغه معنْی سره راغلي دي د هر روح درلودونکي د تصویر پر حراموالي ښکاره دلالت کوي او بت جوړول د هغه لویو ګنهو څخه دي چي و جوړوونکي ته یې په اور سره وعده ورکړل سوې ده او دغه احادیث د تصویر وټولو انواعو ته شامل دي، دا فرق نه لري چي دغه بت سایه لري که یا او دا فرق نه لري چي دغه بت پر دېواله یا پرده دی یا پر بل شي، حتْی پر بت جوړوونکي لعنت ویل سوی دی“.
 
”په احادیثو کي دا خبر راکړل سوی دی چي بت جوړوونکی به د قیامت په ورځ په هغه شدید عذاب کي وي او خبر راکړل سوی دی چي هر تصویر جوړوونکی به په اور کي وي او دغه خبره عامه او مطلق ذکر سوې ده، هیڅوک نه دي ځني ایستل سوي، تر څو چي د کتاب مؤلف وايي: په دغه ذکر سوو معلوماتو سره د حق وپلټونکي ته دا ور معلومه سول چي په کتابو، مجلو او اخبارو کي دغه د عکسو ډېر والی ښکاره خطاء او ظاهره ګناه ده، هر هغه څوک چي د ځان دپاره ګټه او مصلحت غواړي، پر هغه چا د بتانو د جوړولو او استعمالولو څخه پرهېز کول او لیري کېدل واجب دي او خپل اسلامي وروڼه هم باید د دغه کار څخه منعه کړي او هر هغه څوک چي تر دغه معلوماتو د مخه دغه کار ځني پېښ سوی وي، پر هغه باید صادقه توبه وکاږي او د دغه ذکر سوو دلائلو څخه دا معلومه سول چي د بتانو او عکسو جوړول او سالم پرېښودل نه دي روا، بلکه د سر پرېکول او خرابول یې واجب دي، په دې شرط چي د آوارولو پر فرش یا بل داسي شي نه وي چي تر پښولاندي کېږي او که دغه عکسونه یا رسمونه پر فرش یا د هغه په مثل پر بل شي وي، ثابت او پر خپل حال پرېښوودل یې پروا نه لري“.
 
زموږ د بحث خلاصه په دا سي ډول سره بیانولای سو: تصویر یا بتان و څو قسمو ته وېشل کېږي.
 
لومړی: هغه تصویرونه یا عکسونه دي چي د عامو علماوو په نېز جایز او روا دي، لکه د درختي یا بل داسي شي تصویر چي روح نه لري.
 
دوهم: د روح درلودونکو شیانو د مجسمو جوړول، دغه کار د علماوو په اجماع او اتفاق سره حرام دی. 
 
درېیم: هغه عکسونه چي جسم او سایه نه لري، لکه د کامرې عکاسي او رسامي او داسي نور، دا هم حرام او نا روا دي.
 
څلورم: هغه عکسونه چي نن ورځ ضرورت ګرځېدلي دي، لکه د پاسپورټ، تذکرو او داسي نور عکسونه، ځیني علماء یې د ضرورت پر اندازه جایز او روا بولي.
 
مګر هغه عکسونه چي په ودو، مناسباتو او مېلو کي د خاطِرو او یاداښت پر قسم اخستل کېږي، دا هم حرام او ناروا دي، چي وکوونکو ته یې په سخت عذاب سره وعده ورکول سوې ده، لکه څرنګه چي د بحث په شروع کي په مطهره احادیثو کي درته بیان کړل سول. 
 
هغه کسان چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوامرو څخه مخالفت کوي، دوی دي وبېرېږي چي یا به په دنیا کي په فتنه سره مبتلاء سي، یا به په آخرت کي په سخت عذاب سره اخته او مبتلاء سي، یا به دواړه ور ته یو ځای سي.
 
که په کورو کي عکسونه، د ماشومانو د لوبو دپاره ناوکیاني او د حیواناتو مجسمې لري، ټول د دې دپاره وسوځئ او له بینه یې یوسئ، چي د إلْهي رحمت ملايکي ستاسي کورو ته درسي، کورونه مو د مریضیو او آفتو څخه وساتل سي، که مو کورونه په دغه عکسو او بتانو ډک وي نو به تاسي او دغه پرله پسې مریضۍ، کورني مشکلات او جنجالونه یاست.  (وما علینا الا البلاغ) 
 
ماخذ: دیني او اخلاقي لارښووني
 
 

سرته