څانګه: حکايات نيټه: September 26, 2016
       
د زنداني صحابي قيصه

 


ژباړه: غلام عمر عبدالله

د زنداني صحابي قيصه

د مؤمنانو امیر حضرت عمر رضي الله عنه له رومیان سره د جګړې لپاره یو لښکر ولېږی په لښکر کښې د عبدالله بن حذافه رضي الله عنه په نامه یو ځوان هم و، د رومیانو او مسلمانانو ترمنځ دا جګړه اوږده سوه د رومیانو پاچا (قیصر) دمسلمانانو ثبات او جرئت ته په تعجب کي و .

په جګړه کي دمسلمانانو یوشمېر کسان کفارو ته ژوندي په لاس ورغلي وه چي عبدالله بن حذافه رضي الله عنه هم پدې کسانو کي شامل و ، قیصر امر وکړ چي دزندانیانو له منځ څخه یو مسلمان را حاضر کړئ..! عبدالله بن حذافه رضي الله عنه یې په داسي حال کي راحاضر کړ چي لاسونه او پښې يې تړل سوي وه.  

قیصر خبري ورسره پیل کړې, قیصر د ځوان هوښیارۍ او ذکاوت ته حیران سو . قیصر ورته وویل : نصرانيت قبول کړه ازاد به دي کړم؟!  عبدالله بن حذافه رضي الله عنه ورته وويل: نه !!! 

قیصر: نصرانيت قبول کړه خپله نیمه پاچاهي به درکړم؟! 
عبدالله بن حذافه رضي الله عنه : نه !!! 

قیصر : نصرانیت قبول کړه خپله نیمه پاچاهي به درکړم او خپل مشاور به دي وټاکم؟! 
عبدالله بن حذافه رضي الله عنه: نه ! په الله مي دي قسم وي که خپله پاچاهي ، د خپل پلار ، د عربو او عجمو پاچاهياني راکړې د سترګو د رپ په اندازه به هم له خپل دین څخه وانه وړم. 

قيصر ورته په غوسه سو ویل : وژنم دي!!! 
عبدالله بن حذافه رضي الله عنه : مړ مي کړه. امر يې وکړ ویل: ویې نیسئ او په دار يې راځوړند کړئ!  غشي ویشتونکي ته يې وویل : شا او خوايې په غشو وهله.

قیصر بیا ځلي د نصرانیت دعوت ورکړ، خو “ د نبوي مدرسې سرتېري بیا اعراض وکړ ویل نه يې منم “ کله چي قیصر د عبدالله بن حذافه رضي الله عنه ټینګار ولیدی امر يې وکړ ویل: زندان ته يې بوځئ ، ډوډۍ او اوبه هم پر بندي کړئ تر څو په لوږه او تنده کي مرګ ورته راسي "وروسته يې" شراب او د خنزیز غوښه ورته راوړل کله چي عبدالله بن حذافه رضي الله عنه دا شیان ولیدل ویل : په الله مي دي قسم وي چي زه خوار ځواکی سوى هم یم او په داسي حالت کي زما په دین کي ماته داشیان حلال دي خو زه يې ځکه د خوړلو اراده نه لرم ترڅو پر کفارو نوره هم سخته تمامه سي ، خوړو ته نږدې نه سو. 
 
 
قیصر له دې حالت څخه خبر سو امر یې وکړ ویل : ښه خواړه او یوه ښکلې ښځه ور ولېږئ چي د فحشاء بلنه ورکړي. کله چي يې زندان ته ښلکې ښځه ور داخله کړل :"د سپېڅلي لاري لاروي يې هيڅ خیال ونه ساتی" هيڅ پاملرنه يې ورته ونه کړل. کله چي ښځي دا حالت ولیدی د غوسې په حالت کي له زندانه راووتل ويل : یقیناً تاسي زه داسي سړي ته ورلېږلې یم ، نه پوهېږم چي دا بشر دی که ډبره ...
 
ښکلي ښځي وويل : نه پوهېږم چې دده په فکر زه اوس ښځه يم که نارینه ؟! کله چي قیصر د عبدالله ابن حذافه له دريځ اړولو څخه مایوسه سو(میس) اوتېل يې را وغوښتل (ښه يې ګرم کړل) او عبدالله رضي الله عنه يې ورته ودروی ترڅو له خپل برخلیک سره مخامخ سي. د مسلمانانو له بندیانو څخه يې یو بندي راوغوښت او ګرمو تېلو ته يې ور واچوی ، مٶمن زنداني په ژړا ژړا کښې شهید سو.
 
د شهید بندي هډوکي د تودو تېلو سرته راپورته سوه , عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه د شهید سوځېدلو هډوکو ته ګوري او همداسي ورته متوجه دی. 

قیصر د عبدالله ابن حذافه حالت ته په کتو سره موقع غنیمت وګڼل بیا يې د نصرانیت دعوت ور کړ ، خو د نبوي مجلس روزل سوي سرتېري د قیصر وړاندیز رد کړ.  پدې سره د قیصر قهر اوغوسه نوره هم زیاته سوه امر یې وکړ چي د ګرمو تېلو لوښي ته يې ور واچوئ ، کله يې چي عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه د تېلو په لور کش کړ او ده د تېلو تودوخه حس کړه نو ويې ژړل !!! او له سترګو څخه يې اوښکي راتوی سوې په دې سره قیصر خوشحاله سو ؛ ورته وې ویل : نصرانیت قبول کړه!

د ایمان او اسلام حقیقي ممثل ورته وویل : نه !!!
قیصر : پس نو ولي ژاړې ؟ 
 
د الله محب او عاشق ورته وویل : ژاړم ځکه ! چي زما یو روح دی په الله قسم که زما روحونه زما د سر د ويښتانو د شمېر په اندازه وای ما به دا خوښه ګڼلای چي زه هر ځلي د الله په لاره کي دې تېلو ته واچول سم شهید سم ، بېرته ژوندی سم او بیا پکي واچول سم ...
 
کله چي قیصر د عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه د دريځ او عقیدې له اړولو څخه مایوسه سو نو یوه غوښتنه يې ځیني وکړل : ويل نصرانیت قبول کړه، داسي څه به درکړم چي تاته ګټور وي. 
ويل : نه ! 
قیصر : راسه زما تندی ښکل کړه ، ازاد به دي کړم! 
عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه : ایا ټوله زنداني مسلمانان راسره خوشي کوې؟
 
قیصر : هو!  لومړی عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه د قیصر تندی ښکل کړ ورپسې نورو مسلمانو زندانیانو د قیصر ټنډه ښکل کړل.  کله چي عبدالله ابن حذافه او نور مسلمانان مدینې منورې ته راورسېدل ، امیرالمؤمنین يې مخته ورغى او د حضرت عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه په دې عمل خبر سو نو ويې ویل :
پر ټولو مسلمانانو دا حق دى چي د عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه ټنډه ښکل کړي (ځکه دده په دې عمل سره په سلګونه مسلمانان له مرګه ژغورل سوي دي) او لومړی يې زه ښکلوم ، امیرالمؤمنین ور ولاړ سو او د حضرت عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه سر يې ښکل کړ. 

الله تعالی دي له دوی څخه راضي سي څه ښکلی سیرت يې دی ، د الله په لاره کي يې پر څومره لويو قربانیو او تکالیفو باندي صبر کاوه ، همدا قهرمانان ددې وړ دي چي اقتدا او پېروي يې وسي ، نه د ډرامو او فلمو بوتلان. 
 
 
-------------------------------------
 
سرچينه : تعليم الاسلام ویب پاڼه