څانګه: معاصر علماء نيټه: September 29, 2016
       
د شیخ عبدالفتاح ابوغده رح پیژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
 
ژباړه: مبارک شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

شیخ عبدالفتاح ابوغده رحمة الله علیه

ابوالفتوح ابو زاهد عبدالفتاح بن محمد بن بشیر بن حسن ابوغده الخالدي الحلبي الحنفي، نوموړی حنفي عالم د شام د مشهوره ښار حلب اوسېدونکی وو، چي د ۱۹۱۷ میلادي کال مطابق د ۱۳۳۶ قمري کال د رجب د میاشتي پر اوویشتمه په یوه  دینداره کورني کي پیدا سوی. 

او ډېره زمانه يې په ریاض کي تېره کړه، په عربي نړی کي د خپل وسیع او عمیق علم سره ، د سنتو اتباع، عاجزي او په تقوا کي يې  ځانګړی امتیاز لاره، او  د برصغیر او هند  د ټولو علماوو په حلقو کي يو منل سوي او مقبول شخصیت وو.

چي نوموړي  لومړي علمي زده کړي يې  په مدرسة العربیة الاسلامیه کي وکړې او وروسته د محمد علی الخطیب په مدرسه کي يې قران کریم او حسن خط زده کړ، او ورورسته بیا په خسرو مدرسه کي داخل سو،  چي خسرو بادشاه جوړه کړې وه، چي هغه اوس  په ثانویه شرعیه سره مشهور ده، او پدې وخت کي دده عمر ۱۹  کاله وو،  چي پدې  مدرسه کي دی د  ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۴۳ کال پوري پاته سو، بیا په جامعة الازهر په  کلیه الشرعیة په ۱۹۴۸ کال کي د لوړي علمي جائزې سره فارغه سو، او هلته يې تخصص اصول التدریس په عربي ژبه تدریس کړی، او هغه  څخه وروسته په ۱۹۵۰ کال کي فارغه سو، او بیا خپل وطن حلب ته راوګرځېدی.

کله چي شیخ په مصر کي خپل درسونه مکمل کړه، او په خپل وطن کي يې په ۱۹۱۵ کال کي يې لومړی تربیتي اسلامي مدرسه اختیار کړه، پدې مدرسه کي يې  یولس کاله تدریس وکړی.

او شیخ رحمه الله د سلګونو شیخانو په ملاقات مشرف سوی او د هغو څخه يې خپله علمي تنده ماته کړې.

د مشهورو علماوو سره لیدني

شیخ رحمه الله ډیرو ممالکو ته سفرونه کړي دي، هغه د مملکتو څخه یو هم مصر دی، چي پدې سفر کي د شیخ یوسف الدجري، شیخ مصطفي صبري، شیخ محمد زاهد ا لکوثري، الشیخ محمد الخضر حسین التونسي، او همدارنګه الشیخ الدکتور مصطفي السباعي سره ملاقاتونه سوی دی، په حرمین الشریفین کي یې الشیخ محمد یحی امان ، د عراق په سفر کي شیخ امجد الزهاوي سره ، او د هند په سفر کي علامه محدث محمد زکریا الکاندهلوي ، شیخ عتیق الرحمن، الشیخ محمد یوسف الکاندهلوي، ابو الحسن الندوي، او په پاکستان کي يې الشیخ محمد شفیع عثماني ، الشیخ محمد یوسف البنوري، او د اروپا په سفرو کي يې الشیخ یوسف القرضاوي، محمد بن ابراهیم ال الشیخ مبارک الاحسايي المالکي او احمد ال دوغان الشافعي سره ملاقاتونه کړي دي. 

راځي دا قصه وشیخ الاسلام  مفتي تقي عثماني صاحب ته پرېږدو، چي د هغه خپلو سترګو لیدلی حال راسره شریک کړي: 

ما د لومړي ځل لپاره دده نوم هلته واورېدی، چي په ۱۹۵۶ میلادي  کال کي زما پلار حضرت مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د یو اسلامي مجلس د اشتراک لپاره ، د شام، اردن ، لبنان او فلسطین په دوره ولاړی، د دمشق څخه چي کله زما د پلار خط راورسېدی، چي په هغه کي د شام د علماء سره د ملاقاتونو یادونه سوې وه، او په هغه کي زما پلار د حضرت شیخ عبدالفتاح ابو غده رحمة الله علیه یادونه په ډیر خاص انداز سره کړې وه، د سفر وروسته هم پلار مبارک د شیخ رحمه الله یادونه په ډیر محبت سره کوله،  او دا خبره يې کوله، چي په عربو کي اوس هم د علم او تحقیق څېړونکي ډېر دي، مګر داسي علماء چي په هغو کي د ژور او عمیق علم ترڅنګ د سنتو اتباع وي، او دهغو کړو وړو د سلف صالحینو رنګ خپل کړی وي، اوس ډیر کم دي، او حضرت شیخ عبدالفتاح رحمة الله علیه ددغه شخصیاتو څخه یو کس دی.

کله چي مي د پلار د خولې څخه  دا خبري واورېدلې، نو سمدستي مي د هغه ملاقات په  زړه کي  ځای ونیوی،  مګر  ظاهري داسي صورت  ځکه ممکن نه وو، چی هغه په شام کي وو، او زما لپاره پدې وخت د شام د سفر تصور هم ناممکن وو. 

مګر یوڅه مده وروسته الله جل جلاله هم داسي وکړه، چي په ۱۳۸۲ کي ناڅاپه داخبر راورسېدي، چي  شیخ رحمه الله پاکستان ته راځي، ددې خوشحالی انتها نه وه، حضرت شیخ صاحب پاکستان او هند ته دا سفر ددې لپاره غوره کړی وو، چي ددې ځای کتاب خانو او داسي نورو تحقیقاتو او ددې ځای د علمي حلقو سره يې تعلق قائم سي. 

حضر ت شیخ رحمة الله علیه  راغلی، او هلته يې يو څو ورځي تیري کړلې،  په همدې جریان کي يې دارالعلوم  ته تشریف راوړی، د هغه د اکرام لپاره په دارالعلوم کي جلسه جوړه سوه، ما پدې وخت د عربي ابتدايي کتابونه ویل. زه خپل پلار رحمة الله علیه امر کړم چي په عربي باندی تقریر وکړم، او پدې تقریر کي  معظمو میلمنو ته ښه راغلاست ووایم، او ددې سره سره د پاکستان او هند د مدارسو لنډ تاریخ او د دارالعلوم د قیام او علماء دیویند د خدماتو لنډه یادونه وکړم. او د جلسې د ختم وروسته حضرت شیخ رحمة الله علیه د تقریر ستاینه وکړه، او جلسې په اختتام کي يې خپل تأثرات داسي لیکلي وه: 

لقد کان من فصاحة الاخ الحبیب في الله الشیخ محمد تقي نجل مولانا محمد شفیع ما کشف تقصیر العرب في لغتهم

ښکاره خبره ده، چي دا کلمات يې د احقر د ستایني لپآره لیکلي وه، مګر ددې څخه اندازه کېدلای سي، چي پر کشرانو د هغوي شفقت، او د ستایني څونه مقام دی؟ کله چي د داراالعلوم څخه رخصتېدی، نو پر ما باندي يې د خپل شفقت او محبت اظهارپداسي الفاظو سره وکړ؛

( لو کنت تفاحة لا کلتک )
 
که چیري ته سېب واي نو ما به ته خوړلی وای.

ددې وروسته يې ما ته تفاحة الهند و پاکستان ( یعنی د پاکستان او هند سیب) د لقب په یادولو سره  یادولم، او په خپلو بعضو تصانیفو کي يې زما تذکره په هم دغه لقب سره کوله، په همدې سفر کي ما  د حضرت شیخ رحمه الله تعالی، څخه د حدیثو اجازت هم واخیست، چي په ډير شفقت او مهرباني سره يې اجازه راته وکړه.

تر دې وروسته بیا په شام کي سیاسي انقلابات راغلل، چي پر هغو يې علمي کړۍ راتنګه کړه، او ډېر علماء يې تر چاړې لاندي تېر کړل، او ډیر يې په خپلو زندانو کي تر خپل ظلم او وحشت لاندي راوستل، او ډیر علماء دې ته مجبور سول، چي خپل وطن پریږدي، او نور ملکونو ته سفر وکړي  ، شیخ رحمة الله د علم سره ډیر شوق وو، او  د اقتدار او سیاست څخه ډیر لیري ګرځیدی، مګر د حکومت ظلم دې ته مجبور کړی، چي خپل وطن پریږدي، او بالاخر په ریاض کي مقیم سي. او ډېر وخت يې  په جامعة الامام محمد بن سعود د کلیه اصول الدین تدریس کي تحقیقي خدمات انجام کړل،  او پدې دوران کي ډیر ځله پاکستان ته راغلی، هغه زما پلار رحمه الله ته خپل استاذ وایه، او د هغه څخه يې د حدیثو اجازت هم حاصل کړې وو، همدا راز يې د مولانا محمد یوسف بنوري رحمه الله سره همداسي معامله وه، کله  به له زموږ سره اوسېدی، او کله به د مولانا محمد یوسف بنوري رحمة الله علیه سره مقیم وو، او د اقامت په دوران کي به يې خپل علمي افادات په مسلسله توګه جاري وه. 

زما د پلار رحمه الله د فات وروسته يې تشریف راوړي او د والد صاحب رحمه الله تعالی د یادولو سره يې ډیر اوښکي توی کړي، او دهغه وروسته  يې پر موږ  د هغه د شفقت سایه نوره هم  زیاته سوه، په همدې سفر کي  تقریبا دوې میاشتي په دارالعلوم  کي مقیم سو، او د خپلو ځینو تصانیفو تکمیل يې وکړی.

سیاست ته راتګ
 
که څه هم د حضرت شیخ رحمه الله مشغله او مصروفتیا کتاب وو ، او سهار او ماشام به په کتابو کي غرق وو، له همدې کبله په ګوښه نشینه عالم سره مشهور وو، مګر روزمره حوادثو او مشکلاتو د ملي مقاصد لپاره په سیاست کي د برخه اخیستلو لپاره مجبوره کړ، غالبا په ۱۹۶۲ کي  د شام د پارلمان یو منتخب غړی سو، په شام کي د اسلام احکامو د پایمالو په خلاف د کوښښونو په  جرم په ۱۹۶۶ کي تدمر په صحرايي محبس کي یولس میاشتی تیريولو باندی مجبوره کړی سو، د شام څخه د هجرت وروسته په ریاض کي مقیم سو.

په عربي نړی کی بالعموم او په شام کی بالخصوص پر دیني عالمانو باندي د حکومت د ظلم او ستم څخه د خلاصولو لپاره خپل کوښښونه جاري ساتلي وه، وروسته خپله هغه علمي مصروفتیا ته راوګرځېدی.

ما ته د سعودي عرب د قیام په دوران کي  د هغه څو ځله د ملاقاتو شرف حاصل سو، او يو ځل زه د هغه په دعوت باندي ریاض ته ولاړم، او په هر دوره کي د شیخ رحمه الله د علمي معاملاتو څخه مستفید کیدلم.

ما د فتح الملهم شرح صحیح مسلم په تالیف باندي شروع وکړه، نو شیخ رحمه الله په همدې زمانه کي دارالعلوم  ته تشریف راوړی، او پر دې کار يې ډيره خوشحالي څرګنده کړله، او  زما د همت د لوړولو لپاره يې پر کتاب د تقریظ یو څو کلمات تحریر او وېلکل.

د ژبي او قلم حدود ساتل

حضرت شیخ رحمه الله د حضرت علامه محمد زاهد الکوثري رحمه الله خاص شاګر د وو، علامه کوثري رحمه الله خصوصیت دا وو،  چي  هغه په خپل علمي سرمایه سره د حنفي فقه او اشاعروو څخه ډېر ه دفاع وکړه، او هغه کسانو چي د فروعي اختلافاتو پر بنیاد باندي احناف او اشاعر يې د طعن او تشیع نښانه جوړ کړی وه، د هغو يې ټکي په ټکي جواب وکړی، د نورو علماء په ډول د علامه کوثري رحمه الله د بعضو خبرو او د بیان د طرز سره د اختلاف ګنجایش سته، مګر پدې کي شبه نسته چي ده د هغه مظلومو علماء څخه د دفاع فرض کفایه هم ادا کړه، چي پر هغو باندي ماسیوا د کوم جرم څخه تضلیل او طعن ویل کیدل.

شیخ عبدالفتاح ابوغده رحمه الله په دې معامله کي هم د خپل استاذ علامه کوثري رحمه الله د وراثت حق اداء کړی. لیکن فرق يې دا وو چي  د حضرت شیخ صاحب په قلم باندي د مخالف نظر د علماء سلفوو خلاف يې د جارحیت یا سوء ادب شبه لا هم ښکاره نه کړل. 

په دې موضوعاتو کي یې خپل بحث تر علمي حدود پوري خاص کړی او خپل تحقیق یې تر علمي دایرې بهر نه کړی. 

د علامه ابن تیمیه رحمه الله او حافظ شمس الدین ذهبي رحمه الله سره په دې موضوعاتو کي د هغه اختلاف ډیر واضح دی مګر ددغو بزرګانو په اړه کومه ثقیل لفظ د هغه د ژبي او قلم څخه وتل ما نه دی لیدلی. بلکي زه ددې خبري شاهد یم چي حفاظ شمس الدین ذهبي رحمه الله د علمي مقام د ذکر کولو په وجه یوه ورځ هغه وژړل، او یوه ورځ دده په حضور کي یوه نفر د علامه ابن تیمیه رحمه الله یادونه په داسي الفاظو وکړل چي د هغه د شان سره مناسبه نه وه نو شیخ صاحب د خوابدی اظهار وکړی.

همدارنګه  شیخ عبدالفتاح ابو غده رحمه الله زما پر کتاب ( تکمله فتح الملهم ) باندي لومړی تقریظ  هغه وخت وکړ، چي زما کتاب تقریبا سلو صفحو ته لانه وو رسیدلی، که څه هم هغه تقریظ ډیر کوچنی وو، د هغه وروسته چي کله کتاب مکمل سو، او په شپږو جلدو کي  خپور سو،  شیخ رحمه الله دا وغوښتل چي دوهم تقریظ ورباندي وکړي نو ډير اوږد تفریظ  يې ورباندي ولیکی ، چي پدې کښي يې د احقر لپاره ډېري د حوصله افزايي او شفقت کلمات کار کړي وه.

مریضي او وفات
 
ډېر کلونه يې په جلا وطني کي تیر کړي وه، او د خپلي علمي کتاب خاني څخه چي  دده د ژوند سرمایه وه، هم جلا وو، او وطن ته د تلو هم کومه ظاهري لار نه لیدل کیده، پدې وخت کي د شام حکومت د علماوو لپآره یوڅه نرم سو کله چي شیخ رحمة الله علیه خپل وطن د شام د حلب ښار ته تشریف یووړی، چي په دې وخت کي يې د  سترګو تکلیف هم  پیدا کړی وو او ددې تر مخه  د زړه دوره هم پر راغلي وه.

د شیخ رحمه الله وراره، چي زما ډير ټینګ دوست وو، هغه د شیخ رحمه الله په اړه داسي راته ویل: چي کله پر شیخ رحمه الله تعالی باندي بېهوشي راغله، او کله چي د بېهوشي  څخه را بیداره سو، لومړي دا يې خبره وکړه، چي ایا کتاب چاپ سو، او ددی خبري کولو  وروسته بیا بیهوشه سو، او بیا يې د مرګ تر وخت پوري خبره ونه کړه. بالاخره د۱۴۱۷ هجري قمري کال د  شوال په نهمه نېټه چي د ۱۹۹۷ کال د فبروري د  ۱۶ نېټې سره سمون خوري، د سهار په وخت کي له دې ستړی فاني دنیا څخه سترګي پتي او روح  يې خپل حقیقي بادار ته وسپاره او په همدغه ورځ د مدینې منورې په جنت البقیع کي خاورته وسپارل سو.

انا الله وانا الیه راجعون

د دنیا نظام همداسي روان دی، چي راتلونکي راځي  او تلونکي ځي، مګر داسي اشخاص ډېر کم دي، چي د هغو په تللو سره د مشرق او مغرب  د مسلمانانو زړونه ژاړي، د علم سره داسي شخصیات پیدا کيږي، مګر داسي شخصیت چي د هغه  په ګفتار او کردار کي علم ځای نیولی وي، او د هغه ژوند د سنتو په اتباع او د سلف صالحینو  په طریقه منور وي. په هره کړنه کي  يې تواضع، حلم ، د الله جل جلا له څخه بېره، حسنه اخلاق وي، ډېر کم په نظر راځي او کله چي دا کس له دنیوي سترګو څخه فنا کیږي، نوتر ډېره وخته  دغه خلا موجوده وي.

علمي تصنیفات یې
 
شیخ رحمه الله پنځوس چاپ سوی اثار تر شاه پرېښودل، او  مستقل کتابونه يې ډېر کم تالیف کړي دی، مګر د مخکنیو علماء پر کتابو يې تحقیق او تخریج کړی او پر هغو يې ډېر تعلیقات کړي دي، یو ورځ يې  ددې علت  خپله راته بیان کړی، چي موږ یو مستقل حیثیت نه لرو، زموږ لپاره ډېر لوی سعادت دا دی، چي د خپلو اسلافو او بزرګانو لاره تعقیب کړو،او  د لوړ شخیصت په کتاب کي عافیت او هم برکت وي.

د امام العصر حضرت علامه  انور شاه کشمیري رحمه الله  په  حکم سره زما  پلار رحمه الله  ( التصریح بما تواتر في نزول المسیح ) مرتب کړی وو، شیخ عبدالفتاح ابو غده رحمه الله تعالی ددې تصحیح کولو سره  دا کتاب د خپل مبسوط حواشیو سره خپور کړ، او ددې ترڅنګ د اعلاء السنن مقدمه ، الاجوبة الفاضله، او پر (الرفع والتکمیل ) باندي د هغوی تعلیقات او بصیرت له ورایه ښکاری.

 رسالة المسترشدین د  امام المحاسبي، قواعد في علم  الحدیث د شیخ ظفر احمد التهانوي، قیمة الزمن عند العلماء، امیر المؤمنین في الحدیث، سیاحة الفکر في الجهر بالذکر،  من ادب الاسلام، د امام اللکنهوي ، الحلال والحرام و بعض قواعدهما د شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله تعالی علیهم اجمعین.  او داسي نور...

څه موده مخکي د اکسفورډ د مرکز الدراسات الاسلامیة لخوا د حدیثو د خدمت په برخه کي د سلطان بروناني د جایزې اعلان وکړی نو حضرت شیخ عبدالفتاح ابوغده رحمه الله ته یې په ځایي ډول دا جایزه ورکړه لیکن شیخ صاحب د هغو کسانو څخه وو چي ددې ډول رسمی جایزو څخه ډير لوړ وو.

دا د جایزې نیکبخي ده چي صحیح ځای ته ورسیږي که نه نو د شیخ صاحب خدمات ددې څخه بې نیازه دي.

شاګردان یې
 
او همداراز شیخ رحمه الله خپل ډېر تکړه شاګردان اسلامي امت ته تحفه کړل، لکه: الشیخ محمد بن عبدالله ال رشید چي دده یو کتاب امداد الفتاح، الشیخ محمد عوامه د مشهور تفسیر صفوة التفسیر مفسر، شیخ مجد مکي، او  شیخ محمد اکرم الندوي.

  که څه هم نن حضرت شیخ رحمه الله په دنیا کي نسته ، مګر د  هغه تصانیف، او د هغه روزلي شاګردان د هغه  سیرت او کردار به د همېشه لپاره په دنیا کي روښانه وي، او ان شاء الله تر هغه وخته به يې یادګار ژوندی وی،  تر څو چي  دنیا اباده وي.