تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان په معمولي اکرام بخښنه
 
  September 29, 2016
  0
رالېږونکی: مطیع الله عابد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

حضرت انس بن مالک رضی الله عنه چي  حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه ته راغی او حضرت عمر رضی الله عنه پر بالښت ډډه لګولې وه. د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه په لیدو یې هغه بالښت هغوی ته کښیښودی. 

حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه وفرمایل چي الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم رښتیا فرمایلي دي. حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل چي ای ابو عبدالله! د الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان لږ موږ ته هم واوروه. حضرت سلمان رضی الله عنه وفرمایل چي یو ځل زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر شوم، هغوی پر یوه بالښت ډډه لګولې وه، نو هغه بالښت یې ما ته کښیښودی، او بیا یې وفرمایل چي ای سلمانه! کوم مسلمان چي خپل ورور ته ولاړ شي او هغه کوربه د عزت لپاره بالښت ورته کښیږدي، نو الله تعالی به خامخا د هغه بخشش وکړي.
 
( حیاة الصحابه ج۲ ص۵۶۱/ پاشلي مرغلري: ص ۴۹، ۵۰)
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته