تازه سرليکونه
د (قرانکريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قرانکریم خبري کول
  تعلیم الاسلام
  October 20, 2017
  0

 رالېږونکی: سبحان الله سید / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-10-08

 
حضرت عبد الله بن مبارک  رحمه الله  فرمایي، چي زه یو وار حج ته تلم، د سفر په دوران کي پر يوې داسي سپين سري ښځي پېښ سوم، چي غټ او اوږد قمیص ئې اغوستی وو. ما سلام ورته اداء کړ، هغې راته د سلام په جواب کي دغه مبارک آیت ووايه: ﴿ سَلَامٌ قَوْلًا مِنْ رَبٍّ رَحِيمٍ ﴾.
 
ماپوښتنه ځني وکړه: الله دي درباندي ورحمیږي، دلته څه کوې ؟
هغې راته وویل: ﴿مَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ﴾ (د چا څخه چي الله جل جلاله  لار ورکه کړي، د هغه لپاره لارښود نسته.) 
 
زه پوه سوم، چي هغې لاره ورکه کړې ده، ځکه نو ما پوښتنه ځني وکړه:چیري غواړې چي ولاړه سې ؟
هغې راته وویل چي: ﴿ سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى
 
وایي: زه پوه سولم، چي دې حج اداء کړی دی اوس بیت المقدس ته روانه ده. 
 
ما پوښتنه ځني وکړه، چي د څه وخت څخه دلته ناسته يې؟
هغې راته وویل: ﴿ ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا ﴾ (پوره درې ورځي.)
 
ما ورته وویل: ستا سره د خوراک او څښاک لپاره زه څه نه وینم، آیا یو څه خورې ؟
هغې جواب راکړ، چي ﴿ هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ ﴾ (هغه الله جل جلاله  ما مړوي او هم مي اوبوي.)
 
بیا مي پوښتنه ځني وکړه، چي ته په څه شي اودس کوې؟
هغې جواب راکړ، چي ﴿ فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا ﴾ (په پاکه خاوره سره تیمم وکئ.)
 
ما ورته وويل، چي زما څخه د خوراک لپاره څه سته، خورې يې؟
هغې راته وویل:﴿ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ ﴾ (تاسو روژه ترماښامه پوره کړئ.)
 
ماپوښتنه ورڅخه وکړه، چي دا وخت خو د روژې نیولو نه دی ؟
هغې په جواب کي راته وویل:﴿ وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ﴾ ( او څوک چي په خپله خوښه څه نيکي وکړي، نو بېشکه الله شکر قبلوونکی، ښه عالم دی.)
 
ما ورته وويل: فرضي روژه په سفر کي نه نیول هم جایز ده.
هغې په جواب کي راته وویل: ﴿ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾ (او دا چي تاسو روژه ونیسی، دا ستاسو لپاره خیر دی، که تاسو پوهيږئ.)
 
ما ورته وویل: چي ته ولي زما په ډول  خبري نه کوې؟
هغې راته وویل: ﴿ مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ.﴾ (دغه بنده هيڅ خبره نه وايي، مګر له ده سره حاضر او تيار ساتونکی وي، چي ژر ئې وليکي.) 
 
ما پوښتنه ځني وکړه، چي: ته د کومي قبیلې څخه يې؟ 
هغې ما ته وویل: ﴿ وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ﴾ ( او د هغه کار، چي تاته په هغه پوهه نسته، پيروي (تعقيب) مه کوئ .)
 
ماورته وويل: زه بخښنه غواړم زما څخه غلطي وسوه.
هغې ما ته وویل: ﴿لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ﴾ (نن پر تاسو هیڅ ملامتي نسته، الله جل جلاله  دي تاسو ته بخښه وکړي.)
 
ما ورته وويل: که دي خوښه وي، زما پر سپرلۍ کښېنه، چي په خپلي قافلې پسي دي ور ورسوم؟
هغې راته وویل: ﴿ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ﴾ (کوم د خیر کار، چي تاسو کوی په هغه باندي الله جل جلاله  ښه علم لري.)
 
ما دا واوریده او بیا مي خپل بوده کښېناوه، مګر تر سپرېدو مخکي ئې راته وویل: ﴿ قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ ﴾ (ته و مؤمنانو ته ووایه چي خپلي سترګي وساتي)
 
ماخپل مخ واړوه او ورته ومي ویل: کښېنه. خو د کښېنستلو پر وخت بو ده وتوریدی او بیرته ولاړ سو دا پر ځمکه ولوېده او کالي ئي څه ناپاکه سوه، وئې ویل: ﴿ وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ ﴾ (تاسو ته، چي کوم مصیبت رسېږي، دا ستاسو د خپلو اعمالو په سبب دی.)
 
ما ورته وویل: ته صبر وکه، چي زه دا بوده وتړم بیا به ته پر کښېنې. 
هغې وویل: ﴿ فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ ﴾ (موږ په دې مسئلې  سلیمان علیه السلام وپوهاوه.)
 
ما بوده وتړي او ورته ومي ویل چي: اوس نو کښېنه، دا هم کښېنستله او دغه مبارک آیات ئي تلاوت کړ: ﴿ سبحان الذي سَخَّرَ لَنَا هَذَا ﴾ (پاکي دي هغه ذات لره وي، چي زموږ لپاره ئي دغه سورلي آرامه کړې ده.)
 
ما د حيوان مهار ونیوی او راوان سولو، پر لاره ډیر تیز- تیز تلم او له ځانه سره مي څه اشعار په زوره- زوره ويل، ددې کار په ليدو سره ئې راته وويل: ﴿ وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ ﴾ (په خپل تګ کي له میانه روۍ څخه کار واخله او آواز دي کښته کړه)
 
اوس زه کرار- کرار روان سوم او څه اشعار مي په ترنم شروع کړه، راته وئې ویل: ﴿ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقرآن ﴾ (د قرآن كريم څخه، چي دي څومره زده وي هغه ووایه.)
 
ما ورته وویل: ته د الله جل جلاله له طرفه په څومره لویو نیکیو نازول سوې يې ؟!
هغې وویل: ﴿ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ﴾ (یوازي د عقل خاوندان پند او نصیحت حاصلولای سي.)
 
تر څه ځنډ او خاموشۍ وروسته مي ورته وویل: آیا خاوند لرې؟
هغې راته وویل: ﴿ لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ ﴾ (د داسي شیانو په اړه پوښتني مه کوه، چي که درته ښکاره کړل سي، نو پر تا بد ولګیږي.)
 
زه چپ سولم، قافله مو پیدا نه کړه، تر تیر سوي وو.  په دې وخت کي قافله ناببره را تر سترګو سوه، چي کله را نژدې سوه، ماورته وویل چي قافله را نژدې سوه، ستا يو څوک پکښي سته ؟
 
هغې وویل: ﴿ الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ﴾ (مال او دولت د دنیا زینت او ښایست دی.)
 
زه پوه سوم چي په قافله کي ئې زامن دي، ما پوښتنه ځني وکړه، چي په قافله کي څه کار کوي؟
هغې وویل:  ﴿ وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ﴾ ( او علامې دي او په ستورو سره لاره معلوموي.)
 
زه پوه سوم. چي د دې ښځي زامن د قافلې رهبران دي.
 
بیا مي ښځه قافلې ته وروستله او پوښتنه مي ځني وکړه، چي اوس را ته ووایه، په قافله کي ستا زامن کوم دي؟
هغې وویل: ﴿ وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا -- وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا -- يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ ﴾ 
 
زه پوه سوم، چي د دې د زامنو نومونه ابراهیم، موسی او یحیی دي.
 
بیامي په قافله کي په همدې نومونو سره ږغ وکړ: یا ابراهیم! یاموسی! یا یحی!
 
تر لږ ځنډ وروسته دغه نوي ځوانان، چي د سپوږمۍ په مثل ښایسته وه ؛ راغله او زما مخ ته ودرېده. ترڅه آرام کولو وروسته دې ښځي خپلو زامنو ته وویل: ﴿ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ
(نو تاسو يو ولېږئ دې ښار ته؛ ستاسي په دې سپينو زرو، نو ودي ګوري، چي کوم يو له دغه (اهل ښار) نه ښه پاکيزه دي، له جهته د طعامه، نو تاسو ته دي راوړي رزق د هغه.)
 
له دې سره سم په دوی کي يو ځوان خواړه راوړه، زما مخ ته ئې کښيښوده او هغې ښځي راته وویل: ﴿ كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ
(خورئ او څښئ په اشتهاء (او هضم) سره، په بدل د هغو خپلو عملونوکي چي تاسو مخکي ليږلي وه.)
 
ځوانانو ته مي وويل،چي ستاسو ډوډۍ تر هغو نه خورم، چي راته د دې ښځې په اړه ټول حقیقت ونه وایاست !
 
ځوانانو راته وویل: دا زموږ مور ده، له (۴۰) کالو راهیسي په دې ډول خبري کوي او د قرآن کريم د آياتونو پرته ئې بل څه نه دي ویلي، د دې کار پابندي ځکه کوي، چي هسي نه له خولې څخه ئې نا مناسبه خبره را ووځي او رب  ورڅخه په ناراضه سي.
 
عبدالله بن مبارک  رحمه الله  وايي، ما وویل: ﴿ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴾ (دا د الله فضل دی، هر هغه چا ته ئې ورکوي، چي خوښه ئې سي او الله د عظيم فضل خاوند دی،) (المستطرف في کل فن مستظرف، عبدالحمید احمد "حنفي" مصر [ص: ۵۷،۵۶، ج: ۱] ۱۳۸۶ هـ. ش.)
 
 
سرچینه: تعلیم الاسلام مجله: ۱۸ ګڼه 
 
--------------------------------------------------------
 
 
بیان- د قرانکریم برکات او قراني ښځي!
 

سرته