تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شرعي حدودو اهداف او حکمتونه
  تعلیم الاسلام
  September 23, 2017
  0

 ترتیبونکی: میر احمد رحلت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-03-17 

لومړی مطلب ـ د حدودو پيژندنه:

 
حدود جمع د حد ده او حد دوې معنا وي لري چي يوه يې لغوي معنی او بله يې شرعي (اصطلاحي) معنی ده.
 
حد په لغت: حد په لغت کي په څو معناوو سره راغلی دی.
 
الف ـ  حد د منع کولو په معنی: شرعي حدود په دې وجه نافذ وي چي مجرم ته په جزا ورکولو سره مجرم اصلاح او نورو خلکو ته عبرت سي نو په دې اساس به ټول خلک د مجرمانه فعل کولو څخه منع سي. په همدې وجه پيره دار ته حداد وايي ځکه چي خلک د داخليدو څخه منع کوي.
 
ب ـ حد د محاربه او معاصي په معنی: لک چي الله (جل جلا له) داسي فرمايي:  
 
تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا  [سورت البقره: ۱۸۷ ايت]   
ژباړه: دا احکام د لله (جل جلا له) دي نو مه نيژدې کيږئ دوى ته (په ماتولو سره).  (۱، ص ۷۹، ١ ټوک )
 
ج ـ حد د احکامو په معنی: حد  د احکامو مفهوم هم افاده کوي لکه څرنګه چي الله رب العزت په قران الکريم کي داسي فرمايي:
 
تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا. [سورت البقره:۲۲۹ ايت]
ژباړه: دا احکام د لله (جل جلا له) دي نو تاسي مه تېرېږى د لله(جل جلا له) د احکامو څخه. (۱، ص ۱۰۱ ، ۱ ټوک)
 
د ـ حد د دوو شيانو تر منځ د حايل په معنی: حد د دوو شيانو ترمنځ د حايل(جلاوالي) په معنی هم کار ول کيږي چي يو د بل سره ګډ نه سي يا دا چي يو پر بل تېری ونه کړي.
 
حد په اصطلاح کي: 
 
د حد د اصطلاحي پيژندني لپاره د اسلامي شريعت فقها مختلف نظرونه لري چي په لاندي ډول ورڅخه يادوه نه کوو:
 
الف ـ حد د حنفي فقهي د علماؤ په اصطلاح کي:
 
 حد د حنفي فقهي په اصطلاح کي عبارت دی له هغه ټاکل سوو سزاوو څخه چي د الله (جل جلا له) له لوري د هغه جرمونو په وړاندي ټاکل سوي چي په هغو کي پر حقوق الله يا د ټولني په حقوقو تيری سوی وي. (۲، ص ۸۵)
 
د پورته تعريف څخه دوې نقطې په لاس راځي يو دا چي ټاکلي مجازات دي او دويم دا چي د الله(جل جلا له) حق به وي، که لومړۍ نقطه په نظر کي ونيسو هغه دا چي ټاکلي مجازات دي نو ګورو چي تعزيرات په حدودو کي شامل نه دي ځکه چي تعزيرات ټاکلي مجازات نه دي.
 
که دويمه نقطه په نظر کي ونيسو چي د الله (جل جلا له) حق به وي نو ګورو چي قصاص او ديت په حدودو کي شامل نه سوه ځکه چي قصاص او ديت حقوق العباد دي او دلته حد په تعريف کي حقوق الله راښيي.
 
ب ـ حد د جمهورو علماؤ په اصطلاح کي:
 
 حدود عبارت د هغو ټاکل سوو مجازاتو څخه دي چي د الله (جل جلا له) او بندګانو پر حقوقو باندي واقع کيږي.
 
 ددې تعريف څخه هم دوې نقطې په لاس راځي يو داچي ټاکلي مجازات دي او دويم دا چي د الله(جل جلا له) او بندګانو پر حقوقو باندي واقع کيږي.
 
که لومړۍ نقطه په نظر کي ونيسو هغه داچي ټاکلي مجازات دي نو ګورو چي تعزيرات په حدودو کي شامل نه دي ځکه چي تعزيرات ټاکلي مجازات نه دي او په نوموړي نقطه کي داحنافو د تعريف سره د جمهور و علماؤ  په تعريف کي  کوم اختلاف هم نه ليدل کيږي.
 
په دويمه نقطه کي قصاص او ديت هم په حدودو کي شامل سوه ځکه چي د دوی له نظره حدود د الله (جل جلا له) او بنده ګانو پر حقوقو باندي واقع کيږي او په دې نقطه کي داحنافو او جمهورو علماؤ ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. (۳، ص ۱۷-۱۹)
 
دويم مطلب ـ د حدودو د اقامې حکمتونه:
 
د حدودو اقامه (تطبيق) د انسانانو لپاره ډېري زياتي ګټي لري.
 
لومړی:  کله چي حد تطبيق سي په اساس يې مجرمين ختمېږي او د ټولو انسانانو لپاره کامل امن، سکون، اطمينان، پرمختګ او انکشاف رامنځته کيږي.
 
دويم: د حدودو په تطبيق سره د انسانانو د نفس، حيا، عزت، وقار، ازادۍ ، نسل، انساني کرامت، مال او ملکيت او داسي نورو ارزښتونو لپاره امنيت تامينېږي.
 
درېيم: د حدودو تطبيق په اخلاقي لحاظ د افرادو او ټولني حمايت کوي مطلب دا چي اخلاق او عدالت ددې حکم کوي چي نيکو کاران بايد مکافات او مجرمين بايد مجازات سي. 
 
څلورم: که چېري په يو ټولنه کي حدود تطبيق سي د مجرمينو او د ټولني د نورو غړو لپاره د پند او عبرت سبب ګرځي کله چي حد تطبيق سي په دې سره مجرمين د دويم ځل لپاره اصلاح او تربيه کيږي.
 
پنځم: که حدود تطبيق سي د ټولني د دفاع او حمايت سبب کيږي هم د اوس لپاره او هم په اينده کي به ټولنه تقويه او حمايه سي.
 
شپږم: همدارنګه د حدودو تطبيق د انساني ټولني لپاره د خير او اهميت په معنی دی او دغه خبره په حديث باندي ثابته سوې ده، د حضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي دي: د الله (جل جلا له) پر مځکه چي يو حد تطبيق سي نو د هغه ځای د اوسيدونکو لپاره د څلويښتو ورځو د رحمت د باران څخه بهتره دی.     
 
درېيم مطلب ـ د حدودو اهداف:
 
په لنډ ډول بايد ووايو چي حدود د لاندي پنځه اهدافو لپاره تطبيقيږي:
 
د مال د حفاظت لپاره.
د نفس د حفاطت لپاره.
د عِرض، حيا، عزت او ناموس د حفاظت لپاره.
د دين د ساتني او حفاظت لپاره.
د نسل د حفاظت لپاره.
 
د يادو پنځو اهدافو د ساتلو او حفظولو لپاره د اسلام مبارک دين پينځه قسمه مجازات وړاندي کړي دي:
 
د مال د حفاظت لپاره د غلا (سرقت)حد.
د نفس د حفاظت لپاره د قصاص او ديت حد.
د عرض (عزت) د حفاظت لپاره د قذف حد.
د دين د حفاظت لپاره د ارتداد حد.
د نسل د حفاظت لپاره د زنا حد.     (۳، ص ۱۹ـ۲۰)
 
ماخذ: د (حرابت حد پيژندنه) رسالې څخه
 
 
---------------------------------------
۱- تفسیر دیوبندي
 
۲ ـ نذیر، داد محمد، ژباړه؛ عبدالحميد، وردګ.(۱۳۹۲). داسلام دعمومي جزا حقوق، لومړی چاپ، کابل: انتشارات حامد رسالت، نوی ښار انصاري څلور لاری، چاپ چاري الفاروق مطبعه.
۳ ـ واثق، احمد ګل.(۱۳۹۲). داسلام جزايي حقوق، لومړی چاپ، ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه، مخابراتو څلور لاری.
 

سرته